امنیت

دارالامان ماڼۍ له کنډوالو څخه د سولې د پیغام په توګه سر راپورته کړ

ای اېف پي

په کابل کې دارالامان ماڼۍ چې د لسیزو اوږدې جګړې په ترڅ کې ویجاړه شوې وه په خپل پخواني پرتم بیا جوړېږي او په پام کې ده چې د ۱۳۹۸ د زمري په ۲۸مه چې له برتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۰مې کلیزې سره برابره ده، بیا پرانستل شي. [جسټېن ګیرادي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي فوټو/ای اېف پي]

کابل -- په کابل کې په یوه مجلله ودانۍ کې دننه، د ویلډینګ کارانو یوه ډله په چټکۍ سره یوې غټې زینې پورې یو فلزي اړکی نښلوي. بهر، باغوانان وچه شوې ځمکه په دې هیله اوبه کوي چې راشنه شي.

هغوی باید یوازې په یو څو ورځو کې د دارالامان ماڼۍ بیارغونه، چې یو وخته ورانه ویجاړه پرته وه، بشپړه کړي. د افغانستان د معمارۍ دغه ستره نښه په هېواد کې د لسیزو اوږدې جګړې د ویجاړۍ په یوه سمبول باندې بدله کړې وه.

په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکي په هکله پوښتنې را ولاړېږي او د سولې خبرې روانې دي،دغه هېواد په دې میاشت کې هیله لري چې خپله ماضي په لنډ ډول ولمانځي چې دارالامان به د دغې لمانځنې یوه مرکزي برخه وي.

په دې مشهوره ماڼۍ کې د روان کار ضرب الاجل د زمري ۲۸م دی. په دې نېټه له برتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۰ کاله پوره کیږي او ولسمشر اشرف غني به دغه نوې بیا رغېدلې وداني پرانیزي.

دا عکس چې د زمري په ۱۷مه اخیستل شوی په کابل کې د دارالامان ماڼۍ بهرنۍ خوا ښیي چې بشپړه بیارغونه یې روانه ده. د دغې ماڼۍ د بیا رغونې کار چې یو وخت ویجاړه شوې وه د زمري د ۲۸مې، چې افغانستان پرې له برتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړې ده، له سخت ضرب الاجل سره مخامخ دی. ولسمشر اشرف غني به په یاده نېټه دغه نوې تکمیل شوې ودانۍ چې د جګړې د لسیزو په ترڅ کې یې د هېواد ویجاړتیا منعکسوله، پرانیزي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي‌]

دا عکس چې د زمري په ۱۷مه اخیستل شوی په کابل کې د دارالامان ماڼۍ بهرنۍ خوا ښیي چې بشپړه بیارغونه یې روانه ده. د دغې ماڼۍ د بیا رغونې کار چې یو وخت ویجاړه شوې وه د زمري د ۲۸مې، چې افغانستان پرې له برتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړې ده، له سخت ضرب الاجل سره مخامخ دی. ولسمشر اشرف غني به په یاده نېټه دغه نوې تکمیل شوې ودانۍ چې د جګړې د لسیزو په ترڅ کې یې د هېواد ویجاړتیا منعکسوله، پرانیزي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي‌]

د آرشیف په دې عکس کې چې د ۱۳۹۰ د چنګاښ په ۲۷مه اخیستل شوی، یو افغان پولیس په کابل کې د دارالامان ویجاړې شوې ماڼۍ سره نژدې په پیره ولاړ دی. [ټیډ الجیبي/ای اېف پي]‌

د آرشیف په دې عکس کې چې د ۱۳۹۰ د چنګاښ په ۲۷مه اخیستل شوی، یو افغان پولیس په کابل کې د دارالامان ویجاړې شوې ماڼۍ سره نژدې په پیره ولاړ دی. [ټیډ الجیبي/ای اېف پي]‌

د دارالامان ماڼۍ یو تازه عکس د ماښام په وخت کې. [جاوېد حمید]

د دارالامان ماڼۍ یو تازه عکس د ماښام په وخت کې. [جاوېد حمید]

د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه،‌ لندن او کابل د افغان - انګلېس تړون لاسلیک کړ چې په کې برتانیا د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله او ژمنه یې وکړه چې برتانوي هند به د خیبر غاښي څخه غرب لور ته لاس نه ور اوږدوي.

تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې د دارالامان ماڼۍ به چې معنی یې د امن کور دی د څه لپاره کارول کیږي خو لږ تر لږه یوه برخه به یې د موزیم په توګه وکارول شي.‌

دارالامان ماڼۍ چې په ۱۲۹۰مو کلونو کې د جرمني انجنیرانو له خوا د پاچا امان الله خان لپاره ډیزاین شوې وه په پيل کې د دې لپاره په پام کې نیول شوې وه چې د افغانستان د نوي پارلمان موقعیت به وي.

خو د کلونو په تېرېدلو سره، د سیاسي جریانونو د ادلون بدلون له امله، هغه د بېلابېلو وزارتونو د ودانیو، د طب پوهنځي او موزیم په شمول د بېلابېلو هدفونو لپاره وکارول شوه.

له نژدې ویجاړېدا څخه ژغورل کېدل

په ۱۹۶۸ کال کې یادې ودانۍ اور واخیست او له هغه وخت راهیسې د افغانستان په جنګونو کې څو ځلې په مکرر ډول هدف وګرځېده. په ۱۹۷۸ کال کې د کودتا د هڅې په ترڅ کې یې بیا اور واخیست او بالاخره د ۱۹۹۰مو کلونو د جنګ په ترڅ کې پرې ګولۍ وورول شوې.

دارالامان ماڼۍ چې تر وروستیو وختونو پورې ورانه ویجاړه پرته وه په یوه غونډۍ دپاسه واقع ده چې د کابل منظره ترې ښه لیدل کیږي. د هغې چت ویجاړ شوی وو، دېوالونه یې وران او په ګولیو سوري سوري شوي وو او د یو وخت مجلل نوی - کلاسیک بهرنی اړخ یې چې خطونه پرې شوي وو نسکورېدلو ته نژدې وو.

خو په ۱۳۹۶ کال کې غني د دغې ماڼۍ د بیارغونې حکم وکړ او د ډیزاین د پلانونو له نهایي کولو څخه وروسته یې د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې د رغونې کار پيل شو.

د پروژې مدیر جاوېد حماد وویل، د دارالامان بیارغونه د افغانستان لپاره حیاتي ده ځکه چې دغه کار له دومره ډېر جنګ څخه وروسته د یوه نوي پیل ژمنه کوي.

حماد له ساحې څخه، چې خواوشا ۵۰۰ کارکوونکي شپه او ورځ په کې سخت کار کوي،‌ د یوه تازې لیدنې په ترڅ کې، ای اېف پي ته وویل«د دارالامان ماڼۍ پیغام یو د سولې، امنیت، ورورولۍ او یو د بل تر څنګ ژوند کولو پیغام دی.»

د ۸۲۲ میلیونو افغانیو (۱۰.۵ میلیونو ډالرو) په ارزښت بیارغونه د کابل د کاري ځواک لپاره یو الهی نعمت وو. په لوړو چتونو لرونکیو خونو کې د کونړ ولایت د ارچې د لرګي او د هرات د ماربل له استعمال څخه معلومیږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې سوداګریو ته یې ګټې ور رسېدلي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ځای مې په ۲۰۰۶ کې هغه وخت لیدلی وو چې یوه تشه وداني وه، نو خوښ شوم چې ګورم چې بیا جوړه شوې ده. افغانان داسې څه ته اړتیا لري چې افتخار پرې وکړي. لګښت یې بهرنیو منابعو ورکړی دی، افغان حکومت نه.‌

ځواب ورکړئ

دا د افغانانو لپاره خوښوونکې او ډېره مهمه ده چې د افغانستان د عظمت له زړو سمبولونو څخه یو بیا پرځای کوي او نورې نړۍ ته د افغانانو د بیاجوړېدنې ظرفیت ورښيي. درناوی

ځواب ورکړئ

دا یو احمقانه کار دی چې په داسې یوه هېواد کې دومره لګښت وشي چې ۸۰٪ خلک یې د فقر له کرښې ټيټ ژوند کوي.

ځواب ورکړئ

چې ریښتیا خبره وي، په افغانستان کې زمونږ ژوند ښه نه تېرېږي.

ځواب ورکړئ