دین

په سعودي عربستان کې علما وایي، د طالبانو جګړه 'الله منع کړې ده'

د سلیمان راپور

د ۵۷ هېوادونو له ۱۰۰ څخه ډېرو مسلمانو عالمانو په طالبانو غږ وکړ چې د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د سولې د مذاکراتو بلنه قبوله کړي. [د افغانستان د سولې عالي شورا څخه په مننه]‌

د ۵۷ هېوادونو له ۱۰۰ څخه ډېرو مسلمانو عالمانو په طالبانو غږ وکړ چې د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د سولې د مذاکراتو بلنه قبوله کړي. [د افغانستان د سولې عالي شورا څخه په مننه]‌

کابل -- د ۵۷ هېوادونو له ۱۰۰ څخه ډېرو مسلمانو عالمانو له خپل ګډ زور او د قران له حکمونو څخه په استفادې سره په افغانستان کې له دوامدارې سولې څخه خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.‌

په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د علماو نړیوال کانفرانس، چې د سعودي حکومت او د اسلامي همکاریو د سازمان په مرسته جوړ شوی وود سې شنبې - چارشنبې په ورځو (د چنګاښ په ۱۹ - ۲۰ مه) په مکه معظمه او جده کې ترسره شو.

علماو د چنګاښ په ۲۰ مه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، «مونږ د افغانستان په حکومت او د طالبانو په تحریک غږ کوو چې له اوربند سره موافقه وکړياو د افغانانو تر منځ د مستقیمو مذاکراتو ترسره کولو لارې ته راشي،»

په اعلامیه کې راغلي، «د قران کریم د ایتونو او د دې سنتو په اساس چې اسلام یو د سولې او رحمت دین دی، مؤمنان باید یو د بل په وړاندې شفقت ولري، د هغوی وینه، ملکیت، او وقار ته پاملرنه لازمي دي او باید چې د تجاوز په وړاندې خوندي وساتل شي، مونږ په دې توګه تاییدو چې هغه ځانمرګي بریدونه چې بې ګناه خلک په نښه کوي، او د مسلمانانو تر منځ داخلي قتل او قتال ټول داسې عملونه دي چې الله تعالی او د هغه رسول په صریحو ټکو منع کړي دي،»

د سعودي عربستان د اسلامي اوقافو وزیر عبداللطیف الشیخ (ښی) د چنګاښ په ۱۹مه په جده کې، په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د علماو د نړیوال کانفرانس په ترڅ‌ کې یوه افغان عالم ته لاس ورکوي. [امیر حیلابي/ای اېف پي]‌

د سعودي عربستان د اسلامي اوقافو وزیر عبداللطیف الشیخ (ښی) د چنګاښ په ۱۹مه په جده کې، په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د علماو د نړیوال کانفرانس په ترڅ‌ کې یوه افغان عالم ته لاس ورکوي. [امیر حیلابي/ای اېف پي]‌

د افغان علماو د شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف د چنګاښ په ۱۹مه په جده کې، په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د علماو د نړیوال کانفرانس په ترڅ‌ کې خبرې کوي. [امیر حیلابي/ای اېف پي]‌

د افغان علماو د شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف د چنګاښ په ۱۹مه په جده کې، په افغانستان کې د سولې او امنیت په هکله د علماو د نړیوال کانفرانس په ترڅ‌ کې خبرې کوي. [امیر حیلابي/ای اېف پي]‌

علماو د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا «د طالبانو تحریک ته بلنه چې په مستقیمو، سوله ییزو او بې قید او شرطه خبرو اترو کې برخه واخلي، او د هغه له خوا د سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د په رسمیت پېژندل چې هدف یې په افغانستان کې د امنیت حاکمیت دی،» وستایل.

اعلامیه وایي، «مونږ همدارنګه د طالبانو په تحریک غږ کوو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له خوا شوې بلنې ته غبرګون وښیي چې له تاوتریخوالي څخه ځان وساتي، دوه اړخیزې وژنې پای ته ورسوي او د مذاکراتو مېز ته سره کېني،»

په اعلامیه کې راغلي، «یو ملي دیالوګ د افغان حکومت او د طالبانو د تحریک تر منځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره غوره لاره ده،»

مذاکرات 'یوازنۍ حللاره' ده

افغان مشرانو اعلامیې ته هرکلی وویل او د سولې لپاره د افغانستان ژمنتیا یې بیا تازه کړه.

غني ټویټ کړه، «د افغانستان په استازیتوب، زه غواړم چې له هغو علماو څخه، چې په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا د افغان علماو په کانفرانس کې راټول شوي دي، د زړه له کومي مننه او درناوی وکړم. زه د علماو دې پرېکړې ته ښه راغلاست وایم چې په افغانستان کې جنګ 'فتنه' ده او خپل مشروعیت یې له لاسه ورکړی دی،»

د غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د علماو له خوا په کابل،‌ اندونیزیا او سعودي عربستان کې د شویو هڅو ستاینه کوو،»‌

هغه وویل، «هغه پرېکړه، چې د اسلامي نړۍ عالمانو وکړه، هغه د افغان حکومت لپاره مهمه ده. په همدې دلیل حکومت د مسلمانو علماو د غوښتنې او فتوا په اساس یو اړخیز اوربند اعلام کړ. د افغان حکومت مقصد، او په افغانستان کې دننه توافق په دې دی چې امنیت او سوله برابر کړای شي او جګړه پای ته ورسېږي.»

مرتضوي وویل، «هغه کسان، چې د علماو پرېکړه ردوي او جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، هغوی په حقیقت کې د اسلامي نړۍ د علماو د غوښتنې پر ضد مقاومت کوي،»

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې د جګړې او جنګ له لارې بریالي شي. مذاکرات یو او یوازنی حل دی.»

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوه استازي غلام فاروق مجروح سلام ټایمز ته وویل، «عادي افغانانو، دیني عالمانو، او د افغانستان حکومت له ډېرو کالو راهیسې د طالبانو جګړه غیرمشروع او غیراسلامي بلله،»

«هغه پرېکړه، چې مسلمانو عالمانو د سعودي په غونډه کې کړې ده، اصلاً هغه څه دي چې افغانان یې غواړي، او زه دا تصمیم د جګړې د پای ته رسولو لپاره غوره انتخاب بولم.»

هغه وویل، «د مسلمانو عالمانو غونډه او په افغانستان کې د هغوی موقف د ستاینې وړ دي، او د افغانستان خلک یې ملاتړ کوي،»

مجروح وویل، «د هغوی تصمیم دا وو چې په طالبانو غږ وکړي او د هغوی جګړه ناروا وبولي، له دې امله، طالبان له مذاکراتو ترسره کولو څخه پرته بله لاره نه لري.»

طالبانو بیا د سولې غوښتنې رد کړې

طالبانو، د کانفرانس نتیجه او په اورپکو باندې دا غږونه، چې د سولې مذاکرات دې ترسره کړي، رد کړل.‌

پخوا طالبانو ویلي وو، چې هغوی به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازې له متحده ایالاتو سره مذاکرات وکړي.

واشنګټن پخوا دغه ډول غوښتنې رد کړې وې، او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې باندې یې تاکید کړی وو.‌

له کابل څخه یوه دیني عالم سلیم حسني سلام ټایمز ته وویل، «د دیني عالمانو په شمول ټول مسلمانان، طالبان او د هغوی فعالیتونه د اسلام پر ضد بولي، او په هرو اسلامي او غیر اسلامي مجلسونو او کانفرانسونو کې د هغوی عملونه غندي،»

هغه وویل، «خو طالبان همېشه د دیني عالمانو پرېکړې ردوي، او دا په دې معنی چې طالبان اصلاً د مسلمانانو او د هغوی د عالمانو پر ضد دي،»

هغه وویل، «د طالبانو له خوا د دیني عالمانو د غوښتنو ردول ښیي چې هغوی د اسلام او اسلامي عالمانو هېڅ پروا نه لري. له دې امله، اسلامي نړۍ باید د دغه ګروپ پر ضد ضروري ګامونه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500