ديپلوماسي

د هرات اوسېدونکي غواړي چې د سولې د خبرو په پایله کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه خوندي وساتل شي

د عمر راپور

د هرات شاوخوا ۱۰۰۰ تنه اوسېدونکي د تلې په ۲۰مه په هرات ښار کې راټول شول چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. د غونډې برخه والو په طالبانو او افغان حکومت دواړو باندې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په خبرو لګیا دي، غږ وکړ چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو رول خوندي وساتي. [عمر]

هرات -- د هرات ولایت اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې طالبان او افغان حکومت د سولې خبرو ته دوام ورکوي، په کار دی چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو رول خوندي وساتل شي.

د طالبانو پخواني مشر مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزي چې اوس په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، تېر کال د طالبانو یوه پلوی وېب سایټ نن ټکی اسیا سره په یوه مرکه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به منحل کړای شي.

ستانکزي وروسته خپلې خبرې بېرته واخیستلې، خو د هرات اوسېدونکي غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د دوحې په مذاکراتو کې چې افغان حکومت او طالبان په کې ورو ورو د سولې خبرې پر مخ بیایي، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د برخلیک په هکله خبرې ونشي.‌

د هرات ولایت شاوخوا ۱۰۰۰ تنه اوسېدونکي د تلې په ۲۰مه د ولایت په مرکز کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په تالار کې راټول شول چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.‌

د هرات په سلګونو اوسېدونکیو د یوه سمبولیک حرکت په ترڅ کې، یو تابوت چې «مرګ په جنګ» پرې لیکل شوی وو، د تلې په ۲۰مه په هرات ښار کې خښ کړ. [محمد ابراهیم]

د هرات په سلګونو اوسېدونکیو د یوه سمبولیک حرکت په ترڅ کې، یو تابوت چې «مرګ په جنګ» پرې لیکل شوی وو، د تلې په ۲۰مه په هرات ښار کې خښ کړ. [محمد ابراهیم]

د ښځو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون، د هرات شاوخوا ۱۰۰۰ تنه اوسېدونکي د تلې په ۲۰مه د سولې د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې په هرات ښار کې راټول شول او له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

د ښځو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون، د هرات شاوخوا ۱۰۰۰ تنه اوسېدونکي د تلې په ۲۰مه د سولې د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې په هرات ښار کې راټول شول او له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

هغوی وویل، د تېرو شلو کالونو په تر‌څ کې د افغانستان پرمختګ او وقار د دغو امنیتي ځواکونو د قربانیو له لارې ګټل شوي دي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي امېد حقجو وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تل له خلکو او هېواد څخه دفاع کړې ده او د خپل ژوند په بیه یې د ترهګرو مخه نیولې ده.‌

هغه وویل، «موږ په ټینګه د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو او د دغو ځواکونو ساتل د سولې په خبرو کې زموږ سره کرښه ده. موږ هیله لرو چې د سولې د خبرو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.»

حقجو وویل، افغانان به تل د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، او هیڅکله به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، چې د افغانانو مدافعین او اتلان دي، په برخلیک باندې جوړجاړی وکړي.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې پروانې حمیدي وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د جګړې په لومړیو کرښو کې د ترهګرو پر ضد جنګ کې ښکېل دي او له هېواد او خلکو څخه د دفاع په لاره کې یې خپل سرونه په لاسونو کې نیولي دي.

هغې وویل، افغانان به هېڅکله هم د امنیتي ځواکونو قربانۍ هېرې نه کړي.‌ نوموړې زیاته کړه، «موږ سوله غواړو، او جنګ باید ودریږي چې زموږ امنیتي ځواکونه نور خپل ژوند له لاسه ورنه کړي.»

پروانې حمیدي وویل، «د امنیتي ځواکونو ساتل د سولې په خبرو کې زموږ سره کرښه ده،‌ او د هغوی په برخلیک باندې هېڅ معامله نشي کېدلی. موږ نه غواړو چې بېرته شاته لاړ شو او اجازه به ورنه کړو چې زموږ امنیتي ځواکونه منحل کړای شي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال امید ناب وویل، افغان حکومت باید د امنیتي ځواکونو د برخلیک په برخه کې هېڅ انعطاف ونه لري.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه د افغانانو ملي خزانه ده، او هیڅوک هم حق نه لري چې د هغوی د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي.»

تر بل هر وخت ډېر پیاوړي

پخواني پوځي افسران وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د افغان ملي اردو ځانګړي ځواکونه، ملي پولیس او د ملي امنیت ریاست ځواکونه په وروستیو کالونو کې دومره پیاوړي شوي دي چې هېڅ دښمن هم دا وړتیا نه لري چې مخامخ ورسره جګړه وکړي.

د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد تورن جنرال ظاهر عظیمي وویل، د متحده ایالاتو پوځ او ناټو ځواکونو له نږدې دوه لسیزو راهیسې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تربیه او تجهیز کې مرسته کړې ده، او هغوی به هېڅکله هم دغه ځواکونه پرې نه ږدي.

هغه وویل، «دا اندېښنه بې ځایه ده چې امنیتي ځواکونه به منحل کړای شي ځکه چې دا شی به هېڅکله هم پېښ نشي، او نه به د دغه کار اجازه ورکول شي. طالبانو د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې هېڅکله هم د امنیتي ځواکونو د انحلال خبره راپورته کړې نه ده.»

هغه وویل، «د امنیتي ځواکونو، په ځانګړې توګه د ملي اردو، کومانډو او ځانګړیو ځواکونو ظرفیت او وړتیا داسې یوې سطحې ته رسېدلي دي چې حتی که هر څوک وغواړي چې هغوی منحل کړي، هغه به دا کار ونشي کولی.»

عظیمي وویل،‌«د متحده ایالاتو پوځ څو اونۍ مخکې افغان امنیتي ځواکونو ته څلور سوپر ټوکانو څرخکې ورکړې، او دا طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تلې په ۱۶مه له طلوع نیوز سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، افغان حکومت به صحیح سالم پاتې شي او طالبان به له دې حکومت سره یوځای شي.

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي مهدي حدید وویل، افغان وګړي او نړۍ واله ټولنه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د امنیتي ځواکونو په رابطه هر شوم نیت به له خاورو سره خاورې شي.

هغه وویل، «زموږ خلکو په خپل ټول قوت سره د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی، او هغوی به دغه کار ته دوام ورکړي. د پولیسو، افغان ملي اردو او د ملي امنیت ریاست ځواکونو په نشتوالي کې به افغانستان بیا د ترهګرو په یوه خوندي ځای باندې بدل شي،‌ او ملکي خلک به د سختو شرایطو او تیارو ورځو له کړاوونو سره مخامخ شي.»

هغه وویل، «امنیتي ادارې په سیاست کې ښکېلې نه دي، او هغوی په سیاسي معاملو کې هېڅ رول نه لري، خو هغوی له داخلي او خارجي ترهګرو ډلو څخه د هیواد او خلکو په خوندي کولو کې یو مهم رول لري. افغانان به هېڅکله هم پرې نه ږدي چې ځواکونه یې له سیاسي ننګونو سره مخامخ شي.»

حدید وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خپل مهارتونه او ظرفیت ته ډېره وده ورکړې ده، او اوس هغوی کولی شي چې له افغانستان څخه دفاع، او پخپله د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه وکړي.‌

مرګ په جنګ

په ورته وخت کې،‌ له ۵۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو او دیني عالمانو د تلې په ۲۰مه په هرات ښار کې یوه جلا مظاهره وکړه او له طالبانو او حکومت څخه یې وغوښتل چې اوربند اعلان کړي او ژر تر ژره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.‌

هغوی د خپل لاریون په ترڅ کې یو تابوت چې «مرګ په جنګ» یې پرې لیکلی وو، خښ کړ.‌

دې ته ورته یو لاریون د تلې په ۱۹مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې ترسره شو.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې فرخندې حقپال وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې له حکومتي پلاوي سره خپلې ټولې غوښتنې راپورته کړي او د اوربند په اعلانولو سره د سولې خبرو سره یوځای شي. کله چې جنګ او وینه تویول روان وي بیا د سولې خبرې هېڅ معنی نه لري.»

هغې وویل، د بې ګناه افغانانو وژل باید ودرول شي، او طالبان باید نور په ښارونو او ولسوالیو باندې بریدونه ونه کړي ځکه چې د تاوتریخوالي زور له ملکي خلکو څخه وځي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي محمد رحیم وویل، «ملکي خلک د جنګ او نا ارامۍ دوام ته هېڅ حوصله نه لري،‌ او هغوی ستړي دي.‌ په کار دی چې طالبان او حکومت ژر تر ژره په یوه اوربند باندې سره توافق وکړي.»

هغه وویل، «موږ له طالبانو او حکومت څخه غواړو چې یو د بل پر وړاندې صبر او انعطاف وښیي او له سخت دریځۍ څخه تېر شي. که دواړه لوري انعطاف وښیي او د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي، مونږ به ژر سوله او اوربند ووینو.»

هغه وویل، د طالبانو جنګ له جنایت څخه پرته نور هېڅ شی نه دی، او زیاته یې کړه چې جنګ د ټولو افغانانو ژوند، اقتصاد او امنیت ویجاړ کړي دي او دا چې د هغه دوام د هیچا په ګټه هم نه دی.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال شهیراحمد احمدیار وویل، «په قطر کې د حکومت او طالبانو د هیئتونو حضور په افغانستان کې د سولې د راوستلو او د جنګ د پای ته رسولو لپاره هیله رامنځته کړې ده، خو که دا خبرې ودرېږي، دا به افغانان د هغوی د راتلونکي په هکله نهیلي کړي.»

هغه وویل، «په قطر کې د سولې خبرې د هېواد په تاریخ کې یو زرین فرصت دی چې باید له لاسه ونه وځي.»

هغه وویل، افغانان د اوربند او د دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه کوي، او هیله لري چې د سولې خبرې داسې یوه نتیجه ورکړي چې کولی شي ۴۰ کلن جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خلک هره ورځ د نظام د دفاع لپاره غږ پورته کوي. لږ تر لږه یو ځل باید هغوی له افغان حکومتي چارواکو څخه وغواړي چې د سولې پروسه دې نه ټکنۍ کوي او هره ورځ دې طالبانو ته سپکې سپورې نه وایي. هغوی باید په طالبانو باندې د سولې د نه غوښتلو تور ونه لګوي.‌ هره ورځ افغان مقامات په رسمي مراسمو کې د قطر د مذاکراتو رازونه افشا کوي، خو طالبان دا کار نه کوي.‌ څو چې دواړه لوري یوې نهایي هوکړې ته ونه رسیږي، هغوی باید هغه خبرې او اختلافات چې د مذاکراتو په مېز رامنځته کیږي، رسنیو ته راونه باسي او د شیعه ګانو د پارولو لپاره د حنفي او جعفري فقې مسئله راپورته نه کړي.‌ په دې هېواد کې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې جنګ روان دی، او ښایي چې د مذاکراتو په مېز د دواړو ټیمونو تر منځ جنګونه او شخړې رامنځته شي، لاکن اړتیا نشته چې دوی دا مسایل د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوي او د هیواد خلک اندېښمن کړي. چې ریښتیا خبره وي، د افغان حکومت مقامات هم له قدرت سره مینه لري، او نه غواړي چې په هیواد کې د سولې لپاره قرباني ورکړي. سوله قربانۍ ته اړتیا لري.‌ دواړه لوري باید د دې قربانۍ لپاره چمتو وي. که نه، په دې هېواد کې به سوله رانشي.

ځواب ورکړئ