جرم او انصاف

متحدو ایالاتو د داعش په هغو غړو باندې بندیزونه ولګول چې د ماشومانو د استخدام شبکه چلوي

د سلام ټایمز راپور

ماشومان د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۲۸مه د سوریې په شمال ختیځ کې د الحسکه ولایت په الهول کمپ کې لیدل کیږي.‌ [بولینټ کیلیچ/ای اېف پي]

ماشومان د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۲۸مه د سوریې په شمال ختیځ کې د الحسکه ولایت په الهول کمپ کې لیدل کیږي.‌ [بولینټ کیلیچ/ای اېف پي]

متحدو ایالاتو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ د داعش د مالي اسانچارو د یوې شبکې په پنځو غړو باندې، چې په نورو جنایتونو سربېره یې له یادې ډلې سره په سوریه کې دننه د بې ځایه شویو کسانو له کمپونو څخه د ماشومانو په استخدام کې مرسته کوله، بندیزونه ولګول.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو وویل، دغو پنځو کسانو یوې داسې شبکې پورې تړاو درلود چې په سوریه، ترکیه او اندونیزیا کې یې فعالیتونه کول.‌

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په یوه اعلامیه کې وویل، دغو پنځو کسانو «سوریې او نورو سیمو ته چې داعش په کې فعالیتونه کوي د متشنجو افراطیانو سفرونه تسهیلول.»

هغه وویل، «په هغوی باندې له بندیز لګولوڅخه، زموږ هدف دا دی چې د داعش تسهیل کوونکې داسې یوه شبکه فاش کړو او مخه یې ډب کړو چې په سوریه کې د کم وسو ماشومانو په ګډون، د داعش استخدام یې تمویلاوه.»

سوریایي ماشومان د ۱۳۹۹ د لړم په ۲۶مه په الحسکه ولایت کې د الهول کمپ پرېښودلو ته د چمتووالي په ترڅ کې خوراک کوي.‌ په دغه ځای کې د داعش د ادعا شویو جنګیالیو خپلوان ژوند کوي.‌ [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

سوریایي ماشومان د ۱۳۹۹ د لړم په ۲۶مه په الحسکه ولایت کې د الهول کمپ پرېښودلو ته د چمتووالي په ترڅ کې خوراک کوي.‌ په دغه ځای کې د داعش د ادعا شویو جنګیالیو خپلوان ژوند کوي.‌ [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

ماشومان د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۲مه د سوریې په شمال ختیځ کې د الحسکه ولایت په الهول کمپ کې په ځان اوبه اچوي . په دغه کمپ کې تنکي ځوانان د داعش د مستخدمینو له خوا هدف نیول کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

ماشومان د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۲مه د سوریې په شمال ختیځ کې د الحسکه ولایت په الهول کمپ کې په ځان اوبه اچوي . په دغه کمپ کې تنکي ځوانان د داعش د مستخدمینو له خوا هدف نیول کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د متحدو ایالاتو د خزانې وزارت په وینا، دغې شبکې په اندونیزیا او ترکیه کې د پیسو په راټولولو سره په سوریه کې د بې ځایه شویو کسانو په کمپونو کې د داعش د هڅو د ملاتړ لپاره مالي انتقالات ترسره کول.

وزارت وویل، له دغو پيسو څخه یوه برخه «د دې لپاره کارول کېدله چې ماشومان له کمپونو څخه بهر قاچاق کړي او د احتمالي جنګیالیو په توګه یې د داعش بهرنیو جنګیالیو ته په لاس ورکړي.»

د خزانې وزارت وویل، د الهول په ګډون چې د سوریې د الحسکه ولایت په دښته کې یو پراخ کمپ دی، د کمپونو په اوسېدونکیو کې داسې کسان شامل دي چې د داعش له خوا بې ځایه شوي، یا د داعش عناصر، ملاتړي او د هغوی د کورنیو غړي دي.

وزارت وویل، له ۴۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د داعش مینه والو په الهول او نورو کمپونو کې د داعش اړوندو کسانو ته پیسې لېږلي څو په راتلونکي کې د یوه بغاوت ملاتړ برابر کړي.

د امنیتي چارو شنونکي وایي، په افغانستان کې وروستي بریدونه ښیي چې داعش هڅه کوي څو په دغه هېواد کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې په څو ولایتونو کې په جوماتونو او ښوونځیو باندې یو لړ خونړيو بریدونو چې افغانانو د کوچني اختر لپاره چمتووالی کاوه، هغوی له سخت وحشت سره مخامخ کړل.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د حمزه بلوچ په نامه د پوځي چارو یوه شنونکي خبرداری ورکړ چې، په افغانستان کې د رامنځته شوې امنیتي تشې له امله، په داسې حال کې چې اوس دغلته د دې ګواښ د ځپلو لپاره اړتیا وړ پوځي او استخباراتي وړتیاوې نشته، د داعش ګواښ په زیاتېدلو دی.

د داعش ماشوم جنګیالي

یواځې د سوریې په الهول کمپ کې چې تر ټولو لوی کمپ دی، او د اکثریت ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۰۰۰۰ کسان په کې ژوند کوي، د داعش ملاتړو د میاشتې تر ۲۰۰۰۰ ډالرو پورې د حوالو له لارې ترلاسه کړي دي.

حواله د پيسو د کمېشنکارانو د یوې داسې شبکې له خوا ترسره کیږي چې د پیسو له فزیکي خوځښت څخه پرته له مروج بانکي سیستم څخه بهر پیسې یا «ارزښت» انتقالوي.‌

د متحدو ایالاتو د خزانې وزارت وویل، په الهول کمپ کې د داعش ملاتړو ته د ورتلونکو پیسو ډېره برخه د سوریې له بهر یا د ترکیې په څېر د ګاونډیو هېوادونو له لارې ورغلې ده.

وزارت زیاتوي، له ۱۳۹۸ راهیسې داعش خپل ملګري له الهول څخه د سوریې ادلیب، دیر الزور او الرقه ولایتونو ته قاچاق کوي.

دغې ادارې وویل، «داعش په ځانګړې توګه د بې ځایه شویو خلکو له کمپونو څخه د ماشومانو په قاچاق کولو باندې تمرکز کوي ترڅو یې د جنګیالیو په توګه استخدام کړي.»

یوه له هغو کسانو څخه چې بندیز پرې لګېدلی، دوي داهلیه سوسانتي ده چې لږ تر لږه له ۱۳۹۶ راهیسې د داعش د یوې مالي اسانچارې په توګه فعالیت کوي او د داعش له نورو عناصرو سره یې د پیسو د انتقال په برخه کې مرسته کړې ده.‌

د خزانې وزارت وویل، د ۱۳۹۶ په وروستۍ ربعه کې، سوسانتي له خپل مېړه سره مرسته کړې وه چې د داعش یوه مشر ته ۴۰۰۰ ډالر او وسلې ور ولېږدوي او په خپله شبکه کې یې د داعش جنګیالیو ته شاوخوا ۵۰۰ ډالر ځانګړي کړي ول.‌

وزارت وویل، «سوسانتي د ۱۳۹۹ له وروستیو راهیسې، له اندونیزیا څخه سوریې ته د پیسو انتقال اسان کړی وو څو د بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې اړوندو کسانو ته پیسې ور ورسیږي.»

هغوی وویل، «په ځینو مواردو کې، له دغو پیسو څخه داسې استفاده شوې چې په وسیله یې ماشومان له کمپونو څخه دښتې ته اېستل شوي او هلته د داعش بهرنیو جنګیالیو هغوی تسلیم کړي او د داعش د ماشومو جنګیالیو په توګه یې استخدام کړي دي.»

د کم وسو خلکو په نښه کول

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) الهول «د ماشومانو لپاره د یوه سخت ځای» په توګه یاد کړی دی. ماشومان د دغه کمپ د اوسېدونکیو تر نیمایي پورې برخه جوړوي.

د کمپ اکثر ماشومان له ۱۲ کالونو څخه کم عمر لري.

سیف دي چایلډرن د وري په میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې، په الهول کې ۷۴ ماشومان مړه شوي چې ۸ یې د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.

په ۱۳۹۶ کې د داعش له ماتې څخه وروسته، دغه کمپ د افراطي ایډیالوژۍ مرکز پاتې شوی او داعش پرې د بیا پاڅون او استخدام لپاره تمرکز کوي.

په الهول کمپ کې دننه د داعش سخت دریځو ښځو د مذهبي پولیسو واحدونه جوړ کړي چې د داعش د تفسیر په اساس شرعي سزاګانې ورکوي او د کمپ ماشومانو ته ذهني روزنه ورکوي.

د نظم د ساتنې لپاره د کمپ د کردي ادارې له ډېرو هڅو سره سره، په الهول کې تاوتریخوالی، افراطیت او صحرایي سزاګانې عامې پېښې دي.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو افسر فرهاد خوجه د ۱۳۹۹ د مرغومي په میاشت کې المشارق ته وویل،‌ دغه کمپ «د داعش لپاره وروستی فرصت دی ترڅو ماشومان استخدام او د داسې وسیلې په توګه یې وروزي چې هر وخت وغواړي و یې کاروي.»

هغه یادونه وکړه چې، ډېر ماشومان اوس هم له خپلو میندو سره، چې د داعش له تاوتریخوالي څخه ډکه ایډیالوژي ترویجوي، «او د بیرته ظهور او پراختیا خوب ویني» ژوند کوي.‌

په الهول کمپ کې د کردستان د سرې میاشتې ټولنې خیریه کارکوونکې نارمین عثمان وویل، وروسته له هغه چې په الهول کې، چې ډېر کم سړي په کې دي، یو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان راښکاره شول، یوه د اندېښنې وړ بهیر را څرګند شو.

هغې وویل، ابتدایي څېړنو وښودله چې د کمپ سخت دریځو ښځو تنکي ځوان هلکان مجبور کړي وو چې نکاح ګانې وکړي او بچیان وزېږوي، د داعش په ایډیالوژۍ یې لوی کړي او «د خلافت د اعادې» لپاره یې ولیږدوي.

په داسې حال کې چې دغه تنکي زلمیان په الهول کې دننه له ذهني تلقین، ناوړه استفادې او د ابتدایي خدمتونو او مصؤنیت د نشتوالي په څېر سختیو سره مخامخ دي، أه کمپ نه بهر د داعش عناصرو هڅه کړې ترڅو هغوی وباسي او د یادې ډلې په خطرناکو لیکو کې یې استخدام کړي.

د داعش له خوا د بیا منظمېدلو په وروستیو هڅو کې په الحسکه کې د مرغومي د میاشتې خونړۍ حمله هم شامله وه چې په ترڅ کې یې هغوی هڅه وکړه ترڅو «د سلګونو ماشومانو په ګډون» افراطیان له زندان څخه راخوسې کړي.

اېس ډي اېف په داعش باندې تور ولګاوه چې ماشومان یې یرغمل نیولي او هغوی د پېښې په ترڅ کې له یوه متقابل برید څخه «د ځانونو د خوندي کولو لپاره د انساني سپر په توګه کاروي».

اېس ډي اېف هغه زندان د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو په مرسته چې د کردي وتلیو واحدونو د ملاتړ لپاره یې ور دانګلي وو، له څو ورځني جنګ څخه وروسته بېرته ترلاسه کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بده مرغه چې د نړۍ د زبرځواکونو له ټولو کړنو سره سره بیا هم داعش د ژوند ساه اخلي او وخت په وخت مختلفو هیوادونو ته ګواښونه کوي. د افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ماتې سره سره داعش اوس په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د سلام ټایمز او نورو باوري خبري اژانسونو د راپورونو له مخې دغې ډلې لږ تر لږه دوه بریدونه له افغان خاورې څخه د افغانستان په شمالي ګاونډیو هیوادونو باندې کړي دي. د منځنۍ اسیا هېوادونه او هغه زبرځواکونه چې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولیت په غاړه لري، باید له دغو ګواښونو څخه خبر وي او پرې نه ږدي چې داعش د افغانستان کومه برخه ونیسي، ځکه هغوی له کلونو راهیسې په عراق او سوریه کې واکمن ول، او د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتلو سره به دا تقریباً ناشونې وي چې هغوی ته ماتې ورکړل شي.

ځواب ورکړئ

سوریه او عراق پرېږدئ. دا وګورئ چې په شمال کې له پښتنو سره څومره ظلمونه شوي دي. په زرګونو پښتانه ځوانان د شمال ائتلاف (تاجکانو او ازبکانو) د ملېشو له خوا شهیدان شوي دي. د دغو قتلونو په وخت کې نړۍ وال ځواکونه هم افغانستان ته راغلي وو او د شمال ائتلاف له خوا یې د بې ګناه پښتنو د وژلو ننداره کوله. یو شمېر راپورونه خو دا هم وایي چې نړۍ والو ځواکونو په ځانګړې توګه امریکایي عسکرو هم په دې قتلونو کې برخه اخیستې ده او له همدې امله یې څو کاله مخکې د بشري حقونو د ادارو له خوا په افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو د پلټنو مخه ونیوله. زه د طالبانو ملاتړی نه یم او له نظریاتو سره یې هم تر ډېره مخالف یم لاکن اوس چې د طالبانو حوصلې ته ګورم چې نه یې ازبکان ووژل او نه تاجکان او هزاره ګان، زه په طالبانو باندې (چې اکثریت یې پښتانه دي) آفرین وایم او د حکومت کولو توان ورته غواړم. زه طالبانو ته وایم چې نورو قومونو او خلکو ته هم په حکومت کې برخه ورکړئ او دا ثابته کړئ چې پښتانه او نور قومونه څومره سره فرق لري؟!!! پښتانه واقعا د افغانستان مالکان دي، باید له نورو سره د سخاوت چلند وکړي. تاسو دا ویډیو وګورئ چې له پښتنو ځوانانو سره څومره ظلمونه شوي دي: https://www.facebook.com/100080747582610/videos/1134932750433423

ځواب ورکړئ

زه اصلاً د نړیوال تروریزم او افراطیت پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا اراده د شک وړ ګڼم. که امریکا واقعاً د ترهګرو د ماتولو او په هغوی باندې د بندیزونو لګولږ فکر کوي، نو ولې یې افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ؟ ایا د طالبانو او داعش تر منځ توپیر شته؟ طالبان هم چاودنې کوي او ځانمرګي بریدونه کوي، د خلکو په منځ کې وحشت او وېره رامنځته کوي، بهرنیان وژني او عامو تاسیساتو ته زیان رسوي. خو امریکا څو کاله په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړې، هغوی ته یې هویت او اعتبار ورکړ او بالاخره یې پر افغان ولس واکمن کړل. متحده ایالات په داعش باندې د بندیزونو په لګولو کې دومره جدي نه دي، او هغه کسان یې چې په نښه کړي، هغوی په سلګونو یا زرګونو ډالر انتقال کړي، خو د داعش مالي سرچینې دومره پراخې دي چې دا پرې کوم اغېز نه کوي. د امریکا متحده ایالاتو د خپلو ګټو د ساتنې له امله، هیڅکله د تروریزم پر وړاندې جدي مبارزه نه ده کړې.

ځواب ورکړئ

که رښتیا هم له ترهګرۍ سره مبارزه کوله، نو لومړی به یې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې (آی ایس آی) پر وړاندې غبرګون ښودلی وای، د دوی پر مشرانو به یې بندیزونه لګولي وای او پاکستان به یې د ترهګرۍ ملاتړی اعلان کړی وای. د نړۍ په هر ګوټ کې چې د ترهګرۍ هره پېښه شوې، د هغې اډې او ریښې په پاکستان کې موندل شوي دي، خو امريکا هيڅکله د پاکستان پر ضد هيڅ ګام نه شي پورته کولای، ځکه چې پاکستان د بريتانيا له مرستې او ملاتړ څخه برخمن دی او د امريکا او برتانيې ګټې سره یو دي. دا یوه افسانه یا بې بنسټه نظر نه دی، دا یو حقیقت دی. دا دې څوک نه وایي چې زه د چین، روسیې یا ایران مینه وال یم، دغه درې هیوادونه تر ټولو بد دي.‌

ځواب ورکړئ