امنیت

د لوېدیځو ولایتونو کورني بې ځایه شوي افغانان د امنیت په ښه کېدلو سره خپلو سیمو ته ستنیږي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان د لوېدیځ په زرګونو کورنۍ، چې د طالبانو د یاغیتوب له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوې وې، د امنیت د ښه کېدلو له امله خپلو کورونو ته ستنېږي. [عمر]

هرات -- د افغانستان د لوېدیځ په زرګونو کورنۍ، چې د طالبانو د یاغیتوب له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوې وې، د حکومت په مرسته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس احمد جاوېد ندیم وویل، تېر کال د طالبانو له خوا په بریدونو کې ډېرښت او ورسره جوخت وچکالۍ خواوشا نیم میلیون افغانان له خپلو ځایونو څخه بې ځایه کړل.

د دغو بې ځایه افغانانو له ډلې څخه ډېر د بادغیس، غور او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي ول چې په هرات ولایت کې مېشت شول.

ندیم وویل، «مونږ تمه لرو چې خواوشا ۳۰۰۰ کورنۍ به په درنښت سره خپلو سیمو ته ستنې شي.»

په عکس کې، د چنګاښ په ۲۶مه په هرات ولایت کې هغه بې ځایه شوې کورنۍ لیدل کیږي چې په بادغیس ولایت کې خپلو سیمو ته ستنېدلو ته تیاری کوي. [عمر]

په عکس کې، د چنګاښ په ۲۶مه په هرات ولایت کې هغه بې ځایه شوې کورنۍ لیدل کیږي چې په بادغیس ولایت کې خپلو سیمو ته ستنېدلو ته تیاری کوي. [عمر]

په عکس کې لیدل کیږي چې د یوې بې ځایه شوې کورنۍ غړي د زمري په ۵ مه په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې انتظار کوي چې په بادغیس ولایت کې خپلو کورونو ته ستانه شي. [عمر]

په عکس کې لیدل کیږي چې د یوې بې ځایه شوې کورنۍ غړي د زمري په ۵ مه په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې انتظار کوي چې په بادغیس ولایت کې خپلو کورونو ته ستانه شي. [عمر]

هغه وویل، «د بې ځایه شویو خلکو یوې کور په کور سروې یوه میاشت وخت ونیو، چې په ترڅ کې یې مونږ وکولی شوای چې له ۶۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ سروې کړو. د هغوی له منځه، ۲۸۰۰ کورنۍ داسې وموندل شوې چې په بادغیس، فاریاب او غور ولایتونو کې خپلو اصلي سیمو ته د ستنولو مستحقې وې.»

هغه وویل، «زمونږ د پلان له مخې، مونږ په ورځ کې۱۵۰ کورنۍ ستنوو.»

ندیم زیاته کړه، «مونږ هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ (۲۵۵ ډالر) نغدې ورکوو چې هغوی وکولی شي چې خپل منظم ژوند پرې بیا پيل کړي.»

هغه وویل، هغه تمه لري چې ۶۰۰۰ نورې کورنۍ به هم خپلو سیمو ته ستنې شي او له حکومت او خیریه ادارو څخه به مرستې ترلاسه کړي.

له طالبانو څخه تښتېدل

د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې اکثرو بې ځایه شويو خلکو خپلې سیمې د هغوی په کلیو کې د طالبانو د جنګونو له امله پرېښې وې.

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي بهاءالدین قادسي وویل، «ملکي خلکو خپل کورونه تر یوه کال پورې له دې امله پرېښودل چې په سیمو کې یې طالبان وو او طالبانو د اوسېدونکیو کورونه د خپلو مرکزونو په توګه استعمالول. طالبانو د بادغیس ولایت د بالا مرغاب او قادس ولسوالیو په ځینې برخو کې کورونو او عامه ملکیتونو ته اور ورته کړ.»

هغه وویل، د طالبانو د بریدونو له امله ډېر کلیوال مجبور شول چې وتښتي او د هغوی یو شمېر کسانو په هرات ولایت کې پناه واخیستله، په داسې حال کې چې نور یې د بادغیس ولایت د قلعه نو لمنو ته کډه شول.»

قادسي وویل، «د ملکي خلکو په کورونو باندې د طالبانو بریدونه یو وحشت او ظلم دی. هغه داسې یو حالت رامنځته کوي چې اوسېدونکیو ته فرصت نه ورکوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه د کورنیو د غړو ټپیان یا مړي ولېږدوي. طالبان د حکومت پر ضد د جنګ کولو پر وخت له ملکي خلکو څخه د انساني سپرونو په توګه کار اخلي»

هغه زیاته کړه، «اوس چې ملکي خلک خپلو کورونو ته راستنېږي او هڅه کوي چې خپل ژوند او کار بیا پیل کړي مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د هغوی ژوبلول ودروي او پرېږدي چې هغوی ارام ژوند وکړي. همدارنګه مونږ له حکومت څخه تمه لرو چې طالبان دې ته پرې نه ږدي چې هغوی بیا وتلو ته مجبور کړي.»

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۲۴مه/ وویل، په عمومي توګه له طالبانو سره جنګ سږ کال په سلګونو زره افغانان -- اکثر ماشومان -- مجبور کړي چې له خپلو کورونو څخه وځي چې دغه کار د هېواد په بېلابېلو برخو کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره زیاته کړې ده.‌

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د راپور په اساس، د ۲۰۱۹ په لومړیو ۷ میاشتو (د ۱۳۹۷ له مرغومي - د ۱۳۹۸ تر زمري پورې) جګړې له ۲۱۷۰۰۰ څخه ډېر افغانان تېښتې ته مجبور کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې وویل، د دغو بې ځایه شویو خلکو له ډلې څخه ۵۸٪ داسې ماشومان وو چې عمرونه یې له ۱۸ کالو څخه کم وو.

د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره «اټکل کوي چې یو میلیون ته نژدې خلک به چې له خپلو ځایونو څخه بې ځایه شوي دي د کال په پای کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.»

کورونو ته ستنېدل

خو په ځینې سیمو کې امنیت ښه شوی دی.‌

د بادغیس ولایت یوه اوسېدونکي بهاري جان وویل، «سږ کال زمونږ کلی ډېر په امن دی، او نېکمرغه شوی دی. درې کاله مخکې مونږ د جنګ او وچکالۍ له امله هرات ولایت ته راغلو او حکومت دلته له مونږ سره مرستې وکړې. اوس حکومت زمونږ په کلي کې امنیت راوستی او هلته جنګ نشته.»

هغه زیاته کړه، «سږ کال زمونږ په کلي کې بزګرانو خپل پټي وکرل او وچکالي له منځه تللې ده. پخوا طالبانو له مونږ څخه عشر او زکات ټولول، خو اوس مونږ دغه ستونزه نه لرو او هیڅوک هم مونږ ته زیان نه رارسوي.»

د بادغیس ولایت یوه بل اوسېدونکي رنګین چې د خپل پوره نوم له یادولو څخه یې ډډه وکړه، هم ومنله چې امنیت ښه شوی دی.

هغه وویل، «مونږ تېر کال د جنګ او وچکالۍ له امله له خپل کلي څخه را وتښتېدو، خو اوس زمونږ سیمه په امن ده او مونږ غواړو چې خپلې سیمې ته ستانه شو.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو مونږ مجبور کړو چې را وتښتو. زمونږ په کلي کې هره ورځ جنګ وو او طالبان د خلکو په کورونو کې پټېدل خو اوس وضعه ښه شوې ده.»

په هرات ولایت کې یوه بې ځایه شوي شخص عبدالعزیز شیخ الاسلامي وویل، «د دې کورنیو په کلیو کې امنیتي وضعیت شوی دی او اوس هغوی کولی شي چې په خپلو سیمو کې یو بهتر ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ هیله لرو چې طالبان دې سیمو ته بیا رانشي. ملکي خلکو د جنګ او تاوتریخوالي له امله ډېرې ستونزې وګاللې او هغوی نور نه غواړي چې په جنګ کې ژوند وکړي»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500