امنیت

د نړۍ په ګوډ ګوډ کې مسلمانو دیني عالمانو په افغانستان کې جګړه وغندله او د سولې غوښتنه یې وکړه

د سلیمان راپور

د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د لیندۍ په ۸مه د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د ۴۷مې ناستې په وروستۍ ورځ د یوه ګروپي عکس لپاره سره ټولېږي. [د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت]

د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د لیندۍ په ۸مه د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د ۴۷مې ناستې په وروستۍ ورځ د یوه ګروپي عکس لپاره سره ټولېږي. [د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت]

کابل -- د سعودي عربستان، بنګله دېش او کوېټ په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو دیني عالمانو او د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

افغان دیني عالمانو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي نړۍ د عالمانو له خوا غوره شوی وروستی موقف وستایه، او هغه یې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د راوستلو لپاره یو مهم ګام وباله.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب سلام ټایمز ته وویل، «د جګړې د پای ته رسولو او د سولې او ثبات راوستلو په هکله په ګرده نړۍ او سیمه -- او په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې یوه قوي اجماع رامنځته شوې ده.»

هغه زیاته کړه، «د سعودي عربستان، مالیزیا، بنګله دېش، کوېټ، اندونیزیا، فلسطین په څېر اسلامي نړۍ کې دیني عالمانو -- او په وروستیو کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو -- په افغانستان کې روانه جګړه وغندله او هغه یې ناروا وبلله.»

تهذیب وویل، عالمانو او وزیرانو په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو له فرصت څخه ګټه واخلي ترڅو جګړه پای ته ورسیږي، او د اوږدمهالې سولې او ثبات د راوستلو په لاره کې عملي ګامونه پورته کړي.

هغه وویل، «د جګړې په غندلو کې د اسلامي نړۍ او عالمانو له خوا نیول شوی موقف او د جنګ ناروا بلل مهم دي. د افغانستان حکومت د دغو موقفونو هرکلی کوي او هغه په افغانستان او سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې او ثبات په راوستلو کې یو مهم ګام بولي.»

یوه ناروا جګړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ په ۶مه خپره کړې یوه اعلامیه کې وویل، د فلسطین د اسلامي عالمانو رییس هم په افغانستان کې جګړه د قران کریم په استناد غیر مشروع بللې ده.

وزارت وویل، «د اسلامي عالمانو له خوا په افغانستان کې د روانې جګړې له غندلو څخه وروسته، په بیت المقدس کې د الاقصی مسجد امام او په فلسطین کې د اسلامي عالي شورا رییس ډاکتر شیخ عکرمه صبري په افغانستان کې روانه جګړه د سورت النساء ۴:۹۳ آیه په استناد غیر مشروع وبلله.»

وزارت زیاته کړه، دغه غندنه په اردن کې د افغانستان سفارت ته په لېږل شوي یوه ویډیوي پیغام کې شوې ده.

شیخ صبري په خپل ویډیوي پیغام کې ویلي، «په افغانستان کې د مسلمانانو وژل جواز نه لري، او هغه ډلې چې خلک وژني هغوی باید خپلې ستونزې د مذاکراتو پر مېز د خبرو اترو له لارې حل کړي، نه د وژلو.»

د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د لیندۍ په ۷ - ۸مه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ترسره شوې ۴۷مې ناستې غړو د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ وکړ او جګړه یې وغندله.‌

د بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ په ۹مه په یوه جلا اعلامیه کې وویل،‌«د اسلامي همکارۍ سازمان په ... بامیانو، کابل پوهنتون او کوثر دانش ښوونیز مرکز (کابل کې)، او په کابل کې د یوه روغتون د زېږنتون په څانګه باندې ترسره شوي ترهګریز بریدونه چې په پایله کې یې ګڼ شمېر بې ګناه او سوله دوست خلک ووژل او ټپي شول، په سختو ټکو وغندل.»

اعلامیه زیاتوي، «د اسلامي همکاریو سازمان په خپلو غړو هېوادونو، مسلمانو عالمانو او د هغو په مذهبي سازمانونو باندې غږ وکړ چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر ضد جګړه په یوه غږ سره ناروا وبلي، ځکه چې تاوتریخوالی هېڅ مذهبي او اسلامي توجیه نه لري، او یواځې سیاسي انګېزې لري.»

سربېره پر دې، په قطر کې د مسلمانو عالمانو نړۍ وال اتحاد او همدارنګه په بنګله دېش کې مفتیانو وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او د جنګ او وینې تویېدلو د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

تر هغې مخکې، بنګله دېشي عالمانو د لړم په ۴مه په ډهاکه کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې جګړه او د بې ګناه افغانانو وژل غیر مشروع وبلل. هغوی ټینګار وکړ چې شخړه دې په سملاسي توګه پای ته ورسول شي. ‌

د مسلمانو عالمانو د نړۍ وال اتحاد رییس شیخ احمد الریسوني له طلوع تلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې د تلې په ۳۰مه خپره شوه، وویل، «د شرعې په اساس، د افغانستان د خلکو پر ضد جګړه، د بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو په شکل وي یا د جګړې په شکل، ناروا ده.»

یوه ممنوع شخړه

افغان دیني عالمانو، محققینو او شنونکو په افغانستان کې جګړه او د افغانانو وژل غیر مشروع وبلل، او د اسلامي عالمانو د موقف ملاتړ یې وکړ.‌

په کابل کې د محمد سالم حسني په نامه یوه دیني عالم وویل، «د شرعي قانون په اساس، په هېڅ شرایطو کې د مسلمانانو تر منځ جګړه جواز نه لري. قران کریم د مسلمانانو تر منځ، په هغه صورت کې چې هغوی یو د بل پر ضد جنګ کوي، د سولې حکم کوي.»

حسني وویل، «قران کریم د مسلمانانو تر منځ جنګ منع کړی دی.‌ هغوی باید په خپلو منځونو کې تاوتریخوالی او جنګ ودروي او سوله وکړي. په افغانستان کې ټول خلک مسلمانان دي او د اسلام د احکامو پیروي کوي؛ له دې امله، په افغانستان کې جګړه ناروا ده.»

حسني زیاته کړه، «اسلامي عالمانو په افغانستان کې د جګړې په غندلو او د هغې په غیر مشروع بللو سره خپل اسلامي او انساني مسؤلیت ترسره کړ. دا په افغانستان کې د جګړې په هکله د هغوی شخصي نظر نه دی. هغوی د خدای حکم بیانوي چې افغان عوام او دیني عالمان یې هرکلی او ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه، «که کوم لوری کوم بې ګناه شخص وژني، د قران کریم د صریح حکم په اساس، هغه لوری به د خدای پاک له خوا د سزا او عذاب مستحق ګرځي.»

هغه وویل، «متحده ایالات او د افغانستان نور نړۍ وال شریکان دلته د دې لپاره راغلي چې د افغانانو اړتیاوې پوره، او د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد وجنګیږي، له دې امله، حتی د هغوی پر ضد جګړه هم روا نه ده.»

په کابل کې مېشت د مذهبي چارو یوه څېړونکي او د لغمان ولایت پخواني والي آصف ننګ وویل، «په افغانستان کې جګړه د قدرت په سر جګړه ده، نه مقدس جهاد. هغه څوک چې جنګ کوي هغوی دا کار د غلطې فتوا په اساس کوي. د جګړې توجیه او هغې ته مذهبي اړخ ورکول کاملا غلط دي.»

ننګ وویل، «په اسلامي عالمانو سربېره، اسلامي لیکوالو ډېر داسې کتابونه او مقالې لیکلي چې د مسلمانانو تر منځ جنګ او په افغانستان کې روان جنګ یې غندلی او هغه یې غیرمشروع بللی دی.»

هغه وویل، «په افغانستان کې روان حالات او جنګ د اسلام په ۱۴۰۰ کلن تاریخ، په ځانګړې توګه د پېغمبر په وخت کې ساری نه لري.»

جهاد نه، خیانت

ننګ وویل، «طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی لاکن خپل هېوادوال او مسلمانان وژني. د افغانستان حکومت او خلک مسلمانان دي، او د هغوی پر ضد جنګ کول او د هغوی وژل منع دي.»

هغه وویل، «جهاد په دیني مفهوم کې یوه مقدسه مبارزه ده، نه یو مقدس جنګ. په مقدسه مبارزه کې ډېر شیان لکه تعلیم او تربیه، پرمختګ، بیارغونه، اقتصادي وده، د فقر پر ضد مبارزه، او پرځان بسیانه شامل دي. د مسلمانانو وژل او د هغوی پر ضد جنګ کول جهاد نه بلکې خیانت دی.»

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي مولوي ذبیح الله عتیق وویل، «طالبان باید پوه شي چې اسلامي عالمانو له مذهبي نظره د هغوی جنګ غندلی دی.»

عتیق وویل، «هغوی نشي کولی چې خپل جنګ ته په غلط ډول د یوه اسلامي بنیاد په ورکولو سره له اسلام څخه ناوړه استفاده وکړي. زه په جګړه کې ښکېل لوري هڅوم چې د اسلامي عالمانو غږ ته ښه راغلاست ووایي او د مسلمانانو تر منځ جنګ او وینه تویول پای ته ورسوي.»

د لړم په ۴مه، د هېواد له بېلابېلو برخو څخه له ۲۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان راټول شولاو د قران کریم او نبوي احادیثو په اساس یې د جګړې دوام او د افغانانو وژل غیر مشروع وبلل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه خبر دی. باید دغه دیني عالمان پخوا دغه فتوا صادر کړی وای. په تیرو شلو کلونو کې په زر ګونه خلک په افغانستان کې ووژل شول خو د نړۍ دیني عالمان چپه خوله پاتې و. دغه دیني عالمان باید د پاکستان علماو نه هم وغواړي چې نور دې له جعلي فتواګانو نه لاس په سر شي او افغانستان جګړې ته دې د جهاد نوم نه ورکوي. ځکه اوس بهرني ځواکونه افغانستان څخه وځي او دلته د جهاد بهانه نه پاتې کیږي.

ځواب ورکړئ

دغه دیني عالمان دې له افغان حکومت هم وغواړي چې د سولې لپاره دې له واکه تیر شي او طالبانو سره د یو ګډ حکومت چمتوالۍ ونیسي. ځکه سوله قرباني غواړي که چیره افغان حکومت چارواکي دغه قربانۍ ته چمتو نشي سوله طالبانو سره ناشونې ده.

ځواب ورکړئ

که خدای کول، اوس په افغانستان کې د جنګ د نه مشروعیت په هکله یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده. د علماوو دغه ډول اجماع ګانې کولی شي چې د افغانستان په سوله کې یو اساسي رول ولوبوي.‌ ټول اسلامي هېوادونه باید له دغو دیني عالمانو سره لاسونه یو کړي او د افغانستان جنګ غیر مشروع وبولي څو طالبان د اوربند اعلانولو او د سولې منلو ته چمتو شي.‌

ځواب ورکړئ

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جنګ غیرمشروع وباله. پخوا هم دغو علماوو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل غږونه پورته کړي دي، خو داسې هېوادونه شته چې اوس هم طالبانو ته مالي او پوځي ملاتړ برابروي. پاکستان اوس هم له طالبانو سره اړیکې لري او یادې ډلې ته مالي او پوځي ملاتړ برابروي.‌ ایران طالبانو ته وسلې او مهمات برابروي. دا علما باید د افغانستان د جګړې ریښه پیدا کړي او په پاکستان او ایران باندې فشار واچوي چې د طالبانو له ملاتړ او تمویل څخه لاس واخلي. که دغه دیني عالمان د زړه له تله وغواړي، کولی شي چې په طالبانو باندې فشار واچوي، ځکه چې دا دیني عالمان د پاکستان او ایران له غټو دیني عالمانو سره ارتباط لري، او هغوی کولی شي چې د پاکستان د بانفوذه دیني عالمانو لکه مولانا فضل الرحمان له لارې د افغانستان جنګ تر پوښتنې لاندې ونیسي.

ځواب ورکړئ