امنیت

د داعش بریدونو د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي وارخطا کړي دي

د محمد قاسم راپور

یو ټپي شوی افغان سړی وروسته له هغه چې د غوایي په ۱ په مزارشریف کې د سه دوکان په نامه د شیعه ګانو په یوه جومات کې په یوه چاودنه کې ټپي شو، په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان سړی وروسته له هغه چې د غوایي په ۱ په مزارشریف کې د سه دوکان په نامه د شیعه ګانو په یوه جومات کې په یوه چاودنه کې ټپي شو، په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

کندوز -- د بلخ، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د پولو په اوږدو کې د داعش د بریدونو د زیاتوالي په هکله زیاتېدونکې اندېښنې ښيي.

د داعش خراسان څانګې د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې په ګرد هېواد کې یو شمېر مرګوني بریدونه ترسره کړي، چې په لسګونو خلک یې وژلي او ټپي کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې، د داعش خراسان څانګې د یو لړ هغو بمي بریدونو چې جوماتونه، ښوونځي او مني بسونه یې په نښه کړل او په تاجکستان او ازبکستان باندې د راکټي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

په تر ټولو وروستۍ ادعا کې، داعش د غوایي په ۱۷مه په ټیلیګرام باندې وویل چې هغوی د تخار ولایت له خواجه غار څخه د پولې پورې غاړه د تاجکستان په یوه پوځي اډه باندې ۷ توغندي ورتوغولي دي.‌

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال ربیع الله محتشم وویل، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د واک له وروستۍ خلا څخه په استفادې سره په ټول هېواد کې خپل خوځښت زیات کړی دی.

هغه وویل، «په کابل، بلخ، ننګرهار او د هېواد په نورو برخو کې وروستۍ پېښې په افغانستان کې د تاوتریخوالي یوه نوې څپه په ګوته کوي.»

هغه وویل، «موجود حکومت باید د دغو پېښو مخه ونیسی.»

هغه وویل، «زموږ معلومات ښیي چې د کندوز ولایت په ځینو برخو کې مخ پټي سړي موجود دي.»

هغه زیاته کړه، «داعش د هېواد په شمالي ولایتونو کې په فعالانه توګه جنګیالي استخداموي. که د هغوی د دغو کارونو مخه ونه نیول شي، هغوی به په یوه غټه ستونزه باندې واوړي.»

داعش هېڅ رحم نه کوي

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي محمد رحیم رحیمي وویل، «له بده مرغه، دا ځل داعش زموږ وینو ته تږی دی. هغوی په هیچا باندې هم رحم نه کوي.»

هغه وویل، «د هرې ورځې په تېرېدلو سره، داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې لیکې پياوړې کړي. له بده مرغه چې په هېواد کې د یادې ډلې د فعالیتونو د درولو لپاره هېڅ پلان نشته.»

رحیمي وویل، نړۍ واله ټولنه باید په افغانستان کې د داعش ګواښ ته په کمه سترګه ونه ګوري او باید چې د ګډو سیمه ییزو او نړۍ والو هڅو له لارې یې د فعالیتونو د پراختیا مخه ډب کړي.

افغانانو د یادې ترهګرې ډلې بریدونه په پراخه کچه غندلي دي.‌

د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف په سلګونو اوسېدونکي د غوایي په ۲مه د سه دوکان په نامه د شیعه ګانو په جومات کې له یوې بمي چاودنې څخه یوه ورځ وروسته راټول شول چې ماتم وکړي. په چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي ول.

د برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.

ویر کوونکیو دغه بمي چاودنه وغندله او د داعش د روانو بریدونو په هکله یې اندېښنه څرګنده کړله.

د مزارشریف یوه اوسېدونکی سید قربان رضایي وویل، د بې ګناه خلکو وژل او هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې، د بشریت پر ضد یو جنایت دی.

هغه زیاته کړه، هره ډله چې مسلمانان په ډله ییز ډول وژني، هغه د اسلام له لارښوونو څخه ناخبره ده.

رضایي وویل، «د دغه خونړي ګروپ له خوا وروستيو بریدونو په سلګونو کورنۍ د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو له امله په ویر کېنولي دي. هغوی ماشومان یتیمان، ښځې کونډې کړي او له میندو او پلرونو څخه یې د هغوی بچيان اخیستي دي.»

هغه وویل، د هرې کورنۍ دوه یا درې غړي مړه یا ټپي شوي دي.

نوموړي وویل، «د دغو جنایتونو ترسره کوونکي به د دوزخ په اور کې وسوځي.»

د بمي برید د یوه قرباني یوه خپلوان قمبرعلي حسیني وویل، داعش د ټولو افغانانو دښمن دی.

شیعه هزاره ټولنه، چې د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو ۱۰ - ۲۰٪ جوړوي، له ډېرو وختونو راهیسې د ترهګریزو عملونو قربانيان دي چې اکثر دغه بریدونه د داعش له خوا ترسره کیږي.

هغه وویل، «داعش هیڅوک هم نه پرېږدي. دغه ډله د خلکو د وینو له تویولو څخه خوند اخلي.»

نوموړي وویل، «د داعش هدف د افغانانو وژل او له منځه وړل دي، ځکه هغوی نه غواړي چې افغانان په سوله او نېکمرغۍ کې ژوند وکړي.»

حسیني وویل، افغانان باید وخوځېږي او دې ته چمتو وي چې د دغې ترهګرې ډلې پر ضد پورته شي، که نه، په هېواد کې ټول قومي ګروپونه به په افغانستان کې له تدریجي مرګ سره مخامخ شي.‌

زیاتېدونکي ګواښونه

په بدخشان ولایت کې د پوځي چارو یوه شنونکي عزیزالله ایوبي وویل، د داعش خراسان څانګې په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او اوس په سیمه کې د نورو هېوادونو ثبات هم ګواښي.

هغه وویل، «داعش د افغانانو له بد حالت څخه ناوړه استفاده کوي او هغوی دې ته هڅوي چې له دغې ډلې سره ملګري شي

هغه وویل، «په هېواد کې زیاتېدونکې بې کاري او بې وزلي د داعش لپاره یو ښه فرصت دی، ځکه هغوی ځوانان استخداموي او میاشتنۍ تنخواګانې ورکوي.»

په تخار ولایت کې د مدني ټولنې یوې فعالې فاطمې سکندري وویل، که په افغانستان کې د داعش د ماتولو لپاره یو ښه مجهز ځواک جوړ نشي، دغه ډله به د نورې خاورې نیولو ته دوام ورکړي.

هغې وویل، «د داعش د ماتولو لپاره، په هېواد کې د یوه ښه مجهز ځواک جوړول مهم دي، که نه، دغه ترهګره ډله به هره ورځ بې ګناه خلک وژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش د هر افغان لپاره مخ په زیاتیدونکي اندیښنه ده او موږ ویره لرو چې یوه ورځ به د طالبانو په څیر داعش هم کابل ونیسي او خپل حکومت به جوړ کړي او نړۍ به په یوه او بل نوم ورسره همکاري وکړي. هغسې چې شل کاله وړاندې طالبان تروریستان بلل کېدل، خو نن د یوه هېواد حکومت د هغوی په واک کې دی او هره ورځ په کابل کې د لویدیځ ډیپلوماټان ورسره ملاقاتونه کوي. یوه ورځ به راشي چې د دغو هیوادونو ډیپلوماټان به د داعش له مشرانو سره همغه لاره تعقیب کړي. خدای دې هغه ورځ په مونږ نه لیدل کوي، خو د طالبانو د دښمنۍ او ناپوهۍ له امله، چې له نړیوالې ټولنې سره له هر ډول تعامل څخه ډډه کوي او د هېواد دننه د محدودیتونو په لګولو او د خلکو په شخصي چارو کې لاسوهنه کوي، د خلکو صبر پای ته رسولی او په دې توګه د ورته سناریو تکرار ناممکن نه ښکاري.

ځواب ورکړئ

زه غواړم د هغو ارقامو په هکله چې تاسو په خپل راپور کې یاد کړي دي،‌ یو بل ټکی اضافه کړم. ما ستاسو په راپورونو کې څو څو ځله لیدلي چې وايي د هزاره ګانو شمیر له ۱۰ څخه تر ۲۰٪ پورې دی، په داسې حال کې چې د رسمي شمیرو له مخې دا ریښتیا نه ده. هزاره ګان د هیواد په هیڅ ولایت کې اکثریت نه لري، حتی په بامیانو کې تر نیمایي زیاتې ولسوالۍ په پښتنو او تاجکو پورې اړه لري. هو، د شیعه ګانو د شمېر په اړه ویل کېږي، چې د هېواد د نفوس شاوخوا شل سلنه جوړوي، خو دا باید په پام کې ونیسو، چې نه ټول هزاره ګان شیعه دي او نه ټول شیعه ګان هزاره دي.

ځواب ورکړئ

دا د یوې ناوړه پروسې یوازې پیل دی. د شمالي ولایتونو خلک او په ټولیزه توګه د افغانستان خلک باید نور تاوتریخوالي ته منتظر واوسي. زه د شنونکو له نظر سره موافق یم چې مبهم وضعیت او امنیتي خلا د دې لامل شوې چې داعش په چټکۍ سره استخدام شي او په ټول هېواد کې یې د درنو او مرګونو بریدونو په ترسره کولو کې مرسته وکړه. د طالبانو د حماقت له امله د طالبانو حکومت ته دا ناشونې ده چې په نړیواله کچه رسمیت ترلاسه کړي او دې کار زه لا اندېښمن کړی یم، ځکه د نړۍ په تېره بیا د لوېدیځو هېوادونو له خوا د افغان حکومت له پېژندلو پرته هېڅ امکان نشته چې په افغانستان کې یو ځواکمن پوځ جوړ کړای شي. همدارنګه، زه فکر نه کوم چې د داعش پر وړاندې د جګړې په برخه کې به د طالبانو او نړۍ تر منځ ګډه زمینه وي نو موږ باید یو ځل بیا د وحشت او وژنو انتظار وکړو.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو دې چټلې پالېسۍ ته حیران یم، کلونه کلونه کېږي چې پاکستان په خوست، پکتیا، ننګرهار او کونړ ولایتونه راکټونه راولي او اکثر پښتون مېشتې سیمې هم کلونه کېږي چې د جګړې په اور سوځي. مګر تاسو یوه ورځ د پښتنو.د سیمې یوه داسې خبر ته هوا ور نکړه څومره چې هزارګانو ته کمپاین کوئ. په افغانستان کې د قومونو تر منځ تفرقه ټوله همدا ستاسو رسنیو په څېر جوړه کړې ده

ځواب ورکړئ

عجیبه خبره ده! هزاره ګان له کومه ۲۰٪ شول؟ که هزاره ګان ۲۰٪ وي بیا تاجکان څو ٪ دي؟ ازبکان څو ٪ دي؟ او پښتانه چې پخوانیو احصایو ۷۰٪ ښودلي وو هغوی څو ٪ دي؟ بې منطقه لیکل مه کوئ. مننه

ځواب ورکړئ