امنیت

طالب مشرانو د هغوی د پټ 'ارام ژوند' په هکله د تحقیقاتو په وړاندې غبرګون وښود

سلام ټایمز

په عکس کې، طالب چارواکي په بین الافغاني خبرو اترو کې د برخه اخیستنې لپاره د چنګاښ په ۱۶مه د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېږي. پاکستاني مقامات په پاکستان کې طالبانو پورې د اړوندو سوداګریو په هکله څېړنې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

په عکس کې، طالب چارواکي په بین الافغاني خبرو اترو کې د برخه اخیستنې لپاره د چنګاښ په ۱۶مه د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېږي. پاکستاني مقامات په پاکستان کې طالبانو پورې د اړوندو سوداګریو په هکله څېړنې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کراچۍ -- طالب مشران هڅه کوي چې په پاکستان کې د هغوی د پراخو سوداګریو او پانګونو په هکله چې شک کیږي ډېرې یې د یادې ډلې مشرانو پورې اړه لري، د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې له خوا روان مخرب او زورونکي تحقیقات په بله واړوي.

په اسلام اباد کې د زمري په ۳مه د اېف آی ای د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا د سپارل شوي یوه لومړني معلوماتي راپور (اېف آی آر) په اساس، یوې پلټنې وښودله چې د طالبانو پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور په کراچۍ کې د ملکیتونو د پېر او پلور یو شرکت درلود.‌

منصور چې په ۱۳۹۴ کال کې د یادې ډلې مشر شو د ۱۳۹۵ د غوایي په میاشت کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې هغه وخت ووژل شو چې له ایران څخه پاکستان ته راداخلېده.

د اېف آی ای د پلټنې له مخې، منصور دوه جعلي پاکستاني شناختي کارډونه او بانکي حسابونه لرل او په کراچۍ کې یې یو شمېر ملکیتونه او ځمکې درلودل.

جیګپوړي طالب مشران د زمري په ۴مه له قطر څخه په یوه سفر اندونیزیا ته روانېږي. [آرشیف]

جیګپوړي طالب مشران د زمري په ۴مه له قطر څخه په یوه سفر اندونیزیا ته روانېږي. [آرشیف]

د اېف آی ای یو راپور ادعا کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې تجارتونه لري.

د اېف آی ای یو راپور ادعا کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې تجارتونه لري.

اېف آی آر د ملګرو ملتونو یوې پرېکړې ته په اشارې چې د طالبانو او القاعدې پر ضد یې بندیزونه تصویب کړل، ویلي، «د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ نمبر پرېکړه لیک په اساس نومول کېدلو سره سره هم هغه د ملکیتونو د پېر او پلور کار کاوه او بالاخره معلومه شوه چې شپږ ثابت ملکیتونه لري.»

د راپور په اساس، د منصور په ملکیتونو کې یو کور، یوه نومره ځمکه او څلور اپارتمانونه شامل وو چې په کراچۍ کې د ګلشن معمار، ګلزار هجري او شهید ملت روډ په سیمو کې پراته ول.

منصور همدارنګه څو بانکي حسابونه لرل چې د ملکیتونو د پېر او پلور د یوې ادارې په نامه یې جوړ کړي وو. .تحقیقاتو وښودله چې د بانکي حسابونو او ادارې تر منځ هېڅ‌ تړاو موجود نه وو.

راپور زیاتوي چې منصور خپل تجارت په یوه مستعار نامه چلاوه او یو جعلي شناختي کارډ یې استعمالاوه.

پخوانیو تحقیقاتو ښودلې چې طالبانو له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې لرلې.‌

پټ 'ارام ژوند'

د اېف آی ای د راپور په اورېدلو سره، طالبانو په قهر سره غبرګون وښود او د ټولنیزو رسنیو په ګڼو چینلونو یې په څو ژبو یو شمېر اعلامیې خپرې کړې چې په کې یې له یادو موندنو څخه انکار وکړ او ویې ویل چې منصور «نه وخت درلود او نه یې پیسې لرلې» چې دغه ډول تجارتونه وکړي.

طالب مشرانو له کلونو راهیسې خپل ځانونه د خپل هدف عاجز خدمتګاران بلل او خپلې تجارتي معاملې یې په پام سره پټې ساتلې.

خو د هغوی د ډلې جنایتکارانه ماهیت د وخت په تېرېدلو سره -- چې اوس د افغانستان د نشه ییزو توکو او په زور د پیسو اخیستنې غټ مافیایي ګروپونه لري -- د هغوی مشران ډېر شتمن کړي دي، په داسې حال کې چې د ترهګریزو بریدونو قربانیان او د یادې ډلې د جز و تام غړي لا هم په سخت فقر کې ژوند کوي.‌

په کراچۍ کې د افغانانو د ټولنې یوه مشر صفي اغا وویل، طالبانو په پاکستان، په ځانګړې توګه په کراچۍ، او په متحده عرب اماراتو کې تجارتونه جوړ کړي دي.

هغه وویل، په دغسې سوداګریو کې تعمیراتي او ټرانسپورټي شرکتونه شامل دي چې د پیسو اختلاس کوي.

اغا وویل، «له دغو تجارتونو څخه په ښکاره په افغانستان کې د اورپکۍ د حمایه کولو لپاره کار اخیستل کیږي، خو د طالبانو ډېر مشران خپلې سوداګرۍ په شخصي ظرفیت سره کوي.»

هغه زیاته کړه، طالب قوماندانان اکثر خپل تجارتونه داسې کوي چې پاکستانیان یې په کې مخته کړي وي.

په کراچۍ کې د جیګپوړو طالب مشرانو له نیونې څخه هم داسې ښکاري چې هغوی له دغې سیمې سره تجارتي اړیکې لري.

په داسې مشرانو کې په نورو سربېره د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال او په دوحه کې د یادې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعدې اورپکو سره د طالبانو د ډلې ارتباطي شخص امیر معاویه شامل دي.‌

اشرف زاده چې په کراچۍ کې د کډوال په توګه ژوند کوي او په ۱۳۷۰مو کلونو کې د طالبانو له خوا د هلمند ولایت له نیول کېدلو څخه وروسته دغه ښار ته راکډه شوی دی، وویل، «هغوی [طالبان] منافقان او جعلکاران دي. هغوی د دین او جهاد د نومونو په یادولو سره له بې ګناه خلکو څخه ناوړه استفاده کوي خو په حقیقت کې د شخصي اقتصادي ګټو او حرص لپاره د کراچۍ په مهمو سیمو کې تجارتونه پرمخ وړي.»

زاده په دې هکله خبرو کولو سره چې څنګه یې خپله اته کسیزه کورنۍ له هلمند څخه راوړه او د طالبانو له تاوتریخوالي څخه را وتښتېد، وویل، «مونږ چې د هغوی له ظلمونو څخه په تنګ شوي وو مجبور شو چې د دې ښار په کنډوالو کې ژوند وکړو.»

«خو افغان طالبان چې په زور د اخیستنو په شمول د بېلابېلو ناقانونه لارو څخه یې پراخې پانګې او پیسې ټولې کړي دي اوس یې لګوي او یو ارام ژوند کوي.»

په پاکستان کې، افغان طالبان په زور د پیسو اخیستنې د کمپاینونو له لارې په منظم ډول له شتمنو کډوالو څخه پراخې پیسې ټولوي، او که د پیسو په ورکولو کې پاتې راځي بیا په افغانستان کې د هغوی د کورنیو غړو ته ګواښونه کوي.

هغه وویل، «حتی د هغوی کوچني ملاتړ کوونکي د ښار په غریب مېشتو سیمو کې له غریبو کډوالو څخه په زور پیسې ټولوي.»

افغانستان ته تقریباً ټول تامینات د کراچۍ د لاریو چلونې د شرکتونو له خوا کیږي چې ډېر کار یې د پښتنو سوداګرو په لاس کې دی.

په کراچۍ کې یوه لارۍ چلوونکي اسدالله شینواري وویل، «د دې لپاره چې زمونږ په لاریو باندې د افغان طالبانو د حملو مخه ونیسو مونږ په منظم ډول هغوی ته د خوندیتوب پیسې ورکوو.»

هغه وویل، طالب اورپکي له هغو لارۍ والو څخه چې له افغانستان او په ځانګړې توګه له ننګرهار ولایت څخه تالک ډبرې راوړي هم پراخې پیسې ټولوي.‌

شینواري وویل، «افغان طالب اورپکي دغه پیسې په زور د اخیستنې له لارې ترلاسه کوي، پرې شتمن کیږي او بیا خپل کاروبارونه پیلوي، خو له بده مرغه چې هغوی د دغو غیرشرعي کارونو لپاره د اسلام نوم استعمالوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

13 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی جنایتکاران دي. هغوی هره ورځ د افغانستان خلک وژني او ویجاړوي.

ځواب ورکړئ

تاسو ټولو دوستانو ته سلامونه. هغوی داسې خلک دي چې تل یې ډله ییز قتلونه کړي او هغوی هیڅکله هم ډله ییزې وژنې نه دروي. د هغوی انګېزه دومره بده ده چې هېڅکله په خپل هېواد کې رغونه نه قبلوي.

ځواب ورکړئ

مسلمانانو ورونو، راځئ چې افغانستان جوړ کړو.

ځواب ورکړئ

وا وروره، د داسې لیکنو په خپرولو سره نور د وطن خرڅولو ته مه تشویقوئ. هغه پیسې چې دغه مشران یې ترلاسه کوي او په تجارتونو کې یې اچولي دي د دغو ټولو بدبختیو، د بې ګناه خلکو د وژنو په مقابل کې چې هغوی یې ترسره کوي ډېرې کمې دي. هغوی ته باید په داسې حال کې چې په خپلو کورونو کې ناست وای یو میلیون ډالر ورکول شوي وای ځکه قران کریم وایي چې کفار او منافقان یوازې دا دنیا لري، په داسې حال کې چې له مرګ نه وروسته سخت دوزخ ورته انتظار کوي.

ځواب ورکړئ

که رښتیا راباندی وایی د کفر او یهودو نه پاکستان اسلام ته ډیر ضرر او ضربه رسولی. پاکستان اوس هم د بریتانیی مستعمره ده که یی نه منی نو د ای ایس ای د ډایریکټرانو تپوس وکﺉ ټول د انګلییډ دی

ځواب ورکړئ

ټوله موضوع روښانه ده، خو له بده مرغه چې زمونږ ځوانان د نړۍ په استخباراتي جنګونو کې د سون د لرګو په توګه استعمالیږي.‌

ځواب ورکړئ

سلام

ځواب ورکړئ

له څو کالو راهیسې مونږ په دې او هغې نامه قرباني کیږو، په داسې حال کې چې رهبرانو په دې او هغې اصلاً باور نه درلود.

ځواب ورکړئ

دا د حیرانۍ خبره نه ده. دا هم د پوښتنې خبره ده چې په دوحه او دوبۍ کې د پټو قېمتي اپارتمانونو پیسې له کومه راغلې. زه فکر کوم دا ښه ده چې مشران له دې لارې پیسې ترلاسه کړي...

ځواب ورکړئ

بیشکه طلبان ټول دی باکستان او امریکه دی کټه لپاره په افغانستان کی جنک جاری ساتی تر څو لوافغانستان جوړ نشی او بشتون قوم په ارمه ژوند اونکړی اودی باکستان غلامان اخپله کټه خوندی وساتی دویی ټول طلبان دی باکستان او امریکاه او روس او عرابو دولتو وفادار غلامان دی طلبانو دی افغانستان دی سوله له خبرو تجارت جوړ کړی ده تر سو لوی افغانستان جوړ نشی او باکستان وران نشی او بشتون قوم په ارم ژوند اونکړی طلبان دی سولی په خبرو کی دی باکستان کټه کوری هر هغه څوک چی په کران هیواد افغانستان کی موقت حکومت غواړی هغه دی افغان ولس او افغانستان دوشمنان دی

ځواب ورکړئ

تاسی هم پسخند وهی غواړی پدی لار پاڼه مشهوره کړی د سولی دښمنانو ! هیڅکله به خپل ارمان ته ونه رسیږی

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې طالب یعنې خر او وحشي حیوان لاکن هیڅکله په پاکستاني باور مه کوئ. د پښتونخوا د پښتنو مخ ته دی دیوال وي ځکه ډېر غیرتی خلک په کې شته، لاکن یو وخت یوه امریکایي ویلي وو چی پاکستانیان د پیسو لپاره مور هم خرڅوي. که نه دا طالبان له کومه شول؟ د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي کرنل امام خپل د یادښتونو کتاب کی لیکلي چی وروسته له هغه چی جهادي تنظیمونو له امریکا سره مستقیم ارتباط پیدا کړ ده او آی ایس آی په ۱۹۸۵ کال کی د طالبانو د ډلې په جوړولو لاس پوری کړ او تر دا ننه پوری یی سرپرستي کوي او افغانستان پرې ورانوي او افغانان پرې وژني. وروسته چی د پاکستان تر څنګ ایران او روسی هم له طالب ځناور سره مرستی شروع کړی اوس یې هره ورځ ګورئ چی څومره افغانان وژني.‌

ځواب ورکړئ

دپردې تر شاه بیخې ډېري خبرې دې ښه وایې چې سیاست خور او مور نلري

ځواب ورکړئ