تروريزم

افغان مقاماتو په پوهنتونونو کې د ترهګرو د جذبولو پر ضد عملیات ترسره کړل

د نجیب الله راپور

افغان محصلانې د زمري په ۱۲مه په کابل پوهنتون کې دننه روانې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان محصلانې د زمري په ۱۲مه په کابل پوهنتون کې دننه روانې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي د هغو ترهګرو پر ضد لاس په کار کیږي چې هڅه کوي د افغانستان د لوړو زده کړو له موسسو څخه نوي غړي استخدام کړي.

د افغانستان استخباراتي او تحقیقاتي ادارو په وروستیو کلونو کې یو شمېر محصلان او استادان چې له ترهګرو ډلو سره یې کار کاوه نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست د چنګاښ په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې وویل چې په یوه وروستۍ پېښه کې، د ملي امنیت ریاست په کابل ښار کې د داعش څلور غړي ونیول چې دوه په کې د کابل پوهنتون استادان ول.

د ملي امنیت ریاست وویل، دغه ډله د غړو د استخدام او په کابل ښار کې د ترهګریزو بریدونو د تنظیمولو مسؤله وه.

په دې عکس کې چې د غبرګولي په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، په افغانستان کې د داعش د محلي څانګې یو مشر غړی د ډلې نورو غړو ته وعظ کوي. [آرشیف]‌

په دې عکس کې چې د غبرګولي په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، په افغانستان کې د داعش د محلي څانګې یو مشر غړی د ډلې نورو غړو ته وعظ کوي. [آرشیف]‌

د نیول شویو کسانو له ډلې څخه یوه اعتراف وکړ چې د استادانو له جملې څخه یوه هغوی استخدام کړي او ننګرهار ولایت ته لېږلي ول.‌

هغه زیاته کړه چې استادانو محصلان سلفیت او بیا ورپسې داعش ته ورجذب کړي ول.

د ځوانانو د استخدام په هکله اندېښنې

په کابل کې د افغانستان د چارو یوه تحلیلګر احمد بهروز وویل،«له بده مرغه، یو شمېر افراطي استادان په پوهنتونونو کې د داعش لپاره کسان استخداموي او ځوان او احساساتي محصلان دوکه کوي.»

هغه وویل، «په تېر وخت کې، دغه ډول فعالیتونه په ننګرهار پوهنتون کې عام وو، خو له نېکه مرغه چې د ملي امنیت ریاست لاس په کار شو او د هغوی د پراختیا مخه یې ونیوله.»

هغه وویل، «په پوهنتونونو کې د داسې کسانو حضور خطرناک دی ځکه چې هغوی محصلان چې د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره راغلي دي بې لارې کوي.»

د اردو یوه پخواني افسر او په کابل کې د افغانستان د چارو تحلیلګر جنرال عتیق الله امرخېل وویل،په پوهنتونونو کې د داعش د مبلغینو په مخنیوي کې ناکامی کولی شي یادې ډلې ته د پراختیا فرصت په لاس ورکړي.

امرخېل په کابل کې وروستیو نیونو ته په اشارې وویل، «دا خطرناکه ده چې افرادو د افغانستان د لوړو زده کړو په تر ټولو لویه موسسه کې د داعش په پلوۍ د استخدام کمپاین چلاوه. که مونږ د داسې هڅو مخه ونه نیسو، هغه به نورو موسسو ته هم خپرې شي.»

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې د کانکور ازموینې له لارې پوهنتونونو ته داخلېږي له بېلابېلو ولایتونو څخه راځي چې بېلابېل نظرونه لري، او د دغو مذهبي او احساساتي نویو راغلیو کسانو له جملې څخه ځینې یې د ترهګرو ډلو له خوا تر نورو ډېر په اسانۍ اغېزمن کېږي.

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازې حمیرا ایوبي د داعش د مستخدمینو پر ضد دغه عملیات وستایل.

ایوبي وویل، «دا لومړی ځل نه دی. مونږ لیدلي چې پخوا طالبانو او داعش په ننګرهار پوهنتون کې هم نفوذ کړی وو.»

هغې ننګرهار پوهنتون ته په اشارې وویل، «زما په یاد دي چې څه وخت مخکې د ملي امنیت ریاست د شرعیاتو د ډيپارټمنټ استادان چې د داعش په ګټه یې کار کاوه ونیول. هغوی باید په ورته ډول په نورو پوهنتونونو کې هم د ترهګرو د نفوذ مخه ونیسي.»

په پوهنتونونو کې د ناوړه تبلیغاتو مخه نیول

د کابل پوهنتون یوه استاد احمدضیأ رفعت وویل، «په تېرو څو میاشتو کې مونږ ولیدل چې هغه کسان چې له طالبانو او داعش سره یې ارتباطات لرل ونیول شول.»

هغه وویل، «په کابل پوهنتون کې مونږ یو ازاد چاپېریال لرو چې د افراطیت پښې په کې نه ټینګیږي. هغه اندېښنې چې ازاد خیالو استادانو او فعالو محصلانو د افراطیت په هکله په تېر وخت کې لرلې نورې نشته، او اوس یوه بهتر چاپېریال د پرمختللیو فعالیتونو لپاره لاره پرانستې ده.»

هغه وویل، «د لوړو زده کړو وزارت قانوني صلاحیت لري چې هغه مواد وڅاري او وارزوي چې د شرعیاتو په ډيپارټمنټونو کې تدریس کیږي او له افراطي نظریاتو څخه ډک دي.»

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند فیصل امین وویل، مقاماتو په دې هکله قاطع ګام اخیستی چې پوهنتونونو ته د افراطي نظریاتو او نفوذ د داخلېدلو مخه ونیسي.

امین وویل، «زمونږ ګامونه کلک دي. د لوړو زده کړو د وزارت د قانون ۳۳مه ماده هېڅ فرد یا ګروپ ته اجازه نه ورکوي چې په اکاډمیکو موسسو کې خطرناک نظریات، عقاید او غوښتنې خپاره کړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ به هر هغه چاته چې داسې کارونه کوي سزا ورکړو او هغه کس به که نارینه وي یا ښځینه قانون نافذوونکیو او عدلي ادارو ته وسپارو.»

هغه وویل، «مونږ به خپلو محصلانو ته اجازه ور نه کړو چې د داسې کارونو ښکار شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دې ته ضرورت نشته چې ثقافت په اته واړو سمسترونو کې تدریس شي. دا کافي ده چې په یوه یا دوه سمسترونو کې وي. بهتره دا ده چې د ثقافت پرځای په مسلک باندې تمرکز وشي څو یو شخص په مسلک کې ښه وړتیا ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ

په دې برخه کې چې هر څه کیږي باید په خبر ډول وشي نه داسې چې د مذهبي، قومي، سیمې یا حزبي تعصب په اساس وشي ځکه چې په افغانستان کې دا ډول مسایل ډېر دی. ټول خلک پوهېږي چې هغه ترهګر چې په عملي توګه ونیول شول

ځواب ورکړئ

الله تعالی دې واقعي دروغژنان او افراطیان په داسې دردناک او د نه علاج وړ مرض اخته کړي چې ټول عمر ترې وکړېږي.‌

ځواب ورکړئ

وروره، دا عکس د یوه بل پروګرام دی او دا نجونې محصلانې نه دي. هیله ده چې دا عکس بدل کړئ.

ځواب ورکړئ