امنیت

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو رهبري او وړتیاوې فلج کړي دي

د ضیأ ثمر راپور

افغان ځواکونه د ۱۳۹۷ د لیندۍ په میاشت کې په هلمند ولایت کې د شپنیو عملیاتو لپاره تیاری کوي. [ضیأ ثمر]

افغان ځواکونه د ۱۳۹۷ د لیندۍ په میاشت کې په هلمند ولایت کې د شپنیو عملیاتو لپاره تیاری کوي. [ضیأ ثمر]

لښکرګاه -- ځایي مقامات وایي، افغان امنیتي ځواکونو چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ملاتړ ورسره دی، په هلمند ولایت کې د طالبانو رهبري تر دې حده فلج کړې چې اورپکي نشي کولی چې جنګ وکړي.

یوازې په څو میاشتو کې، طالبانو په هوایي بریدونو کې د هلمند لپاره دوه پرله پسې تش په نامه والیان له لاسه ورکړي دي.

ملا شرف الدین د وري په ۲۳مه د دېشو ولسوالۍ په بهرامچه کلي کې د هغو ټپونو له امله ساه ورکړه چې د هوایي برید په ترڅ کې ور رسېدلي ول.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد سلام ټایمز ته وویل، «د قاطع ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو په موسی کلا کې د طالبانو له خوا ټاکل شوي والي او د هغه په پنځو ملګرو باندې برید وکړ.»

په عکس کې چې نېټه یې معلومه نه ده د هلمند ولایت لپاره د طالبانو وژل شوی تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري لیدل کیږي. هغه په تېره لیندۍ میاشت کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

په عکس کې چې نېټه یې معلومه نه ده د هلمند ولایت لپاره د طالبانو وژل شوی تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري لیدل کیږي. هغه په تېره لیندۍ میاشت کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه هوایي برید د وري په ۱۲مه ترسره شو.

له شرف الدین څخه مخکې، ملا عبدالمنان منصوري د تېرې لیندۍ میاشتې په ۱۰مه په هلمند کې د نړۍ والو ځواکونو له خوا په یوه هوایي برید کې ووژل شو.‌

هغوی دواړه د هغو محلي طالب مشرانو له ډلې څخه یوازې یو څو کسان دي چې افغان او ایتلافي ځواکونو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې وژلي دي.‌

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو مشران په سلګونو ځلې په هوایي عملیاتو کې ویشتل شوي، او په هوایي بریدونو کې نژدې ۵۰ مهم طالب قوماندانان وژل شوي دي.»

په نورو وژل شویو طالب چارواکو کې د هلمند لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر ملا تواب، د طالبانو د تش په نامه والي ویاند رشید، د سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل جهادیار، او په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو جیګپوړي مقامات شامل دي.

ځواک وویل، «د طالبانو مشرتابه اوس د پخوا په څېر منظمه نه ده.»

هغه زیاته کړه، «که څه هم طالبان هڅه کوي چې ځینې سیمې وګواښي یا ونیسي، افغان امنیتي ځواکونه د هغوی تأمیناتي لارې بندوي. د هغوی مشرتابه هم ویجاړه شوې ده.»

د پیسو او کسانو نشتوالی

د هلمند امنیه قوماندان سمونمل حسام الدین هلمندي وویل، په دغه ولایت کې د طالبانو مورال ته وروسته له هغه سخته ضربه ورسېده چې ملا منان ووژل شو.

هلمندي سلام ټایمز ته وویل، د هغه مړینې افغان امنیتي ځواکونو ته لاره خلاصه کړه چې د یادې ډلې نور محلي قوماندانان په نښه کړي او ویې وژني.

هغه وویل، «طالبان نور جنګ نشي کولی ځکه چې هغوی ته په هوایي بریدونو کې سخت تلفات ور رسېدلي دي. طالبان کمزوري ښکاري او د پولیسو مورال قوي شوی او له طالبانو څخه ځینې سیمې بېرته نیسي.»

هلمندي وویل، افغان امنیتي ځواکونو د سلواغې له ۱۵مې څخه د وري تر ۳ مې پورې عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې په نادعلي ولسوالۍ کې لوی کلی، شین کلی او چاه انجیر کلي او په ناوه ولسوالۍ کې تاریخ ناور کلی له طالبانو څخه ونیول.

هلمندي زیاته کړه، د دیني عالمانو وروستۍ فتواګانې چې د طالبانو جګړه یې نامشروع وبلله «مؤثرې» وې.

هغه وویل، «له طالبانو سره مالي مرسته وروسته له هغه کمه شوه چې په کابل او سعودي عربستان کې دیني عالمانو د طالبانو د جنګ پر ضد فتواګانې صادرې کړې ځکه عام خلک پوه شول چې دغه جګړه غیرمشروع ده.»

هلمندي وویل، «اوس، ملکي خلک د هغوی ملاتړ نه کوي. طالبانو خپلې مالي سرچینې له لاسه ورکړي، او د هغوی نويقوماندانان د مشرتابه وړتیا نه لري.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو د کوکنارو له کرنې او د اپین له قاچاق کولو څخه ډېر عواید ترلاسه کول، خو هغوی نشي کولی چې نور په دغې سرچینې باندې تکیه وکړي،‌ له دې امله هغوی نشي کولی چې خپلو جنګیالیو ته مهمات او پیسې ور ورسوي.»

د خدمتونو په برابرولو کې پاتې راتلل

محلي اوسېدونکي د طالبانو د وژل شویو مشرانو په ورکېدلو خفه نه دي. هغوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د خدمتونو د برابرولو پر ځای په خلکو ظلمونه کول.

احمد علیزي چې ۲۳ کاله عمر لري او ۱۰ کاله مخکې له موسی کلا څخه لښکرګاه ته راغلی دی، سلام ټایمز ته وویل، «تاسو ولیدل چې طالبانو په موسی کلا ولسوالۍ کې د خپلې واکمنۍ پر وخت څه وکړل.»

هغه وویل، «هغوی یو جومات، یو ښوونځی یا یو سړک جوړ نه کړ. حکومت جوماتونه، ښوونځي او کلینیکونه جوړوي.»

د لښګرګاه یوه اوسېدونکي اغا ولي بارک چې ۳۲ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، محلي خلک د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بندیانو په څېر ژوند کوي.

بارک وویل، «هغه خلک چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي هغوی نه ښوونځي لري نه مدرسې لري او نه داسې نورې اسانتیاوې لري چې عام خلک ورته سخته اړتیا لري.»

په هلمند کې یوه قومي مشر محمد شاه خان بارکزي وویل، «مونږ په افغانستان کې سوله غواړو. دیني عالمان،‌ ځوانان او هر څوک له طالبانو څخه غواړي چې سوله وکړي. مونږ د هر هغه چا مخالف یو چې غواړي جنګ ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ په افغان ځواکونو ویاړو. مونږ باید ووایو چې هغوی هره ورځ په هېواد کې د امنیت او ثبات برابرولو لپاره سخت کار کوي. د هغوی د قربانیو قدر باید وشي. هغوی خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې. په پای کې باید زه د ټولو هغو مرستو او همکارۍ له امله مننه وکړم چې متحده ایالاتو له افغانستان سره کړي دي.‌

ځواب ورکړئ