ديپلوماسي

ایران په خلیج کې امریکایي بېړیو ته نور ګواښونه وکړل؛ د متحده ایالاتو پوځ غبرګون ته ژمن ده

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران د انقلابي ګارډ اړوندې سمندري بېړۍ د وري په ۲۷مه د شمالي عربي خلیج په نړۍ والو اوبو کې د امریکایي پوځي بېړیو پر ضد ناخوندي او غیر مسلکي چارې ترسره کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

تهران -- د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان د پنجشنبې په ورځ /د غوایي په ۴مه/ د تېرې اونۍ له یوې پېښې څخه وروسته، د هغو امریکایي بېړیو ګواښلو ته دوام ورکړ چې د خلیج په اوبو کې فعالیت کوي.

تورن جنرال حسین سلامي دولتي تلوېزیون ته وویل، «موږ امریکایانو ته اعلام کوو چې موږ په بشپړ ډول قاطع او جدي یو ... او دا چې هر څه به په یوه قاطع غبرګون سره چې مؤثر او چټک وي، ترسره شي.»

حالات وروسته له هغه ترینګلي شول چې ایراني ځواکونو په خلیج کې امریکایي بېړۍ وګواښولې.

د متحده ایالاتو سمندري ځواک د وري په ۲۷مه وویل چې د اسلامي انقلابي ګارډ د سمندري ځواک بېړۍ «په مکرره توګه د امریکایي بېړیو مخ او شاته په نژدې فاصله او ډېر سرعت کې تېرې شوې،» چې یو‌ ځل د یوې کشتې له مخې څخه د ۹ مترو په فاصله کې نږدې تېرې شوې.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو افسر د وري په ۲۸مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې ایراني سمندري بېړیو د امریکایي بېړیو پر ضد ګواښونکې مانورې ترسره کړې، د ګزمې د یوې بېړۍ دپاسه ترصد کوي. [مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو افسر د وري په ۲۸مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې ایراني سمندري بېړیو د امریکایي بېړیو پر ضد ګواښونکې مانورې ترسره کړې، د ګزمې د یوې بېړۍ دپاسه ترصد کوي. [مرکزي قومانداني]

د وري په ۲۷مه، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک له خوا خپور شوی یو عکس د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري بېړۍ په داسې حال کې ښیي چې په خلیج کې د امریکا د یوې بېړۍ شاوخوا ته ګواښونکې مانورې کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د وري په ۲۷مه، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک له خوا خپور شوی یو عکس د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري بېړۍ په داسې حال کې ښیي چې په خلیج کې د امریکا د یوې بېړۍ شاوخوا ته ګواښونکې مانورې کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

اعلامیه وایي، د متحده ایالاتو سمندري او ساحل ساتونکو کشتیو په شمالي خلیج کې په نړۍ والو اوبو کې له اپاچي بریدګرو څرخکو سره عملیات ترسره کول.

د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د سمندري ځواک چټکو بېړیو د یوه ساعت په مخه د امریکایي بېړیو د خبرداریو پروا ونه کړه، او بالاخره یې مخابروي محاورې ته غبرګون وښود او لاړې.

په اعلامیه کې راغلی، «د اسلامي انقلابي ګارډ د سمندري ځواک خطرناکو او پاروونکیو کارونو د غلطې محاسبې او تصادم خطر زیات کړی،» او زیاته کړې یې ده چې هغوی له سمندري دودونو او قوانینو څخه سرغړونه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ /د غوایي په ۳مه/ په ټوېټر وویل چې هغه «امریکایي سمندري ځواک ته لارښوونه کړې چې هرې او ټولې هغه ایرانۍ وسله والې بېړۍ وولي چې په سمندر کې زموږ بېړۍ وېروي.»

د ګډو ځواکونو لوی درستېز جان اي هیتین د چارشنبې په ورځ د پنتاګون په یوه اعلامیه کې وویل، «هره کیشتۍ چې له خطر سره مخامخ کیږي هغه حق لري چې له ځان نه دفاع وکړي.»

هغه ایران ته خبرداری ورکړ چې، که وګواښل شي، امریکایي قوماندانان «به په سخت مرګوني ځواک سره غبرګون وښیي.»

غمجنه غلطي

د متحده ایالاتو پوځي چارواکو مخالفینو ته په دوامداره توګه خبرداری ورکړی چې د کروناوایرس له ککړتیا سره سره امریکایي ځواکونه وړتیاوې لري.

د military.com د راپور په اساس، د غوایي تر ۳مې پورې، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت کې د ۳۵۷۸ پوځي منسوبینو، ۷۷۱ خپلوانو، ۹۶۵ ملکیانو او ۴۲۰ قراردادیانو په ګډون په مجموعي توګه د کووېډ - ۱۹ د ۵۷۳۴ پېښو راپور ورکول شوی دی.

د متحده ایالاتو پوځ شاوخوا ۲.۳ میلیونه منسوبین لري.

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک میلي د وري په ۲۱مه وویل، «موږ اوس هم وړتیا لرو، او موږ اوس هم چمتو یو، فرق نه کوي چې ګواښ څه دی.»

هغه زیاته کړه، «زه نه غواړم چې زموږ دښمنان داسې کوم ناسم پیغام واخلی چې که هغوي د فرصت څخه د ګټې په لټه کې وي نو هغه فرصت به د بحران حالت وي.»

«که هغوی داسې فکر وکړي، دا به یوه خطرناکه او غمجنه غلطي وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500