جرم او انصاف

په هرات کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې په دار ځړولو افغانانو ته ټکان ورکړ او نړۍ یې په قهر کړه

د عمر راپور

د یوه سړي جسد د تلې په ۳مه په هرات ښار کې له یوه کرین څخه را ځړول شوی دی. ادعا کیږي چې طالبانو څلور تښتوونکي د ډزو په ترڅ کې ووژل او وروسته یې د هغوی جسدونه را وځړول. [عمران/سلام ټایمز]

د یوه سړي جسد د تلې په ۳مه په هرات ښار کې له یوه کرین څخه را ځړول شوی دی. ادعا کیږي چې طالبانو څلور تښتوونکي د ډزو په ترڅ کې ووژل او وروسته یې د هغوی جسدونه را وځړول. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د طالبانو د یوه بنسټګر او د محبسونو د چارواکي ملا نورالدین ترابي وروستیو څرګندونو چې د هغه ډله به یو ځل بیا اعدامونه ترسره کوي او لاسونه به پرې کوي په افغانستان کې وېره او په نړۍ واله کچه غوسه رامنځته کړې ده.‌

په داسې حال کې چې نړۍ واله ټولنه په طالبانو باندې فشار ته دوام ورکوي چې د غړو پرې کولو او په عام محضر کې اعدامونو په څېر سزاګانو مخه ونیسي، ترابي له اسوسیټډ پرېس سره په یوه مرکه کې د پخوانیو اعدامونو په هکله غوسه بې ځایه وبلله.

ترابي چې د طالبانو له یو شمېر نورو مشرانو سره یوځای د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی، د طالبانو د پخواني حکومت په دوره (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰) کې د عدلیې وزیر او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د وزیر په توګه کار کړی دی.‌

که څه هم هغه وویل چې ډله به یې په عام محضر کې اعدامونه ونه کړي او نه به د خلکو غړي پرې کړي، لاکن طالبانو د شنبې په ورځ /د تلې ۳مه/ څلور کسان چې د خلکو په تښتونه تورن ول په یوه وسله واله نښته کې ووژل او د هغوی جسدونه یې د هرات ښار په زړه کې په دار وځړول.

یو جسد د تلې په ۳مه په هرات کې په یوه کرین باندې ښودل کیږي. [ای اېف پي]

یو جسد د تلې په ۳مه په هرات کې په یوه کرین باندې ښودل کیږي. [ای اېف پي]

د ښار په منځ کې په وینو لړلو جسدونو منظرې د هرات اوسېدونکي وارخطا کړل، او ډېرو له صحنې څخه د تېرېدلو پر وخت د پرېشانۍ له امله په زوره وژړل.

د هرات ښار اوسېدونکي احمد جاوېد عظیمي وویل،‌ طالبان باید نړۍ وال او د افغانستان قوانین تعقیب کړي او په سپورټي لوبغالو کې په عام محضر کې له اعدامونو او د لاسونو پرې کولو څخه ډډه وکړي.‌

عظیمي د یادې ډلې پخوانۍ واکمنۍ ته په اشارې وویل، «موږ له طالب مشرانو څخه غواړو چې د نورو اسلامي هېوادونو په څېر کار وکړي او یو ځل بیا افغانستان په نړۍ کې په تر ټولو تیاره هېواد باندې وانه ړوي.»

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار یوه اوسېدونکي محمد سرور قاسمي وویل،‌ عام خلک په ټینګه په عام محضر کې د اعدامونو او د لاسونو د پرې کېدلو مخالف دي.‌

اوږدمهالی روحي ټکان

د هرات ښار اوسېدونکي نورالله افغان وویل، د ښار په منځ کې په عام محضر کې د خلکو په دار ځړولو د ښځو او ماشومانو په ګډون د هرات په اوسېدونکیو باندې یو ژور اغېز وکړ.‌

هغه وویل، «تقریبا هر چا چې دغه صحنې ولیدلې ټکان یې وخوړ او ذهني ضربه ور ورسېدله.»

هغه وویل، «د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ په ترڅ کې، هغوی په هرات ښار کې څو کسان په دار وځړول، او ما چې هغه وخت ماشوم وم هغه صحنه لیدلې وه. نږدې ۲۰ کاله وروسته، هغه انځور اوس هم زما په ذهن کې دی او د شپې ټکان راکوي.»

افغان وویل، «زما په څېر په لسګونو ماشومان چې په ښار کې یې د جسدونو را ځړول لیدلي وي خپل حال بایلي او د راتلونکیو لسیزو په ترڅ کې یې د ژوند له خوند نه محروم شي.»

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو یوه اوسېدونکي‌ قدرت الله سکندري وویل، له محاکمې څخه پرته د مشکوکو کسانو وژل او په عام محضر کې د هغوی جسدونه را ځړول د اسلام د اساساتو خلاف کار دی.

هغه وویل، دا وېرونکې ده چې په وینو لړلي جسدونه د هرات په څېر یوه کلتوري مرکز په منځ کې را ځړېدلي وي او خلک ورته ګوري، او کېدی شي چې دغه ډول صحنه د پراخو او دوامدارو اروایي فشارونو سبب وګرځي.

هغه وویل، «له یوې منصفانه او عادلانه محاکمې څخه پرته د خلکو اعدامول به نه یواځې دا چې د پرېشانۍ او اندېښنې د خپرېدا سبب شي بلکې دغه راز ښایي ځوانان مجبور کړي چې له اسلام څخه فاصله ونیسي.»

بې محاکمې وژنې

فعالان وایي، د محکمې له حکمونو یا قوي جنایي شواهدو څخه پرته د مشکوکو جنایتکارانو وژل په ښکاره د تورن کس له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

په غور کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، د محلي او نړۍ والو قوانینو په اساس جنایتکارانو ته سزا ورکول یو چوکاټ او اصول لري چې قانون نافذوونکي یې باید تعقیب کړي.‌

هغه وویل، د صحیح قضايي پروسې له تعقیبولو څخه پرته، چې تورن په کې له ځان نه د دفاع او له قانوني امتیازاتو څخه د برخمن کېدلو حق لري، د پولیسو له خوا قتلونه د بشر ضد جنایت بلل کیږي.‌

حکیمي وویل، «یواځې قاضي دا صلاحیت لري چې د مدعی علیه او جنایتکارانو په هکله فیصله وکړي، او هیڅوک هم دا حق نه لري چې هغوی له محاکمې څخه پرته ووژني یا یې اعدام کړي.»

هغه وویل، د یوې باصلاحیته محکمې له حکم څخه پرته د طالبانو له خوا د مشکوکو کسانو وژل د بشري حقونو له اساساتو څخه سرغړونه ده.‌

په نیمروز کې یوه فعال حسیب الله نادري وویل، په وروستیو وختونو کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د هغو څلورو سړیو چې هغوی په هرات کې وژلي ول د جسدونو ښودل له بشري حقونو څخه سرغړونه ده،‌ ځکه چې هېڅ محکمې یا مقام د دغه کار اجازه نه وه ورکړې.

هغه وویل، تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغو سړیو څه جرمونه کړي وو یا دا چې د هغوی په جنایي عملونو باندې څوک اغېزمن شوي ول.

نادري وویل، اعدامونه او د غړو پرې کول نشي کولی چې د جرمونو اندازه راکمه کړي، ځکه چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې فقر او بې کاري بې ساري سطحو ته لوړې شوي او د جرمونو اندازه ورسره زیاته شوې ده.‌

هغه وویل، که طالبان غواړي چې یو دوامدار امنیتي چاپېریال رامنځته کړي، هغوی باید له اعدامونو او د غړو پرې کولو څخه ډډه وکړي او پرځای یې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، څو افغانان د خپلو کورنیو د مړولو لپاره جرمونو ترسره کولو ته مخه نه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شه کار کوی

ځواب ورکړئ

Sam kaar ye kari, da ikhtataaf chyano sara bayad hamdasi amal oshi

ځواب ورکړئ

د طالبانو اوسنیو کارونو ته په کتو دغه ډله له پخوانیو هغو سره هېڅ توپیر نه لري. طالبانو پخوا هم له عامو خلکو سره له زور کار اخیسته او ظلمونه یې پرې کول او اوس یې هم کوي. له کله چې طالبانو د بیا ځل لپاره د افغانستان واک تر لاسه کړی، نه یوازې چې په هرات کې یې هغه کسان چې جرم پرې ثابت نه و په ډزو وژلي او بیا یې په عام محضر کې د هغوی جسدونه اعدام کړي او خلکو ته یې روهي شکنجه ورکړې؛ بلکې په نورو ولایتونو کې یې هم مرموزې وژنې پیل کړي دي او خلک یې سخت وارخطا کړي دي، خلک د طالبانو کړنو ته په کتو له هغوی څخه متنفر دي، آن نه غواړي چې ویې ګوري او سلام کلام ورسره وکړي. طالبان بې له دې چې پلټنه وکړي له خپل زور څخه ګټه اخلي، زوروي یې ظلم او زیاتی ورسره کوي او آن بې ګناه خلک وژني. مننه خالد – جلال اباد

ځواب ورکړئ

دا کارونه چې طالبان یې کوي دا نه په اسلام کې شته نه په عیسویت او نه په بل دین کې شته. د اسلام له نظره هیڅوک حق نه لري چې بل کس ووژني مګر دا چې هغه پخپله قتل کړی وي. دا معلومه نه ده چې آیا دغو کسانو قتل کړی وه که نه یې وه کړی. که فرض کړو چې قتل یې کړی وه بیا باید محکمې ته وړاندې شوي وای، له ځان نه د دفاع حق ورکول شوی وای، د ابتدایه محکمې له فیصلې نه وروسته مرافعه محکمې ته وړاندې شوی وای او بیا پورته تللی وای. دا خو صحرایي محکمه شوه چې څوک زور لري هغه هر څه کوي. بس خلاص

ځواب ورکړئ