امنیت

افغانانو په قومي اقلیتونو باندې د داعش بریدونه وغندل

د نجیب الله او ای اېف پي راپور

د افغان سک ټولنې غړي، وروسته له هغه چې د چنګاښ په ۹مه وسله والو سړیو په کابل کې د سکانو په یوه ګوردواره باندې برید وکړ او یو سک سړی یې وواژه، له افغانستان څخه د هندوستان پلازمېنې نوي ډیلي ته په رسېدلو سره غبرګون ښیي. [ای اېف پي]

د افغان سک ټولنې غړي، وروسته له هغه چې د چنګاښ په ۹مه وسله والو سړیو په کابل کې د سکانو په یوه ګوردواره باندې برید وکړ او یو سک سړی یې وواژه، له افغانستان څخه د هندوستان پلازمېنې نوي ډیلي ته په رسېدلو سره غبرګون ښیي. [ای اېف پي]

کابل -- افغانان په کابل کې د سکانو په یوه ګوردواره باندې د یوه وسله وال سړي له خوا له ډزو څخه له یوې میاشتې لږ وروسته د هېواد په قومي اقلیتونو باندې د ترهګریزو بریدونو پر ضد درېږي.

داعش د غبرګولي په ۲۸مه، په کابل کې د سکانو په یوه ګوردواره باندې د یوه برید چې یوه ورځ مخکې ترسره شو، مسؤلیت پر غاړه واخیست.هغوی وویل چې دغه کار یې د محمد رسول الله (ص) پر ضد د سپکاوي په غچ کې کړی دی.

په یوه پیغام کې چې داعش پر خپل تبلیغاتي وېب سایټ اعماق باندې خپور کړی، ویلي چې برید هندوان او سکان او هغه «مرتدان» په نښه کړل چې هغوی یې خوندي کړي ول، او دا کار یې «د الله د رسول (ص) د ملاتړ لپاره» وکړ.

په برید کې دوه کسان ووژل شول او لږ تر لږه اوه نور ټپیان شول.‌

د رګبیرسنګ په نامه یوه ټپي شوي کس له یاد برید څخه وروسته د غبرګولي په میاشت کې ای اېف پي ته وویل، «موږ دلته راتلونکی نه لرو. ما ټولې هیلې له لاسه ورکړي دي.»

هغه وویل، «هر چېرې موږ له ګواښ سره مخامخ یو.»

سک ټولنه له ډېر وخت راهیسې د داعش هدف دی.

د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې، لږ تر لږه ۲۵ کسان هغه وخت ووژل شول چې وسله والو سړیو په کابل کې په یوه بله ګوردواره باندې برید وکړ.

او په ۱۳۹۷ کې لږ تر لږه ۱۹ کسان چې اکثر یې سکان ول، په جلال اباد کې په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شول.

د دواړو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. هغوی په منظمه توګه د شیعه ګانو او صوفیانو په ګډون، د افغانستان د اقلیتونو غړي په نښه کوي.

موږ باید احتیاط وکړو

تر تېر کال پورې په افغانستان کې د سکانو او هندوانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ ته راکم شوی وو، په داسې حال کې چې په ۱۳۵۰مو کالونو کې دغه شمېر نږدې نیم میلیون تنه وو.‌

اکثر پاتې شوي کسان سوداګر ول چې د بوټو د درملو او له هندوستان او پاکستان څخه د راوړل شویو برقي وسایلو په خرڅولو یې شپې ورځې سبا کولې.

د منموهن سنګ سیتي لپاره، چې په افغانستان کې زېږېدلی وو، دغه معبد یواځې د عبادت ځای نه، بلکې د ټولې سک ټولنې استوګنځی وو.‌

سیتي چې د ۷۰ کالونو په شاوخوا کې عمر لري، د غبرګولي په میاشت کې ای اېف پي ته وویل، «دا عمومي ګوردواره وه چې موږ ټولو په کې د یوې کورنۍ په توګه ژوند کاوه.»

دا برید څو ورځې وروسته له هغه ترسره شو چې د نوي ډیلي یوه هیئت له کابل څخه لیدنه وکړه څو د هندوستان سفارت د بیا پرانستلو د امکاناتو په هکله خبرې اترې وکړي.‌

په نوي ډیلي کې د هندوستان د حکومت سرچینو ای اېف پي ته وویل چې شاوخوا ۱۰۰ افغان هندوانو او سکانو ته عاجلې وېزې ورکړل شوي، خو سیتي وویل چې په دغه وېرېدلې ټولنه کې هیڅوک هم په دې هکله خبر نه دي.‌

هغه وویل چې اوس دغه ټولنه نه پوهېږي چې په راتلونکي کې چېرې عبادت وکړي.‌

هغه وویل، «که موږ ټول په یوه مشخص ځای کې د عبادت کولو لپاره سره ټول شو، ښایي موږ له یوې بلې داسې پېښې سره مخامخ شو.»

نوموړي وویل، «په موږ باندې وار له مخه درې بریدونه شوي... موږ مجبور یو چې پام وکړو.»

سیتي وویل، «وروستۍ پېښې په موږ باندې ډیر زیاد تاثیر کړی دی.»

هغه وویل، «افغانستان زما اصلي ټاټوبی دی، او ما هېڅکله هم نه غوښتل چې ولاړ شم... خو اوس زه وځم.»

د کابل یوه سک اوسېدونکي چې د چریندر سنګ په مستعار نامه یې خبرې کولې، وویل، «پخوا له ټولو هغو کلتوري او امنیتي ننګونو سره سره چې موږ ورسره مخ وو... موږ په افغانستان کې پاتې شوي وو او له دې امله مو هر څه زغمل ځکه موږ له خپل وطن سره ډېره مینه لرله.»

سنګ وویل، «خو له بده مرغه چې په کابل کې له وروستي برید څخه وروسته موږ داسې احساس کړه چې نور نشو کولی چې په افغانستان کې ژوند وکړو ځکه چې موږ خوندي او په امن نه یو، او په وروستیو میاشتو کې هیچا هم زموږ امنیتي اندېښنې نه اورېدلې.»

د اسلام خلاف

افغانان وایي، په اقلیتونو باندې بریدونه د اسلام او انسانیت د اساساتو او همدارنګه د افغانستان د ګټو او تاریخ پر خلاف کار دی.‌

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال خلیل رؤفي وویل، هندوان او سکان د افغانستان پخواني او اصلي اوسېدونکي دي، او د هغوی نشتوالی به د هېواد د تاریخ او کلتور لپاره به یوه ستره ضربه وي.

رؤفي وویل، «له بده مرغه چې د هغوی پر ضد توپيري چلند او ځورول په ۱۳۷۰مو کالونو کې په کابل کې هغه وخت پيل شول چې مجاهدینو واک ترلاسه کړ.»

هغه په داسې حال کې چې د داعش وروستي ډله ییزه وژنه وغندله، وویل، «له بده مرغه چې زموږ دا هېوادوال هم د داعش د ترهګرې ډلې له خوا په نښه کړای شول او د وخت په تېرېدلو مجبور شول چې افغانستان پرېږدي. اوس په هېواد کې یواځې شاوخوا ۷۰ تر ۱۰۰ پورې کورنۍ پاتې دي.»

د پوځي چارو یوه افغان کارپوه اسدالله نادم وویل، «له بده مرغه چې زموږ مذهبي، سیاسي، فرهنګي او مسلکي مشران، زموږ جنرالان او ډاکتران د داعش له خوا په نښه کیږي.»

هغه وویل، «د دغو بریدونو هدف دا دی چې افغانستان ته زیان ور ورسوياو ټولنیز نظام ټکنی کړي.»

نادم وویل، «داعش یوه ترهګره ډله ده. هغوی نه دعامو خلکو د غبرګون پروا کوي نه د خپلو کارونو د پایلو ځکه چې هغه یوه سیاسي ډله نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اصلي لوبه اوس پیل شوې ده. افغان سکهان او هندوان ډېر نېکمرغه دي چې لږ تر لږه هندوستان ورته وېزې او پناه ورکړې ده. اوس هم څلویښت میلیونه خلک د ترهګرو ډلو او طالبانو د حکومت له خوا یرغمل دي. داعش په منظم پلان سره پرمختګ کوي. هغوی د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا د هېواد په شمالي ولایتونو کې جنګیالي استخداموي. څو ورځې وړاندې د داعش جنګیالیو د ازبکستان پر سرحدي سیمو هم بریدونه وکړل او د ازبکستان خلکو ته یې مالي زیانونه واړول. زه فکر کوم چې د ترهګرۍ اور به ډېر ژر ټوله سیمه په خپله ولکه کې واخلي او هغه ګاونډي هېوادونه چې د طالبانو کوربه وو او له هغوی څخه خوښ وو، هغوی به د خپل اعتبار قیمت ادا کړي. تروریزم د مار په څیر دی. هغه د خپلو او پردیو ترمنځ توپیر نه کوي.

ځواب ورکړئ

داعش د افغانستان، اسلام او انسانیت دښمن دی، خو پوښتنه دا ده، چې امریکا ولې په افغانستان کې د خپل دوه لسیزو حضور په ترڅ کې د دغو ترهګرو ډلو د پرمختګ په مخنیوي کې پاتې راغله؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش بریدونه روان وو، امریکا ولې له افغانستانه ووتله؟ ولې یې یوې ترهګرې ډلې ته اجازه ورکړه چې د افغانستان حکومت ونیسي؟ د دې ټولو بدبختیو مسوول امریکا او لویدیځوال ملګري یې دي او د افغانستان خلک به هیڅکله امریکا ته د دې منافقت او خیانت له امله بخښنه ونه کړي.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې امریکا د پاکستان په ګډون ترهګر او د هغوی ملاتړي نه دي ځپلي. اصلي ستونزه زموږ په خپلو خلکو کې وه. که څه هم د حکومت نیمایي برخه په حقیقت کې د شمالي ټلوالې د پاتې شونو په لاس کې وه، خو دوی د حکومتي نظام مخالف وو. هغه ورځ مو په یاد ده چې د شمالي ټلوالې مشهور جنګسالار او د بشري حقونو سرغړونکي عطا محمد نور خبرداری ورکړ چې که نړیوال ایتلاف مداخله ونه کړي په ۲۴ ساعتونو کې به د ولسمشرۍ ماڼۍ ونیسي؟ له دې سره سره د شمالي ټلوالې رسنیو چې د روسیې او ایران له خوا ورکول شوي ماموریتونه یې اجرا کول په منظم ډول د حکومت پر ضد تبلیغات کول. دوی د رسنیو له ازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوله او افغان مدني سیستمونه یې تر پښو لاندې کول. دوی تل پر پښتنو سیاستوالو بریدونه کول. دوی هیڅکله پر تاجک، ازبک او هزاره سیاستوالو نیوکه نه ده کړې. په حقیقت کې دوی د افغانستان د اکثریت توکم (پښتنو) د ځپلو لپاره د روسیې او ایران او همدارنګه د فرانسې پخوانی ماموریت پلي کاوه.

ځواب ورکړئ

له داسې پلیتو خلکو مې نفرت راځي چې د اسلام حلقه یې دومره راتنګه کړې ده. دومره چې په ریښتیا اسلام پرست یاست ولې هند، پاکستان، ایران او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په غیر مسلمو بریدونه نه کوئ چې اسلام مو د افغان کونې ته راوړی او تل یې د افغان د غاړې دسمال په څېر ورپسې ګرځوئ. اسلام ډېر یو مقدس دین دی. اسلام پراخه دین دی. د حوصلې او زغم دین دی. اسلام کې دا نشته چې په داسې خبرو دې یو څوک ووژل شي. اسلام دا نه وايي چې ګناه دې یو څوک کوي او وژل کېږي دې بل څوک. خو خبره ټوله د افغانیت ده. استخباراتي ډلې هڅه کوي چې د اسلام په نوم او جامه کې افغانان ووژني. په خپلو کې یې بې اتفاقه کړي. په ډلو یې وویشي. او د ورورګلوۍ فضا ورته په دښمنۍ واړوي. کنه داعش چې غچ اخلي لاړ دې شي هند کې دې واخلي چې هلته هندوان دي. پاکستان کې دې واخلي چې په ازاد ډول هندوان ګرځي راګرځي. افغان هندوان او سکان وطن دوست خلک دي. له سنیانو ډېر په وطن مین دي او زورېږي پرې. او افغان هندوان او سکان (ذمي هندوان او سکان دي) څنګه چې د سنیانو وژل ګناه ده دغه شان د افغان هندوانو او سکانو وژل ګناه ده.

ځواب ورکړئ