امنیت

افغان کډوال د اوکرایني عسکرو تر څنګ د روسیې د یرغل پر وړاندې جنګیږي

د سلام ټایمز راپور

جلال نوري، اوکراین ته کډه شوی افغان چې د روسي یرغلګرو پر ضد جنګ کې د اوکراین اردو سره ملګری شوی دی، په دې عکس کې چې له بي بي سي فارسي سره د وري په ۱۵مه خپرې شوې یوې مرکې څخه اخیستل شوی دی، لیدل کیږي.

جلال نوري، اوکراین ته کډه شوی افغان چې د روسي یرغلګرو پر ضد جنګ کې د اوکراین اردو سره ملګری شوی دی، په دې عکس کې چې له بي بي سي فارسي سره د وري په ۱۵مه خپرې شوې یوې مرکې څخه اخیستل شوی دی، لیدل کیږي.

هرات -- یو افغان سړی چې په اوکراین کې اوسېږي په وروستیو کې له اوکرایني ځواکونو سره ملګری شوی، او د روسیې د یرغل پر ضد جنګ کې د یو ګروپ عسکرو قومانده پر غاړه لري.

جلال نوري چې له کییف سره نږدې جنګ کوي، د وري په ۱۵مه بي بي سي فارسي ته وویل چې نوموړی له ۱۳۶۷ کال راهیسې په اوکراین کې ژوند کوي او دغه هېواد د هغه لپاره دویم کور دی.

هغه په تنکۍ ځوانۍ کې اوکراین ته تللی دی. هغه اوس دواړه افغان او اوکراینی تابعیتونه لري.

نوري وویل چې هغه پرته له دې چې له خپل اصلي هېواد څخه وتښتي بله لاره نه لرله، خو دا ځل د هغه وجدان اجازه ور نه کړه چې خپل دویم کور پرېږدي.

اوکرایني عسکر د سلواغې په ۲۲مه په کییف کې امریکاجوړ جاویلین د ټانک ضد توغندي په یوه لارۍ کې باروي. [سیرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

اوکرایني عسکر د سلواغې په ۲۲مه په کییف کې امریکاجوړ جاویلین د ټانک ضد توغندي په یوه لارۍ کې باروي. [سیرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

هغه وویل، «تر څو به موږ له روسانو څخه تېښته کوو؟ چېرته به لاړ شو؟ هر چېرته چې موږ ځو جنګ راپسې راځي.»

نوري چې یوه امنیتي کمپني لري تر دې مخکې په ۱۳۹۳ کې له کریمیا څخه د دفاع لپاره جنګ کړی وو. کریمیا روسانو په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې سره ونښلوله.

هغه وویل، اوکراینیان هم د افغانانو په څېر له خپل هېواد څخه د دفاع لپاره سره متحد دي او روحیه یې لوړه ده.

هغه وویل، «په موږ افغانانو کې قومي ترینګلتیاوې شته، خو د بهرني یرغل پر ضد سره متحد یو. اوکراینیان هم په سیاست کې سره اختلافات لري خو زړور دي او له خپل هېواد څخه په دفاع کې سره متحد دي.»

نوري وویل، «هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ تنه رضاکاران له کییف ته نږدې پوځي اډې ته چې زه په کې ځای پرځای وم، خبر ورکوي چې تیار دي جنګ ته لاړ شي. په دغه اډه کې اوس هومره وسله نشته چې د هغوی غوښتنه پوره کړي.»

هغه وویل، «تر دې چې معلولو کسانو هم مرسته کوله؛ هغوی پخلی کاوه، ډوډۍ یې راوړله او بوجۍ یې له شګو څخه ډکولې. هر چا سخته خواري کوله او هیچا هم نه غوښتل چې په کور کې پاتې شي.»

د روسیې د استبداد پر ضد د جنګ هرکلی

ډېرو افغانانو د نوري د دې پرېکړې هرکلی کړی چې هغه د اوکرایني ځواکونو تر څنګ په لومړۍ کرښه کې جنګیږي.

د هرات اوسېدونکي وکیل احمد ساوروش وویل، هر څوک چې د روسي یرغلګرو پر ضد په جنګ کې مرسته کوي هغه د ظلم او استبداد پر ضد جنګ کې ملګری کیږي.

هغه وویل، «په اوکراین باندې د روسیې یرغل یو غیر عادلانه جنګ دی، او هر ازاد سړی کولی شي چې د یرغل پر ضد ودرېږي او د ظلم مخه ونیسي.»

وکیل وویل، «افغانانو هم د شوروي دکتاتورۍ او ظلمونو پر ضد جګړه کې غټې قربانۍ ورکړې ... او بالاخره یې هغوی ته ماتې ورکړله.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي نظرمحمد حق دوست وویل، د روسي یرغل پر ضد جنګ اصلا جهاد دی.

هغه د روسانو له خوا د پلازمېنې کییف د نیولو لپاره ناکامې هڅې ته په اشارې سره وویل، «زه ډېر خوښ یم چې روسان په شاتګ ته مجبور کړای شول او سخت تلفات یې ولیدل. موږ د هغوی پر ضد جنګ کې د یوه افغان په حضور باندې ویاړ کوو.»

هغه وویل، «د اوکراین له دیموکراسۍ او خپلواکۍ څخه د دفاع لپاره د نورو ځواکونو تر څنګ د افغانانو په برخه اخیستنې سره به روسان هغسې مات شي لکه څنګه چې شورویان په افغانستان کې مات شول.»

حق دوست وویل، «کله چې د روسانو د یرغل او جنایتونو خبره شي، د اوکراین د خلکو درد بېخي د افغانانو د درد په څېر دی. هغه ظلمونه او ویجاړتیاوې چې روسان یې په دې ورځو کې په اوکراین کې کوي عین هغسې دي چې هغوی نږدې ۵۰ کاله مخکې په افغانستان کې وکړل.»

روسان باید د خپلو جنایتونو سزا وویني

افغانان وایي هغوی به هېڅکله هم هغه درد او غم هېر نه کړي چې روسانو د شوروي د یرغل پر وخت هغوی ته راوړی وو.‌

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو یوه اوسېدونکي محمد کریم غفوري وویل، تقریبا هرې افغانې کورنۍ د شوروي یرغل په ترڅ کې د خپل یوه عزیز د له لاسه ورکولو غم لیدلی دی.

هغه وویل، «روسانو په سلګونو زره افغانان په ډله ییز ډول ووژل، په میلیونونو نور یې معلول کړل او د افغانستان بېخبناوې یې ویجاړې کړې.»

هغه زیاته کړه، هېڅ نړۍ والې ادارې له روسیې څخه په افغانستان کې د هغې د جنایتونو، ورانکارۍ او ډله ییزې وژنې پوښتنه ونه کړه.

غفوري وویل، «هغه درد او غم چې روسانو افغانانو ته راوړی هغه به هېڅکله هم هېر نشي، او دا دښمني به تلپاتې وي.»

د غور ولایت د مرکز فیروزوکوه یوه اوسېدونکي منصور کاظمي وویل، هغه ویجاړتیا چې د شوروي د یرغل په نتیجه کې اوښتې هغه اوس هم په دغه ښار کې تر سترګو کیږي.‌

هغه وویل، «روسان باید د ټولو هغو جنایتونو تاوان ورکړي چې هغوی زموږ په هېواد کې ترسره کړي دي. هغوی باید د هر شهید شوي افغان کورنۍ ته د وینې قېمت او د هغوی د یرغل په ترڅ کې د ویجاړې شوې هرې لوېشتې ځمکې تاوان ورکړي.»

کاظمي وویل، «کاش چې موږ داسې یو فرصت ترلاسه کړی وای چې له روسیې څخه مو د خپلو شهیدانو د وینو انتقام اخیستی وای.»

[له هرات څخه عمر د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چاینا ډیلي لیکلي: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ د اپریل په ۲۳مه د روسیې په مرکز مسکو کې د ارتودوکس ایستر د لمانځنې په ترڅ کې یوه شمع په لاس کې نیولې ده. زه حیران یم چې ګورم چې دا بدبخت په عیسی (ع) او د هغه په لاره څنګه باور لري. نه اسلام، نه عیسویت چا ته اجازه ورکوي چې بې ګناه خلک هغسې چې دی یې په اوکراین کې وژني، ووژني. هغه او بوش ورته خوګان دي. بوش بې ګناه افغانان او عراقيان ووژل او دغه خنځیر پوتين بې ګناه اوکراينيان ووژل.

ځواب ورکړئ

ما په اوکراین باندې د روسانو د یرغل له پیل راهیسې تر اوسه له روسیې او روسانو نه د انسانیت خبره نه وه اورېدلې. په کافي اندازه یې دا ثابته کړه چې روسیه ډېر شریز مشران لري. اوس مې د خارجه وزیر سرګي لاوروف خبرې ولوستلې چې بي بي سي پرې راپور جوړ کړی د. دلته یې درته ښیم: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، روسیه پلان نه لري چې جګړه کې پر اوکرایین اتومي وسلې وکاروي. لاوروف انډيا ټوډې چینل سره مرکه کې ویلي، "یوازې معمولي وسلې کاروي" د لاوروف له تازه څرګندونو وړاندې د جګړې پیل کې ولادمیر پوتین امر کړی و چې د روسیې اتومي ځواکونه دې بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شي، د روسیې یو شمېر حکومتي کسانو هم ویلي وو چې هېواد یې په ځینو شرایطو کې د اوکرایین پر وړاندې د اتومي وسلو کارولو ته چمتو دی. لاوروف همدا راز ویلي، د روسیې له تازه بریدونو سره چې د اوکرایین پر ختیځ یې پیل کړي جګړه یوه نوي پړاو ته داخلېږي.

ځواب ورکړئ

زه جګړه به په هیڅ صورت هم نه تاییدوم، خو د جګړې او دفاع ترمنځ توپیر دی. هغه څه چې اوس په اوکراین کې پیښیږي جګړه نه ده بلکې دفاع ده. دا د هر انسان دنده ده چې له اوکراینیانو سره مرسته وکړي چې د خپل هیواد دفاع وکړي او د روسیې له ظلم څخه یې وژغوري. کېدی شي چې د روغتیا په سکتور، تخنیکي سکتور، تعلیمي سکتور او داسې نورو کې مرستې وشي.

ځواب ورکړئ

زموږ افغانانو دې خدای مل شي. هر چېرته چې ځو پر ځای د دې چې یو څو ورځې ښې تېرې کړو. په جګړو اخته کېږو. د نړۍ د ابر قدرتونو له وجې مو نه ښه شپه تېره کړه او نه ورځ. د جلال نوري دې خدای مل شي. کاش افغانان نور د ښو ورځو خاوندان شي. او د ژوند د هغو رنګینیو څکه وکړي، کوم چې نور دنیاوال یې کوي او خوند ترې اخلي. متاسفانه زموږ څو نسله په جنګ کې پیدا شول، ځوانان شول، د زړښت مرحلې ته ورسېدل او بلاخره په جنګ کې مړه/ووژل شول. موږ چې په څومره جګړو کې ښکیل شوي یو لا مو تر اوسه زخمونه نه دي سره ورغلي. که هغه د انګلیس جګړه وه. که د روس وه او که د امریکې. کاش نور زموږ افغانان د نورو په اشارو خپل هېواد وران نه کړي او نه خپل ورور ووژني. موږ تر اوسه هغه درد او غم نه دی هېر کړی؛ کوم چې روسانو د شوروي د یرغل پر وخت افغانانو ته ورکړی دی. او دا اوس چې امریکا عام افغانان په ډاګ پنجابیانو ته یوازې پرېښود لاو دوی ترې کډې بار کړې. افغانان دې نور په هېچا بارو نه کوي او چې هر چېرته اوسي د خدای په امان کې دې وي او دا به ووایم چې افغانان نور له جګړو ستړي دي. امن غواړي. سوله غواړي. پرمختګ غواړي. تعلیم غواړي. ښه ژوند غواړي. او داسې ژوند غواړي چې خپل انساني حقوق یې څوک ترې تر پښو لاندې نه کړي.

ځواب ورکړئ

روسان د افغانانو ازلي دښمنان دي. روسانو د افغانستان د وروستي تاریخ په اوږدو کې څو ځلې پر افغانستان یرغل کړی او په افغانستان کې د وژنو او ورانیو لامل شوي دي. له همدې امله د هر افغان په زړه کې له روسانو سره دښمني او کرکه موجوده ده. له یوې خوا دغه اتل افغان نړۍ ته د افغانانو سرښندنې او وفاداري ثابتوي او له بلې خوا غواړي د هغو افغانانو غچ واخلي چې پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال د روسانو له خوا په شهادت ورسول شول. خوشبختانه هغه د دې کار کولو فرصت ترلاسه کړی دی.

ځواب ورکړئ