امنیت

په داسې حال کې چې ویرجنو خلکو د تنکیو ځوانانو مړي ښخول، اورپکو د امنیت په مرکز ناکام برید وکړ

ای اېف پي او سلام ټایمز

ویرجن خلک په کابل کې د زمري په ۲۴ مه په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز د شوي ځانمرګي بمي برید د یوه قرباني تابوت انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ویرجن خلک په کابل کې د زمري په ۲۴ مه په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز د شوي ځانمرګي بمي برید د یوه قرباني تابوت انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، چې وسله والو سړیو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۲۵ مه/ په کابل کې د ملي امنیت په یوه روزنیز مرکز په داسې حال کې برید وکړ، چې کورنیو خپل هغه عزیزان ښخول چې یوه ورځ مخکې په پلازمېنه کې په یوه ځانمرګي بمي برید کې وژل شوي ول.

دغه جنګ له داسې یوه روزنیز مرکز سره نژدې ونښته چې د ملي امنیت له خوا یې نظارت کیږي. په صحنه کې یوه چارواکي وویل، وسله وال سړي د استوګنې له ودانیو سره نژدې په یوه ساختماني ساحه کې پټ شوي ول.

ژوندیو تلوېزیوني راپورونو ښودل چې هاموي ګان په تشو کوڅو کې ګرځي په داسې حال کې چې د وسلو ډزو انعکاس کاوه او یوې څرخکې پاس دورې وهلې.

د یوه بل امنیتي چارواکو په وینا، په صحنه کې د کمانډو عسکر هم توظیف شوي ول چې د ودانۍ په مهارولو کې مرسته وکړي.

ویرجن خلک د زمري په ۲۵ مه د هغو ۹ قربانیانو جنازې کوي چې یوه ورځ مخکې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ویرجن خلک د زمري په ۲۵ مه د هغو ۹ قربانیانو جنازې کوي چې یوه ورځ مخکې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک تایید کړه چې جګړه پای ته رسېدلې ده.

هغه وویل، چې درې یاغیان په پېښه کې ښکېل ول -- چې ټول یې وژل شوي دي.

هېڅ ډلې سمدلاسه مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشو چې یوه ځانمرګي بمي بریدګرد کابل په داسې یوه سیمه کې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، په یوه تعلیمي مرکز کې، چې زده کوونکیو په کې کانکور ته د تیاري پروګرام تعقیباوه، چاودېدونکي مواد وچول او لږ تر لږه ۳۷ کسان یې ووژل.

د دغه بمي برید مسؤلیت د پنجشنبې په ورځ داعش په داسې حال کې پر غاړه واخیست، چې د مړو کسانو کورنیو د مړو ګډه جنازه وکړه او ویرجنو خلکو ژړل او تابوتونه یې پورته کول.

د ساختماني چارو یوه ماشین د تازه قبرونو د اېستلو لپاره ځمکه صافه کړه او سړیو د کولنګونو په وسیله له خاورې څخه ډبرې لیرې کړې.‌

غزني ته بشري مرستې ورسېدلې

په ورته وخت کې، غزني ته د پنجشنبې په ورځ د بشري مرستو یوه برخه ور ورسېدلهپه داسې حال کې چې د مخابراتي بېخبناوو او حکومتي ودانیو له ویجاړېدلو څخه وروستهجزئي موبایل خدمتونه بېرته فعال شول.‌

افغان ځواکونو بالاخره طالب جنګیالي له غزني څخه پسې واخیستل، او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې راپورونه وایي چې ښایي تر ۱۵۰ پورې ملکي کسان په دې جنګ کې وژل شوي وي.

په دغه ښار کې د طالبانو له ماتې څخه وروسته، ملکي خلک له یوه سخت حالت سره مخامخ شول، چې برېښنا نشته او د اوبو او خوړو کمی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې معلوماتو د وړاندې کولو له امله له تاسو څخه مننه.

ځواب ورکړئ

زه کومه خاصه تبصره نه لرم.‌

ځواب ورکړئ

کوم اسلامي دولت؟‌ داعش یو افراطي ګروپ دی.‌ آیا دا صحیح ده چې هغه د اسلامي دولت په نامه یاد شي؟‌

ځواب ورکړئ