ټاکني

له ۱۰۰ زرو څخه ډېر امنیتي ځواکونه د انتخاباتو په ورځ د افغانانو امنیت نیسي

د سلیمان راپور

خلک د وږي په ۲۰مه په کابل کې په یوه داسې سرک په موټرونو کې تګ کوي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د کاندیدانو پوسټرونه پرې دپاسه لګول شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د وږي په ۲۰مه په کابل کې په یوه داسې سرک په موټرونو کې تګ کوي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د کاندیدانو پوسټرونه پرې دپاسه لګول شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د تیاري په ترڅ کې امنیت لا نور ټینګوي. د دغو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د شنبې ورځ د تلې ۶مه نېټه ټاکل شوې ده او له ۱۰۰ زرو څخه ډېر امنیتي ځواکونه دې ته چمتو شوي چې د انتخاباتو په ورځ امنیت ټینګ کړي.

د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند نصرت رحیمي وویل، «امنیتي ادارو له څو میاشتو راهیسې د انتخاباتو لپاره په امنیتي پلان باندې کار کړی دی، او اوس هغوی ټول تیاري کړي چې د انتخاباتو لپاره امنیت ټینګ کړي.»

هغه وویل، «له ۱۰۰ زرو څخه ډېر امنیتي منسوبین د دې لپاره توظیف شوي چې د رایه ورکولو د مرکزونو، رایه کوونکیو او په مجموع کې د انتخاباتو لپاره امنیت برابر کړي. مونږ خپلو هېوادوالو ته اطمینان ورکوو چې هغوی کولی شي چې له کوم ډار څخه پرته په انتخاباتو کې برخه واخلي او خپل راتلونکی مشر انتخاب کړي.»

هغه وویل، «خواوشا ۷۲ زره د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ریاست ځواکونه به د انتخاباتو په ورځ د رایه ورکولو د مرکزونو امنیت خوندي کړي او یو بهتر امنیت به یقیني کړي، په داسې حال کې چې ۳۰ زره نور پرسونل به په تیارسۍ حالت کې وي چې که اړتيا پېښه شي توظیف شي.»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون افغان کارمندان د وږي په ۲۵مه په کابل کې په یوه ساتنځای کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رایې اچولو بکسونه تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون افغان کارمندان د وږي په ۲۵مه په کابل کې په یوه ساتنځای کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رایې اچولو بکسونه تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ډېر خلک اوس هم د امنیت په هکله اندېښنه لري، د رایې ورکولو او د ولسواکۍ د ساتلو فرصت لا هم په دغو اندېښنو باندې برلاسی دی.‌ [آی اي سي ای]

په داسې حال کې چې ډېر خلک اوس هم د امنیت په هکله اندېښنه لري، د رایې ورکولو او د ولسواکۍ د ساتلو فرصت لا هم په دغو اندېښنو باندې برلاسی دی.‌ [آی اي سي ای]

د دفاع وزارت هم هېوادوالو ته اطمینان ورکوي چې طالبانو ته درانه تلفات ور اوښتي او د انتخاباتو د ټکني کولو او د رایه ورکوونکیو د ژوبلولو وړتیا یې له لاسه ورکړې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، «د خالد عملیاتو له پیل راهیسې، د امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شویو عملیاتو کې په زرګونو طالب جنګیالي د هغوی د مهمو څېرو په شمول وژل شوي او ټپیان شوي دي.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د وري په میاشت کې خالد عملیات پیل کړل چې د طالبانو کلني پسرلني عملیات وننګوي.‌

امان وویل چې طالبانو د ۷ ولسوالیو کنټرول له لاسه ورکړی او هڅې روانې دي چې له اورپکو څخه نورې سیمې هم ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې پوځي فشار ډېر طالب جنګیالي مجبور کړي چې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي.‌

خلک په رایه ورکولو تاکید کوي

په داسې حال کې چې امنیت لا هم د ډېرو هېوادوالو لپاره د اندېښنې خبره ده، لاکن د رایه ورکولو فرصت په دغو وېرو باندې غالب دی.

په کابل ولایت کې د یوه ښوونځي فارغ عزیزاحمد چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل، «درې میاشتې مخکې ما پخپله تذکره سټېکر ولګاوه او زه واقعاً خوښ یم چې کولی شم په ژوند کې په لومړي ځل خپل د خوښې کاندید ته رایه ورکړم.»

هغه وویل، «زه به داسې کس ته رایه ورکوم چې یو فکر ولري، ځوان نسل ته خدمت وکړي او د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو فرصتونه او وظیفې رامنځته کړي.»

احمد وویل، «زه د ناامنۍ په هکله اندېښنه لرم، خو هوډ لرم چې رایه ورکړم او په انتخاباتو کې برخه واخلم، طالبانو او د هغوی د ولسواکۍ ضد عقایدو ته «نه» ووایم او ولسواکي وساتم.»

د کابل پوهنتون یوې محصلې فلورانس صمیمي چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، «سړي او ښځې برابر حقونه لري او انتخابات د ښځو لپاره یو ښه فرصت دی چې برخه په کې واخلي، خپل راتلونکی بدل کړي او هدفونه ترسره کړي.»

هغې وویل، «زه د طالبانو له ګواښونو او بریدونو څخه نه وېرېږم، او زه به په راتلونکو انتخاباتو کې حتماً برخه واخلم چې ولسواکي وساتم. ښځې د طالبانو د امارت د وخت پر عکس په یوه ولسواک سیستم کې کولی شي چې خپل حقونه ترلاسه او غوښتنې ترسره کړي.»

صمیمي وویل، «زه په ټولو هغو ښځو باندې چې د رایه ورکولو مستحقې دي غږ کوم چې د رایه ورکولو مرکزونو ته لاړې شي او رایې ورکړي چې ولسواکي ژوندۍ وساتي او له خپلو حقونو څخه استفاده وکړي.»

د واک سوله ییز انتقال

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر ظریف امین یار وویل، انتخابات د سیاسي واک د سوله ییز انتقال یوازنۍ لاره ده.‌

هغه وویل، «طالبان هڅه کوي چې د انتخاباتو او دیموکراسۍ مخه ونیسي ځکه چې هغوی په رایه ورکولو باندې د یوه مدني حق او په انتخاباتو باندې د ولسواکۍ د یوه جز په توګه باور نه لري.»

امین یار وویل، «ملکي خلک باید په انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره طالبانو ته ثابته کړي چې د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره د انتخاباتو او دیموکراسۍ تر څنګ بله هېڅ لاره نشته. هېڅ ډله نشي کولی چې د تاوتریخوالي او جګړې له لارې په ملکي خلکو باندې واکمني وکړي.»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وویل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپله برخه کې هغه تخنیکي چمتووالي بشپړ کړي چې د تلې په ۶مه د ترسره کېدونکو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا ده.

هغه وویل،‌ «زمونږ د انتخاباتي پرسونل لپاره روزنیز پروګرامونه په ډېرو ولایتونو کې بشپړ شوي دي.»

سادات وویل، «د انتخاباتو ضروري تأمینات له ولایتي مرکزونو څخه ۱۳۰ ولسوالیو ته انتقال شوي او پاتې ولسوالۍ به د تلې تر ۵ مې پورې تأمینات ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خلکو باندې غږ کوي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي ځکه چې دا یوه ملي پروسه ده. په انتخاباتو کې د خلکو برخه اخیستنه او همکاري او په پروسه کې د هغوی څارونکی رول کولی شي له مونږ سره د داسې شفافو انتخاباتو په ترسره کولو کې مرسته وکړي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ خلکو ته اطمینان ورکوو چې مونږ به د هغوی رایې خوندي کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500