اقتصاد

نړۍ والو مرستندویانو د افغانستان لپاره د ۲ میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

سړي د سلواغې په ۱۰مه د کابل په لمنه کې له یوې خیریه ادارې څخه مرسته ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي د سلواغې په ۱۰مه د کابل په لمنه کې له یوې خیریه ادارې څخه مرسته ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

جنیوا، سویتزرلنډ -- ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ /د وري په ۱۱مه/ وویل چې نړۍ والو مرستندویانو د افغانستان لپاره د ۲.۴۴ میلیاردو ډالرو بشري مرستې د برابرولو ژمنه کړې ده.

په داسې حال کې چې په میلیونونو خلک له لوږې او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، نړۍ واله ټولنه هڅه کوي ترڅو سږ کال په بې ساري ډول ۴.۴ میلیارده ډالر راټول کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش وویل چې که چټکه مرسته ونه رسیږي، د افغانستان اقتصاد د سقوط له داسې خطر سره چې «د مرګ خولې ته ور روان دی» مخامخ دی.

خو د مرستندویانو په یوه مجازي کانفرانس کې چې برتانیا، جرمني او قطر یې په شریکه کوربه توب کاوه، اعلان وشو چې د غوښتل شوي هدف له نیمایي نه لږ ډېر پوره شوی دی.

وروسته له هغه چې له نړۍ والې ټولنې څخه په ټینګار سره غوښتنه وشوه چې افغانان یواځې پرې نه ږدي، د اوکراین جګړې او د نورو ځایونو ناورینونو ته له پام سره سره، ۴۱ هېوادونو مرسته وکړه.

ګوتیریش او نورو په دغه کانفرانس کې د لوږې او بې وزلۍ یو نهیلی کوونکی انځور وړاندې کړ.

ګوتیریش وویل، شاوخوا ۹۵٪ افغانان کافي اندازه خواړه نه لري او ۹ میلیونه د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.‌

هغه زیاته کړه، «که سمدلاسه اقدام ونشي، موږ په افغانستان کې د لوږې او سؤ تغذي له ناورین سره مخامخ یو. خلک وار له مخه خپل ماشومان او د خپلو بدنونو غړي خرڅوي څو خپلو کورنیو ته پرې خواړه برابر کړي.»

هغه وویل، «په یو ګټور بشردوستانه غبرګون کې لومړی ګام باید دا وي چې د افغانستان د اقتصاد د مړینې مخه ونیول شي.»

برتانیا د وري له ۱۲مې څخه په راتلونکي مالي کال کې د بشري مرستو په لړ کې د ۳۸۰ میلیونو ډالرو ژمنه وکړه چې لږ تر لږه ۵۰٪ مرسته به له افغانو ښځو او نجونو سره کیږي.‌

جرمني ۲۰۰ میلیونه یورو (۲۲۱ میلیونه ډالر) نورې ورکوي، په داسې حال کې چې متحده ایالات به ۲۰۴ میلیونه ډالر نوې مرستې ورکړي.

د تېر کال د لړم او مرغومي تر منځ د افغانانو لپاره د متحدو ایالاتو بشري مرسته نږدې ۷۸۲ میلیونو ډالرو ته ورسېدله.

په یوه ډیر باریک حالت کې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم مارتین ګریفیتس چې له دوحې څخه یې کانفرانس ته خبرې کولې، وویل چې څنګه هغه په افغانستان کې د کړاوونو کچې ته په کتلو سره د خبرو کولو الفاظ له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل، «په افغانستان کې له نیمایي څخه د ډېرو خلکو ژوند داسې دی لکه په یوه تار باندې چې تړلی وي.»

هغه وویل، «موږ یواځې دا مدیریت کوو چې د خوړو د بشپړ نشتوالي مخه ونیسو، ځینې ضروري خدمتونه برابر کړو او د هېواد د بشپړ زوال مخه ونیسو.»

مارتین وویل، «وضعیت ډېر زیات نازک دی

هغه وویل، «دوامدارې، بې قید او شرطه، او چمتو شوې مرستې ته اړتیا ده» چې خلک یې ترلاسه کړي، او په دې توګه اقتصاد او د عادي افغانانو جیبونو ته پیسې ور ورسیږي.

ګریفیتس وویل، داسې لارې چې هېواد د بانکدارۍ نړۍ وال سیستم پورې بېرته ونښلول شي به د بشري مرستو د رسولو لپاره حیاتي رول ولوبوي.

سوله او ثبات

ملګرو ملتونو د کب په ۲۶مه توافق وکړ چې په افغانستان کې خپل رسمي حضور ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک چې ناروی یې مسوده وړاندې کړې وه، د ۱۴ مثبتو رایو په اساس تصویب شو، خو روسیې سپینه رایه ورکړه.

دغه پرېکړه لیک ملګرو ملتونو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي، او د بشردوستۍ، سیاسي او د بشري حقونو په برخو کې ګڼې همکارۍ په کې موجودې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروی سفیرې مونا جوول وویل، «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی هیئت (یوناما) لپاره دا نوی ماموریت نه یواځې د عاجل بشري او اقتصادي بحران د ځوابولو لپاره مهم دی، بلکې دغه راز په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې زموږ د اساسي هدف د ترلاسه کولو لپاره هم مهم دی.»

هغې وویل، «شورا له دې نوي ماموریت سره یو روښانه پیغام ورکوي او هغه دا دی چې: یوناما په افغانستان کې سولې او ثبات ته د ودې او دغه راز د افغانانو په ملاتړ کې چې له بې ساري ننګونو او بې باورۍ سره مخامخ دي، یو مهم رول لوبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که څه هم نن سبا د بشري مرستو خبرونه ډېر اورو، لولو، خو هغوی چې په ریښتیا مستحق دي، دغه مرستې ورته نه رسېږي. په یوه او بله بهانه هغه چاته ځي چې اصلاً ورته ضرورت نه لري. اول خو د مرستې د نړیوالو مرستندویه مؤسساتو له خوا وېشل کېږي چې اول هغوی ترې په غټه پیمانه برخه اخلي. که سل کورنیو سره د یوې بوجۍ وړو، یو لس لیټره بوشکې غوړیو، یو کیلو چای، یو من لوبیا... مرسته کېږي، نو دغه بنسټونه د دې د څو چندې مرستې راپور ورکوي او دروغ خپروي. بیا چې دا مرستې چاته هم ورکول کېږي اکثر هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې د حکومت مخالف فعالیتونه یې کړي. پلونه یې الوزولي. بې ګنا خلک یې وژلي. سړکونه یې ویجاړ کړي. مکتبونو ته یې اور اچولی وي. او په مجموع کې به ووایم چې هغه چاته ورکول کېږي چې تېر شل کاله یې د افغانستان بربادي خپل کسب او کار ګڼلی وي. نو خبره داده چې اول خو دغه مرستې د افغانانو په درد هېڅ خوري نه، خو که بیا هم ورکول کېږي په کار ده چې په شفاف ډول توضېح او اړمنو کورنیو ته ورکول شي.

ځواب ورکړئ