چاپیریال

یونیسف د یو اېس ای آی ډي په مرسته په هرات ښار کې عامه تشنابونه جوړ کړل

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایی ادارې (یو اېس ای آی ډي) په مالي مرسته د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۸ عامه تشنابونه جوړ کړي دي. د دغو اسانتیاوو د رغونې کار درې میاشتې مخکې پیل شوی، او تشنابونه د سلواغې له ۵مې راهیسې د خلکو پر مخ پرانستي او په وړیا ډول فعالیت کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایی ادارې (یو اېس ای آی ډي) په مالي مرسته د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۸ عامه تشنابونه جوړ کړي دي.

د دغو اسانتیاوو د رغونې کار درې میاشتې مخکې پیل شوی، او تشنابونه د سلواغې له ۵مې راهیسې د خلکو پر مخ پرانستي او په وړیا ډول فعالیت کوي.

د هر عامه تشناب په رغونه باندې تقریبا ۱.۵ میلیون افغانۍ (۱۶۹۰۰ ډالر) لګېدلي دي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالواجد احیا وویل، «د عامه تشنابونو موجودیت په لویو ښارونو کې یوه جدي اړتیا ده. د نورو ښاري امکاناتو تر څنګ، دغه ډول امکانات برابر اهمیت لري چې عام خلک به ورسره د ارام احساس وکړي.»

یوه ښځه د سلواغې په ۷مه په هرات ښار کې د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا تمویل شوي نوي جوړ شوي تشناب سره تېرېږي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ښځه د سلواغې په ۷مه په هرات ښار کې د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا تمویل شوي نوي جوړ شوي تشناب سره تېرېږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «د سرک تر څنګ یا په پارکونو کې ضرورت رفع کول د هرات په څېر یوه ښار کې د کلتور خلاف کار دی.»

هغه زیاته کړه،‌ هغو کسانو چې دغه ډول کار کړی «هغوی بله لاره نه لرله ځکه چې په ښار کې عام تشنابونه ول.»

احیا وویل،‌ د یو اېس ای آی ډي او یونیسف له خوا د عامه تشنابونو د رغونې لپاره شوې مالي مرسته مهمه وه او په هرات ښار کې یې ځینې مهمې ټولنیزې ستونزې حل کړي دي.

هرات ښار د افغانستان د لویو ښارونو له ‌ډلې څخه دی، او د ګاونډیو ولسوالیو او ولایتونو په زرګونو اوسېدونکي هره ورځ له دغه ښار څخه لیدنه کوي. د عامه تشنابونو نشتوالی له کالونو راهیسې په دغه ښار کې یوه جدي ننګونه وه.‌

پاک او ښایسته ښار

د هرات ښار اوسېدونکي خوښ دي چې نویو جوړو شویو عامه تشنابونو ښار پاک او ښکلی کړی دی.‌

د ښار یوه اوسېدونکي عصمت الله احمدي چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «د عامه تشنابونو نشتوالی په هرات ښار کې یوه جدي ستونزه وه.‌ دا په ریښتیا سخته ده چې په یوه ښار کې چې هلته په زرګونو خلک هره ورځ تګ راتګ کوي، یو تشناب موجود نه وي.»

هغه وویل، «د عامه تشنابونو رغونې عامو خلکو ته څه ناڅه ارام ورکړ.»

هغه زیاته کړه، هرات ښار په هېواد کې یو له ډېرو ښکلیو او بافرهنګه ښارونو څخه دی او باید تل پاک پاتې شي.

د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګل خان چې ۲۹ کاله عمر لري، او له هرات ښار څخه یې لیدنه کوله، وویل، عامه تشنابونو د ډېرو مسافرو لپاره اسانتیا برابره کړې ده.‌

هغه وویل، «پخوا به چې زه ښار ته راتلم، د عامه تشنابونو نشتوالي ماته غوسه راوستله، خو دا ځل،‌ زه ډېر خوښ یم چې عامه تشنابونه وینم.»

هغه وویل، پخوا د تشنابونو نشتوالی «ډېره غټه او جدي ستونزه» وه.

هغه وویل، د ښار په پاک ساتلو کې د مرستې کولو تر څنګ، «د تشنابونو جوړولو عامو خلکو ته ډېره اسانتیا برابره کړې ده.»

د ناروغۍ د خپراوي مخنیوی

ډاکتران وایي، د عامه تشنابونو رغونې په هرات ښار کې د ناروغیو د خپرېدا مخه نیولې ده.‌

په هرات ښار کې د تنفسي ناروغیو یوه متخصص ډاکتر عبیدالله کاکړ وویل،‌ هغه انساني مدفوعات چې بهر پاتې کېږي بکتریاوې او نور جراثیم خپروي.‌

هغه وویل، «هرات ښار قوي بادونه لري.»

هغه وویل، د انساني مدفوعاتو ذرې «هوا ککړوي چې خلک به یې تنفس کوي. دا د عامه روغتیا لپاره یوه جدي ننګونه ده او خطرناکې ناروغۍ خپروي.»

هغه وویل، «د عامه تشنابونو جوړونه د ډېرو ناروغیو د خپرېدلو مخه نیسي.»

کاکړ زیاته کړه، د هوا ککړتیا هر کال په هرات ښار کې د لسګونو خلکو ژوند اخلي.‌

په هرات ښار کې د داخله ناروغیو یوه متخصص ډاکتر جواد فقیریار وویل، په خلاصه فضا کې د مدفوع کولو له لارې ډېر وایرسونه خپرېږي چې د خطرناکو ناروغیو سبب کیږي.‌

هغه وویل، «په ښارونو کې عامه روغتیا ساتنه ډېره مهمه ده، او هلته باید د عامه تشنابونو په څېر اسانتیاوې موجودې وي.»

هغه وویل، «په هرات ښار کې د عامه تشنابونو جوړونه د ډېرو اغېزمنو او مناسبو لارو چارو څخه ده... او د زرګونو خلکو ژوند ژغوري.»

هغه زیاته کړه، «په ورته ډول، دغه ډول اسانتیاوې د ولسوالیو او نورو ولایتونو د هغو اوسېدونکیو لپاره چې هره ورځ له هرات ښار څخه لیدنه کوي، اسانتیا برابروي.»

ډاکتر فقیریار خبرداری ورکړ چې، هغه خلک چې ونشي کړای په وخت سره ځان تشناب ته ورسوي، د پښتورګي یا د معدې د ګډوډۍ له لوړ خطر سره مخامخ کیږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تشنابونو جوړول ښه کار شوی دی لاکن لګښت یې بېخي ډېر دی. له دې نه معلومیږي چې په دې کار کې ښه پوره غلا او فساد شوی دی. دا هېڅ امکان نه لري چې د دومره کوچنۍ ودانۍ په جوړولو دې ۱.۵ میلیون افغانۍ ولګیږي. چې ډېرې وي، نو ۵ لکه افغانۍ به پرې ولګیږي. په یو نیم میلیون افغانیو خو غټ کور جوړیږي. د تشنابونو د جوړولو تر څنګ د افغانانو په نوم راټولې شوې د مرستې پیسې او د امریکایي مالیه ورکوونکیو د مالیې پیسې بې ځایه مه لګوئ. مننه

ځواب ورکړئ

ښاري تشنابونه چې کومه ښار/ولسوالۍ کې جوړیږي او خلک په ازاده فضاء کې له رفع حاجت څخه راګرځوي له روغتیايي پلوه خوندي او امن سیمې دي. څه موده مخکې د ننګرهار دره نور ولسوالي د له روغتیايي پلوه پاکه ولسوالي اعلان شوه. په دې تړاو مې د عامې روغتیا وزارت د یوه مسؤل، ډاکتر شریف احمد احمدزي خبرې واورېدې. نوموړی وویل، په لیرې پرتو سیمو کې تر ډېره ماشومان د ناپاکۍ له امله ناروغیو سره مخامخ دي او په وینا یې علت یې په آزاده فضا کې د چټلیو خپرېدل دي چې ناروغۍ یې رامنځته کړي دي. زیاته یې کړه چې له دې امله ماشومان له اسهالاتو، تنفسي ناروغۍ، وچکۍ، پولیو یا ګوزڼ، چې بدبختانه د نړۍ له دوو هېوادونو چې لا هم ګوزڼ پکې شته. دا ټول له ناپاکۍ، په ازاده فضا کې له رفعې حاجت څخه پيدا کېږي. د طبي برخې پوهان وايي چېرته چې په ازاده فضا کې له رفعې حاجت څخه مخنیوي وشي هلته به د ساري ناروغیو د خپرېدو وېره هم کمه وي او که ازادې فضا نه د تشناب کار واخیستل شي په ټولنه کې به اسهالات، د ماشومانو خوارځواکي او نورې ناروغۍ هم زیاتې او مخنیوي به یې سخت وي.

ځواب ورکړئ

یونیسف ښه کار وکړ چې د یو اېس ای آی ډي په مرسته یې د هرات ښار په پارکونو او واټونو کې عامه تشنابونه جوړ کړل. هغه خلک چې د هرات لرغوني ښار ته تلل، هغوی به ډېرې ستونزې ګاللې او د ضرورت رفع کولو لپاره به یې د یوه مناسب ځای د موندلو په خاطر ۱۰ یا ۱۵ دقیقې مزل کاوه. د هرات د ولسواليو اوسېدونکي د دغو عامه تشنابونو په ليدلو ډېر خوښ دي او په ښار کې په خوښۍ سره ګرځي. ټول هغه خلک چې د هرات په ګڼ نفوسه ښار کې ګرځي راګرځي له دې اړخه له جدي ستونزو سره مخامخ دي. اوس مهال د هرات ټول خلک د یونیسف په کار خوښي څرګندوي. څومره چې د ښار خلک د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري، هغومره عامه تشنابونو ته هم اړتیا لري، چې د یونیسف له خوا د یو اېس ای آی ډي په مرسته ترسره کیږي. که مالي امکانات وي، موږ د افغانستان خلک په کلکه له یادې ادارې څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په نورو ګڼ مېشتو ښارونو لکه کابل، ننګرهار، بلخ، کندوز او خوست ولايت کې چې خلک ورته اړتيا لري، عامه تشنابونه جوړ کړي. که یونیسف دا کار وکړي، یونیسف به پوه شي چې دا به د ملیونونو خلکو ژوند بدل کړي. زه له سلام ټایمز ورځپاڼې څخه غوښتنه کوم چې دا پیغام یونیسف ته واستوي.

ځواب ورکړئ

ښاري تشنابونه جوړول ډېر ضروري کار دی. د دې لپاره چې دا تشنابونه خوندي وساتل شي، باید چې له هر ورتلونکي کس څخه پیسې واخیستل شي. مونږ باید ټول ژوند د یونیسف او نورو ادارو مرستو ته انتظار ونه کړو. که امریکایي ټکس ورکوونکي یو ایس ای آی ډي ته پیسې ورکوي او هغوی یې زمونږ په هېواد کې مصرفوي او زمونږ خلکو ته خیر رسوي، مونږ ولې دا کار نه کوو؟ مونږ ولې دومره هڅه نه کوو، دومره کار نه کوو، دومره علم او تعلیم نه حاصلوو چې له امریکایانو او اروپایانو سره مرسته وکړو؟ مونږ باید له نورې نړۍ سره مرسته وکړو. که نن نه وي، سبا باید دا وړتیا ترلاسه کړو. زه د سلام ټایمز مجلې له لارې چې همیشه ګټور مطالب خپروي، د امریکا له ولس او له نورو مرستندویو هیوادونو څخه د زړه له تله مننه کوم چې زمونږ خلکو ته د علم، فرهنګ او نورو خدمتونو په برخو کې مرستې کوي. مننه

ځواب ورکړئ