امنیت

د هلمند اوسېدونکیو د روژې او اختر په ترڅ کې د امنیت ټینګولو له امله امنیتي ځواکونه وستایل

د ضیاء ثمر راپور

د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د هلمند په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۳مه په لښکرګاه کې راټول شول چې د روژې او کوچني اختر په ترڅ کې د ښه کار کولو له امله امنیتي ځواکونه وستایي.

لښکرګاه -- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون د هلمند په سلګونو اوسېدونکي تېره اونۍ په لښکرګاه کې راټول شول چې د روژې میاشتې او د کوچني اختر د لمانځنې په ترڅ کې د امنیت د ډاډمنولو له امله امنیتي ځواکونه وستایي.

برخه والو د غبرګولي په ۲۳مه په لښکرګاه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته ستاینلیکونه او د افغانستان بیرغونه ورکړل.

د هلمند یوه قومي مشر او د کجکي ولسوالۍ د اجتماعي شورا رییس عبدالاحد معصومي د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې د ښارونو او ولسوالیو په خوندي کولو کې د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.

معصومي غونډې ته په خبرو کې وویل، «دغو عسکرو د عوامو د وقار د ساتنې لپاره خپل سرونه قربان کړل، او مونږ د دوی دا زړورتیا ستایو. مونږ دعا کوو چې شهیدان جنت ته لاړ شي او ټپیان ژر تر ژره ورغېږي.»

د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د هلمند په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۳مه په لښکرګاه کې راټول شول چې د روژې او کوچني اختر په ترڅ کې د ښه کار کولو له امله امنیتي ځواکونه وستایي. [ضیاء ثمر]

د دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د هلمند په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۳مه په لښکرګاه کې راټول شول چې د روژې او کوچني اختر په ترڅ کې د ښه کار کولو له امله امنیتي ځواکونه وستایي. [ضیاء ثمر]

هغه زیاته کړه، هغه څوک چې له خپلې خاورې او هېواد سره مینه نه لري، د هغوی ایمان کمزوری دی... له وطن سره مینه د ایمان برخه ده.»

معصومي افغان ځواکونو ته په خطاب کې وویل،‌ «دا په ولس لازمه ده چې په هر حالت کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي. د هلمند خلک دې ته چمتو دي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او په خپلو سرونو له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.»

هغه وویل، «هغه څوک چې غواړي افغان امنیتي ځواکونه کمزوري کړي هغوی به خپل نیتونه له ځانونو سره ګور ته وېسي.»

د ماشومانو خوندیتوب

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعال جلیل احمد سمسور له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې ماشومانو ته یې ښوونځي ته د تګ لپاره یو خوندي چاپېریال جوړ کړی دی.

سمسور غونډې ته په خبرو کې وویل، «دا ستاسو له برکته دي چې زه کولی شم تعلیم وکړم، ماشومان کولی شي ښوونځي ته لاړ شي او بزګران کولی شي چې په خپلو پټیو کې کار وکړي.»

هغه زیاته کړه، «تاریخ به د افغان امنیتي ځواکونو زړورتیا او قربانۍ په یاد ولري، او هغه به راتلونکي نسل ته د یوه درس په توګه ور وښودل شي.»

په لښکرګاه کې یوه دیني عالم مولوي غلام حضرت په مراسمو کې له اوسېدونکيو څخه وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.‌

هغه وویل، «دا د هر افغان وجیبه ده چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، او زه په ملکي خلکو غږ کوم چې د خپلو سرتېرو تر څنګ ودریږي.»

هغه زیاته کړه، ملکي خلک باید له امنیتي ځواکونو سره ګډ کار وکړي چې په خپلو سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

یوه پخواني پوځي افسر او په هلمند کې د اڅکزیو د قومي شورا رییس کریم حمیدي وویل چې که اړتیا پېښه شي هغه به دې ته چمتو وي چې بیا وسلې راواخلي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ د دښمن پر ضد وجنګېږي.

هغه وویل، «که زه اړتیا ووینم، زه به زمونږ د عسکرو تر څنګ اوږه په اوږه وجنګېږم. اوس ملکي خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500