امنیت

د القاعدې او طالبانو د مشرانو یو ځای وژل کېدل ثابتوي چې دغه ډلې اوس هم په خپل کې سره اړیکې لري

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د وري په ۳مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په یوه پوځي تمرین کې برخه اخلي. [عکس طالبانو خپور کړی دی]

په دې عکس کې چې د وري په ۳مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په یوه پوځي تمرین کې برخه اخلي. [عکس طالبانو خپور کړی دی]

کابل -- د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو د هند د نیمې لویې وچې لپاره د القاعدې یو جګپوړی غړی د طالبانو له یوه قوماندان سره یوځای په پکتیکا ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل، چې دا د دواړو ډلو تر منځ د روانو اړیکو دوام ثابتوي.

د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، «د ملي امنیت ریاست ځانګړیو واحدونو دولت بیګ تاجکي چې د ابو محمد التاجکي په نامه مشهور او د هند د نیمې لویې وچې لپاره د القاعدې یو جګپوړی متفکر مغز وو، د طالبانو له یوه قوماندان حضرت علي سره چې د حمزه مهاجر په نامه مشهور وو، یوځای په یو پلان شوي او پېچلي عملیات کې د پکتیا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې وواژه.»

د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۰مه/ خپره کړې یوه اعلامیه کې وویل چې مهاجر د پاکستان د وزیرستان اوسېدونکی وو.

دغې سرچینې د جمعې په ورځ /د وري ۱۳مه/ وویل چې دواړه اورپکي تېره اونۍ ووژل شول.

د ملي امنیت ریاست له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۳۰مه خپره شوه، اخیستل شوی یو سکرین عکس د القاعدې جګپوړی غړی دولت بیګ تاجکي چې په ابو محمد التاجکي مشهور وو، ښيي.‌

د ملي امنیت ریاست له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۳۰مه خپره شوه، اخیستل شوی یو سکرین عکس د القاعدې جګپوړی غړی دولت بیګ تاجکي چې په ابو محمد التاجکي مشهور وو، ښيي.‌

د افغان ملي اردو یو سرتیری د سلواغې په ۱۵مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې په داسې حال کې چې یو راکټ لانچر یې په اوږه ایښی دی، موضع نیسي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو سرتیری د سلواغې په ۱۵مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې په داسې حال کې چې یو راکټ لانچر یې په اوږه ایښی دی، موضع نیسي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

چارواکي وویل،‌ دا دوه کسان د طالبانو او القاعدې تر منځ د اړیکو مسول ول او ګډ بریدونه یې سره پلانول.

هغه زیاته کړه، «هغوی د طالبانو د روزنې، تمویل او تجهیز مسؤلیت پر غاړه درلود او په وروستیو کې یې د دوبنیو بریدونو لپاره پلان جوړونې پیل کړې وې.»

سرچینې وویل، التاجکي او علي د طالبانو تر مصؤنیت لاندې، په زابل، غزني، خوست او پکتیکا ولایتونو کې طالب جنګیالي روزل، او زیاته یې کړه چې «هغوی پلان درلود ترڅو دغه روزنې په ټولو ولایتونو کې د طالبانو نورو مرکزونو ته هم پراخې کړي.»

سرچینې زیاته کړه، «د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې غښتلې شوي دي.»

یادې سرچینې وویل، «د دوحې له هوکړې څخه وروسته، دا د القاعدې درېیم جګپوړی غړی دی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې وژل کیږي چې دا د طالبانو او القاعدې تر منځ ستراتیژیکې اړیکې په ګوته کوي.»

که څه هم چې په دوحه کې د ۱۳۹۸ د کب میاشتې تر تړون لاندې، طالبانو له متحده ایالاتو سره ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړي، لاکن افغان چارواکو، ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو په طالبانو باندې تور لګولی چې د یادې هوکړې له شرایطو څخه سرغړونه کوي.

ملګرو ملتونو د سلواغې په ۱۵مه په یوه راپور کې وویل چې طالبانو له القاعدې سره اړیکو لرلو ته دوام ورکړی دی.

دغې ادارې وویل، القاعده د ننګرهار، بدخشان، خوست، غزني، هلمند، کونړ، کندوز، لوګر، نورستان، پکتیا او زابل په ګډون د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۰۰ او ۵۰۰ تر منځ فعال غړي لري چې د طالبانو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.

د عین ایډیالوژۍ پلویان

چارواکي او شنونکي وایي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو او د هغوی په مرکزونو کې، چیرې چې هغوی تعقیب او بالاخره ووژل شول، د القاعدې د جګپوړو غړو حضور ښیی چې دغې ډلې دا نه ده منلې چې له یاد ترهګر ګروپ سره اړیکې پرې کړي.

د سیاسي چارو یوه شنونکي او د نورستان پخواني والي تمیم نورستاني وویل، «القاعده په افغانستان کې یو قوي او فعال حضور لري چې په جوزجان، سرپل، بدخشان او یو شمېر نورو جنوبي ولایتونو کې په منظم ډول فعالیت کوي.»

نورستاني وویل، «طالبانو نه یواځې دا چې له القاعدې سره اړیکې ساتلي بلکې لا نورې یې پیاوړې کړي دي.»

هغه وویل، «د القاعدې جګپوړي غړي د طالبانو لپاره ستراتيژۍ جوړوي او هغوی ته مشورې، پیسې، وسایل او روزنه ورکوي. زموږ د معلوماتو په اساس، القاعدې په وروستیو کې د طالبانو لپاره له ۳۰۰ څخه ډېرې بې پيلوټه الوتکې اخیستي دي چې استخباراتي معلومات ورته راټول کړي. طالبان له هغو څخه د حکومتي سیمو او د هغوی د هدفونو د عکاسۍ لپاره کار اخلي.»

نورستاني زیاته کړه، «القاعده پلان لري چې که طالبان سوله وکړي هغوی به نوې جبهې پرانیزي. هغوی په دې برخه کې د طالبانو له سیمه ییزو قوماندانانو سره هوکړې ته رسیدلي دي.»

هغه وویل، دغه راز دا ترهګر ګروپ له ایران سره نږدې اړیکې لري او له تهران سره د طالبانو د اړیکو په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي اسحاق اتمر وویل، «القاعده په هلمند، غزني، فراه او نورو سیمو کې موجوده ده او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د القاعدې د قوماندانانو وژل کېدل ښیي چې هغوی له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.»

اتمر وویل، «القاعده او طالبان عین ایډیالوژي تعقیبوي. قوي شواهد ښیي چې دغه دواړه ډلې په خپلو کې ټینګې اړیکې لري.»

نوموړي وویل، «که طالبان سل ځلې هم ادعا وکړي چې هغوی به له القاعدې سره اړيکې پرې کړي، هغوی دروغ وایي او دا کار به ونه کړي.»

له بهرنیو جنګیالیو سره همکاري

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي غلام سخي احساني وویل، «د دوحې له تړون څخه وروسته طالبانو هڅه وکړه چې له القاعدې سره خپلې اړیکې پټې کړي، خو تر اوسه پورې داسې شواهد نشته چې وښیي چې هغوی القاعدې سره د خپل اتحاد د پای ته رسولو په هکله حتی غور هم کړی دی.»

احساني وویل، «برعکس، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د فعالیتونو لپاره لا نوره اسانتیا رامنځته کړې او یو چتر یې جوړ کړی، او له هغوی سره په نږدې همکارۍ کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.»

احساني وویل، د طالبانو په یوه مرکز کې د طالبانو له یوه قوماندان سره یوځای د التاجکي وژل کېدل د طالبانو او القاعدې تر منځ قوي ارتباط په ګوته کوي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد سعیدي وویل، «القاعده یوه نړۍ واله ترهګره شبکه ده چې پراخې نظامي، مالي او تخنیکي سرچینې او وړتیاوې لري. طالبان له دغو سرچینو او وړتیاوو څخه په استفادې سره خپل هدفونه ترسره کوي، او په دې کې شک نشته چې طالبان له القاعدې سره نږدې او قوي اړیکې لري.»

هغه وویل، «د طالبانو تر څنګ له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر بهرني جنګیالي موجود دي.»

سعیدي وویل، «د طالبانو له خوا له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کول د هغوی [طالبانو] د له منځه تللو معنی لري. طالبان به هېڅکله هم له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د مذاکراتو د میاشتو په ترڅ کې، طالبانو له واشنګټن سره ژمنه وکړه چې په متحده ایالاتو باندې به هېڅکله هم د افغانستان له خاورې څخه بیا برید ونشي. په دغو ژمنو کې القاعده چې له افغانستان څخه یې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه تنظیم کړي وو هم شامله ده. نو د دواړو اورپکو ډلو تر منځ جهاد او د اړیکو یو شریک تاریخ دوام لري، او داسې هېڅ شواهد نشته چې ثابته کړي چې دغو دواړو د اوږدې مودې ملګرو په خپلو کې اړیکې سره پرې کړي دي.‌ د القاعدې مشران اوس هم د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره بیعت لري او القاعده په وروستیو کلونو کې لا نوره قوي شوې ده.

ځواب ورکړئ

ځینې سیاستوال او تحلیلګران په دې باور دي چې د جهاد تاریخ طالبان د القاعدې ترهګرې شبکې سره نښلولي دي. طالبانو له امریکایانو سره په خپلو مذاکراتو کې ژمنه وکړه چې په متحده ایالاتو باندې به هېڅکله هم د افغانستان له خاورې څخه برید ونشي.‌ کارپوهان او تحلیلګران وایي، د جهاد ګډ تاریخ طالبان له القاعدې سره نښلولي او داسې شواهد نشته چې ثابته کړي دغو دوو د اوږدې مودې متحدینو خپلې اړیکې سره پرې کړي دي. هغوی وایي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اوس هم له القاعدې سره په خپله ژمنه ولاړ دی، داسې شواهد نشته چې وښیي القاعدې او طالبانو خپلې اړیکې په څه ډول سره پرې کړي دي.‌ حقاني شبکه به چې د طالبانو یوه څانګه ده په راتلونکي کې له القاعدې سره په فعاله توګه همکارۍ ته دوام ورکړي. تر دې چې د طالبانو له خوا ټاکل شوي والیان هم له القاعدې سره ژورې اړیکې لري، نو دا څومره دقیقه ده چې طالبان به وکولی شي دا تضمین کړي چې هغوی به د افغانستان په خاوره کې د دغو ګروپونو د فعالیت مخه ونیسي او هغوی ته به اجازه ورنه کړي چې له دې ځای څخه په نورو هېوادونو باندې بریدونه وکړي؟ امریکایانو په خپلو مذاکراتو کې یوه غلطي وکړه. لومړی، په کار دی چې د طالبانو حقوقي حیثیت تعریف شي، او بیا د حقوقي ضمانتونو مسئله راپورته کړای شي. که تر اوسه پورې د طالبانو حقوقي حیثیت نه وي تعریف شوی او امریکایان له هغوی سره د یوه ګروپ په توګه مذاکراتو ته ننوځي، بله ورځ به امریکایان د طالبانو په مقابل کې کوم نړۍ وال مقام ته اپیل کوي؟ امریکا باید د ځواک د استعمال پخواني سیاست ته مراجعه وکړي.‌

ځواب ورکړئ