امنیت

د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه چې له پوتین څخه به د اوکراین پر ضد د 'قصدي جګړې' حساب واخلي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو سړی د کب په ۵مه په ټوکیو کې د یوه لاریون په ترڅ کې په اوکراین کې د روسیې د ګامونو پر ضد په یوه اعتراض کې برخه اخلي. [فیلیپ فونګ/ای اېف پي]

یو سړی د کب په ۵مه په ټوکیو کې د یوه لاریون په ترڅ کې په اوکراین کې د روسیې د ګامونو پر ضد په یوه اعتراض کې برخه اخلي. [فیلیپ فونګ/ای اېف پي]

واشنګټن -- د نړۍ مشرانو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۵مه/ په چټکۍ سره په اوکراین باندې د روسیې پوځي حمله وغندله او ژمنه یې وکړه چې مسکو ته به ددغې غیرقانوني یرغلګرانه جګړې له امله سیاسي او اقتصادي سزاګانې ورکړي.‌

روسي عسکرو د پنجشنبې په ورځ په بېلابېلو جبهو کې په اوکراین باندې یرغل وکړ او په دې توګه یې له ۱۹۴۵ کال راهیسې په اروپا کې تر ټولو ستره جګړه پیل کړه.

د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا په اوکراین کې د پوځي عملیاتو د پيل له اعلان څخه لږ وروسته، په یوه اعلامیه کې وویل چې هغه به ژر د روسیې لپاره د دغه یرغل «عواقب» په ګوته کړی.‌

بایډن وویل، «نن شپه ټوله نړۍ اوکراین ته دعاګانې کوي ځکه دغه هېواد د روسیې د پوځي ځواکونو له یوه غیرمؤجه برید سره مخامخ دی.»

خلک د کب په ۵مه په برلین کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر ضد اعتراض کوي. [جان مکډوګال/ای اېف پي]

خلک د کب په ۵مه په برلین کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر ضد اعتراض کوي. [جان مکډوګال/ای اېف پي]

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي (مخکې) چې د هغه لیتوانیایي او پولنډي سیالان ګیتاناس ناوسیدا او اندرزی دودا ورپسې را روان دي، د کب په ۴مه په کییف کې له خبرو څخه وروسته د یوه ګډ خبري کانفرانس لپاره را رسېږي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي (مخکې) چې د هغه لیتوانیایي او پولنډي سیالان ګیتاناس ناوسیدا او اندرزی دودا ورپسې را روان دي، د کب په ۴مه په کییف کې له خبرو څخه وروسته د یوه ګډ خبري کانفرانس لپاره را رسېږي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

هغه وویل، «پوتین د یوه قصدي جنګ لاره نیولې چې د انسانانو د ژوند د زیان او کړاوونو یو ناورین به رامنځته کړي. د دغه برید د مرګ او وراني مسؤلیت یواځې د روسیې پر غاړه دی.»

هغه اعلان وکړ چې، «نړۍ به روسيه مسؤله ونیسي.»

بایډن د هېواد په ګڼو برخو کې د چاودنو له اورېدل کېدلو څخه لږ وروسته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.

له ټیلیفوني خبرو څخه وروسته بایډن په یوه اعلامیه کې وویل، «موږ به له اوکراین او اوکراینیانو سره د ملاتړ او مرستې برابرولو ته دوام ورکړو.»

زیلینسکي په آنلاین ډول د معلوماتو ورکولو په یوه پروګرام کې وویل، «روسیې په بزدلانه او ځان وژونکي ډول په اوکراین باندې برید کړی،‌ داسې برید لکه نازي جرمني چې د دویمې نړۍ والې جګړې پر وخت کړی وو.»

د بایډن په اعلامیه کې راغلي چې، د جي ۷ هېوادونو؛ برتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او متحدو ایالاتو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د انټرنټ له لارې د تړلو دروازو تر شا یوه کتنه لرله ترڅو د روسیې له خوا «د اوکراین او د نړۍ والې سولې او امنیت پر ضد د یرغل د غیر ضروري عمل» له امله د هغو عواقبو په هکله خبرې اترې وکړي چې هغوی به یې په روسیه باندې ولګوي.‌

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم د ناټو منشي ینس ستولتنبرګ سره خبرې وکړې ترڅو «په اوکراین باندې بې موجبه او غیر مؤجه برید» وغندي.

وروسته له هغه چې ناټو له یوې عاجلې کتنې څخه وروسته اعلان وکړ چې د دغه اتحاد د غړو هېوادونو د خوندي کولو لپاره «اضافي ګامونه» اخیستل کیږي، دیپلوماتانو ای اېف پي ته وویل چې، ناټو به د جمعې په ورځ د روسیې د برید په هکله یوه آنلاین غونډه ترسره کړي.

د جنګي جنایتکارانو غندل

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له یوې عاجلې غونډې څخه وروسته له پوتین څخه مستقیمه او شخصي هیله وکړه او ترې ویې غوښتل چې «د انسانیت په خاطر دې» برید ودروي.

هغه وویل، «د انسانیت په خاطر، مه پرېږدئ چې په اروپا کې هغه څه پیل شي چې کېدی شي د پېړۍ له پیل راهیسې تر ټولو بده جګړه واوسي.»

جګړه باید همدا اوس ودرېږي

ستولتنبرګ وویل، روسیې «د یوه مستقل او خپلواک هېواد پر ضد د یرغل لاره غوره کړې» او دغه برید یې «له نړۍ وال قانون څخه یوه ستره سرغړونه» وبلله.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر سرګي کیسلیڅیا د چارشنبې په ورځ په عاجله کتنه کې غوښتنه وکړه چې د روسیې سفیر دې د شورا د رییس په توګه خپل مسؤلیت پرېږدي.

کیسلیڅیا چې احساساتي ښکارېده، وویل، «سفیره، د جنګي جنایتکارانو لپاره عالم برزخ نشته. هغوی مستقیما دوزخ ته ځي.»

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په یوه ټویټ کې ولیکل، «ولسمشر پوتین په اوکراین باندې د دغه بې موجبه برید په وسیله د وینو تویولو او ویجاړتیا لاره نیولې ده. برتانیا او زموږ متحدین به پرېکنده ځواب ورکړي.»

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډیو په یوه اعلامیه کې وویل، «دا بې رباکانه او خطرناک عملونه به بې ځوابه پاتې نشي.»

'د بې شمېره خلکو ژوند ویجاړ شو'

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بوریل وویل چې روسیه له «بې سابقې انزوا» سره مخامخ ده او اروپایي اتحادیه به ورباندې «تر ټولو سخت بندیزونه» ولګوي.

هغه وویل، «دا د بلاکونو سوال نه دی. دا د دیپلوماتیکو ځواکونو د لوبو سوال هم نه دی. دا د ژوند او مرګ سوال دی. دا زموږ د نړۍ والې ټولنې د راتلونکي په هکله دی.»

د اروپایي اتحادیې مشرانو اورځلا فان دیه لین او شارلي میشل په خپلو ټویټونو کې ولیکل، «په دې تیارو ساعتونو کې، موږ اوکراین او بې ګناه ښځو، سړیو او ماشومانو ته چې له دې بې موجبه برید سره مخامخ دي او د خپل ژوند په هکله وېرېږي، دعا کوو.» «موږ به له کریملین سره حساب وکړو.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر (یو اېن اېچ سي آر) فلیپو ګرانډي خبرداری ورکړ چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل به «ویجاړونکي» بشري عواقب ولري او په ګاونډیو هېوادونو باندې یې غږ وکړ چې له تاوتریخوالي څخه تښتېدونکیو خلکو ته خپلې دروازې پرانیزي.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «ملکي خلک به له ویجاړوونکیو بشري عواقبو سره مخامخ شي. په جنګ کې ګټونکي نه وي بلکې بې شمېره خلک به ژوند له لاسه ورکړي.»

نړۍ 'به هېر نه کړي'

د نړۍ د هېوادونو مشرانو د روسیې یرغل وغانده.

د جرمني لومړي وزیر اولف شولز د پوتین په «بې تأمله عمل» باندې سخت انتقاد وکړ او له زیلینسکي سره یې خبرې وکړې څو د خپل هېواد «بشپړ پیوستون» ورته څرګند کړي.‌

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک خبرداری ورکړ چې نړۍ به «دا د شرم ورځ هېره نه کړي».

د جرمني د اقتصاد او اقلیم وزیر روبرټ هابیک وویل، «دا برید به د روسیې لپاره سخت سیاسي او اقتصادي عواقب ولري.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ټوېټر ولیکل، «روسیه باید سمدلاسه خپل پوځي عملیات ودروي.»

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د خپلې ملي امنیت شورا له یوې کتنې څخه وروسته وویل، «د روسیې وروستی یرغل د نړۍ وال نظام، چې د موجود وضعیت د بدلون لپاره د یو اړخیزو هڅو اجازه نه ورکوي، تهداب لړزوي.»

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د پنجشنبې په ورځ د پوځ او انرژۍ له کارمندانو سره د یوې عاجلې کتنې په پيل کې وویل، «یونان په صریح ډول تجدید طلبانه عملونه غندي.»

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي له پوتین څخه وغوښتل چې «سمدلاسه وینه تویول ودروي او خپل پوځي ځواکونه بې قید او شرطه وباسي.»

هغه وویل، «اوس د دې وخت دی چې د روسیې پر ضد ډېر سخت بندیزونه ولګول شي.»

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (او اېس سي اي) چې روسیه یې غړې ده، وویل، «په اوکراین باندې دا برید د میلیونونو خلکو ژوند له سخت خطر سره مخامخ کوي او له نړۍ وال قانون او د روسیې له ژمنو څخه غټه سرغړونه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې جګړه وي او د هغو هیوادونو خلک په جګړه کې ښکیل وي، دا به د نړۍ د دوو زبرځواکونو، امریکا او روسیې له لاسه وي. دا دوه هېوادونه نه پرېږدي چې ټول آسیایي هیوادونه، عربي هیوادونه او اروپايي هیوادونه په سوله کې ژوند وکړي. دا دوه زبرځواک هیوادونه هر څه چې وغواړي کوي یې. دا دوه هیوادونه اکثره هیوادونه د خپل عزت د ساتنې لپاره نور هېوادونه په خپلو کې په شخړو او دښمنیو اچوي. دغو دواړو هېوادونو تل پر اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو بریدونه کړي او خپل زور یې ښودلی دی. نه ملګرو ملتونو، نه د بشري حقونو او نه هم د نړۍ نورو هېوادونو د هغوی کارونه غندلي دي. اروپايي او اسيايي هېوادونه د دغو دوو هېوادونو ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره او د جنګي جرمونو محکمه هم په دغو دوو هېوادونو پورې تړلې ده، چې هېڅکله يې هم نه دي غندلي. د سیمې په ټولو هیوادونو کې نا ارامي موجوده ده چې مسؤلیت یې د همدغو دوو زبرځواکو هیوادونو پر غاړی دی. په جګړه کې ټولو ښکېلو هېوادونو ته دا دواړه هېوادونه عصري وسلې ورکوي. دا دوه زبرځواک هیوادونه د ملیونونو خلکو له برخلیک سره لوبې کوي. دوی په ملیونونو انسانان په وینو رنګ کړل او هیڅ هیواد د دغو دوو هیوادونو پر ضد غږ پورته نه کړ.

ځواب ورکړئ

نه یوازې دا چې اوکراینیانو او د نړۍ نورو خلکو د روسیې دغه برید غندلی؛ بلکې زرګونو روسي اتباعو هم د خپل حکومت په وړاندې لاریونونه کړي چې باید په اوکراین کې جګړه ودرول شي. له دې معلومېږي چې پوتین په غلطه روان دی او نه یوازې دا چې په اوکراین یې خپل پوځیان ورمارش کړي، بلکې د ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول د اروپا امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی. دې شرپسندې روسیې څنګه چې افغانستان لوټې لوټې کړ اوس یې د اوکراین او اروپايي هېوادونو لوټ کېدو ته مټې رابډوهلي دي، چې اصلاً په ۲۱مه پیړۍ کې هېڅ یو هوښیار رهبر د جګړې لار نه خپلوي. اوس چې اوبه له ورخه تېرې شوي، په کار ده چې ملګري ملتونه ارام نه شي، بلکې د بندیزونو په لګولو سره یې داسې مهار کړي چې بیا هېڅکله د داسې یو اقدام جرئت ونه شي کړای. د انسان وژنې هڅه چې څوک کوي په کار ده چې په لومو کې بند کړای شي او د وحشت مخه یې ونیول شي چې نور انسانان یې له شر څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

د روسیې په لسګونو ښارونو کې بېګا شپه عامو خلکو له اوکراین سره د پیوستون لپاره لاریونونه وکړل. دا ښیي چې عام خلک له پوتین او د هغه له پالیسیو سره مخالف دي.‌ پوتین اصلا شرم نه لري. دا خبیث د تاریخ یو تور شیطان دی چې غواړي په سیمه کې د جګړې اور بل کړي. ملګري ملتونه دې روسیې ته عذر او زارۍ نه کوي. دغه اداره باید په روسي مشرانو باندې بندیزونه ولګوي. داسې بندیزونه دې پرې ولګوي لکه د القاعدې او داعش په مشرانو یې چې لګولي وو. لکه د طالبانو په مشرانو یې چې لګولي وو. د یادو سازمانونو مشرانو هم د انسانانو د وژلو هڅې کولې او پوتین او د پوتین اداره هم همداسې کارونه کوي. دوی هڅې نه کوي بلکې عملا د اوکراین بې ګناه خلک وژني. د انسان وینه ارزښتناکه ده. زه افغان یم، زه مسلمان یم خو د عیسوي، یهودي، اوکرایني،‌ روسي، امریکایي، اروپایي... وینه راته ارزښت لري. مونږ انګریزانو، روسانو، پاکستانیانو، امریکایانو وژلي یو. مونږ د مرګ او د وطن د ورانېدلو په معنی پوهېږو. مونږ غواړو چې یو هیواد هم وران نشي. مونږ غواړو چې یو انسان دې هم ونه وژل شي.

ځواب ورکړئ