جرم او انصاف

د ایران رژیم د نشه ییزو توکو د افغان قاچاقچیانو 'پراخ ملاتړ' کوي

د عبدالغني کاکړ راپور

یو افغان امنیتي سرتېری د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۷مه د جلال اباد په لمنو کې د نیول شویو نشه ییزو توکو د سوزولو پر وخت څار کوي. چارواکو وویل چې هغوی له ۱۴ ټنو څخه ډېر اپین، هیرویین، چرس او الکولي مشروبات چې د شپږو میاشتنیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو، وسوزول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان امنیتي سرتېری د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۷مه د جلال اباد په لمنو کې د نیول شویو نشه ییزو توکو د سوزولو پر وخت څار کوي. چارواکو وویل چې هغوی له ۱۴ ټنو څخه ډېر اپین، هیرویین، چرس او الکولي مشروبات چې د شپږو میاشتنیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو، وسوزول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کوېټه -- چارواکي او تحلیلګران وایي،‌ د ایران رژیم هیرویین او نور نشه ییز توکي قاچاق کوي او دا کار د داسې یوې هڅې د برخې په توګه کوي چې غواړي د طالبانو په شمول د افغان او پاکستاني مافیایي ګروپونو د ملاتړ له لارې خپل ناکامېدونکی اقتصاد پیاوړی کړي.

د ایران په زاهدان ښار کې یوه تحلیلګر او لیکوال محسن اربابي وویل، «په ایران کې، نشه ییز توکي معمولاً په شمالي خراسان، جنوبي سیستان - بلوچستان او په هورموزګان ولایتونو کې تولیدیږي، او دا ټولې کرښې د بالکان دودیزې شبکې سره نښتې دي.»

اربابي وویل، «له پاکستان او افغانستان سره د ایران ختیځ سرحد د نشه ییزو توکو د قاچاق غټه لاره ده، او د ایران اسلامي انقلابي ګارډ پاکستاني او افغان قاچاقچیانو ته پراخ ملاتړ برابروي چې نشه ییز توکي نړۍ وال بازار ته وړاندې کړي.»

هغه وویل، ختیځ ۹۳۶ کیلومتره اوږد سرحد اکثر وختونه نا امن وي او جنایتکار ګروپونه په سرحدي سیمو کې بې له وېرې فعالیتونه کوي.

پولیسو د زمري په ۱۳مه په سمنګان ولایت کې یو کس چې د ۶۰ کیلوګرامو نشه ییزو توکو د قاچاق کولو شک پرې کېږي، ونیو. [د افغانستان د کورنیو چارو وزارت/فېسبوک]

پولیسو د زمري په ۱۳مه په سمنګان ولایت کې یو کس چې د ۶۰ کیلوګرامو نشه ییزو توکو د قاچاق کولو شک پرې کېږي، ونیو. [د افغانستان د کورنیو چارو وزارت/فېسبوک]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ غړي په ایران کې د خپلو هغو ملګرو د ډله ییزې جنازې په مراسمو کې برخه اخلي چې د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي. د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د غوایي په میاشت کې یو ترهګر ګروپ ونومول شو او د راپورونو په اساس دغه ګروپ د نشه ییزو توکو په تولید او سوداګرۍ کې سخت ښکېل دی‌.‌ [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ غړي په ایران کې د خپلو هغو ملګرو د ډله ییزې جنازې په مراسمو کې برخه اخلي چې د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي. د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د غوایي په میاشت کې یو ترهګر ګروپ ونومول شو او د راپورونو په اساس دغه ګروپ د نشه ییزو توکو په تولید او سوداګرۍ کې سخت ښکېل دی‌.‌ [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

اربابي ایران او ترکیې ته په اشارې وویل، «د نشه ییزو توکو د نړۍ والو قاچاقچیانو لپاره د ایران لاره جالبه ده ځکه چې ستراتیژيک اهمیت لري... هغوی اړ دي چې اروپایي مارکېټ ته د رسېدلو لپاره یوازې له دوه سرحدونو څخه تېر شي.»

هغه زیاته کړه، «ایران د نشه ییزو توکو د ټرانزیټ د یوه هېواد په توګه راڅرګندېږي، او د نشه ییزو توکو ځینې نړۍ وال قاچاقچیان د نشه ییزو توکو د صدور لپاره د ایران دولتي ملاتړ له ځانونو سره لري.»

اربابي وویل، «په داخل کې، د جنوبي هورموزګان ولایت د جریان لاره د بندرعباس بندري ښار ته رسېږي چې له هغه ځای څخه نشه ییز توکي دوبۍ او نورو هدف ځایونو رسېږي.»

په راولپنډۍ کې د پاکستان د نشه ییزو توکو د کنټرول د وزارت یوه جیګپوړي چارواکي اسد رحمان وویل، «د څېړنو په ترڅ کې مونږ ته معلومه شوه چې د ایران په خراسان ولایت کې اوسېدونکي ډېر خلک په ناقانونه لارو افغاني اپین را واردوي.»

د ایران د رژیم له خوا دا مرسته په مستقیم ډول طالبان، چې د عوایدو لومړنۍ منبع یې د نشه ییزو توکو قاچاق دی، تمویلوي.

هغه وویل، «زمونږ څېړنو تایید کړه چې د ایران د نشه ییزو توکو مافیا د نجف، کربلا په مقدسو ښارونو او ځینې نورو ځایونو کې یوه قوي شبکه لري او زیاته یې کړه چې ځینې وختونه له زیارت کولو څخه د نشه ییزو توکو د قاچاق لپاره د پوښ په توګه کار اخیستل کیږي.»

رحمان وویل چې د ایران بسیجي نیمه پوځي ځواک د نشه ییزو توکو په تولید کې سخت ښکېل دی. دغه ځواک د ایران په خراسان ولایت کې د هیرویینو د پروسیس کولو د څو فابریکو نظارت کوي.‌

هغه وویل، قاچاقچیان له ناقانونه لارو څخه پاکستان ته په غټ‌ مقدار کې اپین او مورفین را قاچاق کوي، او د سرحد په اوږدو کې ترې ډېره استفاده کیږي.

رحمان زیاته کړه، «د پاکستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ځواک او نورې قانون نافذوونکې ادارې په کلکه د دې لپاره کار کوي چې د نشه ییزو توکو قاچاق کنټرول کړي.»

د نشه ییزو توکو د قاچاقچیانو پر ضد مبارزه

د ایران سرحد سره نژدې د تفتان سیمه کې یوه پاکستاني قومي مشر میر کمال توتي زي وویل، چې د ایران دولتي ملاتړ ورسره نه وي، د نشه ییزو توکو قاچاقچیان نشي کولی چې نړۍ وال بازار ته دومره په اسانۍ سره ورسېږي.

هغه زیاته کړه، «د نشه ییزو توکو قاچاقچیان د نشه ییزو توکو پاکستاني او افغان مافیاوو سره قوي اړیکې لري.»

توتي زي وویل، داسې «یوه مناسب میکانیزم ته اړتیا ده چې زمونږ په سیمه کې د نشه ییزو توکو د قاچاق خطر له منځه وېسي. په پاکستان او ایران دواړو کې باید د نشه ییزو توکو د کنټرول د ادارو لوی کار د اپین او هیرویینو د تولید کنټرولول وي.»

توتي زي وویل، «د نشه ییزو توکو د کنټرول مقامات په پاکستان کې د قاچاقچیانو پر ضد کافي اندازه اقدامات کوي،‌ خو هغو اقداماتو د ایران د غفلت له امله تر اوسه څه نتایج نه دي ورکړي.»

توتي زي وویل، د پاکستان - ایران د سرحد په اوږدو کې قبایلي کمربند د نشه ییزو توکو د قاچاق غټ قرباني دی، او قبایلي ځوانان دغې بلا سخت اغېزمن کړي دي.

هغه وویل، «مونږ له نړۍ والو مقاماتو څخه غواړو چې د نشه ییزو توکو د هغه کاروبار سخت یادښت واخلي چې د ایران د دولت په ملکیت پر مخ ځي او د نشه ییزو توکو د قاچاق په ودرولو کې رول ولوبوي.»

د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې یوه جیګپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي وویل، «زمونږ غټه اندېښنه دا ده چې نشه ییز توکي زمونږ په ټولنه ویجاړونکی اغېز کوي، او مونږ هر ممکن ګام اخیستی چې له خپلې سیمې څخه د نشه ییزو توکو قاچاق کول له منځه وېسو.»

هغه وویل، «د پاکستان - ایران د شریک سرحد په ناامنه سیمو کې ځینې قاچاقچیان له اورپکو ډلو سره ارتباط لري چې هغوی ته هغه مرسته چې د نشه ییزو توکو د قاچاق کولو لپاره ورته اړتیا لري برابروي.»

هغه وویل، «مونږ داسې راپورونه لرو چې د بلوچستان په نا ارامو برخو کې د اورپکو د مالي ملاتړ یوه مهمه سرچینه له نشه ییزو توکو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې دي. د پاکستان په مکران سیمه او د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې فعالیت کوونکي ځینې اورپکي په پراخه کچه په هغو پیسو وسلې او نور لوجستیک اخلي چې د نشه ییزو توکو له قاچاق کولو څخه یې ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه، «په ایران کې د نشه ییزو توکو د پروسیس فابریکو ته د اپین ډېره برخه د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو له کروندو څخه ور قاچاق کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500