ځوانان

د هرات پوهنتون د سولې مرکز د زغم او یو بل منلو کلتور ته وده ورکوي

د عمر راپور

د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات پوهنتون د سولې مرکز محصلانو ته فرصت برابروي څو دا زده کړي چې څنګه د یو بل منلو کلتور ته وده ورکړي او د شخړې د هوارولو له لارې تاوتریخوالی کم کړي. [عمر]‌

هرات -- د هرات پوهنتون د سولې مرکز محصلانو ته فرصت برابروي څو دا زده کړي چې څنګه د یو بل منلو کلتور ته وده ورکړي او د شخړې د هوارولو له لارې تاوتریخوالی کم کړي.

دغه مرکز له ۱۳۹۵ کال راهیسې د پوهنتون د ۸ پوهنځیو (ژورنالیزم، حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو، اجتماعي علومو، تعلیم او تربیې، عامه ادارې، او علومو او ادبیاتو) محصلانو ته بېلابېل پروګرامونه برابروي.

دا وخت د افغانستان د بېلابېلو برخو ۴۰۰ محصلان له دغه مرکز څخه استفاده کوي. د مرکز له افتتاح راهیسې له ۲۶۰۰ څخه ډېرو زده کوونکیو په کې روزنه اخیستې ده.

د سولې د مرکز رییس نصیراحمد رحیمي وویل،‌ «زمونږ په روزنیزو پروګرامونو کې د ټولو ولایتونو محصلان برخه لري.‌ ځینې محصلان چې فارغ شوي دي هغوی خپلو ولایتونو ته له سوله ییزو نظریاتو سره ستانه شوي، او هغوی دا وړتیا یې لرلې ده چې د هغه څه په هکله چې هغوی د سولې په اړوند زده کړي دي په خپلو ولایتونو کې روزنې یا ټریننګونه ترتیب کړي.]

په عکس کې لیدل کیږي چې د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان د وږي په ۵ مه د دې لپاره سره یوځای شوي چې په افغانستان کې د سولې په هکله سره خبرې وکړي. [عمر]

په عکس کې لیدل کیږي چې د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان د وږي په ۵ مه د دې لپاره سره یوځای شوي چې په افغانستان کې د سولې په هکله سره خبرې وکړي. [عمر]

هغه وویل، «که جیګپوړي حکومتي مقامات زمونږ د هغو ځوانو محصلانو چې هغوی د سولې په پروسه کې د سولې روزنه ترلاسه کړې ده له ظرفیت څخه استفاده وکړي، هغوی به وکولی شي چې په خبرو اترو کې برخه واخلي.»

رحیمي، د سولې د پروسې په هکله هغې جرګې ته په اشارې چې د غوایي په میاشت کې دایره شوې وه، وویل، هغو محصلانو چې د سولې مرکز کې یې روزنه ترلاسه کړې وه هغوی په مشورتي لویه جرګه کې برخه واخیستله او خپل نظریات یې څرګند کړل.

رحیمي زیاته کړه، «د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې ټول د سولې مرکزونه د متحده ایالاتو د سولې د انسټیټیوټ له خوا حمایه کیږي او د دغو مرکزونو هدف دا دی چې په ټولنه کې سوله او یو بل منلو ته وده ورکړل شي.»

نور د سولې مرکزونه د کندهار، ننګرهار، خوست او کاپیسا پوهنتونونو په شمول د افغانستان په یو شمېر پوهنتونونو کې فعالیت کوي چې په کې محصلان د سولې د مطالعاتو په برخه کې روزل کیږي.

د تاوتریخوالي د راکمولو هڅې

په هرات پوهنتون کې محصلانو دا زده کړي چې څنګه په ټولنه کې د تاوتریخوالي په راکمولو او د سولې او یو بل منلو د کلتور په روزلو کې یو مهم رول ولوبوي.

د الماني ادبیاتو د دویم کال محصلې او د غزني ولایت اوسېدونکې ګل پري درخشان وویل، «ما د سولې په هکله ډېر نوي مفاهیم زده کړي دي. اوس زه کولی شم چې د کورنیو تر منځ یا په ټولنه کې د یوې رامنځته شوې ستونزې په حلولو کې مرسته وکړم.»

هغې زیاته کړه، «کله چې مونږ یووالی او یو د بل نظریاتو ته درناوی یقیني کړو بیا مونږ کولی شو چې په ټولنه کې سوله تطبیق کړو. مونږ د سولې مرکز کې زده کړي چې څنګه د خلکو تر منځ یو بل منلو ته وده ورکړو.»

د یاد مرکز یوه غړي ارمان قادري وویل، «هغه کسان چې د هرات پوهنتون د سولې مرکز کې یې د سولې په هکله درسونه اخیستي دي کولی شي چې د کورنۍ او ټولنې په سطحو د شخړو په حلولو کې یو مهم رول ولوبوي.‌ هغوی کولی شي چې یا شخړه په مکمل ډول حل کړي یا متقابلو لوریو ته داسې بېلابېل انتخابونه وړاندې کړي چې یوه حل ته پرې ورسېږي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ څو ځلې د ټولنې شخړې په بریالیتوب سره هوارې کړي او د شخړې له اړخونو سره مو مرسته کړې ده چې سره جوړ شي. مونږ هڅه کوو چې خواخوږۍ او صمیمیت ته وده ورکړو.»

یوه بل غړي عبدالواحد ګلراني وویل، «د سولې مرکز له مونږ سره مرسته کړې چې ټولنیزې سولې ته وده ورکړو.»

هغه وویل، «د هرات پوهنتون د سولې مرکز کې د روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته، مونږ افغانان چې هر چېرې ورسره ګورو دې ته رابلو چې یو د بل د غوښتنو ته درناوی وکړي.»

ګلراني زیاته کړه، «زمونږ په کلي کې په ډېرو وړو موضوعاتو باندې د ځوانانو تر منځ څو ځلې شخړه رامنځته شوې، خو زه توانېدلی یم چې له هغوی سره مرسته وکړم چې په لنډ وخت کې سره جوړ شي.»

د ځوانانو مهم رول

په هرات ولایت کې د سولې د عالي شورا پخواني رییس مولوي غلام سرور بارکزي وویل،ځوانانو د تېرو څو کالو په ترڅ کې په دې کې ډېر مهم رول درلود چې طالبان دې ته وهڅوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

هغه زیاته کړه، «زمونږ ډېر همکاران ځوانان وو او شپه ورځ یې په دې کار کاوه چې طالبان د تاوتریخوالي پرېښودلو ته وهڅوي. په تېرو څو کالو کې، دا ځوانان وتوانېدل چې په هرات ولایت کې له ۱۴۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وهڅوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.»

بارکزي زیاته کړه، «ځوانان په ټولنه کې یو مهم رول لري، او هرکله چې یوه شخړه رامنځته کیږي... هغوی کولی شي چې په بهتر ډول یې هواره کړي. د تېرو کالو په ترڅ کې هغوی وکولی شوای چې په هرات ولایت کې ډېرې شخړې هوارې کړي.»

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام فاروق راسب وویل، «ځوانان په افغانستان کې د جګړې اصلي قربانیان دي.»

هغه وویل، «که هغوی ته صحیح فرصتونه برابر کړای شي، هغوی به وکولی شي چې د تاوتریخوالي په راکمولو او د جګړې په پای ته رسولو کې یو مهم رول ولوبوي.»

راسب زیاته کړه، «هغه ځوانان چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې په میړانه خدمت کوي او د هېواد په دفاع کې قربانۍ ورکوي هم کولی شي چې د سولې په یقیني کولو او د جګړې په پای ته رسولو کې زیاته مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500