تروريزم

د داعش له پرله پسې بریدونو څخه وروسته مزارشریف د تیارسئ حالت ونیو

د سلام ټایمز راپور

ټپي شوي ژورنالستان د کب په ۲۰مه د رسنیو د لمانځنې په یوه غونډه کې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته، په مزارشریف کې د یوه موټر په وسیله یوه روغتون ته لېږدول کیږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

ټپي شوي ژورنالستان د کب په ۲۰مه د رسنیو د لمانځنې په یوه غونډه کې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته، په مزارشریف کې د یوه موټر په وسیله یوه روغتون ته لېږدول کیږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

کابل -- په درې ورځو کې دننه د داعش له دوو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په مزارشریف کې حالات ترینګلي شوي دي.

داعش د یکشنبې په ورځ /د کب په ۲۱مه/ د یوه بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست، چې د شنبې په ورځ یې د رسنیو د لمانځنې لپاره جوړه شوې یوه غونډه کې درې کسان ووژل او د ژورنالستانو او ماشومانو یوه ډله یې ټپیان کړل.

پولیسو وویل، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په تبیان کلتوري مرکز باندې برید کې یو امنیتي ساتونکی ووژل شو، په داسې حال کې چې څو ژورنالستان او درې ماشومان په کې ټپيان شول.

د افغان ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې (ای آی جی ای) په وینا، په چاودنه کې ژورنالست حسین نادري او د ژورنالیزم پوهنځي یو محصل اکمل ووژل شول، او ۱۴ نور د رسنیو کارکوونکي ټپیان شول.‌

ماشومان د کب په ۲۰مه په مزارشریف کې په یوه کلتوري مرکز کې د رسنیو د لمانځنې په یوه پروګرام کې له بمي چاودنې څخه څو شېبې مخکې ترانه وایي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

ماشومان د کب په ۲۰مه په مزارشریف کې په یوه کلتوري مرکز کې د رسنیو د لمانځنې په یوه پروګرام کې له بمي چاودنې څخه څو شېبې مخکې ترانه وایي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

د داعش د خراسان څانګې تبلیغاتي ادارې اعماق د اعلامیې په اساس،‌ برید «په کڅوړه کې د اېښودل شوي یوه بم په وسیله ترسره شو چې د داعش جنګیالیو د غونډې په ځای کې ځای پرځای کړی و او چاودنه یې ورکړه.»

په اعلامیه کې راغلي، «دغه برید یوه غونډه په نښه کړه چې د شیعه ګانو په یوه مرکز کې ترسره کېدله څو هغو ژورنالستانو ته سوغاتونه ورکړي چې د داعش پر ضد جګړه او مبارزه کې ښکیلو ادارو سره کار کوي».

افغان ژورنالست عاطف آرین چې په چاودنه کې ټپي شوی دی، وویل، چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د ماشومانو یوه ګروپ یوه ترانه ویله.

هغه ای اېف پي ته وویل، «ما یو غټ درز واورېد... بیا ګډوډي جوړه شوه ځکه هر چا هڅه کوله چې د تېښتې لاره پیدا کړي.»

هغه زیاته کړه، «ځینې ژورنالستان سخت ټپيان شوي دي.»

د شنبې ورځې بمي برید یواځې دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د داعش یوه ځانمرګي بریدګر د بلخ والي په مزارشریف کې په خپل دفتر کې وواژه.

پراخه غندنه

وروستي برید چې افغان خبریالان او ماشومان یې په نښه کړل په پراخه کچه وغندل شو، او د امنیت د زیاتوالي غوښتنه وشوه.

ای آی جی ای په یوه اعلامیه کې وویل، «ژورنالیستان د افغانانو اصلي غږ دی. د خبریالانو پر ژوند برید د بیان پر ازادۍ او افغانانو برید دی.»

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د اسیا د پروګرام رییس بیه لي یي وویل، «زړور افغان خبریالان له ډېر وخت راهیسې په ډېرو سختو شرایطو کې راپور ورکوي.»

هغې وویل، «د خبریالانو د درناوي لپاره د یوې غونډې په ترڅ کې د خبریالانو په نښه کول یو سپک او ډارن عمل دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم پر خبریالانو «دغه ناوړه برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې افغان خبریالان ډېره زړورتیا ښيي او باید ساتنه یې وشي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ وویل، «پر خبریالانو دا برید په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته یو بل ګوزار دی او د خوندیتوب زیاتول یې ضروري دي.»

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې رفایل ایوډیس وویل، «دا تاوتریخوالی باید ودرول شي. ژورنالیستان د خپل کار د ترسره کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي او باید خوندي شي. هغوی باید هدف ونه ګرځول شي!»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي دي چې، «په تبیان کلتوري مرکز کې پر خبریالانو د تروریستي برید له امله سخت خواشینی شوی دی.»

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «موږ د تاوتریخوالي دا دوامداره او بې معنی عملونه غندو. موږ د افغانانو په استقامت او د هغوی په وړتیا باندې باور لرو.»

افغان خبریالان هم په خپلو کارونو کې د خوندیتوب د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي.

د مصطفی شهریار په نامه یوه خبریال طلوع نیوز ته وویل، «که خبریالان د یو شمېر نورو ستونزو ترڅنګ له ګواښ سره مخ شي، زه فکر کوم چې دوی به کار بند کړي.»

بل خبریال رقیب فیاض وویل، «دا ډېره د اندېښنې وړ ده. د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه واضح میکانیزم ته اړتیا ده.»

د داعش د بریدونو زیاتوالی

له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه زیات شوي دي.

د ترهګریزو شبکو د فعالیتونو د څارونکي استخباراتي ګروپ (اېس آی ټي اي) په وینا، د داعش خراسان څانګې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې څخه د ۱۴۰۱ د زمري میاشتې پورې په افغانستان کې ۲۲۴ ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.

د مرغومي په ۲۱مه، د داعش یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت بهر ځان ته چاودنه ورکړه، چې د چارواکو او عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه پنځه کسان یې ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.

د لیندۍ په میاشت کې لږ تر لږه پنځه چینایي وګړي هغه مهال ټپیان شول چې د داعش وسله والو په کابل کې د چینایي سوداګرو په یوه هوټل باندې برید وکړ.

همدارنګه په هغې میاشت کې داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت په غاړه واخیست چې اسلام اباد د خپل سفیر په وړاندې د «وژنې هڅه» په توګه وغندله.

د لیندۍ په ۹مه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې په یوې مدرسه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل. د یوه سیمه ییز ډاکټر په وینا، «هغه ټول ماشومان او عام خلک دي.»

د تلې په میاشت کې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته پر یوه جومات په برید کې څلور کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. ژونديو پاتې شویو کسانو راپور ورکړ چې هغه یو ځانمرګی برید و.

داعش د وږي په ۱۴مه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د یوه ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي یې ووژل.

په همدې میاشت کې، د ۵۱ نجونو او ځوانو ښځو په ګډون، لږ تر لږه ۵۴ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو په مرکز کې یوې وسیلې ته چاودنه ورکړه.

د هغې چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو افغان چارواکو يې پړه پر داعش ور واچوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان له څو کلونو را په دې خوا په یوه یا بله پلمه وژل کیږي، خو هیڅ اصلي مسله نه ده په ډاګه شوې چې په افغانستان کې دا جګړه چا پیل کړې او ولې روانه ده؟ آیا دا جګړه د افغانستان د خلکو په لاس کې ده؟ که دا جګړه د افغانستان د خلکو وي، د نړۍ کوم هیواد مالي بودیجه ورکوي، په نړۍ کې کوم هیواد د دې ترهګرې ډلې ملاتړ کوي؟ افغانستان ولې د ترهګرۍ مرکز دی؟ د امریکا متحدو ایالتونو د دغې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره په ملیونونو ډالر ولګول، خو ونه توانید دغه ډله له منځه یوسي. ایا د افغانستان د اوسني حکومت لپاره دا ممکنه ده چې دا ترهګره ډله په خپلو کمو امکاناتو له منځه یوسي؟ لږ شمېر افغانان د لږو پیسو لپاره دا جګړه په افغانستان کې دننه کوي او افغانستان د جګړې په ډګر بدلوي. دا جګړه زموږ نه ده او نه یې مونږ کوو. موږ د وسلو فابریکې نه لرو، موږ د دې جنګ د جاري ساتلو لپاره قوي اقتصاد نه لرو. دا جګړه د بهرنیانو جګړه ده او د لږ شمېر افغانانو له ناپوهۍ څخه د پیسو په خاطر کار اخیستل کېږي او دا هېواد یې د افغانانو لپاره دوزخ ګرځولی دی. افغانستان نور مه ورانوئ. موږ ټول باید لاسونه سره یو کړو او د اسلامي امارت د حکومت ملاتړ وکړو او هیچاته اجازه ورنکړو چې زموږ وطن وران کړي.

ځواب ورکړئ

تر هغې چې افغانان په خپلو کې سره اتفاق او اتحاد و نه کړي، فکر نه کوم چې افغانان دې په خپل هېواد کې د ارام ساه واخلي. ښه مثال یې د تېرو څلور لسیزو جګړې دی. که واقیعت وویل شي، نو هغه دا دی چې د نړۍ د چټلو او مخربو پلانونو عملي کوونکي په خپله افغانان او د افغانانو غربت دی. نړیوالو له افغانستان څخه لابراتوار جوړ کړی، څه یې چې په کې خوښه شي، ازمایي یې. دا ځل یې فکر کوم د داعش په نامه د افغانانو د خپل منځي جګړو پلان جوړ کړی. دا چې په دې پروژه کې به څومره افغانان له منځه لاړ شي، یو الله تعالی ته معلومه ده. له اوسنیو واکمنو څخه هیله ده چې د افغانانو د راټولېدو هڅې ګړندۍ کړي. که نه، خدای مه کړه د داسې بلا به خوله کې به وغورځېږو چې راوتل به مو ډېره قرباني وغواړي.

ځواب ورکړئ

دا صحیح دی چې ترهګریز برید (هغسې چې ادعا یې کړې) داعش ترسره کړی او دا هم واقعیت دی چې هیڅ انسان او په ځانګړې توګه افغان باید ونه وژل شي. لاکن زه له تا نه پوښتنه کوم چې تا په تبیان مرکز کې څه کول؟ آیا ته نه پوهېدې چې تبیان مرکز د ایران د جاسوسي ادارې څانګه ده؟ تبیان مرکز په سیمه کې د ایران د فرهنګي او سیاسي پراختیا غوښتنې او د دغه هېواد د چټل انقلاب د پراختیا پروګرام پر مخ بیایي. تبیان مرکز او د ایران له خوا حمایه کیدونکي ډېر نور اورګانونه د افغانانو تر منځ لساني او قومي اختلافات رامنځته کوي. ته نه پوهېدې چې ایران او پاکستان له څلورو لسیزو راهیسې په بېلابېلو نومونو افغانان وژني؟ ته نه پوهېدې چې پاکستان او ایران د دې لپاره چې د افغانستان اوبه په وړیا توګه ترلاسه کړي، په افغانستان کې د وینو سیلاب روان ساتي؟ ... که ته په دا ټولو خبرو نه پوهېدې او نه پوهېږې بیا نو ته ژورنالست نه یې خر یې خر! که ته ژوندی یې هم ټولنې ته دې خیر نشته او که مړ او ټپي شې هم ټولنې ته ستا خیر نه رسیږي.

ځواب ورکړئ

د افغان وژنې دا لړۍ به کله ودریږي؟ زه ماشوم وم اوس د شاوخوا ۲۸ کالو یم خو د افغان بچي وینه لا هم هماغسې بهیږي، کومه چې شل کاله مخکې بهیدله. اوس هم هماغه وسله راوړل کېږي او افغان پرې وژل کېږي کومه چې شل کاله مخکې راوړل کېده. اوس هم ژوند هماغسې پیکه دی کوم چې شل کاله مخکې پیکه وو. د نړۍ خلک لګیا دي ځانته کار کوي خو موږ بیا برعکس د کار پر ځای هره ورځ چاودنې، وینې، ټپونه، مرمۍ او نجسې څېرې چې زموږ په مرګ پسې راغلي وي؛ وینو. دا جګړه به موږ هم سپین ږیري کړي خو وبه نه دریږي؛ تر هغه چې موږ ځان ونه پېژنو او په یوه سمه لار روان نه شو. دا وطن کار ته اړتیا لري. خو که فکر وکړو. مثلاً یو څوک چې له ترهګر سره اړیکه نیسي او چاودېدونکي توکي ترې راوړي او چاودنه ورکوي خو دغه اړیکه دې له یوه بډایه/شتمن سره جوړه کړي، ودې هڅوي څو د افغانستان مختلفو برخو کې کار کولو ته زړه ښه کړي. هو دا منم چې د ورانۍ اړیکه ژر جوړېږي او د ودانۍ په سخته خو هغه څوک چې د ابادۍ کار کوي وګورئ څومره تشویق کېږي، څومره دعا ورته کېږي او څومره احسان یې په خلکو وي... نو د خدای لپاره نور د افغان بچي له وژلو لاس واخلئ دا که داخلي اجنټان دي او که بهرني. موږ پوهېږو چې په دې وژنو ستاسو د تجارت څرخ چلیږي خو خیر دی دا څرخ په یوه بله برخه کې تاو کړئ چې د خلکو په شونډو مسکا خپره شي.

ځواب ورکړئ

خدای دې د افغانستان او افغانانو په حال رحم وکړي. د وسلې یو ماشین لا ولاړ نه وي چې بل چالان شوی وي او درګرده قربانیان د دې پېښو غریب خلک دي. که خبریال ده هم غریب ده او که استاد یا کراچیوان هم ده غریب ده. پخوا به پوځیان وژل کېده جګړو هغوی هم د غریب سړي زامن وو او اوس چې طالب عسکر وژل کېږي هم د غریب سړي زامن او د زیات نه زیات ۱۵ زره افغانیو مزدوران دي چې داسې یو بریړ یې ژوند واخلي او د بچیو ټول عمر یې په کړاو تیریږي. خو موږ به هغو خلکو ته چې خاورې ته مو شر راوړي؛ زارۍ ورته وکړو چې خیر دی نور له مونږ اخر غواړۍ څه چې نه مو پریږدئ؟ څومره نور راکې وژنئ؟ د خدای لپاره د وسلې ماشینونه ګل کړئ پر ځای یې د ښه ژوند سوچ فکر وکړئ.

ځواب ورکړئ