تروريزم

اردن د داعش ۳ غړي افغانستان ته له سفر کولو څخه وروسته په غیاب کې محاکمه کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په داسې حال کې چې د ۱۳۹۵په یوه برید کې په لاس لرلو د تورنو کسانو د یوې حلقې غړي د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۲مه د اردن په پلازمېنه عمان کې په دولتي امنیتي محکمه کې محاکمه کیږي، یو اردنی پولیس په پیره ولاړ دی.‌ دغې محکمې ۱۰ کسانو ته د ۱۳۹۵ د لیندۍ په میاشت کې په کرک کې په یوه برید کې چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه د لاس لرلو په تړاو د بند سزا واورول شوه. [خلیل مزروي/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د ۱۳۹۵په یوه برید کې په لاس لرلو د تورنو کسانو د یوې حلقې غړي د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۲مه د اردن په پلازمېنه عمان کې په دولتي امنیتي محکمه کې محاکمه کیږي، یو اردنی پولیس په پیره ولاړ دی.‌ دغې محکمې ۱۰ کسانو ته د ۱۳۹۵ د لیندۍ په میاشت کې په کرک کې په یوه برید کې چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه د لاس لرلو په تړاو د بند سزا واورول شوه. [خلیل مزروي/ای اېف پي]

عمان -- یوې اردنۍ محکمې د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۴مه/ ۱۱ کسانو ته چې له داعش سره د یوځای کېدلو او د اردن په پاچایۍ کې په کلیساګانو او امنیتي منسوبینو باندې د بریدونو ترسره کولو تورونه پرې لګېدلی وو درنې سزاګانې واورولې.

درې تورن کسان یې چې په ۱۳۹۸ کې افغانستان ته تللي وو ترڅو له داعش سره یوځای شي او د امریکایي ځواکونو او طالبانو پر ضد وجنګیږي، په غیاب کې محاکمه کړل.

په افغانستان کې مېشت درې کسان له ۸ نورو سره چې پلان یې درلود د داعش تر بیرغ لاندې په اردن کې بریدونه ترسره کړي ارتباط درلود، او له بریدونو څخه مخکې ونیول شول.‌

د تورونو په یوه پاڼه کې د راغلیو معلوماتو په اساس، په اردن کې په هغو هدفونو کې چې په پام کې وه بریدونه پرې ترسره شي د پاچایۍ په مفرق او زرقاء ولایتونو کې امنیتي ځواکونه او کلیساګانې شامل ول.‌

افغان امنیتي چارواکي د ۱۳۹۹ د زمري په ۱۴مه له یوه کور سره نږدې نیول شوې وسلې ګوري. له دغه کور څخه د داعش وسله والو سړیو د هاوان ډزې کولې په داسې حال کې چې یوه بل ګروپ په جلال اباد کې په یوه زندان باندې برید ترسره کړ. په محبس باندې د زمري د ۱۳مې په برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي چارواکي د ۱۳۹۹ د زمري په ۱۴مه له یوه کور سره نږدې نیول شوې وسلې ګوري. له دغه کور څخه د داعش وسله والو سړیو د هاوان ډزې کولې په داسې حال کې چې یوه بل ګروپ په جلال اباد کې په یوه زندان باندې برید ترسره کړ. په محبس باندې د زمري د ۱۳مې په برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

زرقا د اردني اورپکي ابومصعب الزرقاوي سیمه ده چې په ۱۳۸۳ کې له القاعدې سره ملګری شو او له اسامه بن لادن سره یې بیعت وکړ. وروسته په عراق کې د داعش د سلف، د القاعدې لومړنی امیر غوره کړای شو.

الزرقاوي په ۱۳۸۵ کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

د چارشنبې په ورځ د اردن په دولتي امنیتي محکمه کې حاضر ۸ تورن کسان له ۵ څخه تر ۱۵ کالونو پورې حبس باندې محکوم شول، خو هغو کسانو ته چې په افغانستان کې دي د ۹ کالونو سزا اعلان شوه.‌

په یادو اتو کسانو باندې «د ترهګریزو کارونو د ترسره کولو د پلان جوړولو او له وسله والو ډلو او ترهګرو سازمانونو سره د یوځای کېدلو د هڅو» په ګډون تورونه لګول شوي دي.

په ټولو تورنو کسانو باندې د داعش د ملاتړ کولو شکونه کیږي.

د تورونو د پاڼې د معلوماتو په اساس، د اردن د استخباراتو ادارې د اورپکو پلانونه کشف او هغوی یې په ۱۳۹۸ کې ونیول.

د دولتي امنیتي محکمې د پرېکړو پر وړاندې د استیناف غوښتنې حق نشته.

افراطي پلانونه او بریدونه

په اردن کې، چې په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد د نړۍ وال ایتلاف یو غړی دی، افراطیانو یو شمېر مرګوني بریدونه ترسره کړي دي. په دې لړ کې یو برید د ۱۳۹۵ د لیندۍ په میاشت کې ترسره شو چې ۱۰ کسان په کې چې ډېر یې امنیتي منسوبین وو، مړه شول.‌

د سې شنبې په ورځ، دولتي امنیتي محکمې په یوه سړي باندې چې په ۱۳۹۸ کې یې ۸ کسان چې څلور یې خارجي سیلانان وو او د پاچایۍ په یوه لرغونې ساحه کې یې په چاقو وهلي وو د اعدام حکم وکړ.‌

قربانیان، چې یو سویسی او درې مکسیکویي سیلانیان په کې شامل ول، ټول د ۱۳۹۸ په لړم میاشت کې د چاقو له برید څخه چې د لرغوني رومي ښار جرش په خرابو کې ترسره شوی وو، ژوندي ووتل.

مصطفی ابو رویص چې ۲۴ کاله عمر لري له بریدونو څخه وروسته سمدلاسه د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې د ترهګرۍ د جرم په تور ونیول شو. محکمې وویل، هغه ته «په سیلانیانو باندې د چاقو په وسیله د ترهګریز برید د ترسره کولو له امله د اعدام سزا» واورول شوه.

د تورونو په پاڼه کې په ابو رویص باندې تور لګېدلی چې د داعش «ایډیالوژي یې تعقیبوله، په سوریه کې د یاد سازمان له یوه غړي سره په تماس کې وو» او هغه ورته د برید ترسره کولو لپاره زرغون څراغ ورکړی وو.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه په کابل کې د متحده ایالاتو د جګپوړي استازي د وژلو لپاره د داعش پلان شنډ کړی دی.

د ملي امنیت ریاست وویل،‌ استخباراتي افسرانو په ننګرهار ولایت کې د داعش یوه څلور کسیزه شبکه چې پلان یې درلود د متحده ایالاتو د چارو مسؤل راس وېلسن او یو شمېر افغان چارواکي ووژني،‌ شنډ کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش د بشریت دښمن دی او د اسلام د شرمولو لپاره جوړ شوی دی. پخوا په بېلابېلو هیوادونو کې هر کال په زرونو خلک د اسلام مقدس دین ته را اوښتل، او متعصب کفار وېرېدل چې ټول خلک به مسلمانان شي. د دې لپاره هغوی د داعش پروژه تطبیق کړه او ټول ترهګر ګروپونه یې اسلام ته منسوب کړل. دا په داسې حال کې ده چې اسلام د سولې دین دی، د تقوا دین دی، د اخلاقو دین او د عفوې او د قربانۍ ورکولو دین دی. اوس چې غیرمسلمانان د اسلام نوم اوري، وېرېږي، خو هغوی نشي کولی چې اسلام کمزوری کړي. د خدای په فضل سره، اوس حتی په اروپا او امریکا کې په زرونو خلک اسلام ته را اوړي، او هغوی پوهېږي چې دا ټول رذالت او منافقت د مکارو او دروغژنو سیاستوالو دی.‌ اسلام یو ښه دین دی، او د ټولو انسانانو لپاره دی.

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره بالکل دقیقه ده.‌

ځواب ورکړئ

تل دې وي اسلام، مرګ پر داعش او د اسلام پر دښمنانو.

ځواب ورکړئ

هغه ترهګر ګروپونه چې له بهر څخه افغانستان ته د جهاد کولو لپاره راځي باید ووژل شي. هغوی ولې په خپلو هېوادونو کې جهاد نه کوي چې راځي او دلته جهاد کوي؟

ځواب ورکړئ