کابل -- په کابل کې د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۳ مه/ د یو لړ چاودنو په وسیله د څو ښځو او یوه ماشوم په شمول لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.
دا درې چاودنې په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې د تاوتریخوالي د څپې په ترڅ کې چې په لړ کې یې د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې واده ته د روانې یوې کورنۍ ۹ غړي ووژل شول، پېښې شوې.
د دغو درې چاودنو له جملې څخه د یوې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست، او د دوه نورو مسؤلیت داعش د خپلې رسنۍ اعماق له لارې ومانه.
دا تاوتریخوالی د تلې په ۶ مه د ولسمشرۍ د ترسره کېدونکیو انتخاباتو د رسمي کمپاین له پيلېدلو څخه یوازې درې ورځې مخکې پېښ شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، لومړۍ چاودنه په محلي وخت د سهار خواوشا ۸:۱۰ بجې هغه وخت پېښه شوه چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې موټرسایکل یې چلاوه د کابل په ختیځه برخه کې یو بس وواهه. هغه زیاته کړه چې دا بس د کانونو او پیترولیم د وزارت اړوند وو.
رحیمي وویل چې دویمه چاودنه لږ وروسته له هغې سره نژدې وشوه، په داسې حال کې چې درېیمه چاودنه د کابل په ختیځ کې په یوه بله ناحیه کې پېښه شوه.
د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل چې د چاودنو په ترڅ کې د ۵ ښځو او یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.
کورنۍ ووژل شوه
د افغانستان جګړه ان د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې له ملکي خلکو څخه د سر غټ باج اخلي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، یو موټر چې یوه کورنۍ یې یوه واده ته انتقالوله د پنجشنبې په ورځ په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم وواهه.
هغه وویل چې په پېښه کې ۶ ښځې او درې ماشومان ووژل شول. هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پر غاړه وانه خیست، خو طالبان د افغان امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره د ماینونو په ښخولو مشهور دي.
تمه ده چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دا اونۍ په کابل کې دی په راتلونکیو ورځو کې له طالبانو سره د خبرو کولو لپاره قطر ته سفر وکړي.
ملکي خلک لا هم په افغانستان کې په بې ګټې جګړه کې د ژوند غټ قېمت پرې کوي، چې په دې لړ کې تېر کال د عادي افغانانو لپاره تر ټولو ډېر مرګونی کال وو.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۸۰۴ ملکي خلک وژل شوي چې ۹۲۷ په کې ماشومان ول.