اقتصاد

په بدخشان کې د امنیت په ښه کېدلو سره د ګرځندویانو شمېر زیات شوی دی

د هدایت الله راپور

په عکس کې چې د زمري په ۱۶مه اخیستل شوی، د افغان غر ختونکو یو ټیم د بدخشان ولایت په هندوکش غرونو کې د نوشاخ په لوړه څوکه کې لیدل کیږي. دا په افغانستان کې تر ټولو لوړه څوکه ده چې ۷۴۹۲ متره لوړوالی لري. [د بدخشتان د ګرځندوی ریاست]

په عکس کې چې د زمري په ۱۶مه اخیستل شوی، د افغان غر ختونکو یو ټیم د بدخشان ولایت په هندوکش غرونو کې د نوشاخ په لوړه څوکه کې لیدل کیږي. دا په افغانستان کې تر ټولو لوړه څوکه ده چې ۷۴۹۲ متره لوړوالی لري. [د بدخشتان د ګرځندوی ریاست]

کندوز -- ځایي چارواکي وایي، په بدخشان ولایت کې ټورېزم، چې له څو کالونو راهیسې په سیمه کې د اورپکو د فعالیت له امله محدود شوی وو، د امنیت په ښه کېدلو سره یو ځل بیا په غوړېدلو دی.

د بدخشان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د ټورېزیم آمر لالزاد صدیقي وویل، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۴۷۲ بهرنیو سیلانیانو او ۴۵۰۰۰ افغان سیلانیانو له دغې سیمې څخه لیدنه کړې ده.

لالزاد وویل، «تېر کال د هالنډ، برتانیا، ډنمارک، ایټالیا، متحده ایالاتو او نورو په څېر ۳۸ هېوادونو څخه بهرني سیلانیان د تاجکستان له لارې بدخشان ته راننوتل او له دغه ولایت څخه یې لیدنه وکړه.»

هغه وویل، «بهرني او ځایي سیلانیان له اشکاشم، شغنان، شهدا، واخان او د ولایتي مرکز فیض اباد ښار له سیمو څخه لیدنه کوي. هغوی د ښځو او د بدخشان د نورو اوسېدونکو له خوا جوړ شوي لاسي صنایع او نور تولیدات اخلي او د سوغاتونو په توګه یې له ځانونو سره یې وړي.»

یوه برتانوي سیلاني د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۷مه د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې یوه محلي موزیک غږوونکي ته غوږ نیولی دی. [د بدخشتان د ګرځندوی ریاست]

یوه برتانوي سیلاني د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۷مه د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې یوه محلي موزیک غږوونکي ته غوږ نیولی دی. [د بدخشتان د ګرځندوی ریاست]

ځایي چارواکو وویل، تېر کال ټورېزیم له ۷۰ میلیونو افغانیو (۹۰۰ زره ډالرو) څخه ډېر عواید رامنځته کړل.

لالزاد وویل، سږ کال ډېر بهرني سیلانیان ونه توانېدل چې له دغې سیمې څخه لیدنه وکړي ځکه چې سږ کال د کووېډ - ۱۹ وبا له امله د تاجکستان او افغانستان تر منځ سرحد تړلی وو.‌

هغه زیاته کړه، بیا هم د بېلابېلو ولایتونو محلي سیلانیان په دې توانېدلي دي چې له سیمې څخه لیدنه وکړي، خو د لیدونکو دقیق شمېر یې وړاندې نه کړ.‌

سیلانیان جلبول

د اشکاشم یوه اوسېدونکي او دوکاندار سید عبدالله نوري وویل، بهرني او محلي سیلانیان د خپلو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان - تاجکستان د ښځو په ګډ مارکېټ کې چې درې کاله مخکې په اشکاشم ولسوالۍ کې جوړ شوی دی، محلي تولیدات او لاسي صنایع پېري.

هغه وویل، «زه افغاني جامې، ټیکري، دستمالونه، غاړې، دستکولونه، بوټان، او نور افغاني تولیدات چې ښځو جوړ کړي دي، خرڅوم. معمولا، بهرني سیلانیان هر یو په اوړي کې د ۷۸۰۰ - ۳۹۰۰۰ افغانیو (۱۰۰ - ۵۰۰ ډالرو) تر منځ پیسې لګوي او د بدخشان ځایي لاسي صنایع پېري.»

هغه زیاته کړه،‌«که چېرې په هېواد کې ټولنیز او سیاسي وضعیت ښه شي، اقتصاد به وغوړېږي او هېواد به په ځان باندې بسیا شي.»

د ګرځندوی آمر لالزاد وویل، تېر کال هر بهرني سیلاني په اوسط ډول شاوخوا ۱۵۶۰۰۰ افغانۍ (۲۰۰۰ ډالر) په بدخشان کې لګولي، او د ګرځندویۍ د بیا غوړېدلو تر ټولو ډېره ګټه ځایي خلکو ته رسېدلې ده.‌

هغه زیاته کړه، «ځایي عواید د ګرځندویۍ د شرکتونود تجارتي جوازونو د بیا نوي کولو، هوټلونو، مېلمستونونو، د ګرځندوی د لارښودو، ټرانسپورټ، ترجمانانو او نورو خدمتونو له لارې زیات شوي.»

په لاسي صنایعو او نورو محلي جوړ شیانو سربېره، د بدخشان خوښوونکی چاپېریال، ښایسته ګڼ ځنګلونه، وحشي حیوانات، جهیلونه او ځړوبۍ هغه څه دي چې سیلانیان یې جلب کړي دي.

د بدخشان د اطلاعات او کلتور رییس نقیب الله ثاقب یار وویل، د سیمې په بېلابېلو برخو کې د مرغیو له ۸۰۰ څخه ډېر ډولونه موجود دي.‌

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وویل، «دا وخت په بدخشان ولایت کې د سیلانیانو لپاره هېڅ خنډ نشته. هغوی کولی شي چې له ستونزو څخه پرته د بدخشان ښکلی طبعیت وګوري.»

محلي پرمختګ

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د امنیت په ښه کولو او د ګرځندویۍ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سربېره،‌ د ځایي مارکېټونو او ګډو سرحدي بازارونو جوړول کولی شي چې په دغه ولایت کې ګرځندوی لا نوره پیاوړې کړي، او اقتصاد ته وده ورکړي.

په بدخشان ولایت کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي حشمت الله احدي وویل، حکومت باید لومړی ډاډمن امنیت یقیني کړي چې د ګرځندویۍ صنعت ته نور بهرني سیلانیان راجلب کړي او دغه غوړېدا لا نوره دوام وکړي.

هغه وویل، «ځایي او بهرني سیلانیان هر کال په بدخشان کې له جذابو ځایونو څخه لیدنه کوي چې هم د حکومت او هم د محلي خلکو دواړو د عوایدو ډېرېدلو ته لاره هواروي.‌»

احدي وویل، «حکومت باید په دې کار وکړي چې امنیت ښه کړي او هوټلونه، تفریحي ځایونه او سړکونه جوړ کړي چې له تاجکستان او ګډو سرحدي مارکېټونو سره په ښه توګه وصل شي څو دغه صنعت لا نوره وده وکړي. ګرځندوی چې یو ګټور صنعت دی، کولی شی چې په دغه ولایت کې محلي اقتصاد ته وده ورکړي.»

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل، د امنیت په ښه کولو سربېره په بدخشان ولایت کې حکومت د سیلانیانو لپاره ټرانسپورټي خدمتونه برابر کړي ول.

نظري وویل، ګرځندوي د یوه ښه عاید جوړونکي صنعت په توګه د ځایي حکومتي ادارې لپاره یوستر لومړیتوب دی، او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ، دوي سخت زیار باسي چې امنیت ښه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دویمه برخه: هغه غټه ستونزه چې خلک په لاره کې ورسره مخامخ دي د خوراک، څښاک او تشنابونو مسئله ده، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره چې د هغوی ډېره بې حرمتي کیږي. کله چې بس د لمونځونو د ادا کولو لپاره ودریږي، سړي کولی شي ښکته شي، میتیازې وکړي او بیا اودسونه وکړي. هغوی هېڅ ستونزه نه لري، خو تاسو څه فکر کوئ چې ښځې باید چېرې تشې وکړي؟ په هواره دښته کې به ښځې چې لوڅ بدن یې له ۲۰۰ متره لیرې څخه ښکاري، څه وکړي؟ آیا دا کار له دیني، کلتوري، او دودیز له پلوه د منلو وړ دی؟ آیا داسې یو کار په اروپایي هېوادونو کې هم چې هلته خلک ازاد فکر لري د تایید وړ دی؟ ښکاره خبره ده چې نه دی. تاسو له هرات څخه تر کابل پورې د ټکټ قیمت وینئ چې احمدشاه ابدالي سفري اداره او نور ۱۰۵۰ افغانۍ اخلي. بهتره دا ده چې حکومت باید دغه سفري ادارې مجبورې کړي چې په لاره او تمځایونو کې ډېر تشنابونه جوړ کړي چې خلک له دې ستونزې څخه خلاص شي. قسم په خدای چې دغو سفري ادارو خلکو ته له سیاسي ګوندونو نه ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.‌ سیاسي ګوندونه خلک د مرمیو او توپکو په وسیله وژني، خو دا سفري ادارې یې په خندا، چل او فرېب سره وژني. تر څو به د خلکو عزت تر پښو لاندې کیږي؟ د خدای لپاره، خلک له سفر نه یوه ورځ‌ مخکې لا څه نه خوري ځکه ډاریږي چې په لاره کې به ناروغ شي، او ځکه چې په لاره کې تشنابونه نشته.‌ وروسته خلکو ته د خېټې هر رقم ستونزې پیدا کیږي. زه ستاسو له خبري وېب سایټ نه په کلکه هیله کوم چې دې ستونزې ته د مقاماتو پام ور واړوئ. هره سفري اداره باید په لاره کې یو مشخص تمځای جوړ کړي او ورسره منظم د تشناب خدمتونه برابر کړي چې خلک نور له ستونزو سره مخامخ نشي.‌ یو طرف ته به دا ځینې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او بل طرف ته به د خلکو ستونزې حل شي

ځواب ورکړئ

د سلام ټایمز مدیر ته سلامونه او احترامات. تر ټولو اول، زه ستاسو د ښکلي خبري وېب سایټ له امله له تاسو څخه مننه کوم. دویم، زه غواړم له تاسو څخه وپوښتم چې آیا زمونږ د غم ځپلیو خلکو چې ستاسو د وېب سایټ خبرونه لولي، تبصرې، وړاندیزونه او انتقادونه د لوړپوړو چارواکو مخې ته رسیږي که نه؟ آیا تاسو د دې وېب سایټ له لارې د خلکو شکایتونه او ستونزې اړوندو مقاماتو ته رسولي دي که نه؟ آیا مقاماتو داسې څه ګامونه اخیستي دي چې د خلکو ستونزې حل کړي که نه؟ که یې اخیستي وي، زه به خوښ شم چې که تاسو لطف وکړئ او مونږ ته د خپل یوه خبري لېنک نمونه راولېږئ. د هېواد د نورو اتباعو په څېر،‌ زه هم غواړم چې د مسافرو د یوې ډېرې جدي ستونزې په هکله تبصره ولیکم. هغه مسافر چې له هرات څخه کابل یا کندهار یا نورو ولایتونو ته ځي، هغوی په لاره کې له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، زمونږ خلک د اقتصاد له نظره د فقر له کرښې څخه ټیټ ژوند لري، او زمونږ د خلکو ۹۰٪ نشي کولی چې د هوا له لارې سفر وکړي او مجبور دي چې په ۴۰۴ بسونو کې د ځمکې له لارې سفر وکړي.‌ سربېره پر دې، خلک له ۱۰۰٪ نا امنۍ سره مخامخ دي. هغوی د موټروانانو د بې احتیاطۍ او غفلت له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.‌ زمونږ حکومت دومره بې کفایت او بې احساس دی چې نشي کولی حتی خپل امنیت وساتي، بیا څنګه کولی شي چې د خلکو امنیت وساتي؟ خلک دا اوږد سفر له زرو اندېښنو او تشویشونو سره کوي‌ او هره شېبه د ترافیکي حادثو او غلاګانو خطر هغوی ګواښي. خو دا طالبانو حل کړي دي او سرک تر څه حده پورې له غلو او لوټمارانو څخه پاک کړای شوی دی.‌ د لومړۍ برخې پای

ځواب ورکړئ

الله پاک دې ګران افغانستان کې امن راولي چې د هېواد ټولې ښکلې سیمې وګورو.

ځواب ورکړئ

افغانستان د سیلانیانو د جذبولو په سلګونو ځایونه لري. که په هېواد کې امنیتي وضعیت وده وکړي، افغانستان کولی شي چې یوازې د ګرځندوی له لارې په کال کې په میلیونونو ډالر ګټه ترلاسه کړي. افغانستان داسې یو هېواد دی چې بېلابېل موسمونه او بېلابېل اقلیمي زونونه لري. که تاسو د اوړي په موسم کې د هېواد د شمال او شمال ختیځ ځینې ولایتونو ته سفر وکړئ، تاسو به واورې ووینئ او که په ژمي کې د جنوب ځینې ولایتونو او ننګرهار ولایت ته سفر وکړئ، تاسو به هلته ووینئ چې پسرلی دی. د نړۍ ډېر کم هېوادونه داسې خوشحالوونکي اقلیمونه لري. نړۍ واله ټولنه باید لومړی او تر ټولو مخکې دې هېواد ته سوله راولي. کله چې دې هېواد ته سوله راشي، د حکومت او خلکو اقتصاد به پخپله وده وکړي، او بیا به نړۍ واله ټولنه هېڅکله هم له افغانستان سره د مرستې کولو په هکله اندېښنه ونه لري. د افغانستان غټه ستونزه امنیت دی، نه اقتصادي ستونزې. نړۍ واله ټولنه باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې بېخبنایي پروژې جوړې کړي. دغه پروژې به افغانستان پرځان بسیا کړي.‌

ځواب ورکړئ