فراه -- په فراه او غزني ولایتونو کې د سرک د غاړې بمونو لږ تر لږه ۶ ملکي کسان ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په یوه اعلامیه کې وویل، د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۵مه/ په یوه پېښه کې د غزني پوهنتون پنځه تنه محصلین هغه وخت ټپيان او د هغوی موټروان ووژل شو چې موټر یې په غزني ښار کې د سړک غاړې یوه بم وواهه.
د فراه د امنیه قوماندانۍ د یوې اعلامیې په اساس، د یکشنبې په ورځ /د وږي ۲۴مه/ لږ تر لږه ۵ ملکي کسان وروسته له هغه ووژل شول چې په موټر یې په فراه ښار کې د سرک د غاړې یو بم وچاودېد.
په اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د دواړو ولایتونو چارواکو د سرک د غاړې بمونو پړه په طالبانو باندې ور واچوله.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.