کډوالان

افغان کډوال شکایت کوي چې ایراني ځواکونه ورسره ناوړه چلند کوي

د عمران راپور

په وروستیو میاشتو کې، د ایران رژیم له افغان کډوالو سره په خپل سر حبس او ظالمانه چلند زیات کړی دی. هغه کسان چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوي، د ورته سختو او غیر انساني کړنو سره مخامخ شوي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په دې وروستیو کې له ایران څخه را شړل شوي افغان کډوال چې تېره اونۍ یې په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو کمپ څخه له سلام ټایمز سره خبرې کولې، وویل چې ایراني ځواکونو هغوی وهلي، شکنجه کړي او لوټلي دي.

دغه ۳۱ کلن ځوان د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۳مه/ د هرات ښار له کمپ څخه سلام ټایمز ته وویل، ایراني عسکرو د غور ولایت اوسیدونکی ګلبدین تاجک په خپل کار ځای کې توقیف کړ او له هغه څخه یې ټولې پیسې واخیستلې.

تاجک وویل چې هغه بندي کړای شو او یوه میاشت وروسته له هغه هېواد څخه را واېستل شو. هغه دا کړنې په ایران کې د افغان مهاجرینو د ځورونې یوه بېلګه وبلله.

هغه وویل، «ایراني امنیتي ځواکونه افغانان نیسي او له هغوی څخه د پیسو د اخیستلو لپاره یې بندیانوي. هغه بندیان چې پیسې نه ورکوي میاشتې میاشتې په توقیف کې ساتل کیږي.»

په عکس کې چې د وږي په ۲۳مه اخیستل شوی، له ایران څخه را شړل شوي افغان کډوال په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د وږي په ۲۳مه اخیستل شوی، له ایران څخه را شړل شوي افغان کډوال په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

تاجک وویل، دا لومړی ځل نه دی چې هغه له داسې ځورونې سره مخامخ شوی دی.

هغه وويل، «زه تېر کال هم د کار لپاره ايران ته تللی وم. ایراني پولیسو زه په خپل کار ځای کې توقیف او شپږ میاشتې بندي کړم.»

هغه وويل، «په پيل کې، هغوى له ما څخه پیسې وغوښتلې، خو ما د پيسو ورکولو لپاره هيڅ نه درلودل، نو ځکه يې زه په توقيف کې وساتلم.»

تاجک وویل، شپږ میاشتې وروسته یې وکولای شول چې د خپلې کورنۍ او ملګرو په مرسته هغه شل میلیونه تومان (۴۴۴ ډالر) چې د ایران حکومت له هغه څخه غوښتل، راټول کړي او هغه راخوشې شو.

د شکرالله خاکسار په نامه د کابل یوه اوسېدونکي چې ۳۲ کاله عمر لري، او هغه هم د ملګرو ملتونو له کمپ څخه خبرې کولې، د ایران پر حکومت تور ولګاوه چې کډوال له کوم قانوني جواز پرته په توقیف کې ساتي.

هغه وويل، «زموږ يو بې ګناه خپلوان په ايران کې يو کال او اته مياشتې بندي و. د ایران حکومت تر هغه خوشې نه کړ ترڅو چې کورنۍ یې ۳۰ میلیونه تومان (۶۶۷ ډالر) ورکړل.»

هغه وویل، د هغه خپلوان «څو ورځې مخکې» افغانستان ته را ولیږدول شو.

هغه پر ایراني ځواکونو تور ولګاوه چې افغان کډوال یې «د زندان د تشنابونو د پاکولو لپاره» بندیان کړي او ویې ویل چې کډوال په زندانونو کې شکنجه شوي دي.

هغه زیاته کړه، کله ناکله بد چلند د پیسو لپاره کوي، او د ایران پوځ باندې یې تور ولګاوه چې له افغان کډوالو سره «د هغوی له کورنیو څخه د پیسو اخیستلو لپاره» له تاوتریخوالي څخه ډک چلند کوي.

پیسې په زور اخیستل او شکنجه کول

د کابل ولایت اوسیدونکی ۲۴ کلن امین الله حیدري چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی و اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو په کمپ کې اوسیږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، د هغه تر مخ ایراني ځواکونو داسې افغان کډوال چې هیڅ جرم یې نه دی کړی ووهل، او د ایران پر حکومت یې تور ولګاوه چې افغانان یواځې د پیسو اخیستلو لپاره بندي کوي.

هغه وویل چې بندیان مجبور دي چې د پیسو ورکولو پرته په توقیف ځایونو کې پاتې شي.

حیدري وویل، «په کمپونو او توقیف ځایونو کې پولیس یواځې د تفریح لپاره افغانان ځوروي. هغوی د افغانانو پروا نه لري او د هغوی اړتیاوو ته پام نه کوي.»

د هرات ولایت اوسیدونکی برکت الله محمدي هم چې په دې وروستیو کې له ایران څخه را ایستل شوی و، وویل چې ایراني عسکرو ټولې پیسې په لاره کې ترې واخیستلې.

هغه د پنجشنبې په ورځ په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو له کمپ څخه وویل، «ما د ایران په کرمان ولایت کې په یوه دوکان کې کار کاوه.»

هغه وویل، «پولیس راغلل او زه یې، پرته له دې چې زه خپلې ۵ میلیونه تومان (۱۱۱ ډالر) معاش واخلم، زندان ته ولېږلم. ما سره دوه میلیونه تومان (۴۴ ډالر) نغدې پیسې وې، چې ټولې یې را څخه واخیستلې.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران امنیتي ځواکونو هغه موټر ته چې موږ یې سرحد ته راوستلو د رالېږدولو پر وخت سخت ووهلو او پیسې یې غوښتلې، خو په موږ کې له یوه سره هم پیسې نه وې چې هغوی ته یې ورکړو.»

محمدي وویل، ایراني عسکر د افغان کډوالو سپکاوی کوي او هغوی ته د انسانانو په سترګه نه ګوري.

له بشري حقونو څخه سرغړونه

په هرات کې د بشري حقونو فعال جمشید حقیار وویل، په ایران کې له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند، د ایران نظامي ځواکونه ښيي چې قانون ته درناوی نه لري.

هغه وویل، د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو په خپل سري توګه نیول له بشري حقونو څخه سرغړونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

هغه وویل، «شرایطو افغانان اړ کړي چې پناه واخلي او په ایران کې کار وکړي او د خپلو کورنیو لپاره نفقه پیدا کړي. له دغو کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی توقیف د هغوی ژوند تریخ کړی دی.»

حقیار وویل، «هغه کسان چې جرم کوي باید له قانون سره سم چلند ورسره وشي، خو په ایران کې په غیر منصفانه او خپلسري توګه د افغان کارګرانو توقیف هیڅ توجیه نه لري.»

هغه وویل، «د ایران حکومت باید په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د توقیف او شکنجه کولو له امله ځواب ورکړي،» او زیاته یې کړه چې ایران مجبور دی ترڅو له افغان کډوالو سره د نړۍ والو منل شویو قوانینو او اصولو سره سم چلند وکړي.

د بادغیس ولایت فعال محمد زبیر نصرت سلام ټایمز ته وویل، د ایران د حکومت له خوا زیاتیدونکي سخت فشار په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ژوند ستونزمن کړی دی.

هغه په داسې حال کې چې د ایراني حکومت چلند «غیر انساني او د ښه ګاونډیتوب خلاف وباله، د یوه ګاونډي په توګه، ایران په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره تر ټولو ناوړه چلند کوي.»

نصرت وویل، «له کلونو راهیسې، د ایران پوځ په خپلو پولو او ښارونو کې افغان کډوال توقیف، شکنجه کوي، بد چلند ورسره کوي او وژني. د ایران رژیم د افغانانو په ځورولو عادت شوی دی.»

هغه وویل، «د بشري حقونو نړۍ وال سازمانونه باید د ایران د حکومت د هغو تاوتریخوالو او ظلمونو پر وړاندې اقدام وکړي چې د افغان کډوالو پر وړاندې کوي.»

هغه وویل، «څومره چې خولې بندې پاتې کېږي، هومره به د ایران پوځ د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي او د هغوی له حقونو څخه به سرغړونه کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

12 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وروره، چې تاسو یئ او دوی ستاسو کور ته د دېوال له لارې درننوځي، څه به ورسره کوئ؟ ستاسو هیواد په لوړه کچه امنیت لري، طالبان په رسمیت وپیژنئ.....خپل هېواد آباد کړئ...عین داسې لکه مونږ چې په خپل مشر باور او اعتماد لرو او د جلالتمآب امر ته غوږ نیسو...

ځواب ورکړئ

ایرانیان د افغان کډوالو له بې وزلۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی شکنجه کوي، خو افغان حکومت او نړۍ والو موسسو په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی. له افغانانو سره هر ډول بې عدالتي بې ځوابه پاتې ده. که د ایران حکومت غواړي چې افغان کډوال وباسي، نو ولې دا کار په انساني طریقې سره نه کوي؟ له دې څخه څرګندېږي چې ایرانیان انسانان نه دي. په درناوي، لېمه

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې ایران ته د افغانانو د ورتګ لړۍ دوام لري، ایراني چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده. د ایران د زابل د سرحدي پولیسو قوماندان پروېز قاسم زاده په دې وروستیو کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زرګونه افغان کډوال چې په غیر قانوني توګه ایران ته راغلي وو، د «میلک» پولې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. هغه وویل، «۴۷۵۴ تنه افغان اتباع چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د غیرقانوني ننوتنې، غیر قانوني اوسېدنې او یا د پاسپورتونو د نېټې د تېرېدنې له امله نیول شوي وو، د سیستان او بلوچستان په شمال کې د 'میلک' سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته واستول شول». هغه د ایران د امنیتي ځواکونه، چې اصلا جنایتکاران او لوټماران دي او د افغان مهاجرینو د نیولو هڅې یې کړې دي، وستایل. په نيمروز ولايت کې د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور رييس حبيب الله الهام وويل چې هره ورځ له زرو څخه تر دوو زرو پورې کسان له ايران څخه افغانستان ته را اړول کېږي. هغه وویل، «په حقیقت کې ایرانیانو افغان کډوال را اېستلي دي، خو کره شمېر یې معلوم نه دی. هره ورځ له زرو څخه تر دوو زرو پورې افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستنېږي، چې یو شمېر یې را اېستل کېږي او یو شمېر نور پخپله خوښه راستنېږي». هغو افغانانو چې د طالبانو د وېرې، اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله په ایران کې پناه اخیستې، د دغه هېواد د پوځ او امنیتي ځواکونو پر چلند نیوکه کوي او دا نیوکې بې دلیله نه کوي، بلکې دا ټول حالات یې لیدلي او ګوري یې. د ایران او پاکستان دا ظلمونه له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغانستان د بېلابېلو ډلو تر منځ د نفاق تخم په کرلو او د یو بل د وژلو او افغانستان د ورانولو له لارې روان دي.

ځواب ورکړئ

دا یو منل شوی حقیقت دی چې د افغان کډوالو مسله له کوربه هېوادونو څخه په خپله افغانستان ته ډېره خطرناکه ده. په ایران کې هغه افغان کډوال چې د ایرانیانو په ګټه وي، هغه په هیڅ صورت له ایران څخه نه راباسي. هغه کډوال چې د ایران په زیان وي هغه که په زور وي که په رضا، راباسي به یې. په دې معنی، هغه افغان کډوال چې په سوریه کې د ایراني رژیم د ګټو د خوندیتوب لپاره جنګېږي، هغوی او د هغوی کورنۍ به په ایران کې وی. د یادونې ده چې د جنګیالیو کډوالو کورنۍ به تر هغې په ایران کې وي، تر هغې چې د ایران ګټې خوندي کوي او تر هغې وروسته به یې همداسې ذلیل افغانستان ته رالېږي، لکه نن يې چې هغه افغانان راولېږل چې د ایران ګټه په کې نوره نه وه. په ایران کې بل ډول افغان کډوال هغه دي چې، په افغانستان کې د ایران ګټې خوندي کوي. د دوی به هم هماغه حال وي، کوم چې پاس د نورو په اړه ذکر شول. عین کیسه په پاکستان کې د افغان کډوالو هم ده خو یو څه تغیر سره. هغه داسې چې؛ په پاکستان کې پراته افغان کډوال پاکستان د څو موخو لپاره استعمالوي. مثلا: پاکستان له نړیوالو مرستندویه ټولنو څخه د یادو کډوالو په سر فنډ راباسي او بیا یې د دې په ځای چې په کډوالو مصرف شي، به خپله یې جیبونو ته اچوي، پاکستان افغان کډوالو همېشه د افغان حکومتونو پر وړاندې د فشار د نقطې په حیث کارولي او پاکستان له لسیزو راپدېخوا افغان کډوال د افغان حکومتونو پر وړاندې جنګولي.

ځواب ورکړئ

زه خپله سلام ټایمز د یوه معتبر خبري ادرس په توګه کاروم. ټول خبرونه یې مستند دي. لوستونکی فکر کوي چې خپله ساحې ته تللی او هر څه په خپلو سترګو ویني او ګوري. بل دا چې څومره ما د سلام ټایمز راپورونه لوستلي، تر ډېره حده په کې یو طرفه سوچ نه دی شوی، یعني د ژورنالیزم د اصولو له مخې نشرات کوي. د خلکو غږ یې عملاً پورته کړی دی. د ښځو غږ چې اوس مهال په افغانستان کې ښځې مدافعان نه لري او نه د ښځو د حق غوښتنه څوک کولی شي، خو سلام ټایمز وخت په وخت د ښځو کار او کسب، زده کړو او نورو فعالیتونو مستند راپورونه خپروي او مسؤلین په غیر مستقیم ډول ننګوي چې تاسو په غلطه روان یاست... خو دا ډېره موده وشوه چې سلام ټایمز ډېر کم نشرات کوي، یعني د پخوا غوندې خبري او معلوماتي مینه د خپلو لوستونکو نه شي خړوبولی چې ستونزه په څه کې ده او ولې یې خپل رسنیز رسالت ټکنی کړی دی؟

ځواب ورکړئ

ایرانیان نه مسلمانان دي او نه ښه ګاونډیان. هغوی تل له افغانانو سره ناوړه چلند کړی دی. هغوی د افغانانو له بې وزلۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي چې دا د مسلمانانو کار نه دی. هغوی باید له افغانانو سره مرسته وکړي او له دې سخت حالت څخه یې وباسي، لاکن هر څومره چې کولی شي هغوی افغانان مجبوروي او ځوروي. خدای دې موږ د ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان له شر څخه خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

ایران له افغانانو سره بد وضعیت کوي. د یوه افغان کډوال په وینا چې ماته یې وویل "موږ په زاهدان کې په کمپ کې بند پاتې يوو، اوس تګ راتګ نه‌شو کولای، نه خواړه شته، نه اوبه، موږ شاوخوا ۵۰۰ کسان، ځوانان، بوډاګان او ماشومان ټول دلته په دې ګرمه هوا کې بند پاتې یو. هيڅوک نه‌شته چې له موږ سره مرسته وکړي، موږ ووایو چې موږ افغانستان ته ځو، دوی وايي چې لاړ شئ، څنګه؟ هیڅ حل نه‌شته، هوټل نه‌شته او اوس یې موږ ته وویل چې افغانستان ته د تلو لپاره بس نه‌لرو. په ډېر تکليف کې يو." دغه ستونزې کومې نوې خبره نه ده؛ بلکې د افغان مشران سرزورۍ او بې کفایتۍ افغانان کلونه وړاندې هم دې ته اړ کړي و، چې خپل ګل وطن پرېږدي او څوک په قانوني او څوک په غیر قانوني ډول پردیو وطنونو ته مهاجر شي. ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو ناقانونه کډوالي کومه نوې خبره نه‌ده، خو د کډوالۍ دغه څپه وروسته له هغه ډېره شوه، کله چې طالبان د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول. نا امني، بې‌وزلي او بې روزګاري د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه دي، چې دې سخت وضعیت سره یې لاس او ګرېوان کړي دي. زه خپله او ګڼ نور کسان چې په وطن کې یو له یو عالم ستونزو او تشویشونو سره مخامخ یو خو چاره نشته، مجبور همدلته د روحي تکلیفونو او نورو سره سره ژوند ته دوام ورکړو. یو څه چې بیا یې یادونه کوم په دې وروستیو میاشتو کې له افغانانانو سره په پرله‌پسې ډول د پاکستان او ایران په څېر هېوادونو کې پولیسو ناسم چلند کړی دی چې د افغان کډوالو چغې پورته شوي مګر نه یوازې دا چې طالبان پرې غلي دي، نړیواله ټولنه هم د مهاجرت د قوانینو په رڼا کې چې خپله نړیوالو جوړ کړي دي، څه نه وايي.

ځواب ورکړئ

اصلاً ایرانیان او د ایران جابر حکومت له تېرو د وو لسیزو را پدېخوا افغانانو سره ډېر زیات بد چلند کوي. زه د داسې ډیری پېښو شاهد یم، چې ایرانیانو له افغانانو سره تر سره کړي دي. زما ځوئ سباوون تېر کال د ایران په ویزه ایران ته لاړ او غوښتل یې په دغه هیواد کې مزدوري وکړي او یا هم لاړ شي ترکیې ته، د ایراني پولیسو او ایرانیانو د ظلم او جبر کیسې یې راته وکړې، تاسو باورکړۍ د مسلمانۍ شک مې پرې ختم شو. وهل ډبول، شیکنجه، زندان، غلا او شوکه، دا هر څه یې کول او کړي یې دي. زما یو بل خورین زیرک ارین څو میاشتې دمخه په قاچاقي لارو لاړو ایران ته د مزدورۍ په خاطر، هغه ویل، چې لومړی خو ایرانی سړی درته کار نه درکوي، چې بیا پوه شوي چې احتیاج دی او په ډیرو کمو پیسو مزدوري کوي، د مزدور په حیث دې وګماري چې میاشت دوه تیرې شي، ته به خبر هم نه یې په کار کې لګیایې دې بې ناموسه پولیس خبر کړي او رابه شي هیسته به دې بوځي هم به دې معاش لاړشي سر به اوخوري او هم به د پولیسو سره درې او څلور میاشتې بند تېروې. نن سبا یې په اوبو ډېره زیاته کونه ډډه ده، بس چې چېرته افغان دی نیول کېږي او زندان ته اچول کېږي.

ځواب ورکړئ

ایران ته د ځینو تللو کسانو په وینا چې اوس هلته په ايران کې داسې کار شروع شوی دی، چې کله یو افغان مهاجر ایران ته په دې نیت ځي چې د اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا ... یا بل هېواد ویزه به د هدف هېواد سفارت څخه ترلاسه کړي، نو لومړی خو ترې قاچاقبران د کابل په سرای شهزاده کې پیسې واخلي او مسافر ایران ته روان شي. کله چې دغه مسافر ایران ته ورسېږي، هلته هغه شرکت/دفتر ته ځي کوم چې له مخکې ورسره په تماس کې وي. دغه شرکتونه/دفترونه بیا د دې افغان مهاجرو د اختطاف پلان مخکې له مخکې جوړ کړی وي. له هغه دفتره یې وړي بیا یوه ورځ او شپه شکنجې ورکوي، همدغه غله د دې مسافر له وټسپ څخه د کور یوه غړي ته یې پیغام پرېږدي او ورته وایي چې زه هدف هېواد لکه میکسیکو، برازيل، ایټالیا، ترکيې ته پر فوټو چينج پاسورټ یا هم يو بل شي پخير ورسیدم تاسي پیسې ورته ازادې، خو اصل کې مسافر دغه پیغام نه وي پریښی؛ بلکې هماغو شرکت والا غلو دا پیغام کړی وي چې په دې سره هم د مسافر پیسې ورکې شي، هم شکنجه وخوري او هم ګوډ او مات بېرته خپل هېواد (افغانستان) ته ستون شي، خو خشبخت بیا دې کې هغه کس وي چې بېرته حد اقل خپل هېواد ته ستون شي کنه ډېر یې له تېغه هم تېر کړي دي. نو ایرانیان ډېر بد او پست خلک دي. هېڅ رحم په کې نشته.

ځواب ورکړئ

تاسو چې راپور کې کوم څه رااخیستي بلکل درست دي. زما ګڼ ملګري د اروپا په تکل له ناچارۍ له کوره وتلي، څو خپلې کورنۍ حمایه کړي، خو د ایرانیانو چلند ناهیلي او ګوډ و مات بیرته کورونو ته راستانه کړي دي. د مسافرو په وینا چې ایرانیان هغه که عام دي که پولس له افغان مهاجرو سره سخت ناوړه چلند کوي، د انسان په سترګه ورته نه ګوري او څه یې چې له لاسه کېږي ورسره کوي یې. وهل ټکول، زنداني کول، پیسې ترې اخیستل...خلاصه دا چې ایرانیان بلکل مسلماني خو پرېږده چې انساني چلند هم نه کوي او انسانیت ترې کډه کړې ده...

ځواب ورکړئ

افغان واکمنانو د افغانانو لپاره هیڅ خدمت نه دی کړی. کلونه کېږي چې افغانان د کار لپاره ایران ته ځي او هلته د ایراني ساتونکو او هم د ایراني پولیسو له خوا ځورول کېږي. د افغانستان پخوانیو حکومتونو چې د نړۍ د ټولو هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل شوې وو، یوازې د خپلو کورنیو لپاره کار کړی، نه د خپل غریب ملت لپاره. که افغان واکمنانو خپل هېواد ته خدمت کړی وای، ولې به افغانان پاکستان او ایران ته د کار لپاره تلل، او د یوې ډوډۍ لپاره به یې خپل هېواد پرېښود؟ که د افغانستان واکمنانو دا وطن خپل وطن ګڼلی وای او فکر یې کاوه چې دلته به ښخېږي، اولادونه به یې په دې خاوره کې اوسیږي او دا وطن یې خپل وطن دی، دا وطن به یې جوړ کړی وای. دغو واکمنانو هيڅکله په دې اړه فکر نه دی کړی او نه يې کوي. که دوی فکر کړی وای چې زموږ اولادونه به په دې وطن کې ژوند کوي، نو دا وطن به یې هغه وخت جوړ کړی وای. د هغوی فکر داسې دی چې وایي، زه وطن لرم خو هر وخت په دې فکر کې یم چې کله به له دې وطنه تښتم؟ زه د دې وطن د ابادۍ په فکر کې نه یم. دا وطن باید د ځانونو او خپل راتلونکي نسل لپاره آباد کړئ. ترڅو موږ افغانان دا فکر ونه کړو چې دا زموږ وطن دی او دا زموږ خاوره ده، نه کیږي. راځئ چې یو بل ته لاسونه ورکړو. موږ باید دا کار د خپل وطن او راتلونکي نسل لپاره وکړو. راځئ د هغو کسانو دفاع ونه کړو چې دا وطن یې خرڅ کړ او د خلکو وینو یې توی کړې. موږ باید د هر هغه چا ملاتړ وکړو چې دا وطن جوړوي. کله چې د دې هېواد واکمن داسې څوک شي چې دا فکر نه کوي چې زه به له دې هېواده تښتم، او په دې فکر وي چې زما د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته به زه په دې هېواد کې ژوند کوم، هغه وخت به بیا دا هېواد اباد شي.

ځواب ورکړئ

دا واقعیت دی چې شیعه ایران له کالونو کالونو راهیسې له افغانانو سره ظلم کوي. البته، له افغانانو سره نه یوازې ایران بلکې ترکیه له ایران څخه هم ډېر بد چلند کوي. په افغانستان کې یو شمېر مذهبي خلکو څو کاله مخکې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب په ملاتړ شعارونه ورکول خو په دې نه پوهېدل چې د رجب طیب ترکیه به له افغانانو سره څنګه چلند کوي. څو میاشتې یوه افغان ځوان وویل چې هغه او ملګرو یې غوښتل چې د ترکیې له لارې اروپا ته لاړ شي. د ایران له سرحد نه چې ترکیې ته واوښتل، هلته ترکي عسکرو ونیول. هغه وویل چې د سهار ۴ بجې ونیول شول او د سهار تر ۸ بجو پورې ترکي عسکرو ووهل. هغه هلک وویل چې د وهلو او ټکولو له امله یې اوس په تشو میتیازو کې وینې ځي. پاکستاني پولیس هم د کوسۍ زامن دي. په افغانانو باندې یې افغانستان وران کړ. اوس له افغانانو سره داسې ظلم کوي چې حد نه لري. البته اصلي مشکل زمونږ په خپلو مشرانو کې دی. د جمهوریت په شل کلنه دوره کې نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته وکړله، لاکن هغه پیسې څه زمونږ خپلو مشرانو او څه نورې پخپله خارجي موسساتو ولوټلې چې ولس او وطن ته یې ډېره کمه فایده ورسېدله.

ځواب ورکړئ