امنیت

د هرات د ۱۳۵۷ د پاڅون د یاد مراسم په اوکراین کې له مقاومت سره شباهت په ګوته کوي

د عمر راپور

د هرات اوسېدونکي د کب په ۲۴مه په هرات ښار کې راټولېږي ترڅو د وخت د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد د ۱۳۵۷ کال د پاڅون یاد ولمانځي.

د هرات اوسېدونکي د کب په ۲۴مه په هرات ښار کې راټولېږي ترڅو د وخت د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد د ۱۳۵۷ کال د پاڅون یاد ولمانځي.

هرات -- د هرات په زرګونو اوسېدونکیو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۴مه/ د افغانستان د هغه وخت د کمونست حکومت پر ضد د یوه پاڅون کلیزه ولمانځله، او په اوکراین باندې د روسیې له یرغل سره یې مشابه وبلله.

له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر خلک په هرات کې د نوم ورکو شهیدانو مزار سره راټول شول ترڅو د ۱۳۵۷ د هرات د پاڅون ۴۳مه کلیزه ولمانځي.

د هرات خلکو د ۱۳۵۷ د کب په ۲۴مه د شوروي له خوا د ملاتړ کېدونکي حکومت پر ضد پاڅون وکړ چې د کب د ۲۴مې پاڅون په نامه هم یادېږيږ‌

د ځینو راپورونو په اساس، د تعقیبي ځپنې په لړ کې په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سړیو، ښځو او ماشومانو په ګډون د پاڅون له ۲۴۰۰۰ څخه ډېر غړي ووژل شول.‌

له پاڅون څخه څو ورځې وروسته، د شوروي له خوا د ملاتړ کېدونکي رژیم عسکرو په سلګونو کسان چې د تحرک شک یې پرې کاوه، ژوندي تر خاورو لاندې ښخ کړل.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد ادریس صدیق له اوسني وضعیت سره د مشابهت ښودلو په ترڅ کې وویل، په اوکراین باندې د روسیې یرغل «شیطاني کار» دی، او ښکاره خبره ده چې روسیه به ماته شي.

روسیې د کب په ۵مه په اوکراین باندې یرغل وکړ.

هغه وویل، «روسیه وینو ته تږې ده. نړۍ د هغې فاجعې چې هغوی څلور لسیزې مخکې زموږ په هېواد باندې راوستله شاهدان وه. روسیه به په اوکراین کې هغسې ماته شي لکه شوروي اتحاد چې په افغانستان کې مات شو

هغه زیاته کړه، «لکه افغانانو چې د شوروي یرغل پر وړاندې جنګ وکړ، دغسې اوکراینیان هم د روسیې د یرغل پر ضد درېدلي او په ډیره ښه توګه له خپل هېواد څخه دفاع کوي.»

صدیق وویل، «په دې نابرابر جنګ کې باید ټوله نړۍ د اوکراین له خلکو سره ودرېږي او پرې نه ږدي چې په نننۍ نړۍ کې یو غیرعادلانه یرغل بریالی شي.»

د محمد ایوب په نامه د هرات یوه اوسېدونکي وویل، لکه شوروي پوځ په افغانستان کې، روسي عسکر هم په اوکراین کې په ظالمانه ډول ښځې او ماشومان وژني او عامه بېخبناوې ویجاړوي.

هغه زیاته کړه، «د اوکراین خلک او حکومت په زړورتیا سره د روسیې د یرغل پر ضد له خپل هېواد څخه دفاع کوي.»

هغه وویل، «روسانو ته باید په اوکراین کې داسې درس ورکړل شي چې هغوی بیا هېڅکله هم زړه ونه کړي چې په راتلونکي کې په کوم بل هېواد باندې یرغل وکړي.»

تازه زخمونه

په افغانستان باندې د شوروي له یرغل څخه له څلورو لسیزو ډېر وروسته، افغانانو ته اوس هم د شورویانو ظلمونه په یاد دي، او د قربانیانو کورنۍ اوس هم ویرژلې دي.

په افغانستان باندې د شوروي د نږدې یوې لسیزې اوږده یرغل په ترڅ کې چې د ۱۳۵۸ د مرغومي په لومړیو کې پیل شو او د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په میاشت کې پای ته ورسېد، له یو میلیون څخه ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، دوه میلیونه نور ټپیان یا معلول شول، او له پنځو میلیونو څخه ډېر نور ګاونډیو هېوادونو ته بې ځایه شول.

غلام حیدر احمدي چې ۷۰ کاله عمر لري، د هرات اوسېدونکی دی، او د کب د ۲۴مې په پاڅون کې یې پلار، یو ورور او دوه ماماګان له لاسه ورکړي، وویل چې هغه اوس هم ویر کوي او په روسیې باندې لعنت وايي.

هغه وویل، «زما ورور او دوه ماماګان چې ډېر ښه ځوانان ول په عین ورځ شهیدان شول. زما مور د خپل زوی او ورونو غم نشوای زغملی او د کب د ۲۴مې له پاڅون څخه څو ورځې وروسته مړه شوه.»

هغه زیاته کړه، «زما پلار مجاهد وو چې د شوروي ځواکونو پر ضد جنګیده. هغه له خپلو یو شمېر ملګرو سره یوځای په هرات ښار کې د شورویانو د یوه هوایي برید په ترڅ کې شهید شو.»

احمدي وویل چې هغه ته د کب د ۲۴مې پاڅون او په هرات کې د شوروي عسکرو موجودیت د یوه ډاروونکي خوب په څېر په یاد دی.‌

هغه وویل، «روسیه په افغانستان کې د څلورو لسیزو اوږدې مودې د بدمرغیو اصلي سبب دی. د شوروي د یرغل له امله نن ورځ افغانان په درد اخته دي. روسانو زموږ هر هغه څه ویجاړ کړل.»

د هرات یوه اوسېدونکي حبیب الله زیارتجاهي چې ۶۵ کاله عمر لري، وویل، شوروي عسکرو هره ورځ په هرات ښار او ولسوالیو کې وینه تویوله او خوند یې ترې اخیست.‌

هغه وویل، «تاریخ به په افغانستان کې د شورويانو بزدلانه ظلمونه هېر نه کړي. تاریخ به روسیه تر ډېرو نسلونو پورې د یوه یرغلګر هېواد په توګه یاد کړي.»

هغه زیاته کړه، «د شورویانو یرغل او پایلو یې هر افغان اغېزمن کړ او دغه اغېز اوس هم زموږ په هېواد کې حس کیږي.»

ناکام به شي

شنونکي وایي، داسې ښکاري چې روسیه په اوکراین باندې له یرغل څخه وروسته د پخواني شوروي اتحاد له برخلیک سره مخامخ کیږي.‌

په هرات کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، په نننۍ نړۍ کې د ملګرو ملتونو په غړي خپلواک دولت باندې یرغل کول یوه غټه اشتباه ده.‌

هغه وویل، «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د خپل کاذب غرور په نیلي سپور وو، فکر کاوه چې د هغه پوځ به په ۲۴ ساعتونو کې اوکراین اشغال کړي، لاکن د هغه د توقعاتو پر خلاف، اوکراینیان له خپل هېواد څخه دفاع کوي او هره ورځ د روسیې د بریا چانس کموي.»

کامل وویل، «په اوکراین باندې د روسیې یرغل د ټولو نړۍ والو قوانینو پر خلاف دی او د پوتین سرزوری طبعیت په ګوته کوي.»

هغه زیاته کړه، که ژر وي که په ځنډ،پوتین به په اوکراین کې د ماتې تریخ خوند وڅکي.‌

په هرات کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد رفیق شهیر وویل، روسیې باید په افغانستان کې د شوروي له ماتې څخه عبرت اخیستی وای او هېڅکله یې هم په اوکراین باندې یرغل نه وای کړی.‌

هغه وویل، روسیه اوس هم فرصت لري چې د اوکراین حکومت سره مذاکرات وکړي او په درنښت سره وځي. که جنګ اوږد شي، روسي عسکر به مجبور شي چې د درنو تلفاتو له منلو څخه وروسته له اوکراین څخه وځي.

هغه وویل، «ښایي د روسیې له نظره په اوکراین باندې یرغل اسان کار وي، لاکن دا ناشونې ده چې هغه هېواد فتحه کړي او واک پرې وچلوي. که روسان اوکراین په بشپړ ډول هم ونیسي، هغوی به مجبور کړای شي چې ترې وځي ځکه چې هغه وطن د هغوی کور نه دی.»

شهیر زیاته کړه، «پوتین خپله بریا په بمونو ورولو او د اوکراین د ښارونو او عامه بېخبناوو په ویجاړولو کې ویني، لاکن په حقیقت کې دا د هغه ناکامي ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسیه په اوکراین باندې خپل یرغل داسې توجیه کوي چې اوکراین د شوروي اتحاد یوه برخه وه او روسیه حق لري چې د اوکراین په داخلي چارو کې لاس ووهي او له نورې نړۍ سره روابط د روسانو په خوښه جوړ کړي. که خبره داسې وي او روسان خپل ځانونه د شوروي اتحاد وارث بولي بیا خو افغانان هم حق لري چې په خپل وطن باندې د شوروي اتحاد د یرغل تاوان له روسانو څځه وغواړي او ترې وایې خلي.

ځواب ورکړئ