تجزيه

د اوکراین جګړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د روسیې موقف ګواښي

د کاروانسرای راپور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وږي په میاشت کې. [اید جونز/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وږي په میاشت کې. [اید جونز/ای اېف پي]

د اوکراین پر ضد د روسیې جګړې او د کب په میاشت کې د هغې له یرغل څخه وروسته له بشري حقونو څخه سرغړونو په نړۍ وال سټېج د دغه هېواد اعتبار خراب کړی او د داسې یوې هڅې څپه یې راپورته کړې چې هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه وباسي.

اوکراین پخوا د دې لپاره لابي کوله چې روسیه له دغه نړۍ وال سازمان څخه واېستل شي.‌

فارین پالیسي مجلې د لیندۍ په ۲۳مه راپور ورکړ، چې امریکایي قانون جوړونکیو، چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ کمېسیون (هیلسینکي کمېسیون) کې حضور لري، د متحده ایالاتو کانګرس ته داسې یوه لایحه وړاندې کړې چې په متحده ایالاتو باندې غږ کوي چې روسیه له یادې شورا څخه وباسي.

یادې مجلې لیکلي، د هیلسینکي کمېسیون له کانګرس څخه غواړي څو په دې بحث وکړي چې د روسیې جګړې «د ملګرو ملتونو له هدفونو او اساساتو» څخه سرغړونه کړې او له حکومتي ادارو څخه غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې امتیازات محدود کړي.‌

د عدلي طب کارکوونکي د وږي په ۲۷مه د ختیځ اوکراین د ایزیوم په لمنو کې په یوه ځنګله کې د یوه ډله ییز قبر په ساحه کې د یوه جسد کڅوړه انتقالوي. اوکرایني چارواکي د روسیې له خوا له مخکې نیول شوي ښار ایزیوم څخه بهر شاوخوا ۴۵۰ قبرونه وموندل چې په ځینو را اېستل شویو جسدونو باندې د شکنجې نښې لیدل کېدلې.‌ [جوان برېتو/ای اېف پي]

د عدلي طب کارکوونکي د وږي په ۲۷مه د ختیځ اوکراین د ایزیوم په لمنو کې په یوه ځنګله کې د یوه ډله ییز قبر په ساحه کې د یوه جسد کڅوړه انتقالوي. اوکرایني چارواکي د روسیې له خوا له مخکې نیول شوي ښار ایزیوم څخه بهر شاوخوا ۴۵۰ قبرونه وموندل چې په ځینو را اېستل شویو جسدونو باندې د شکنجې نښې لیدل کېدلې.‌ [جوان برېتو/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیندۍ په ۲۴مه د یوه ویډیو لېنک له لارې له مسکو څخه بهر د روسیې د ستراتیژیکې پراختیا او ملي پروژو د شورا د یوې غونډې مشري کوي. [میخایل میڅیل/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیندۍ په ۲۴مه د یوه ویډیو لېنک له لارې له مسکو څخه بهر د روسیې د ستراتیژیکې پراختیا او ملي پروژو د شورا د یوې غونډې مشري کوي. [میخایل میڅیل/سپوتنیک/ای اېف پي]

دغه قانون بیانوي چې روسیې د ملګرو ملتونو منشور څخه «ښکاره سرغړونې» کړي چې دا په امنیت شورا کې د دغه هېواد له خوا د چوکۍ نیول تر پوښتنې لاندې راولي.

فارین پالیسۍ مجلې ویلي، د دغو سرغړونو په ډله کې «د اوکراین په څلورو ولایتونو کې په غیرقانوني توګه د انضمام لپاره رایه اچول، د بوچا په څېر اوکرایني ښارونو کې د قتلونو ترسره کول، هستوي زور ښودنه او د نړۍ د خوراکي توکو تأمیناتو ته خطرونه رامنځته کول شامل دي.»

مجلې یادونه کړې، چې دا قانون له قانوني پلوه التزامي نه دی خو د روسیې د نفوذ د مهارولو په هکله «فکر غښتلی کوي».

جنګي جرمونه او قتلونه

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د لړم په وروستیو کې په یوه وینا کې په روسي عسکرو باندې تور ولګاوه چې په خیرسون ولایت کې یې له ۴۰۰ څخه ډېر جرمونه او «جنایتونه» ترسره کړي دي. روسیې د تلې په ۸مه په غیرقانوني توګه دا ولایت خپلې خاورې پورې ونښلاوه.

هغه وویل، «د روسیې پوځ د هېواد په نورو سیمو کې چې هغوی ورننوتي ول، دې ته ورته ظلمونه ترسره کړي ول.»

بي بي سي د وږي په میاشت کې د اوکرایني څارنوال جنرال اندري کوستین له قوله راپور ورکړ چې د هغه ادارې ۳۴۰۰۰ احتمالي جنګي جرمونه چې روسي ځواکونو ترسره کړي دي، مستند کړي، او د جینوساید له قضیې سره برابر دی.

راډېو وویل، «د اوکراین په ډېرو هغو سیمو کې چې مخکې روسي عسکرو لاندې کړې وې، ډله ییز قبرونه موندل شوي چې په ځینو کې د ملکي خلکو جسدونه هم شامل وو او د شکنجې نښې پرې لیدل کېدلې.»

هغې وویل، «د وري په میاشت کې، د کییف په لمنو کې د بوچا په نامه ښارګوټی کې له ۴۰۰ څخه د ډېرو ملکي خلکو جسدونه وموندل شول. د وږي په میاشت کې، ۴۵۰ جسدونه چې اکثر یې ملکي خلک ول د خارکیف په ایزیوم سیمه کې په ډله ییزو قبرونو کې وموندل شول.»

بي بي سي زیاته کړه، «د وري په میاشت کې، روسي ځواکونو په ماریوپول کې په یوه تیاتر باندې چې د ماشومانو لپاره د یوه پناه ځای په توګه کارول کېده، یو هوایي برید وکړ. د وري په میاشت کې په ماریوپول کې په یوه روغتون باندې هم برید وشو.»

د وري په ۳مه، تقریبا یوه میاشت وروسته له هغه چې روسیې په اوکراین باندې یرغل وکړ، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو حکومت د ارزونې له مخې، «روسي عسکرو په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړي دي».‌

بلینکین وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه غیرمؤجه او غیرعادلانه جنګ له پيلولو راهیسې، «بې رحمانه تاوتریخوالی پيل کړی چې په ترڅ کې یې د اوکراین په بېلابېلو برخو کې مرګونه او ویجاړتیاوې رامنځته کړي دي.»

هغه وویل، «موږ د بې توپیره بریدونو او داسې بریدونو او نورو جنایتونو ګڼ‌ شمېر باوري راپورونه لرو چې ملکي خلک په نښه کوي.»

هغه وویل، «روسي ځواکونو د اپارتمانونو ودانۍ، ښوونځي، روغتونونه، مهمې بېخبناوې، ملکي موټرونه، مارکېټونه او امبولانسونه ویجاړ کړي، چې په نتیجه کې یې په زرګونو بې ګناه خلک وژلي یا ټپي کړي دي.»

هغه زیاته کړه چې د ماریوپول د زېږنتون په ګډون، «ډېرې هغه ساحې چې روسي ځواکونو ویشتلې، په څرګنده معلومیږي چې، ملکي خلکو کارولې

د روسیې اعتبار خراب شوی دی

په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیاتو د یوه پوځي ځواک په توګه د روسیې اعتبار سخت خراب کړی، او د زبرځواک په توګه د دغه هېواد حیثیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

له سي اېن اېن سره د تلې د ۱۹مې په یوه مرکه کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې پوتین په اوکراین باندې د خپل یرغل «ډېره غلطه محاسبه کړې» وه.‌

بایډن وویل هغه فکر نه کاوه چې روسیه به تکتیکي هستوي وسله استعمال کړي خو خبرداری یې ورکړ چې حتی د پوتین ګواښونه داسې یو بې ثباتوونکی اغېز لري چې ښایي په قضاوت کې د احتمالي غلطیو سبب وګرځي.

بایډن وویل، «زه فکر کوم چې د نړۍ د یوه ستر هستوي ځواک د مشر له خوا داسې خبرې کول غیرمسؤلانه کار دی چې وایي ښایي هغه په اوکراین کې تکتیکي هستوي وسله وکاروي.»

د بروکینګز انسټیټیوټ سر څېړونکي سټیفن پیفر د لیندۍ د ۱۷مې په راپور کې ولیکل، «په داسې حال کې چې جګړه د اوکراین او اوکراینیانو لپاره یوه تراژیدي ده، د روسیې لپاره هم له پوځي، اقتصادي او جیوپولیتیک پلوه یو افت ثابت شوی دی.»

هغه وویل، «جنګ د روسیې پوځ ته زیان رسولی او د هغه اعتبار یې زیانمن کړی، اقتصاد یې ور خراب کړی، او هغه جیوپولیتیک انځور ته یې چې مسکو یې په اروپا کې لري په ژوره توګه تغیر ورکړی دی.»

هغه وویل، «دا به د متحده ایالاتو – روسیې تر منځ د اړیکو عادي کېدل، که ناشوني نه وي، تر یوې اندازې پورې سخت کړي.»‌

د اوکراین پخواني د دفاع وزیر اندري زاګورودنیوک د وږي په ۲۲مه د اتلانتیک شورا لپاره په یوه تحلیل کې ولیکل، د اوکراین د دفاع بریالیتوب «د یوه پوځي زبرځواک په توګه د روسیې د اعتبار تر شا وروست شوی حقیقت را لوڅ کړی دی».‌‌

هغه وویل،‌ «په اوکراین کې د روسیې د پوځ سختۍ د پوتین د استبدادي واکمنۍ محدودیتونه په ګوته کوي،‌» او یادونه یې وکړه چې د روسیې مشر «د خپل پروپاګند قرباني شو او قوماندانان یې وېرېدل چې د هغه مخالفت وکړي.»

هغه وویل، «یرغلګر ځواک چې د ۱۴۰۰ په وروستیو کې راغونډ شو د پلان شوي کار لپاره کافي نه و، خو د اوکراین خرابولو ته د پوتین شخصي لېوالتیا داسې وه چې هیچا دا زړه نه درلود چې هغه ته د خطرونو په هکله خبر ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «پرځای یې، د روسیې د ځواک په ماتې نه منلو باندې د پوتین ړانده باور او د اوکراین په غیرقانوني توب باندې د هغه بې درېغه اصرار په نظامي قضاوتونو باندې غلبه وکړله.»

په ایران باندې -- چې په نړۍ واله کچه یو منفور دولت او تقریبا مفلس هېواد دی ځکه چې هغه هم له بندیزونو سره مخامخ دی -- د روسیې د پوځ نوې تکیه د کریملین پر وړاندې د ننګونو د کچې یواځې یوه بېلګه ده ځکه چې له هغه څخه د یوه ډېر کوچني ګاونډي له خوا ماتې یې نږدې ده.

خو دا د هغې نهیلۍ او انزوا سطحه ښیي چې روسیه په کې د اوکراین پر ضد د جګړې په نتیجه کې ډوبه شوې ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پوتین منافق د بشري حقونو ټول سرحدونه مات کړل او په اوکراین کې یې سخت ظلمونه وکړل. تر دې مخکې، روسیې په ګروزني، چیچنیا کې بې ګناه انسانان وژلي ول. له هغه مخکې د دوی نیکونو شوروي پوځونو په افغانستان کې بې ګناه افغانان ووژل. بلې خواته د افغانستان مشهوري خبري اژانس (پژواک خبري اژانس) لیکلي چې، ((د یوه چینایي شرکت مشر په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.)) زه د افغانستان په نویو واکمنانو چې په غیر دیموکراتیک ډول یې قدرت ترلاسه کړی، لاکن اوس د افغانستان واکمنان دي، غږ کوم چې د چینایانو په وعدو ونه غولېږي. دا خلک دروغژن دي. د دوی په وعدو باور کول ناپوهي ده. دوی له جمهوریت سره څو ځلې هوکړې وکړې چې د لوګر د مس عینک کان مس وباسي خو بیا بیا له خپلې کړې ژمنې وتښتېدل. که دوی اوس هم غواړي چې په افغانستان کې د برېښنا بندونه جوړ کړي، تر ټولو مخکې دې د کونړ سیند باندې د برېښنا بند جوړ کړي. یو طرف ته به برېښنا تولید شي او بل طرف ته به د مشرقي وچې دښتې زرغونې شي. او که چینایان د کوسۍ زامن غواړي چې د ډبرو سکرو نه برق تولید کړي، دا کار غلط دی. ځکه چې افغانستان ډېر کم د ډبرو سکاره لري چې کېدی شي په ۱۰ - ۱۵ کالونو کې ختم شي. بیا به د ډبرو سکرو د برق سټیشن داسې په ټپه ودرېږي لکه امریکایانو چې په کابل کې د تېلو په وسیله د برق د تولید سیستم جوړ کړ خو دا چې افغانستان تېل نه لري، هغه هم کار نه کوي.

ځواب ورکړئ

ستاسو ټولې خبرې ریښتیا دي، خو ایا څوک د روسیې سره د مخامخ کیدو جرات لري؟ همدا اوس روسان د اوکرایین پر خلکو ظلم کوي او امریکا او اروپا د روسانو پر ضد له غندلو او اعلامیو خپرولو څخه پرته بل څه نشي کولی. دوی حتی نه غواړي چې د روسیې له ویرې خپلې پوځي مرستې پراخې کړي. دا د نړۍ اصول دي چې زورور هر څه چې وغواړي کولی شي. لکه امريکا چې پر افغانستان، عراق، ليبيا او نورو هېوادونو يې بريدونه وکړل او له ځمکې سره یې برابر کړل او هيچا له امريکا نه دا پوښتنه وکړه چې ولې يې دومره جنايتونه وکړل، ولې يې يو هېواد له ټولو بنسټونو سره ويجاړ کړ او ولې يې زرګونه کسان ووژل؟

ځواب ورکړئ

ستاسو خبرې سمې نه دي. که د امریکا او اروپا زور نه وای، روسیې کولای شوای چې په یوه اونۍ کې دننه اوکراین ونیسي. د امریکا او اروپا مالي مرستې او وسلې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ناکامۍ لامل شوې. البته دا یو حقیقت دی چې د اوکراین خلکو نه یوازې مالي، بلکې ځاني قربانۍ هم ورکړلې.

ځواب ورکړئ

جنګ تباهي او ورانی دی چې هم انسانان، حیوانات او هم نباتاتو ته زیان اړوي، ټپي کوي یې، وژني یې او د ژوند کولو هغه امکان چې ورته برابر دی ترې اخلي یې. په نړۍ کې هېڅ داسې جنګ نشته چې حتی ګټونکی یې اعتراف وکړي چې ګټه یې په کې کړې ده. بایلونکی خو یې پرېږده. جنګ هم په فزیکي لحاظ او هم په رواني لحاظ زموږ ژوند ګواښي. افغانستان کې تر ډېر ویل کېږي چې که افغانان جنګ ونه غواړي نور خلک یې ورته نه راوړي. خو زه د دې خبرې خلاف یم هغه ځکه چې افغانان د ښه ژوند او پرمختګ خواته اوس کش کوي خو د نورو هېوادونو استخبارات یې جنګ ته ور ټېل وهي او نه پرېږدي چې خلاصی ترې پیدا کړي. که ووایو چې موږ (افغانانو) ۴۰ کاله د نورو په اشاره جګړه وکړه خو اوس یې نه غواړو ځکه موږ سیال افغانستان غواړو او کله چې سیالي کوو نو جنګ باید یو طرف ته شي. اوکراین په هر لحاظ رسېدلی هېواد و، خو متاسفانه ولسمشر یې، چې یو فلمي لوبغاړی دی د سولې پر ځای د نورو په خوله جنګ غوره کړ او فکر یې کاوه چې دا حقیقي جګړه به هم د فلم د جګړې په څېر د کروما په پرده راځي او بېرته به ژر ختمېږي؛ خو نه هسې ونه شول بلکې د اوکراین د ولسمشر د ناپوهۍ له وجې دغه هېواد ړنګ، خلک یې نورو هېوادونو ته کډه او هر څه یې له لاسه ورکړل چې ښايي بېرته جوړېدل یې لسیزې وخت ونیسي.

ځواب ورکړئ

دا خبره غلطه ده چې اوکراین جنګ غوښت. نه د اوکراین خلکو جنګ غوښته او نه یې ولسمشر. اصلا پوتین او د پوتین ادارې جنګ غوښت. که نه، عادي روسانو هم نه غوښتل چې له اوکراین سره جنګ وکړي. خو هغه روسان چې د جنګ پلویان ول هغوی خپل دلیل درلود. د هغوی دلیل دا و چې ولې باید ناټو د روسیې پولې پورې ونښلي او ولې باید اروپایي اتحادیه پراخه شي؟ دا چې هر څوک په حقه و هغه جلا بحث دی خو جنګ په مجموع کې هلاکت دی. زما مور به چې چاته په غوسه وشوه ویل به یې د هغه خوله په خاورو هم نه ډکیږي. که تاسو د روسیې یو سر او بل سر وګورئ، دومره لویه ده چې په یو سر کې یې د سهار اته بجې وي په بل سر کې یې د شپې لس بجې وي. لاکن د پوتین ادارې بیا هم حرص وکړ او د اوکراین د نیولو لپاره یې جنګ پیل کړ.

ځواب ورکړئ

روسیې په ۱۹۷۷ کال کې پر افغانستان برید وکړ او په دې جګړه کې د ظاهر شاه او داوود خان په واکمنۍ کې د افغانستان ټولې لاسته راوړنې له منځه ولاړې. له روسانو سره په جګړه کې نږدې يو ميليون افغانان شهيدان شول او په ميليونونو خلک له افغانستانه پاکستان او ايران ته مهاجر شول. په دې جګړه کې زموږ کرنيزې ځمکې وچې شوې، د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې زموږ کورونه د روسانو له خوا بمبار شول، ښوونځي مو وران او يا په کنډوالو بدل شول. د افغانستان بې وزله خلک په همدې ۱۹۷۷ کال کې مهاجر شول، ۴۵ کاله کېږي چې لا هم په دوو ګاونډیو هېوادونو کې یو نیم میلیون کډوال لرو. په تېرو ۴۶ کلونو کې زموږ ګاونډیو هېوادونو له دغو افغان مهاجرینو څخه ډېره ګټه پورته کړې ده او د خپلو موخو لپاره یې په افغانستان کې د جګړې لپاره ګڼ شمېر کډوال استعمال کړي دي. که افغانستان په بد حالت کې دی، نو د روسانو له امله د افغانستان خلک تر اوسه له ستونزو سره مخامخ دي. په افغانستان کې که جګړه شوې او یا مونږ نړۍ ته د ترهګرو په توګه ور پېژندل شوي یو، دا د روسانو له امله وو چې زموږ امن او سوکاله هېواد یې په کنډوالو باندې بدل کړ. د افغانستان خلک په یوه خبره حیران دي چې زموږ جهادي مشران چې د روسانو پر ضد جنګیدلي وو، پرته له دې چې روسان بخښنه غواړي، څنګه له هغوی سره خبرو ته کېناستل. افغانستان د دواړو هېوادونو، روسیې او اوکراین له خوا ویجاړ کړای شو او دا هغه وخت و چې دا دواړه هیوادونه سره یو ول او د افغانستان بې وزله خلک تباه شول. الله دې دواړه تباه او برباد کړي. په شخصي توګه، دې جګړې زما ژوند تباه کړی دی. تر اوسه د افغانستان خلک د روسانو له امله ارام ژوند نه لري.

ځواب ورکړئ