افغان ځواکونو د اوبه ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه

سلام ټایمز

هرات -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د تلې ۱۲مه/ راپور ورکړ چې افغان ځواکونو د اوبه ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، د ملا متین په نوم تش په نامه ولسوال د هغه له ۷ جنګیالیو سره یو ځای د جمعې په ورځ‌/د تلې ۱۰مه/ هغه وخت ووژل شو چې هغوی د ولسوالۍ په مرکز باندې برید وکړ.

هغه زیاته کړه، طالبان د ولسوالۍ په نیولو کې پاتې راغلل.

محلي اوسېدونکیو وویل چې په دغه نښته کې لږ تر لږه دوه افغان امنیتي سرتېري ووژل شول او یو بل ټپي شو.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500