روغتیا

د طالبانو له خوا د پولیو واکسیناسیون کمپاین له مخنیوي څخه وروسته د هرات په زرګونو ماشومان له خطر سره مخامخ دي

د عمر راپور

یو ماشوم د تلې په ۲۲مه د هرات ولایت په هرات ښار کې پولیو واکسیناسیون ته انتظار کوي. [د ولایت د رسنیو دفتر]

یو ماشوم د تلې په ۲۲مه د هرات ولایت په هرات ښار کې پولیو واکسیناسیون ته انتظار کوي. [د ولایت د رسنیو دفتر]

هرات -- محلي مقامات وایي چې طالبانو په هرات کې د تلې په ۲۲ - د عقرب ۲مه د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې د پولیو د مهمو واکسینونو په مخنیوي سره په لسګونو زره ماشومان له واکسین کېدلو څخه محروم کړل.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد آصف کبیر وویل، اورپکو د ۱۴ ولسوالیو په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي ټیمونو ته ګواښونه وکړل.

هغه وویل، "زمونږ د روغتیایي کارکوونکیو لپاره ټاکل شوی هدف دا وو چې ۶۵۰ زره له پنځو کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسینونه ورکړو، خو د طالبانو د ګواښونو له امله ۲۶٪ ماشومان له پولیو واکسینونو څخه بې برخې شول... مونږ دا نشو منلی."

نوموړي وویل، ټول حکومت ضد عناصر باید پوه شي چې د یوه نه راګرځېدونکي حالت د واکسیناسیون مخه نیول د ماشومانو پر ضد یو جنایت دی.

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۲مه اخیستل شوی، د پولیو واکسیناسیون د ټیم اړوندې افغانې ښځې په هرات کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې ګډې روانې دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۲مه اخیستل شوی، د پولیو واکسیناسیون د ټیم اړوندې افغانې ښځې په هرات کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې ګډې روانې دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه وویل، روغتیایي سکټور د حکومت له سیاسي او امنیتي ادارو سره ارتباط نه لري، او هغه د انسانانو د ژغورلو او د ماشومانو د خوندي کولو لپاره کار کوي.‌

هغه زیاته کړه، "د طالبانو کار د ډېرو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. که یو ماشوم په پولیو اخته کیږي، طالبان یې باید مسؤل وبلل شي."

ډاکتر کبیر زیاته کړه، "هرات ولایت او په لوېدیځه سیمه کې نور ولایتونه د پولیو له غټ خطر سره مخامخ دي، او په وروستیو کالونو کې په جنوبي ولایتونو کې د پولیو څو پېښې ثبت شوي دي."

کبیر وویل، "د جنوبي او لوېدیځو ولایتونو تر منځ سفرونه کولی شي چې د پولیو ویروس هرات ته خپور کړي."

د بشریت پر ضد جنایت

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ومنله چې د ماشومانو د واکسین کېدلو مخنیوی کول د ماشومانو او بشریت پر ضد یو جنایت دی او طالبان یې باید مسؤل وبلل شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر د اکتوبر په ۱۹مه له هرات ولایت څخه د لیدنې پر وخت وویل، "افغانستان باید د هغو هېوادونو کتار سره یوځای شي چې پولیو په کې له منځه وړل شوې ده. دا د افغانستان لپاره په نړۍ واله سطحه یو شرم دی چې تر اوسه یې دا وړتیا ترلاسه نه کړه چې پولیو پای ته ورسوي.‌ ماشومان حق لري چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري او دا د هغوی بشري حق دی."

اکبر زیاته کړه،‌ "د پولیو واکسین له تر لاسه کولو څخه د ماشومانو محرومول دا معنی لري چې هغوی [طالبان] ماشومان له یوې مرګونې ناروغۍ سره مخامخ کوي."

هغې وویل، "د بشري حقونو کمېسیونونه، د روغتیایي پاملرنې انستیتیوتونه او خیریه ادارې باید له هر راز بریدونو څخه خوندي وي څو هغوی وکولی شي چې خپل فعالیتونه په پوره امنیت کې ترسره کړي.‌ هغوی په جنګ کې ښکېل نه دي، او د هغوی اصلي هدف دا دی چې انسانانو ته مرستې ور ورسوي."

د هرات د حج او اوقافو د ریاست د لارښوونې د پروګرامونو مدیر مولوي سید احمد حسیني وویل، اسلام د روغتیا‌ په ساتنه باندې تاکید کوي او مسلمانان باید هڅه وکړي چې ماشومانو ته یو بهتر ژوند برابر کړي.‌

هغه وویل، هیڅوک هم دا حق نه لري چې معالجه او د ناروغیو مخنیوي محدود کړي.

حسیني وویل، "طالبان باید پوه شي چې د فلج [پولیو] ناروغي به یوه ورځ د هغوی د خپلو ماشومانو ژوند هم وګواښي. هغوی باید پوه شي چې که د هغوی د ماشومانو په ګډون کوم ماشوم فلج کیږي ... د افغانستان نوی نسل به یو ناروغ او معیوب نسل وګرځي."

"زه د یوه دیني عالم په توګه په طالبانو او عامو خلکو باندې غږ کوم چې خپل ماشومان واکسین کړي؛‌ اسلام مونږ ټولو ته اجازه راکوي چې پولیو واکسین استعمال کړو ځکه چې دا په ماشومانو کې د فلج او تدریجي مړینې مخه نیسي."

امنیت ښه کول

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، د هرات په ځینې ولسوالیو کې د وروستیو پوځي عملیاتو له هدفونو څخه یو دا وو چې روغتیایي او خیریه ادارو ته فرصت ورکړي چې خپلې روغتیایي او پرمختیایي پروژې تطبیق کړي.

هغه وویل، "امنیتي ځواکونه ډېره هڅه کوي چې سیمې له طالبانو څخه پاکې کړي چې د پولیو واکسیناسیون کمپاین په ښه ډول ترسره شي."

فرهاد وویل، "هغه راپورونه چې د هرات ولایتي ادارې ترلاسه کړي ښیي چې طالبانو د ولسوالیو په لیرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون د کمپاینونو مخه نیولې، او د دغو ځایونو اوسېدونکیو ډېر ځلې د وضعې په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي."

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه دومره کسان نه لري چې "د ماشومانو د کور په کور واکسیناسیون د کمپاین پر وخت د روغتیایي ټیمونو" ساتنه وکړي. "روغتیایي ټیمونه او د واکسیناسیون کمپاینران ملکي خلک دي او د دې لپاره کار کوي چې له محرومو خلکو سره مرسته وکړي."

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، یوازې پولیس نشي کولی چې هغه سیمې خوندي کړي چې طالبان په کې غټ حضور لري او په هغو سیمو کې امنیتي ادارې عملیات ترسره کوي چې د واکسیناسیون د کمپاین د تطبیق لپاره فرصت برابر کړي.

هغه زیاته کړه، "طالبان دا وړتیا نه لري چې په هرات کې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي، نو هغوی په وروستیو وختونو کې د خلکو وېرول پیل کړي دي."

ولي زاده وویل، "د هغوی له خوا د پولیو واکسیناسیون د کمپاین مخنیوی او د روغتیایي کارکوونکیو ګواښل ښیي چې دغه ډله د امنیتي ځواکونو له خوا ماته شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آیا پخوا د دې واکسینونو په نشتوالي کې ټول فلج ول؟ مونږ وینو او اورو چې زمونږ ماشومان له دې واکسینونو څخه مخکې ډېر قوي وو په داسې حال کې چې اوس هغوی داسې دي لکه له پلاستیک څخه چې جوړ شوي وي، هغوی کمزوري دي. که حکومت د ماشومانو په هکله فکر کوي، بهتره به دا وي چې حکومت هغه خواړه تضمین کړي چې هغوی (ماشومان) یې خوري څو هر څوک د خرابو خوړو له خوړلو څخه وژغورل شي.‌

ځواب ورکړئ

په ورته ډول، اوس تاسو وویل چې بېګانۍ رڼا ستاسو وه او تاسو پرون تولد شوئ. هو زما وروره، د واکسین سیستم له ۱۹۷۰ میلادي کال راهیسې یا ښایي له هغه وخت نه هم مخکې پیل شوی دی، او تر ننه پورې روان دی. تاسو، چې نن ورځ د کمپیوټر شاته په دې وېب سایټ د کار کولو لپاره ناست یئ او خپلې تبصرې لیکئ، د هغو واکسینونو له برکته ناست یئ چې تاسو ته په ماشومتوب کې شوي دي. که نه، تاسو به تر اوسه پورې ۱۰۰۰ ځلې د شري، تیتانوس او داسې نورو له امله مړه شوي وئ. پلاستيکي ماشومان څه معنی؟؟؟ او زه باید ووایم چې ښایي د همدغو واکسینونو له برکته وي چې نن ورځ په دې هېواد کې د کرونا وایرس د ناروغۍ د مړینې کچه دومره ټیټه ده.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د افغانانو حتی د ماشومانو پروا نه کوي.

ځواب ورکړئ