امنیت

په نیمروز کې د طالبانو په بې توپیره یرغل کې په لسګونو جلده قران کریم وسوزېد

د عمر راپور

محلي اوسېدونکي او چارواکي وایي، طالبانو د غبرګولي په ۲۳مه د افغانستان په لوېدیځ کې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې له برید کولو څخه وروسته په لسګونو کورونه او دوکانونه ویجاړ کړل او د قران کریم نسخې یې وسوځولې. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

هرات -- ولایتي چارواکي وايي، په سلګونو طالب اورپکو د غبرګولي په ۲۳مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ باندې برید وکړ او مخکې له دې چې افغان امنیتي ځواکونه یې بېرته پسې واخلي، په لسګونو کورونه او دوکانونه یې ویجاړ کړل او د قران کریم نسخې یې وسوځولې.

د نیمروز والي زمریالي احدي وویل، طالبانو د ولسوالۍ په بازار کې تقریبا ټول دوکانونه او نږدې پراته یو شمېر کورونه وسوځول، او زیاته یې کړه چې اورپکو «په خاشرود بازار کې په یوه دوکان کې د قران کریم لسګونو جلدونه وسوځول.»

هغه وویل، طالبان د الله تعالی د کلام (قران کریم) د تقدس درناوی نه کوي او د هغوی کارونه د هغوی د تش په نامه جهاد غولوونکی ماهیت په ګوته کوي.‌

د نیمروز د مرکز زرنج ښار یوه اوسېدونکي علي احمد مهاجر وویل، طالبان دومره مخکې لاړل چې د دې پرځای چې د قران کریم درناوی وکړي هغه ته یې اور ورته کړ.

په عکس کې، د طالب اورپکو له خوا له اور اچونې څخه یوه ورځ وروسته د غبرګولي په ۲۴مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دوکانونه لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

په عکس کې، د طالب اورپکو له خوا له اور اچونې څخه یوه ورځ وروسته د غبرګولي په ۲۴مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دوکانونه لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، طالبانو په خاشرود کې هر څه وسوځول او ډېرو کورنیو خپل ملکیتونه له لاسه ورکړل.‌

عبدالستار چې له تېرو ۲۶ کالونو راهیسې یې په خاشرود بازار کې دوکان کاوه، وویل، هغه خپل ټول ملکیت له لاسه ورکړ.

هغه وویل، طالبانو په خاشرود ولسوالۍ کې د ملکي خلکو ژوند تباه کړ، او زیاته یې کړه چې اوسېدونکيو تقریبا هر هغه څه چې لرل یې، هغه یې له لاسه ورکړل.‌

ستار وویل، «موږ په حکومت باندې غږ کوو چې زموږ دوکانونه او کورونه بېرته ورغوي.»

هغه زیاته کړه، افغانان له طالبانو څخه له وراني او نهیلۍ پرته د نور څه تمه نه لري.‌

د خاشرود ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي ګل احمد وویل، «د طالبانو په برید کې زما ټول ملکیت او شتمني وسوځېدل، او اوس زه له ۵۰۰ زرو افغانیو (۶۳۶۹ ډالرو) څخه ډېر پوروړی یم، او نه پوهېږم چې دا پور څنګه پرې کړم.»

هغه زیاته کړه، طالبانو په خاشرود بازار باندې برید کې راکټونه او بمونه استعمال کړل.

په عامه ملکیتونو باندې د طالبانو بریدونه نیمروز ولایت پورې محدود نه دي.

د غبرګولي په ۲۵مه، طالبانو د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ په مرکز له برید کولو څخه وروسته د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته په یوه قوي چاودېدونکې وسیله چاودنه ورکړه.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې طالبان د «الله اکبر» په چیغو سره ودانۍ ته چاودنه ورکوي.

د افغانستان د مسلمانانو دښمن

د طالبانو له خوا د قران کریم سوځولو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دیني عالمانو تر منځ غوسه راپارولې ده.

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالغفور عباسي وویل، د قران کریم د نسخو سوځول یوه غټه ګناه ده او هېڅ د توجیه وړ نه ده.

هغه وویل، «موږ د طالب اورپکو له خوا په نیمروز ولایت کې د یوه وروستي برید په ترڅ کې د قران کریم د نسخو سوځول غندو. موږ له طالبانو څخه غواړو چې د داسې جنایتونو له ترسره کولو او له اسلامي ارزښتونو څخه له سرغړونې څخه ډډه وکړي.»

هغه وویل،‌ هر څوک چې د قران کریم د تقدس درناوی نه کوي او اور ورته کوي هغه مسلمان نه دی.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د مولوي عبدالله حسیني په نامه یوه دیني عالم وویل، د طالبانو له خوا د قران کریم بې حرمتي د هغوی د صحیح مسلمانۍ ادعاګانې کمزورې کوي.‌

هغه وویل، د قران کریم درناوی کول او د هغه لارښوونې تعقیبول په ټولو مسلمانانو باندې فرض دي، خو طالبانو یو هم نه دي کړي.

هغه زیاته کړه، «د قران کریم د نسخو سوځول د منلو وړ نه دي، او طالبان باید پوه شي چې هغوی به د خپل جرم لوړ قېمت پرې کړي.»

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي محمد ناصر اکبري وویل، طالبان باید پوه شي چې هغوی د قران کریم په سوځولو سره د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی او نشي کولی چې نور د افغاني ټولنې برخه واوسي.

هغه وویل، حتی غیر مسلمانان د قران کریم درناوی کوي او ضرر نه ور رسوي، خو طالبان دا کار کوي او د دې تر څنګ هره ورځ د جهاد تر دروغژنې ادعا لاندې په لسګونو افغان مسلمانان وژني.»

هغه زیاته کړه، طالبان یوه افراطي ډله ده او باید پوه شي چې هغوی نشي کولی چې په افغانانو باندې خپل غیر اسلامي او راډیکال عقاید تحمیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالیبان دافغانستان دخلګو پخوانی دوښمنان دی دوی فکر کوی چی ددی کار شکایت به ددوی له بیری هیڅوک ونکړی اما افغانان اوس پوهیږی خو له مجبوری څخه دډیرو خلګو خولی بیا هم بندی دی او دمرګ له بیری هیڅوک اسلامی افغانی او وطنی مبارزه نسی کولی

ځواب ورکړئ

طالب یعنې څه؟ طالب یعنې ورانی کول، طالب یعنی مې مکتب سوزول او ورانول، طالب یعنې کلینیک او روغتون ورانول، طالب یعنې د پاکستان لپاره جاسوسي کول، طالب یعنې د افغانستان د اوبو او بریښنا بندونه ورانول، طالب یعنې په ایران او پاکستان د افغانستان اوبه خرڅول او مفتې وربهول، طالب یعنې د افغانستان ورانول او خرڅول...

ځواب ورکړئ