امنیت

طالبان د سولې د تړون په ماتولو سره په نیمروز کې له القاعدې سره ګډ کار کوي

د عمر راپور

د افغان ملي اردو عسکر د غبرګولي په ۶مه له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو له ازادېدلو څخه وروسته هغوی بدرګه کوي. په نیمروز کې چارواکي وایي، طالبان او القاعده د اورپکو او متحده ایالاتو تر منځ‌ د سولې له تړون څخه په سرغړونې سره له القاعدې سره اړیکې پالي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د غبرګولي په ۶مه له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو له ازادېدلو څخه وروسته هغوی بدرګه کوي. په نیمروز کې چارواکي وایي، طالبان او القاعده د اورپکو او متحده ایالاتو تر منځ‌ د سولې له تړون څخه په سرغړونې سره له القاعدې سره اړیکې پالي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- ځایي چارواکي او شنونکي وایي، طالبان او القاعده په نیمروز ولایت کې په ګډه کار کوي ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي -- چې دا له متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې له تړون څخه سرغړونه او د بین الافغاني خبرو د ترسره کولو او د جنګ د پای ته رسولو په برخه کې د هغوید اخلاص نشتوالی په ګوته کوي.‌

د نیمروز والي سید ولي سلطان د زمري په ۷مه وویل، «د القاعدې دوه سوه جنګیالي اوس هم له طالبانو سره متحد دي، او په نیمروز ولایت کې د هغوی تر څنګ د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کوي.»

هغه وویل، ځینې پېچلي ترهګریز بریدونه چې طالبان یې ترسره کوي سخته ده چې هغوی یې رهبري کړي،‌ او په حقیقت کې هغه د القاعدې له خوا پلانیږي.

هغه وویل، «القاعده له طالبانو سره مرسته کوي چې پرمختللي تکتیکونه وکاروي او ترهګریز بریدونه ترسره کړي.»

سلطان وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو «د طالبانو او القاعدې په شریکو اډو باندې ګڼ بریدونه» ترسره کړي دي، او زیاته یې کړه چې، «د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو تر څنګ د القاعدې جنګیالي هم وژل شوي دي.»

طالبان او القاعده یو له بله جلا کېدونکي نه دي

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، «دا روښانه ده چې په افغانستان کې القاعده او نور ترهګر ګروپونه د طالبانو تر څنګ عملیات کوي،‌ او له کالونو راهیسې هغوی د افغان امنیتي او نړۍ والو ایتلافي ځواکونو پر ضد جنګ کوي.»

هغه وویل، د طالبانو د حضور او عملیاتو له امله، د افغانستان ډېرې غرنۍ او لیرې پرتې سیمې د القاعدې په څېر ترهګرو ګروپونو لپاره خوندي ځایونه ګرځېدلي دي او دغه ګروپونه په بالفعل ډول ټول هېوادونه ګواښي.»

هغه وویل، «طالبان هېڅکله هم نه غواړي چې دغه ملاتړی له لاسه ورکړي، او له دې امله، هغوی له القاعدې سره نږدې اړیکې ساتي او همکاري ورسره کوي.»

غیور وویل، «دا چې جنګ دوام لري او طالبان پرمختللي پوځي تجهیزات کاروي او پېچلي ترهګریز بریدونه ترسره کوي، دا ښیي چې طالبان بهرني ملاتړي لري، او په ډېرو حالتونو کې القاعده او ځینې استخباراتي ادارې د طالبانو د دغو نښتو مشرتوب او لارښوونه کوي.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي محمد سردار بهادري وویل، «طالبان نه دي توانېدلي ثابته کړي چې هغوی له القاعدې سره اړیکې پرې کړي دي.»

هغه وویل، «که طالبانو له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې وای،‌ په افغانستان کې به د متشنجو پېښو او ترهګریزو بریدونو شمېر کم شوی وای.»

هغه وویل، «القاعدې او مشخصو بهرنیو استخباراتي ادارو تل له طالانو سره مرسته کړې چې خپل ترهګریز بریدونه پلان، اجرأ او تنظیم کړي. القاعده اوس هم طالبانو سره مالي او پوځي مرسته کوي ځکه چې دغه دواړه ډلې په خپلو کې ډېرې نږدې اړیکې لري.»

نړۍ وال امنیت ته جدي ګواښ

شنونکي خبرداری ورکوي چې، که طالبان بیا واک ترلاسه کړي، له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د هغوی اړیکې به پیاوړې شي.‌

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ښکېل دي د القاعدې او د طالبانو د نورو متحدینو پر ضد باید مخنیوونکي ګامونه واخلي.»

هغه وویل، «که د القاعدې هسته ویجاړه نشي او طالبان له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پای ته ونه رسوي، د سپتمبر ۱۱مې څخه بدترې پېښې به رامنځته شي.»

کامل وویل،‌ په تېر وږي کې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ۲۲ طالب جنګیالیو تر څنګ د هند د نیمه وچې لپاره د القاعدې د مشر عاصم عمر وژنه ښیي چې «طالبان او القاعده له عین جبهې څخه جنګ کوي.»

هغه وویل، القاعده په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو د جنګ لارښوونه او مدیریت کوي چې دا د اندېښنې خبره ده.

کامل وویل، «طالبانو په خپله هوکړه کې له متحده ایالاتو سره ژمنه کړې وه چې هغوی به له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.»

هغه وویل، «خو داسې ښکاري چې طالبان په خپلو ژمنو عمل نه کوي ځکه چې هغوی له القاعدې، حقاني شبکې، لشکر طیبه، جیش محمد،‌ جماعت الدعوه، لشکر جنګوي، جندالله، د ازبکستان اسلامي حرکت، د ختیځ ترکستان حرکت،‌ چیچنیایي جنګیالیو او ... کتیبه الامام البخاري (چې د امام بخاري جماعت په نامه هم یادیږي» سره اړیکې ساتلې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

القاعده د طالبانو جوړونکې ده.‌ القاعدې په افغانستان کې د اسلامي نظام د جوړولو لپاره د کمونست رژیم پر وخت مجاهدین او بیا طالبان رامنځته کړل،‌ خو وروسته مجاهدین بې لارې شول او له روسیې سره یې ارتباط جوړ کړ،‌ او اوس طالبان له متحده ایالاتو سره اړیکې لري. ښایي چې القاعده په راتلونکي کې د طالبانو ملاتړ ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ