امنیت

ایراني چارواکي له طالبانو سره د تهران اړیکې بیا تایید کړې او د سولې پروسې سره یې مخالفت وښود

د علي راپور

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د ۱۳۹۸ د زمري په ۶مه د اتریش په مرکز ویانا کې له رسنیو سره خبرې کوي. د هغه د روانې میاشتې په وروستیو خبرو په افغانستان کې خلکو مسخرې وکړې. [الېکس هلادا/ای اېف پي]

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د ۱۳۹۸ د زمري په ۶مه د اتریش په مرکز ویانا کې له رسنیو سره خبرې کوي. د هغه د روانې میاشتې په وروستیو خبرو په افغانستان کې خلکو مسخرې وکړې. [الېکس هلادا/ای اېف پي]

کابل -- یوه ایراني چارواکي اعتراف وکړ چې ایران له طالبانو سره په دې کار کوي چې افغانستان بې ثباته کړي، او په دې توګه یې د سولې د پروسې په ناکامولو کې د رژیم هڅې بیا تایید کړې،‌ او د افغانانو غوسه یې راوپاروله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د چنګاښ په ۲۹مه له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، «موږ له طالبانو سره اړیکې لرو، او هغوی له ایران څخه لیدنه کړې،‌ چې هلته موږ له هغوی سره کتنې ترسره کړي دي.»

هغه زیاته کړه،‌«موږ له څو کالونو راهیسې د طالبانو په ګډون له بېلابېلو ډلو سره اړیکې لرلې دي، او د یو لړ مسایلو په هکله مو له دوې سره خپل نظرونه شریک کړي دي.»

هغه تایید کړه چې، د هغه حکومت د افغانستان د سولې د پروسې پلوي نه کوي.

طالب بندیان د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د یوې هوکړې د برخې په توګه په پروان ولایت کې د بګرام زندان څخه له راخلاصېدلو څخه وروسته د غبرګولي په ۶مه په یوه موټر کې ناست دي. یوه ایراني چارواکي د چنګاښ په ۲۹مه له اورپکو سره د تهران اړیکې او د سولې د هوکړې پر وړاندې خپل مخالفت تایید کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب بندیان د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د یوې هوکړې د برخې په توګه په پروان ولایت کې د بګرام زندان څخه له راخلاصېدلو څخه وروسته د غبرګولي په ۶مه په یوه موټر کې ناست دي. یوه ایراني چارواکي د چنګاښ په ۲۹مه له اورپکو سره د تهران اړیکې او د سولې د هوکړې پر وړاندې خپل مخالفت تایید کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، «موږ د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو په هڅو کې څه ښه نه وینو، او موږ له دې سره لیوالتیا نه لرو چې د هغې برخه واوسو.»

هغه زیاته کړه، «دا له هیچا څخه هم پټه نه ده چې د ایران حکومت له طالبانو سره په تماس کې وو، او موږ د تېرو څو کالونو په ترڅ کې له هغوی سره کتنې درلودلې.»

نوموړي وویل، «د طالبانو د ډلې ځینې غړي په منظمه توګه له ایران څخه لیدنې کوي چې هلته موږ له هغوی سره کتنې ترسره کوو. یو ځل د طالبانو یو استازی ایران ته راغلی وو، او ما پخپله له هغه سره ولیدل. بیا د طالبانو یو بل استازی راغی او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره یې ولیدل.»

ښکاره لاسوهنه

د تهران له خوا په رسمي توګه په دې اعتراف چې له طالبانو سره یې اړیکې لرلې او د سولې د پروسې مخالفت کوي، د فعالانو او عادي افغانانو کرکه راوپاروله.‌

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل،‌ «دا له دپلوماتیکو اړیکو او نړۍ وال قانون څخه سرغړونه ده چې د ایران حکومت له څو کالونو راهیسې له طالبانو سره اړیکې لرلې او افغان حکومت ته یې په دې هکله معلومات نه ورکول.»

هغه وویل، «د ایران حکومت هڅه کوي چې په طالبانو باندې خپل نفوذ وساتي څو وکولی شي چې کله چې طالبان د سیاسي پروسې برخه وګرځي د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره ترې استفاده وکړي. ایران غواړي چې د افغانستان حکومت کې د هغوی له لارې خپل هدفونه تعقیب کړي.»

د غور ولایت د مدني ټولنې فعال حسن حکیمي وویل، د ایران رژیم له څو کالونو راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې په سیاسي او اقتصادي مسایلو او همدارنګه په حکومت کې په تصمیم نیوونکیو باندې نفوذ ولري.

هغه زیاته کړه، «له طالبانو څخه د ایران ملاتړ په افغانستان کې د هغه هېواد ښکاره لاسوهنه ښیي. موږ پوهېږو چې د طالبانو د ډلې ډېر غړي تل ایران ته سفرونه کوي،‌ او هغوی د ایران حکومت سره اړیکې لري.»

حکیمي وویل، «ډېرې هغه غوښتنې چې طالبانو له متحده ایالاتو سره په خبرو کې کړي دي د ایران او روسیې غوښتنې دي. هغوی غواړي چې ټول نړۍ وال ځواکونه له افغانستان څخه وځي څو هغوی وکولی شي چې هلته فعالیت وکړي.»

متحده ایالات له ډېر وخت راهیسې په تهران باندې تور لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي.

د مرغومي په میاشت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، رژیم غواړي چې په افغانستان کې د سولې پروسه کمزورې کړي.‌

پمپیو په واشنګټن کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «ایران دا رد کړې چې د سولې لپاره سیمه ییزې او نړۍ والې اجماع سره یوځای شي او اصلا نن ورځ په فعالانه توګه په دې کار کوي چې هلته د اورپکو ډلو د ملاتړ له لارې د خپلو اوږدمهالو نړۍ والو هڅو په جاري ساتلو سره د سولې پروسه کمزورې کړي.»

طالبانو او ایراني چارواکو دواړو د تېرې تلې په میاشت کې په هرات کې په یوه امنیتي غونډه کې په ښکاره اعتراف وکړ چې اورپکې ډله له ایراني رژیم څخه ملاتړ ترلاسه کوي.

بې ثباتۍ ته دوام ورکول، د جنګ ملاتړ کول

د مدني ټولنې فعالان او د هرات اوسېدونکي وایي،‌ تهران د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د ناارامیو او تاوتریخوالي په اکثرو پېښو کې مستقیما لاس لري.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال آرش بشریار وویل، «د ایران حکومت تل په افغانستان کې لاسوهنه کړې چې جګړه او ویجاړتیا روانه وساتي،‌ او هغه هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسیږي یا سوله راشي.»

هغه وویل، «طالبان او متحده ایالات له کالونو انتظار څخه وروسته یوې هوکړې ته ورسېدل او د سولې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې فرصت برابر کړ،‌ خو د ایران حکومت له متحده ایالاتو سره د دښمنۍ له امله هڅه کوي چې دا هوکړه ناکامه کړي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت په افغانستان کې په جګړه او بې ثباتۍ کې خپلې ګټې ویني، له دې امله، هغه له سولې، او د جګړې له پای ته رسېدنې څخه وېره لري. کله چې افغانستان سولې ته نږدې کېږي، ایران په دې هېواد کې خپله لاسوهنه زیاتوي.»

بشریار وویل، هغه ترهګر ګروپونه چې په لویدیځه حوزه کې ډېر فعال دي هغوی له ایران څخه ملاتړ ترلاسه کوي او هڅه کوي چې ناارامي او ترهګریز فعالیتونه زیات کړي.

د هرات یوه اوسېدونکي او د هرات پوهنتون محصل محمد ولي حسن زاده وویل،‌ د ایران رژیم له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې د افغان حکومت مخالفت کړی،‌ او له هر فرصت څخه یې استفاده کړې چې د افغانستان دولت کمزوری کړي.‌

هغه وویل، «ایران هېڅکله هم په افغانستان کې یو قوي حکومت او سوله نه غواړي، ځکه چې که په افغانستان کې امن وي، د اوبیزې برېښنا بندونه به جوړ شي او صنعت او تولید به وغوړېږي. بیا به دې ته اړتیا نه وي چې ایراني محصولات افغانستان ته راشي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت هره هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ د هېواد شیطانو ګاونډیانو تل هڅه کړې ده چې زمونږ هېواد په جنګ کې وساتي ځکه چې هغوی له جنګ څخه خپلې ګټې په بهتر ډول ترلاسه کوي. خدای دې په دغو شیطانو ګاونډیانو باندې لعنت وکړي.‌

ځواب ورکړئ

لطفاً تاسو د مرکې ویډیو پخپله وګورئ او د دې مقالې په پېغورونو باندې مه غولېږئ.‌

ځواب ورکړئ

د ایران نفوذ هېڅکله هم د افغانستان لپاره ښه نه وو او ښه نه دی.‌ په افغانستان کې د جنګ خوښو ډلو په ملاتړ سربېره،‌ ایران د دې لپاره سخت کار کړی چې په افغانستان باندې خپل کلتور تحمیل کړي. په افغانستان کې په لسګونو رسنۍ د ایران له خوا تمویلېږي او هغوی په افغانستان کې د ایران د نفوذ لپاره کار کوي. افغان حکومت باید په افغانستان کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي او په افغانستان کې د هغه هېواد جاسوسان په ګوته کړي او عدالت ته یې راکش کړي.

ځواب ورکړئ

تاسو بالکل صحیح خبره کړې ده.‌

ځواب ورکړئ

دا تاسو څنګه پوښتنه کړې ده؟ دا څه معنی چې (آیا د ایران نفوذ د افغانستان لپاره ښه دی؟‌) هیڅوک نه غواړي چې په وطن کې یې بل هېواد نفوذ ولري نو بیا ښه په څه شو؟ ایران او پاکستان دواړه د افغانستان دښمنان دي بالخصوص پاکستان د افغانستان اشد دښمن دی.‌

ځواب ورکړئ

راځئ دا پرېږدو چې طالبان له چا سره اړیکې لري. طالبان هم خپل ځانونه حکومت بولي او مجبور دي چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې ولري. د افغانستان حکومت هم په نړۍ کې له سلو څخه ډېرو هېوادونو سره اړیکې لري.‌ طالبان اړ نه دي چې اعتراض وکړي او ووایي چې د افغانستان حکومت له سلو هېوادونو سره اړیکې لري.‌ که د افغانستان د خاورې په سلو کې ۵۰ د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده، د افغانستان پاتې ۵۰ برخې د طالبانو له خوا کنټرولیږي، او هلته د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې غلا، رشوت،‌ فساد، ظلم یا بې عدالتي نشته.‌ طالبان زمونږ د ټولنې یو عیني حقیقت دی. د طالبانو حکومت له افغان حکومت څخه ډېر ښه دی، له دې امله، دا بهتره ده چې د یوه پوځي حل پرځای په سیاسي حل باندې فکر وشي.‌ راځئ چې مونږ ټول کار وکړو چې له طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي، او مونږ خپل هېواد ته یوه تلپاتې سوله راولو.‌

ځواب ورکړئ

کاش چې مونږ افغانانو داسې احساس درلودلی چې نور د پردیو په لاس خپل وطن وران نه کړو. کاش، کاش.

ځواب ورکړئ