کډوالان

د ایران له خوا د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پلان وغندل شو

د عمر راپور

د ایراني چارواکو له خوا د پنځو میلیونو بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو پلان د افغانانو له نیوکو سره مخامخ شوی دی. څارونکي وايي، له ایران څخه د افغانانو شړل به په کور دننه اقتصادي بحران لا پسې خراب کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ایراني چارواکو له خوا دا اعلان چې وايي پلان لري په میلیونونو بې اسنادو افغان کډوال له خپل هېواده را وباسي، د افغانانو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د تلې په ۵مه خبریالانو ته وویل، ایران به ټول هغه افغان کډوال چې د اوسېدلو اسناد نه لري، وباسي.

وحيدي وويل، په ايران کې پنځه ميليونه افغان کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي.

څارونکي وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو را ایستل به په افغانستان کې بېکاري او بې وزلي له بد نه بدتره کړي.

له ایران څخه راشړل شوي افغان کډوال د تلې په ۱۲مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

له ایران څخه راشړل شوي افغان کډوال د تلې په ۱۲مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل وویل، «د څلور لسیزو جګړو او بې ثباتیو په میلیونونو افغانان اړ کړي چې خپل هېواد پریږدي او د ګاونډیو هیوادونو په ګډون نورو هیوادونو ته پناه وېسي.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو دوو کلونو کې ډېری افغانان د بې‌کارۍ او امنیتي ګواښونو له کبله په ایران کې پناه اخیستو ته اړ شوي دي،»

د کامل په وینا، د افغانانو شړل به په افغانستان کې د بې کارو او بې وزلو په لیکو کې زیاتوالی راولي، او هلته به اقتصادي بحران لا پسې پراخ کړي.

کامل وویل، مخکې له دې چې په افغانستان کې وضعیت ارام شي، دا کار غیر منطقي او غیر انساني دی.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال ارش حدید وویل، په اوسنیو شرایطو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو د راستنېدو شرایط مناسب نه دي.

هغه وویل، «افغانان د دې لپاره ایران ته تللي چې کار وکړي او خپلې کورنۍ له فقر څخه وژغوري. د دغو کډوالو شړل به په افغانستان کې فقر او لوږه نوره هم زیاته کړي... ایران باید په اوسني وضعیت کې میلیونونه افغانان را ونه شړي.»

هغه وویل، «هېڅ بل هېواد د خپلو ګاونډیانو له کډوالو سره داسې تاوتریخوالی او ظلم نه کوي لکه ایران یې چې کوي

حدید وویل، «موږ پر نړۍ والو سازمانونو غږ کوو چې پر ایران فشار راوړي څو خپله پرېکړه بدله کړي.»

غیر انساني چلند

له ایران څخه را شړل شوي افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې ایراني ځواکونه په وهلو، شکنجو او په زور پیسو اخیستلو باندې تورنوي.

۲۳ کلن جاهد سره له دې چې هغه په ​​ایران کې د اوسیدو قانوني اسناد درلودل، لاکن په دې وروستیو کې له ایران څخه را وشړل شو.

هغه د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۲مه/ په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له یوه کمپ څخه وویل، ایراني پولیسو هغه وواهه او شکنجه یې کړ.

هغه وويل، «زه د خپل کار په لباس کې د ډوډۍ اخيستلو لپاره د يوه نانوایي دوکان کې په کتار کې ولاړ وم چې پوليسو پورته کړم.»

هغه وویل، «له ما سره د کار او د استوګنې جوازونه چې د ایران د حکومت لخوا صادر شوي وو، موجود وو. سره له دې چې ما هغوی ته خپل جوازونه ور وښودل، لاکن هغوی وغورځول او زه یې را وشړلم.»

جاهد وویل، «په داسې حال کې چې ایران ځان یو مسلمان هېواد او د افغانستان ګاونډی ګڼي... د دې پر ځای چې افغانانو ته پناه ورکړي، هغوی را شړي. نورو افغانانو او ما په ایران کې د کار لپاره پناه لټوله، لاکن هغوی ځای را نه کړ.»

هغه وویل، ایراني پولیس حتی د افغانانو پاسپورټونه او د ایران ویزې څیري، او هغوی را شړي.

۳۱ کلن عبدالحکیم قرباني چې تازه له ایران څخه را اېستل شوی، د چارشنبې په ورځ وویل، که څه هم ایران ادعا کوي چې یو اسلامي هېواد دی، لاکن له افغان کډوالو سره یې چلند غیر اسلامي او غیر انساني دی.

هغه د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې وویل، «امریکا او اروپا افغان کډوال منلي، خو د یوه ګاونډي په توګه ایران افغانانو ته پناه نه ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «نه یوازې دا چې د ایران حکومت افغانانو ته پناه نه ورکوي، بلکې په دغه هېواد کې له افغان کارګرانو پیسې او مالونه اخلي او تش لاس یې راشړي. زه پنځه میاشتې وړاندې ایران ته لاړم چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه وګټم، خو ایراني عسکرو زما ټولې پیسې واخیستلې. اوس زه یوه افغانۍ هم نه لرم چې کور ته یې وېسم.»

قرباني وویل، ایراني عسکر له بې پیسو افغان کډوال سره هر ډول ناوړه چلند کوي او وهل ټکول ورکوي.

د ميدان وردکو اوسېدونکي ۵۷ کلن سيد احمد چې شپږ مياشتې يې په ايران کې کار کړى، وويل چې ايراني پوليسو هغه او د هغه څو ملګري چې په خوب ويده ول، پورته کړل او له وهلو ټکولو څخه وروسته یې راوشړل.

احمد چې د يوې اته کسيزې کورنۍ نفقه ګټل ور تر غاړې دي، وويل، هغه اړ شو چې د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره ايران ته لاړ شي.

هغه وويل، «کله چې ايراني پوليسو زه پورته کړم، په سر یې په لرګي ووهلم. پوليسو موږ دومره ووهلو چې ستړي شول. توقیف ځای ته د لېږدولو پر وخت، ایراني پولیسو زموږ ټولې پیسې واخیستلې.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت په نوم اسلامي دی، خو چلند یې غیر اسلامي او غیر انساني دی. هغوی شاوخوا ۱۰۰۰۰ افغان کډوال په یوه لوی ګودام کې اچوي او هر یوه ته د ژوندي پاتې کېدلو لپاره یوه ټوټه وچه ډوډۍ ورکوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

15 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د يادونې وړ ده، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو تر منځ د دوديز تګ راتګ ازادي د ۱۹۲۱ کال د کابل په تړون کې تضمين شوې وه. دېرش کاله وړاندې، چې ولسمشر ضياءالحق پوه شو چې امريکا نور له افغانستان سره لېوالتيا نه لري، نو د افغانستان په اړه يې د پاکستان سياست داسې تعريف کړ، چې په افغانستان کې د برتانوي هند د استعماري حکومت له سياستونو سره یې ډېر توپير نه درلود. هغه وویل، "موږ په کابل کې د داسې ځواک د ترلاسه کولو حق ترلاسه کړی چې زموږ په وړاندې خورا دوستانه وي. موږ د لومړۍ کرښې د هېواد په توګه، جدي خطرونه منلي او اجازه نه ورکوو چې د جګړې څخه مخکې حالت ته بیرته ستانه شو، چې د هندوستان او شوروي اتحاد اغېز پکې موجود وي، او افغانستان زمونږ په خاوره باندې دعوه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو دوه کاله وروسته دا انګیرنه هماغسې سمه ده لکه څنګه چې پاکستان دېرش کاله مخکې د افغانستان په هکله ټاکلې وه. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، له طالبانو سره د پاکستان هر اړخیزه مرسته په کابل کې د یوه انحصاري حکومت د راوستلو لپاره وه چې موخه یې د افغانستان د حکومت بهرنۍ ترانزیتي سوداګرۍ او پالیسي کنټرولول وو. د پاکستان لپاره، د طالب چارواکو له خوا د خپلواکو سیاستونو جوړول د پاکستان د نعمتونو پر وړاندې ژمنتیاوو ته یو خیانت دی. ۵/۵

ځواب ورکړئ

د افغانستان پر وړاندې دا دښمنانه اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیتي سوداګري د تېر مالي کال په پرتله په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ مالي کال کې ۶۷٪ زیاته شوې ده. د افغانستان پر وړاندې دا دښمنانه اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیتي سوداګري د تېر مالي کال په پرتله په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ مالي کال کې ۶۷٪ زیاته شوې ده. د پاکستان دغه کړنې د غزې پر تړانګې د اسرائیلو له خوا لګول شوي ترانزیتي بندیزونو سره ډېر ورته والی لري. په داسې حال کې چې د دې اقداماتو وخت پوښتنې راپورته کوي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې په دې وروستیو کې د وارداتو ځینې محدودیتونه نرم شوي، سیاسي عوامل ممکن د پاکستان د چلند په بدلون کې لوی رول لوبولی وي. د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیمې په اوږدو کې وروستیو تاوتریخوالو ښايي په دې پرېکړه باندې اغېز کړی وي. دا پرمختګونه د افغانستان لپاره ناوړه اقتصادي پایلې لرلی شي، ځکه چې په پاکستان کې د محدودیتونو له امله ښايي دغه هېواد دې ته اړ شي چې اوږدې او داسې لارې چې ډېر وخت نیسي، غوره کړي. د پاکستان لپاره، د ترانزیتي لګښتونو زیاتوالی او د سرکونو خنډونه د افغانستان لپاره د یوه مناسب ترانزیتي هېواد په توګه د پاکستان کارول په بالقوه توګه بدلولی شي، او کېدی شي دا د دې هېواد د له مخه ځپل شوي اقتصاد لپاره نور خنډونه رامنځته کړي. په ورته وخت کې د تېرو ۱۳۵ کلونو د تعامل پرعکس د پاکستان د اوسني حکومت له خوا د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو قبایلي اوسېدونکو ته د دوی د دوديز تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د مقرراتو وضع کول د پاکستان له لوري په طالبانو باندې بل سیاسي فشار وګڼل شي. ۴/۵

ځواب ورکړئ

په دې وروستیو کې د قاچاق د مخنیوي او د ټرانزیټي سوداګرۍ د کنټرول د ټینګولو په پلمه، د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (ایف بي آر) او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو لړ سخت اقدامات پلي کړي چې له امله یې افغانستان ته د سوداګریزو وارداتو پر ترانزیت، یعنې د پاکستان له بندرونو څخه د افغانستان خاورې ته د افغانستان د وارداتي موادو په انتقال، اغېز کوي. په دې نوښتونو کې افغانستان ته د څو سوداګریزو مالونو د واردولو بندیز، د ټرانزیټي تعرفو وضع کول او افغانستان ته د ترانزیتي کارګو د څارنې زیاتول شامل دي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د رختونو، د موټرو د ټایرونو، تور چای، د کورنیو وسایلو، کاسمیټکس، د تشنابونو د توکو او وچې مېوې په ګډون د بېلابېلو توکو پر لېږد بندیز لګولی دی. په ورته وخت کې، د افغانستان د ترانزیتي توکو په عمده کټګوریو کې، چې خواږه، چاکلیټ، بوټان، ماشین آلات، کمپلې، ټوکر او داسې نور شامل دي، ۱۰٪ تعرفه پلي کوي. همدارنګه، د ننوتلو له بندر څخه له تصفیې وروسته د لیږد په جریان کې د کارګو تفصیل او بیا معاینه پلي شوې ده. نوي نافذ شوي مقررات د بار وړلو لپاره د تعرفو او مالیاتو سره د مساوي بانکي تضمین چمتو کولو ته اړتیا لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې بارونه په افغانستان کې خپل ټاکل شوي ځای ته ورسیږي. ظاهراً دغه د مخنیوي اقدامات د پاکستان له لارې د افغانستان د وارداتي توکو د قاچاق په اړه د مخ پر زیاتیدونکو اندېښنو په ځواب کې معرفي شوي دي. ویل کېږي چې په افغانستان کې د ګمرکي تعرفو ټیټوالی او د پاکستان له خوا پر وارداتو د ځانګړو بندیزونو لګول د دغو دوو هېوادونو د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ له فرصتونو د جوړجاړي لامل شوي دي. ۳/۵

ځواب ورکړئ

په دې توګه له شک پرته، کله چې طالبان په کابل کې واک ته ورسېدل، پاکستان اصلي ګټونکی و او فکر یې کاوه چې په افغانستان کې یې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي. خو پاکستان ولې د طالبانو ملاتړ کاوه؟ چې یو انحصاري حکومت واک ته ورسوي، د افغان حکومت د بهرنۍ تګلارې کنټرول په لاس کې واخلي، د دواړو خواوو د پښتنو د ملتپالنې مخه ونیسي او پر ځای یې افراطي اسلامپالنه رامنځته کړي، د بلوڅو د ازادۍ غورځنګ کنټرول کړي، له هند سره د مقابلې لپاره ستراتیژیکه ژورتیا رامنځته کړي، په لوېدیځو پولو کې د هند د نفوذ مخه ونیسي او د افغانستان له لارې د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د باور وړ ترانزیتي کرښې برابرې کړي. پورتنیو موخو ته رسیدل په حقیقت کې د پاکستان د افغان پالیسۍ اصل جوړوي. په افغانستان کې د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ له ړنګیدلو څخه وروسته د پاکستان ټول حکومتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې دا موخه ترلاسه کړي او د همدې موخې د لاسته راوړلو لپاره د پاکستان حکومت د افغانستان په تړاو په یوه نوې استعماري لوبه بوخت دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د جمهوري حکومت له سقوط او واک ته د طالبانو له راتګ سره داسې برېښېده چې د ۲۱مې پېړۍ د دې سترې لوبې اصلي ګټونکی پاکستان دی، خو په ورپسې دوو کلونو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. او اوس د لنډمهاله لومړي وزیر، چې له نژادي پلوه پښتون دی او د پوځ د جنرالانو په ملاتړ واک ته رسېدلی دی، له خوا د بې ځایه شویو او مهاجرو افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ پالیسۍ په پلي کولو سره، دا اړیکې خپل خراب حالت ته رسیدلي دي. ۲/۵

ځواب ورکړئ

د افغانانو او افغانستان پر وړاندې د پاکستان دښمنانه سیاستونو نوی شکل اختيار کړی دی. پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په جوړولو کې لاس ولري. د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې څخه وروسته پیښو وښودله چې پاکستان په بشپړ ډول مطیع حکومت رامینځته کولو لپاره په طالبانو باندې له خپل فوق العاده نفوذ څخه کار اخیستی دی. په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا پرېکنده رول زړه نازړه منلی و، لاکن د دوحې په خبرو اترو کې په څنډې ته کېدلو ناخوښه و. ډېر وخت تېر نه شو چې د طالبانو له خوا د کابل له نیواک وروسته د اسلامي امارت د نوي حکومت د جوړښت لپاره د طالب ډلو تر منځ اختلافاتو د حکومتي نظام په جوړولو کې ستونزې رامنځته کړې. په داسې حال کې چې تمه کیده چې ملا برادر او په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مهم غړي به په مهمو دولتي څوکیو وګمارل شي، لاکن د حقاني ډلې چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) نژدې ملاتړ او په افغانستان کې د نظامي عملیاتو مشري پر غاړه لري، له سخت مخالفت سره مخامخ شول، او د آی اېس آی د مشر په مداخلې سره چې کابل ته یې سفر وکړ، دوی یو اړخ ته شول، او په دویمه او دریمه درجه مقامونو وګمارل شول او پر ځای یې د طالبانو افراطي ډلو او حقاني ګروپ د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د ملي امنیت د مرستیال موقفونه ترلاسه کړل. ۱/۵

ځواب ورکړئ

ایران او پاکستان د یوه خنځیر غوږونه دي. هغوی دواړه ناولي دي. هغوی مجرمان دي. اوس مې د الجزیرې ټلویزیون باندې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر خبرې واوریدې چې ویلي یې وو، که د جګړې لمن پراخه شي، اثر به یې امریکا ته هم ور ورسېږي. که زه واک ولرم، لومړی د پاکستان، ایران، روسیې، چین، امریکا، شمالي کوریا، برتانیا، کاناډا او داسې نورو هېوادونو اټومي وسلې له منځه وړم، بیا د ډله ییزې وژنې ټولې هغه وسلې له منځه وړم چې له ۳ نه زیات خلک وژني. بیا ټولې هغه وسلې چې یو انسان وژني. زه په دې ډېر خفه شوم چې وامې ورېدل چې امریکایي چارواکو له اسراییل څخه ملاتړ اعلان کړ. حماس او اسراییل دواړه ترهګر دي. حماس یو تروریستي سازمان دی او اسراییل دولتي ترهګري ترسره کوي. دواړه سره مساوي دي. دواړه بې ګناه ملکي وګړي وژني. دواړه ماشومان او ښځې وژني. د یوه ملاتړ هم باید ونشي. دواړه د کوسۍ زامن دي. دواړه وغیم.

ځواب ورکړئ

آیا کولی شئ ووایئ چې ستاسو خبرونه ولې زاړه دي؟ دا ستاسو وروستی راپور دی. که څه هم ګټور او معلوماتي دي، لاکن دا د تلې د ۱۴مې راپور دی، پداسې حال کې چې نن د تلې ۲۰مه ده. مهرباني وکړئ خپل خبرونه ورځ په ورځ خپاره کړئ. سلام ټایمز یو له هغو معتبرو دري او پښتو سایټونو څخه دی چې په مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه د ایران، روسیې او چین په اړه خپرونې کوي. په احترام، جمال سعیدي

ځواب ورکړئ

زه هم ستاسو له نظر سره موافق یم. سلام ټایمز یوه باوري سرچینه ده چې په دې ورځو کې ډېر ښه تحلیلي او څېړنیز راپورونه خپروي. په دې وېب سایټ کې د خبرونو په خپرولو کې د ځنډ زیان دا دی چې لیدونکي یې ورځ په ورځ کمیږي. نو زه هیله لرم چې کومه تخنیکي ستونزه چې تاسو یې لرئ حل شوي وي او لیدونکو ته تازه خبرونه وړاندې شي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې دا څویمه ورځ ده چې مسلسل زلزلې کېږي. دې زلزلو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. شاخوا درې زره کسان په کې وژل شوي، له لس زرو زیات ژوبل دي او کوم چې تر خاورو لاندې دي، نو په راایستلو یې کېدای شي د مرګ ژوبلې کچه لا پسې لوړه شي. په یادو ولایتونو کې خلک مرستو ته اړتیا لري. دا چې د افغانستان اوسنی حکومت ډېر کم امکانات لري، چې په نشت حساب دي، نو ستاسو د رسنۍ له طریقه مو په نړیوالو بنسټونو غږ دی، چې افغانان په دغسې سخت وضعیت کې یوازې پرېنږدي او سیاسي مسایلو ته په دې سخت وضعیت کې ونه ګوري. دلته خلکو ته یوه مړۍ ډوډۍ هم په ډېره سختۍ سره رسیږي، خو بیا هم افغان ولس خپله هغه یوه مړۍ ډوډۍ هم د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو له زلزله ځپلو سره شریکه کړې او لومړنۍ مرستې یې ور رسوي دي. دا چې په دې مرستو څه نه کېږي، خو بیا هم افغان ولس د متحد والي په خاطر او د غمشریکۍ په خاطر چې خپلو کې سره نه شکېدونکي اړېکې لري او په هر غم او خوشالۍ کې د یو بل ترڅنګ ولاړ دي چې هر ډول کمکونه یې له وسه شوي دي کړي دي. خو دا چې یاد ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر زیات دی او په څو ولسوالیو کې لسګونه کلي له ځمکمې سره هوار شوي؛ نو د افغانانو وس نه رسیږي، هیله مو ده پراخه مرستې وشي او افغان ولس دې غمیزې ته یوازې پرېنښودل شي.

ځواب ورکړئ

په ایران کې مېشت افغان کډوال باید د ایران د حکومت د دې پرېکړې هرکلی وکړي. راځئ چې د خپلو ځانونو لپاره خپل وطن جوړ کړو. د نورو وطن هېڅکله هم زموږ وطن کیږي نه. موږ به تر کومه وخته مهاجر یو؟ موږ به تر کومه وخته د خپلې مور له غیږې لیرې یو؟ که موږ د خپلې مور په غیږ کې د ارام احساس ونه کړو، موږ د نړۍ په هېڅ بل ګوټ کې د سولې احساس نشو کولی. په افغانستان کې شاوخوا ۳۵ میلیونه وګړي ژوند کوي. دا ټول خلک کولی شي د ځان او کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ ومومي. هېڅوک هېڅکله د لوږې له امله نه دي مړه شوي. ان شاء الله که دا پنځه میلیونه افغانان چې په ایران کې ژوند کوي بېرته خپل وطن ته راستانه شي، زموږ وطن به اباد شي او شونې ده چې د دغو پنځو میلیونو افغانانو ژوند به ښه شي. خلکو ته د رزق ورکولو واک له الله تعالی سره دی، نه له انسانانو سره. موږ باید د خپل وطن د پرمختګ هڅه وکړو، نه د پردیو هېوادونو. د نورو وطن زموږ نه دی او نه دا زموږ په خیر ده چې په نورو هېوادونو کې و اوسېږو. راځئ لاسونه سره یو کړو او د خپل راتلونکي نسل لپاره خپل وطن جوړ کړو. نور هېوادونه زموږ لپاره زمونږ وطن نه جوړوي.

ځواب ورکړئ

په دې سختو اقتصادي شرایطو کې د افغانستان هېڅ یو ګاونډی باید افغانان په زور له خپلو هېوادونو څخه را ونه باسي. دا د انسانیت غوښتنه نه ده او په اسلام کې داسې څه نشته. هغه افغانان چې په ایران او پاکستان کې کار کوي د موټر د کرایې ورکولو لپاره یې پیسې په پور اخیستي، په دې هیله چې یو څو پیسې وګټي او خپلو ماشومانو ته پرې اوړه او غوړي واخلي. په دې بد حالت کې د هغوی په را اېستلو سره، تاسو دوی په قصدي توګه وژنئ، ځکه چې په هېواد کې هېڅ کار او وظیفه نشته! نو تاسو څه کوئ؟ موږ هیله لرو چې دغو مهاجرینو ته به د کار زمینه برابره شي، نه دا چې په زور را واېستل شي.

ځواب ورکړئ

ګاونډیانو همېش مونږ ته غم راکړی. خوښي مو ترې کله هم نه ده کتلې. د ایران ګاونډي ولایت هرات کې پرون سخته زلزله شوې چې سلګونه انسانان یې شهیدان او تپیان کړي دي. خو د هرات د زلزلې په عواملو پلټنې په کار دي. افغانستان د ویدو اتشفشانونو کور دی، له همدې امله د زلزلې له پېښو د خوندیتوب امتیاز لري، د زلزلې مرکز له افغانستانه د ۲۵ - ۳۱ کیلو مترو لرې دی، زه په جیولوژي نه پوهېږم خو ۴،۳ درجې زلزله چې کورونه په بل مخ اړوي، د زلزلې مرکز حتما ځمکه کې ډېر ژور نه دی، ایران چې د ځمکې لاندې نظامي تاسیساتو اډې یې موده مخکې ښکاره کړې، له شکه خالي نه دی، د پټو اټومي تحرکاتو لپاره اکثره هېوادونو د ځمکې لاندې د اټومي تجربو هڅې هم د تاریخ له سترګې پټې نه دي، شک دی چې ایران د خپلو خلکو او نړۍ له سترګو پناه افغانستان ته نږدې سیمو کې کومه مرداري کړې ده. جیولوژستان افغان ځوانان دې دغه موضوع کې له نورو رامخته شي. همدارنګه په دې موضوع دې نړیوالې مسؤلې ادارې هم بې طرفه پلټنې وکړي چې اصلي کیسه څه ده؟

ځواب ورکړئ

ایران خپله کینه او نفرت په دې کارو سړوي، هغه یو متل دی، چې وایي : زور مې په تا نه رسي مړ به دې پلار کړم. د دوی د افغانستان په حاکم نظام زور نه رسیږي نو اوس یې زور له کډوالو اوباسي، په داسې حال کې چې په افغانستان بد اقتصادي وضعیت ددې تقضا نه کوي، چې په کار لګیا خلک دي راشي او په کورنو دې ور بار شي. موږ پوهیږو او خدای به وخت هم راولي، چې له ایران او پاکستان سره بیا کوم عمل پکار دی. په داسې حالاتو کې تقضا دا ده، چې غریبو افغانانو ته لاس ورکړل شي، نه دا چې دوی را وشړل شي، له دې غټه دښمني نوره نه شي کولی، ګنې هغه به یې هم کړی وی. خلک یوه خبره کوي، چې غریب وهه مه، کالي په وشکوه. بس زموږ لپاره خو نن سبا همدا مرګ دی، چې په کار خلک له کاره راوشړل شي او دلته ورنه بچیان او میرمن یوه ګوله ډوډۍ اوغواړي او له د سره هیڅ په توان کې نه وي

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې د مهاجرت لپاره نړیوالو ځانګړي اصول او مقررات ټاکلي دي، ځو د نړۍ د هېڅ یوه هېواد دومره شمېر وګړي به مهاجرت نه کوي او نه به خپل وطن پرېږدي لکه افغانان. او د دې مهاجرت تر شاه اصلي علت د افغانانو کار نه کول دي. دلته په افغانستان کې چې وي، غیر منظم، بې نظمه او بې ډسپلینه ... ژوند لري، خو همدوی چې بیا خارجي هېوادونو ته لاړ شي د انسانیت ژوند خپل کړي. که دغه انسانیت په خپل هېواد کې وکړي څومره به ښه وي او که د انسانیت ترڅنګ خپل هېواد کې کار ته کار ووايي، فساد ونه کړي، ټګ ونه اوسي، تمبلي ونه کړي، مطمین یم چې یوه ورځ به د نورې دنیا خلک افغانستان ته راځي. او د نورې دنیا خلک اوس هم افغانستان ته په چکر راځي، خو هغه چکر یوازې د دې لپاره دی چې زموږ ریشخند ژوند وګوري چې موږ څومره سرتمبه، خو بې پروا خلک یو او هېواد مو څه دړې وړې پروت دی. ښه به دا وی چې موږ په خپل وطن کې کار کړی وی، نو نن به د ایران، پاکستان ... په زندانونو کې نه خوسا کېدو. هغه هېوادونو چې د مهاجرت برخه کې د کډوالو د نړیوالو ادارو اصول ماتوي او مهاجرو ته سپک ګوري، بلخوص افغان مهاجرو ته، حق لري، ځکه کلونه کلونه کېږي چې همدغو مهاجرو په هغو هېوادونو کې پانګونې کړي، که دایې خپل وطن ته راوړې وای او حکومتونو دغو خلکو ته امکانات برابر کړي وو، نن ورځ به په داسې سپکه لهجه نورو هېوادونو نه رخصتول!

ځواب ورکړئ

له افغانانو سره نه یوازې په ایران بلکې په پاکستان کې هم ډېر بد چلند کیږي. د پاکستان وزیرانو او حتی لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو حکم کړی دی. پاکستان دا اعلان په داسې حال کې کړی چې ژمی را روان دی او افغانستان ته د کډوالو د راستنېدلو لپاره شرایط برابر نه دي. پاکستان له یوې خوا زمونږ خلک د شوروي اتحاد پر ضد وجنګول چې په لکونو افغانان په کې ووژل شول. هغه وخت د پاکستان مطبوعاتو او استخباراتو جنګیالي افغانان د غازیانو او مجاهدینو په نومونو یادول او ویل به یې چې د افغانستان جهاد د پاکستان د دفاع لپاره کیږي. بیا همدغه ملعون پاکستاني پوځ او استخباراتو د ۱۹۹۰مو کلونو په اوږدو کې افغان تنظیمونه چې پاکستان جوړ کړي ول، په خپلو منځونو کې سره وجنګول چې په نتیجه کې یې د کابل ښار ویجاړ شو او په لسګونو زره د کابل ښاریان ووژل شول. تر هغه وروسته، د پاکستان استخباراتو د طالبانو ډله جوړه کړه. د جمهوریت د شل کلنې دورې او په افغانستان کې د نړۍ وال ائتلاف د عسکرو د موجودیت پر وخت پاکستاني استخباراتو له یوې خوا له امریکا څخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نامه پیسې اخیستلې او بلې خواته یې له روسانو او چین څخه پیسې او وسلې اخیستلې او په طالبانو باندې یې مصرفولې چې د افغانستان د حکومت او نړۍ وال ائتلاف پر ضد جنګ وکړي. د پاکستان د همدغه منافقت په نتیجه کې جمهوري نظام سقوط وکړ او افغانان له کړاوونو سره مخامخ شول. د ښځو حقونه تر پښو لاندې شول، د اقلیتونه حقونه تر پښو لاندې شول، د نجونو مکتبونه بند شول... دغه راز، ایران افغان ځوانان د سوریې او عرق جنګ ته ولېږل او له هغې خوا یې فامیلونو ته د مړو جسدونه راوړل لاکن اوس افغانان په خپل وطن کې نه پرېږدي.

ځواب ورکړئ