ديپلوماسي

طالبان: موږ به هېڅکله هم په افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ ونه کړو

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د طالبانو یو مؤسس ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د هیئت نور غړي د کب په ۲۸مه مسکو ته رسېږي چې د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغانستان په هکله جوړ شوي یوه نړۍ وال کانفرانس کې برخه واخلي. [الیکساندر زیملیانیچینکو/ پ او او ل/ ای اېف پي]

د طالبانو یو مؤسس ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د هیئت نور غړي د کب په ۲۸مه مسکو ته رسېږي چې د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغانستان په هکله جوړ شوي یوه نړۍ وال کانفرانس کې برخه واخلي. [الیکساندر زیملیانیچینکو/ پ او او ل/ ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د چارشنبې په ورځ /د وري ۴مه/ د ولسمشر اشرف غني دا وړاندیز چې د روان کال په نیمایي کې ټاکنې ترسره کړي، رد کړ. د دواړو جنګي لوریو تر منځ د سولې خبرو چې څو میاشتې وخت یې نیولی، لږ پرمختګ کړی دی.

دوه حکومتي چارواکو وویل، تمه ده چې غني د وري په میاشت کې په ترکیه کې د ښکېلو لوریو تر منځ په یوه کانفرانس کې د ټاکنو د ترسره کولو اعلان وکړي.

یوه جګپوړي چارواکي وویل، «حکومت به ترکیې ته له وخت نه مخکې ټاکنو د ترسره کولو له پلان سره لاړ شي او دا د افغانستان د راتلونکې لپاره یو عادلانه پلان دی.»

که څه هم چې حکومت تر اوسه پورې د وړاندیز شوي پلان جزیات نه دي څرګند کړي خو یوه جګپوړي افغان حکومتي چارواکي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډېو ته وویل، د سولې د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه وروسته د شپږو میاشتو یا یوه کال په وږدو کې کېدی شي د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.‌

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي د ۱۳۹۸ د تلې په ۱۰مه یوه کمپیوټر ته ناست دي په داسې حال کې چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د ټاکنو اړوند معلومات په کابل کې د ډېټا مرکز ته راټولیږي. ولسمشر اشرف غني د وري په ۴مه غږ وکړ چې په راتلونکي کال کې دې د نړۍ والې ټولنې په مرسته او ملاتړ ازاد، عادلانه او ټولشموله ټاکنې ترسره شي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي د ۱۳۹۸ د تلې په ۱۰مه یوه کمپیوټر ته ناست دي په داسې حال کې چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د ټاکنو اړوند معلومات په کابل کې د ډېټا مرکز ته راټولیږي. ولسمشر اشرف غني د وري په ۴مه غږ وکړ چې په راتلونکي کال کې دې د نړۍ والې ټولنې په مرسته او ملاتړ ازاد، عادلانه او ټولشموله ټاکنې ترسره شي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

چارواکي وویل، که طالبان له اوربند سره توافق وکړي، کېدی شي چې ټاکنې د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو په مرسته ترسره شي.

چارواکي وویل، د دغه وړاندیز په اساس، کیدی شي چې موجوده اداره د ټاکنو تر سره کېدلو پورې په خپل ځای پاتې شي، خو طالبان کولی شي چې له حکومت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.

چارواکي وویل، د غیرعادلانه ټاکنو د هر ډول شک د مخنیوي لپاره، غني او د هغه دوه مرستیالان امرالله صالح او سرور دانش چمتو دي ترڅو له کاندید کېدلو څخه تېر شي.

طالبانو ټاکنې رد کړلې

طالبانو دغه وړاندیز سمدلاسه رد کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «موږ به یې هېڅکله هم ملاتړ ونه کړو.»

متحده ایالاتو او نورو شریکانو د راتلونکي حکومت لپاره د داسې یوه جوړښت وړاندیز کړی چې یو مؤقت انتقالي حکومت او د یوه تلپاتې اوربند لپاره یوه سیاسي لارنقشه په کې شامل دي.

د متحده ایالاتو د وړاندیز د مسودې په اساس، کله چې د انتقالي حکومت دوره پای ته رسېږي، د افغانستان راتلونکی مشر به د خلکو د رایو په اساس ټاکل شوی وي.

غني ټینګار کړی چې مشران به یواځې د رایو د صندوقونو له لارې ټاکل کیږي.

د ازادۍ راډېو د راپور له مخې،‌ هغه د تېرې میاشتې په نیمایي کې وویل، «موږ دې ته چمتو یو چې د نړۍ والې ټولنې تر ملاتړ لاندې د ازادو، عادلانه او ټول شموله ټاکنو په هکله خبرې اترې وکړو.»

د طلوع نیوز د راپور په اساس، غني د چارشنبې په ورځ په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د پرانستې په مراسمو کې وویل، افغانستان به «خپلواک» پاتې شي.

د طالبانو یوه مؤسس او مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اونۍ په مسکو کې یوه کانفرانس ته په خبرو کې وویل چې افغانان «باید پرېښودل شي ترڅو خپل برخلیک پخپله وټاکي»، خو د څرنګوالي په هکله یې جزیات ورنه کړل.

د سولې د پروسې د چټکولو لپاره هڅې

د کب په ۲۸مه د مسکو په کانفرانس کې، متحده ایالاتو، چین، پاکستان او روسیې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه ترڅو «د یوه سیاسي - دپلوماتیک حل لپاره یوه مناسبه فضا رامنځته» شي.

نړۍ والو منځګړیو وویل، دواړه لوري باید «ژر تر ژره» داسې یوې هوکړې ته ورسیږي چې «په افغانستان کې د څلورو لسیزو جنګ پای ته ورسوي.»

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له نړۍ والو هڅو څخه د ملاتړ په ښودلو سره وویل، کابل غواړي چې مذاکرات ګړندي شي.

هغه غږ وکړ چې «دواړه لوري په یوه جلا چاپېریال کې خبرې او بحثونه پیل کړي».

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وږي له میاشتې راهیسې مذاکرات روان دي خو لږ د لمس وړ پرمختګ یې کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کب په ۲۵مه وویل، په مسکو کې وروستۍ کتنه او په ترکیه کې په پام کې نیول شوی را روان د سولې کانفرانس، «په دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو بشپړوونکي دي، د هغو بدیل نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ځینو افغانانو په خپل هېواد کې، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو کانفرانس څخه مخکې د افغانستان داسې یوه غلطه نقشه ټویټ کړه چې د افغانستان - چین سرحد ترې حذف شوی وو، د روسیې د اصلي نیت په هکله پوښتنې راپورته کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان یو راډیکال وسله وال اسلامي پښتون خوځښت وو چې په افغانستان او سیمه کې د بدلونونو په نتیجه کې اوس په یوه بنسټپالي اسلامي نظامي خوځښت باندې بدل شوی دی، او ادعا کوي چې د خپلو اسلامي عقایدو او پوهې په اساس په یوه ځانګړې جغرافیه کې سیاسي قدرت ترلاسه کوي او مدیریت کوي. دغه خوځښت ستراتیژیکې غلطۍ کړي او د څو لسیزو په جریان کې د بهرنیو ادارو تر نفوذ لاندې راغلی دی، خو اوس طالبان د هغې سیاسي تجربې په اساس چې د نوې افغاني ټولنې د ټولنیزو – کلتوري حساسیتونو په هکله یې ترلاسه کړي او پرې پوهېدلي دي، هڅه کوي چې د سولې د پروسې له بریالیتوب څخه وروسته په افغانستان کې سیاسي قدرت ترلاسه کړي او ویې ساتي.‌ طالبان له سیاسي پلوه په دې پوه شوي چې اکثریت افغانان، سیمه او نړۍ د «اسلامي امارت» جوړښت، محتویات او تاریخ نه مني،‌ نو هغوی د یوه اسلامي نظام داسې یو نوی موډل لټوي چې اساسي قانون او ضمایم یې باید په بشپړ ډول د اسلام له اساساتو سره برابر وي.‌

ځواب ورکړئ

هیلو! زه فکر کوم چې ښایي د طالبانو جنګ پای ته ورسېږي، خو هغه غټه ستونزه چې افغانستان ورسره مخامخ دی دا ده چې وروسته له هغه چې طالبان جنګ بس کړي، یو بل جنګ به پیل شي، او دا کار به که مونږ وغواړو یا نه، رامنځته کیږي. دا خبره ریښتیا ده ځکه چې د دې هېواد نظام او اصلي جوړښت خراب دی. حق د حق خاوند ته نه ورکول کیږي. نن ورځ له ۶۰ څخه تر ۷۰٪ پورې خلک د افغان له نامه څخه کرکه کوي او ځانونه افغانان نه بولي.‌ نو اصلي مسئله دا ده، نه طالبان.‌ لومړی باید دا مسئله حل شي، ځکه چې دا مسئله له بلې هرې مسئلې څخه ډېره خطرناکه ده. مننه، خراساني

ځواب ورکړئ

دا مسئله حل شوې ده. لاندې لېنک وګورئ. د افغانستان د اساسي قانون ۴مه ماده په صراحت سره بیانوي:
څلورمه ماده:
په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازيو له لارې عملي كوي.
د افغانستان ملت عبارت دې له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري.
د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوچ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش،
ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى.
د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كيږي.
د ملت هيڅ يو فرد د افغانستان له تابعيت څخه نه محروميږي.
په تابعيت او پناه وركولو پورې مربوطې چارې د قانون له لارې تنظيميږي.
په دې توګه، که څوک قناعت نه لري او ځان خراساني بولي هغه کولی شي چې د ایران خراسان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان یا ګورستان ته لاړ شي.

ځواب ورکړئ

طالبان باید له خدای (ج) نه ووېرېږي او نور د افغانانو وینې توی نه کړي. د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې د افغانستان په جګړه کې له یو میلیون څخه ډېر خلک ووژل شول. د طالبانو جګړه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور له امله وه.‌ هغوی اوس ځي او یو کم شمېر یې په افغانستان کې پاتې دي، له دې امله د طالبانو جنګ نور مشروعیت نه لري. که هغوی د هېواد د اشغال لپاره جنګ کاوه، اشغال پای ته رسېدلی دی. هغوی باید ژر تر ژره جنګ ودروي ځکه چې دا جګړه یوازې د افغانستان له غریبو خلکو څخه قرباني اخلي.

ځواب ورکړئ

دا د انتخاباتو مسئله نه ده، ځکه چې د ولسمشرۍ د پنځه ځلې او د ولسي جرګې د درې ځلې انتخاباتو په ترڅ کې پراخې درغلۍ وشوې، اوهېڅ شفافیت په کې نه وو او د انتخاباتو د مشروعیت په هکله پوښتنې راپورته شوې وې. تاسو ولیدل چې په تېرو پارلماني انتخاباتو کې څه شرمونه وشول، رشوت او جنسي غوښتنې وشوې. اوس په پارلمان کې څو داسې غړې شته چې د جنسي غوښتنو په مقابل کې پارلمان ته ورغلي دي،‌ او د ولسي جرګې اوسنی رییس چې یو بې سواد شخص دی د پیسو په بدل کې د ولسي جرګې رییس وټاکل شو.‌ د ولسمشرۍ په وروستیو دوو انتخاباتو کې، تاسو ولیدل چې په تېر او اوسني حکومت کې د دواړو انتخاباتي ټیمونو تر منځ څه شرم پېښ شو، ځکه هېڅ ټیم هم حاضر نه وو چې د انتخاباتو نتیجه قبوله کړي. اشرف غني د کومو انتخاباتو خبره کوي؟ په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو څخه ډېر رایه ورکوونکي دي، لاکن په انتخاباتو کې خواوشا یو میلیون رایه ورکوونکو برخه واخیستله. اشرف غني شپږ سوه زره رایې ترلاسه کړې او درې سوه زره نورې رایې جعلي وې، ځکه چې هغه درې سوه زره رایې د رایه ورکوونکیو د بایومتریک تایید په سیستمونو کې ثبت شوې نه وې.‌ هغه د استعمار له خوا وټاکل شو.‌ نو آیا یو حکومت چې په شپږ سوه زره رایو جوړ شوی وي، د پنځه دېرش میلیونو وګړو استازیتوب کولی شي؟ ښایي چې اوس په افغانستان کې د اشرف غني په نسبت طالبان ډېر ملاتړي ولري. که هغوی ملاتړي نه لرلی، هغوی نشوای کولی چې شل کاله دوام وکړي.‌

ځواب ورکړئ

د امریکا متحده ایالات او اشرف غني باید نور د افغانانو د وژل کېدلو سبب نشي. هغوی ښه خبر دي چې طالبان د نظام له بدلون څخه پرته سولې کولو ته چمتو نه دي. طالبانو د متحده ایالاتو پر وړاندې شل کاله جنګ وکړ او اوس به شل کاله نور د افغان حکومت پر ضد وجنګېږي، او د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته ښایي هغوی حکومت رانسکور کړي، چې بیا د کورنۍ جګړې غټ امکان شته. اشرف غني چمتو نه دی چې واک پرېږدي. متحده ایالات باید په اشرف غني باید فشار واچوي چې د سولې، او د جنګ د پای ته رسولو لپاره واک پرېږدي او له طالبانو سره ګډ حکومت جوړ کړي.‌

ځواب ورکړئ