امنیت

په غزني کې د طالبانو له ماتې څخه وروسته سخته تصفیه پيل شوې ده

ای اېف پي او سلام ټایمز

داسې ښکاري چې افغان ځواکونو بالاخره د زمري په ۲۴مه د غزني له ستراتیژیک ښار څخه طالب یاغیان پسې واخیستل، او دوکانداران او ښاریان له سخت ځمکني جنګ او هوایي بریدونو څخه وروسته په محتاطانه توګه لارو کوڅو ته راوځي. طالب جنګیالیو د زمري په ۱۹مه په دغه ښار باندې برید پیل کړی وو. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

کابل -- داسې ښکاري چې افغان ځواکونو بالاخره د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۴مه/ له غزني څخه طالبان پسې واخیستل، او دوکانداران او ښاریان له سخت ځمکني جنګ او هوایي بریدونو څخه وروسته په محتاطانه توګه لارو کوڅو ته راووتل.

امنیتي ځواکونو ګزمې کولې او د ښار په منځ کې هېڅ اورپکی نه لیدل کېده، او داسې ښکارېدل چې جنګ پای ته رسېدلی دی.‌

طالب اورپکو د زمري په ۱۹مه په دغه ښار باندې برید پیل کړ،او د ایتلاف هوایي بریدونو او پر ځمکه افغان ځواکونو په څو ورځو کې هغوی په شا وتمبول او اټکل ۱۵۰ جنګیالي یې ور ووژل.

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د چارشنبې په ورځ د وروستي جنګ په وسیله د رامنځته شوي «سخت بشري ناورین» خبرداری ورکړ.

یو سړی د زمري په ۲۳مه په غزني ښار کې وروسته له هغه، چې طالبانو یو محلي مارکېټ وسوزاوه، د ویجاړتیاوو ټوټې په بېل لیرې کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

یو سړی د زمري په ۲۳مه په غزني ښار کې وروسته له هغه، چې طالبانو یو محلي مارکېټ وسوزاوه، د ویجاړتیاوو ټوټې په بېل لیرې کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

افغان سرتېري د زمري په ۲۳ مه په غزني ښار کې په یوه سړک ګزمه کوي. داسې ښکاري چې افغان ځواکونو بالاخره د زمري په ۲۴ مه له دغه ستراتیژیک ښار څخه طالب یاغیان واېستل، او دوکانداران او ښاریان له سخت ځمکني جنګ او د ایتلاف له هوایي بریدونو څخه وروسته په محتاطانه توګه لارو کوڅو ته راووتل. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

افغان سرتېري د زمري په ۲۳ مه په غزني ښار کې په یوه سړک ګزمه کوي. داسې ښکاري چې افغان ځواکونو بالاخره د زمري په ۲۴ مه له دغه ستراتیژیک ښار څخه طالب یاغیان واېستل، او دوکانداران او ښاریان له سخت ځمکني جنګ او د ایتلاف له هوایي بریدونو څخه وروسته په محتاطانه توګه لارو کوڅو ته راووتل. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموټو، په یوه اعلامیه کې وویل، «راپورونه ښیي چې په غزني کې د تلفاتو شمېر ډېر زیات دی،»

هغه همدارنګه وویل چې ملکي خلک له سخت حالت سره مخامخ دي، چې برېښنا نشته او اوبه او خواړه یې کم دي.‌

خواړه او اوبه نشته

ښاریانو له ای اېف پي سره په دې هکله خبرې وکړې چې د کمپاین په ترڅ کې هغوی څنګه د غزني کوڅو ته د اورپکو په رارسېدلو سره پټ شول.

حسن صفري وویل، «زما کور له لومړۍ کرښې سره بېخي نژدې وو؛‌ طالبانو خلک مجبورول چې هغوی ته خواړه او چای ور وړي،»

«جنګ سخت وو. دوه ورځې مونږ اوبه او خواړه نه لرل. زما ماشومانو به چې زمونږ د دېوال له شا څخه د طالبانو له خوا د ډزو اوازونه اورېدل، ژړل به یې.»

دوکاندار بصیراحمد د چارشنبې په ورځ کابل ته له تګ څخه وروسته ای اېف پي ته وویل،‌ «ښار د وینو بوی کاوه،»

د غزني اوسېدونکیو تایید کړه، چې خواړه کم شول او قېمتونه زیات شول.‌

شکرالله نعیمي وویل، «زمونږ د خوړو ذخیره د جنګ په دویمه ورځ ختمه شوه،» او زیاته یې کړه چې د وریژو قېمت دوه برابره زیات شوی وو‌.

هغه وویل، «طالبان زمونږ له کور سره نژدې ول، او مونږ مجبور وو چې په زېرزمینۍ کې پټ شو،»

«مونږ دوه شپې خوب ونه کړ ځکه چې ماشومانو دا ټول وخت د ډزو د غږونو له وېرې ژړل. زمونږ له ګاونډ څخه ډېرې کورنۍ تښتېدلې وې.»

د ملکي خلکو لپاره یو مرګونی کال

یاماموټو په خپله اعلامیه کې ویلي، «په غزني کې د جګړې په وسیله رامنځته شوی سخت بشري ناورین ښيي چې په افغانستان کې روان جنګ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي،»

دا کال وار له مخه د ملکيانو لپاره یو مرګونی کال دی.

ملګرو ملتونو د چنګاښ په ۲۴ مه راپور ورکړ، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ ملکي کسان وژل شوي دي، چې دا د تېر کال د عین مودې په نسبت ۱٪ ډېرښت او له ۲۰۰۹ راهیسې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د ریکارډونو ساتل پیل کړي، تر ټولو لوړ شمېر په ګوته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو، ومې لوستله. ښه وه.

ځواب ورکړئ