کابل -- د ښځو د مطالعاتو په برخه کې د افغانستان لومړنیو فارغانو د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۵ مه/ د فراغت خولۍ پر سر او لباسونه پر تن کړل چې په دغه سړي واک هېواد کې د فراغت دا غیرعادي اسناد ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) او د پوهنتون د چارواکو په وینا، کابل پوهنتون په هېواد کې د لوړو زده کړو لومړنۍ موسسه ده چې داسې یوه ډګري وړاندې کوي چې هغه د جنسیت یا جنډر او د ښځو په مسایلو تمرکز کوي.
د ماسټرۍ په دغه دوه کلن کورس کې چې د جنوبي کوریا له خوا تمویل او د یو اېن ډي پي له خوا چلول کېده، د نورو له منځه د ښځو او نرانو د برابري تیوریانې، رسنۍ، مدني ټولنه او د شخړو حل تر پوښښ لاندې نیول شوي ول.
د طالبانو د قید لرونکې واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر وخت، چې ښځې په لویه کچه خپلو کورونو پورې محدودې او له تعلیم څخه ایسارې کړای شوې وې، د داسې یوې ډګرۍ په هکله فکر هم نشو کېدلی.
په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په مشرۍ حملې څخه وروسته، چې طالبان یې نسکور کړل، د ښځو د حقونو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی، خو لا هم په دې سړي واکه ټولنه کې ښځې قید پاتې دي.
په ۲۲ فارغانو کې د مجتبی عارفي په شمول ۷ کسان نارینه ول.
عارفي په داسې حال کې، چې خپل تصدیق ترلاسه کولو ته یې انتظار کاوه، ای اېف پي ته وویل، «دا د یوه بدلون پیل دی،»
هغه وویل، «د دې پروګرامونو له لارې، مونږ کولی شو چې په خپله ټولنه کې د ښځو ځای او موقف وپېژنو. دا امکان شته چې مونږ د لوېدیځ په څېر د جنسیت د برابري سطحې ته ورسېږو.»
یوې بلې فارغې، سجیې صدیقي، وویل چې هغې هیله لرله چې د هغې ټولګیوال به خپلې ډګریانې په افغانستان کې د ښځو د حالت د ودې لپاره وکاروي.
هغې وویل، «په یوه لنډه موده کې، مونږ نشو کولی چې کوم ډراماتیک بدلون راولو، خو د خپلو لوړو زده کړو له لارې، مونږ کولی شو چې د خپلې ټولنې په بدلون کې مرسته وکړو او د خپلو خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو خدمت وکړو،»