اقتصاد

په تخار کې پروژو له ۱۳۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو ته لنډمهالي کاري فرصتونه برابر کړي دي

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د کب په ۱۹مه د تخار ولایت په هزارسموچ ولسوالۍ کې اخیستل شوی، ځایي اوسېدونکي په داسې حال کې ښودل شوي چې د سرک جوړونې په یوه پروژه باندې کار پيلولو ته چمتووالی نیسي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

په دې عکس کې چې د کب په ۱۹مه د تخار ولایت په هزارسموچ ولسوالۍ کې اخیستل شوی، ځایي اوسېدونکي په داسې حال کې ښودل شوي چې د سرک جوړونې په یوه پروژه باندې کار پيلولو ته چمتووالی نیسي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

تالقان -- د تخار په زرګونو اوسېدونکیو په هغو پروژو باندې کار پيل کړي چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (یو اېن او پي اېس) او آغاخان بنسټ (ای کی اېف) له خوا تطبیق کیږي او هدف یې دا دی چې د دغه ولایت په یو شمېر برخو کې بېخبنا ته وده ورکړي.‌

آغاخان بنسټ او یو اېن او پي اېس -- د ملګرو ملتونه یوه اداره چې د بېخبنا، تدارکاتو او پروژو د مدیریت خدمتونه وړاندې کوي -- د تخار په دوو ولسوالیو کې یو درې میاشتنی پروګرام پیل کړی ترڅو کليوالي سرکونه جوړ کړي او د کانالونو په ګډون د اوبو لګولو بېخبنا ته وده ورکړي.‌

له ۱۳۰۰۰ څخه ډېر ځایي اوسېدونکي د دې لپاره استخدام شوي څو په دغه نوښت کې، چې د نړۍ وال بانک له خوا تمویلیږي، کار وکړي.‌

د تخار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس عظمت الله نورمحمد په وینا، په دې نوښت کې چې د کب په ۲۳مه پيل شوی دی، ۸۲ پروژې شاملې دي – چې ۴۳ یې په کلفګان ولسوالۍ کې او ۳۹ یې په نمک آب ولسوالۍ کې دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې پروژو کې په کلیو کې د ځایي سرکونو بیارغول او جغل اچول، د استنادي دېوالونو قوي کول، او د اوبو لګولو د کانالونو بیارغول او پاکول شامل دي چې ۱۸۱ میلیونه افغانۍ (۲ میلیونه ډالر) لګښت پرې راځي،»

هغه وویل، «هره ورځ د دې پروژو په تطبیقولو ۱۳۵۵۱ ځایي اوسېدونکي کار کوي چې هر یو یې د ورځې ۴۵۰ افغانۍ (۵.۱۵ ډالر) ترلاسه کوي،»

هغه زیاته کړه، «د ټرانسپورټ، د اوبو لګولو سرچینو ته د لاسرسي او د سېلاوونو له امله د زراعتي ځمکو د تخریب د مخنیوي په برخه کې د مرستندویو ګامونو په څېر بېخبنا له خدمتونو څخه به په ۸۲ کلیو کې شاوخوا ۱۶۹۳۹ کورنۍ ګټه واخلي.»

محمد وویل، د دې پروژې هدف دا دی چې د تخار په کلیو کې لنډمهالي کاري فرصتونه رامنځته او اساسي خدمتونو ته وده ورکړل شي.

هغه زیاته کړه،‌ د تخار په شپږو نورو ولسوالیو؛ بنګي، هزار سموچ،‌ بهارک، خواجه غار، دشت قلعه او خواجه بهاءالدین کې، د پیسو په بدل کې د کار ګڼ شمېر پروژې چې د ملګرو ملتونو له خوا تمویلیږي، تطبیق شوي دي.

نفقه ګټل

په پروژو باندې کارکوونکیو ډېرو ځایي اوسېدونکیو وویل چې هغوی د کار له پيلېدلو څخه څو میاشتې مخکې له بې کارۍ او فقر څخه سخت کړېدل.‌

د تخار ولایت په نمک آب ولسوالۍ کې د نو آباد کلي یوه اوسېدونکي او خټګر حضرت الدین چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، د هغه عاید د هغه د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو په برخه کې مرسته کوي.

هغه د کب په ۲۳مه سلام ټایمز ته وویل، «فقر او بې کارۍ زما په رواني روغتیا باندې جدي اغېز کړی دی. اوس زه ډېر خوښ یم چې یوه وظیفه لرم او نور له بې کارۍ څخه نه کړېږم. زه کولی شم چې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ په دسترخوان باندې ډوډۍ کېږدم.»

هغه زیاته کړه، «اوس د ولسوالۍ تقریبا ټول اوسېدونکي کار لري، او کولی شي چې له فقر او لوږې څخه د خپلو کورنیو د ژغورلو لپاره نفقه وګټي.»

د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ یوه بزګرعلي محمد چې ۴۵ کاله عمر لري او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ اصلي نفقه ګټونکی دی، سلام ټایمز ته وویل چې هغه په خپله سیمه کې د نهر پاکولو په یوه پروژه کې کار کوي.‌

هغه د کب په ۲۳مه وویل، «زما دوه فصله زراعتي ځمکه د اوبو لګولو د مناسبو سیستمونو د نشتوالي له امله وچه پرته وه. زه خوښ یم چې اوس کار کوم او د اوبو لګولو کانال پاکوم چې نه یواځې خپله ځمکه بلکې د نورو بزګرانو ځمکې هم اوبه شي.»

علي محمد چې څلورجریبه ځمکه لري، وویل چې د خړوب کافي اوبو په لرلو سره به د هغه حاصلات دوه برابره شي.‌

هغه زیاته کړه، «له ډېرو کالونو راهیسې د خړوب اوبه زموږ پټیو ته نه رسېدلې ځکه چې زموږ په ولسوالۍ کې ډېر کانالونه په جزئي توګه ویجاړ یا په خاورو او خزلو ډک ول او کروندګرو نشوای کړای چې خپلې ځمکې وکري.»

هغه زیاته کړه، «د هغو کانالونو او ویالو پاکول چې له کالونو راهیسې ترې استفاده نه وي شوې، به دې ته لاره هواره کړي چې اوبه زراعتي ځمکو ته ورسېږي چې ورسره به په دې ولسوالۍ کې د زراعت سکتور وده او پراختیا وکړي.»

حیاتي پروژې

د تخار اوسېدونکیو د بشردوستو موسساتو له خوا د ځایي پرمختیایي پروژو د تمویل او تطبیق هرکلی کړی دی.‌

په تخار ولایت کې د سید حلیم فروتن په نامه یوه ۶۲ کلن قومي مشر وویل، «د پرمختیایي پروژو تطبیقول به په کلیو او ولسوالیو کې د بېخبنا د ودې په برخه کې مرسته وکړي. دا کارونه د عامو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري ځکه دا له هغوی سره مرسته کوي چې نفقه وګټي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا پروژې له اقتصادي پلوه مؤثرې او زموږ د خلکو لپاره مهمې دي ځکه چې د دې پروژو له لارې هغوی کولی شي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره کافي اندازه پیسې وګټي.»

نوموړي وویل، «زه په نړۍ والو موسساتو باندې غږ کوم چې د تخار ولایت په کلیو او ولسوالیو کې د نورو پروژو ملاتړ کول په پام کې ونیسي. د جنګ او وروستیو ناامنیو له امله په دې ولایت کې لږې پروژې تطبیق شوي دي.»

فروتن وویل، «ځینې هغه پروژې چې پخوا د تخار په مرکز او ولسوالیو کې جوړې شوې وې د جنګ له امله ویجاړې شوي دي. له دې امله، موږ په خیریه موسساتو باندې غږ کوو چې هغو ته ورته پروژو د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي چې اوس یې تطبیقوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موسساتو تر ډېره حده اوس ښه اقدام ته شروع کړی. دوی اوس د کار په بدل کې خلکو ته خوراکي مواد ورکوي. یو وخت داسې و چې نقدې پیسې یا مواد به یې ورکول. زما په نظر هغه یې سمه لاره نه وه. د هېواد د ابادۍ لپاره دا ښه اقدام دی. دې سره به خلکو ته هم نفقه برابره شي هم به رغونه شوې وي. د کار په بدل کې د غنمو او نورو خوراکي موادو د ورکړې بل مثبت اړخ دا دی چې، خلک له لټۍ او تیارخورګۍ څخه ژوغوري. په هر صورت چې وي، یو انسان باید د بل د اوږو بار نه شي. خلک باید کار وکړي او ډوډۍ وګټي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروژو تود هرکلی کوي. زه له نړیوالو موسساتو څخه غواړم چې د امکان تر حده په افغانستان کې د دې پراختیایي پروژو ملاتړ وکړي. افغانان دا ډول پرمختیايي پروژو ته سخته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو په دې پرمختیایي پروژه کې د تخار ولایت ۱۳ زره بې وزله کسان، چې ډېری یې هېڅ ډول کار نه لري، په دندو ګمارل شوي دي. دغه ۱۳۰۰۰ کسان د دې پروژې په ترسره کېدلو سره د خپلو کورنیو لپاره یوه ډوډۍ پیدا کوي. دا یوه لویه مرسته ده چې ملګري ملتونه یې د افغانستان له خلکو سره کوي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د تخار ولایت خلک خپل اقتصاد پیاوړی کړي ځکه د هغوی شاړې ځمکې به خړوبې شي. بزګران کولی شي چې د دوو فصلونو حاصلات له خپلو ځمکو څخه ترلاسه کړي او همدا لامل دی چې د تخار ولایت د دغو بزګرانو په ژوند کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

ځواب ورکړئ

د TRT د راپور له مخې، په 2022 کال کې د ناټو نظامي بودجه 1.17 ټريليون ډالرو ته پورته شوې وه. د دې رقم p يعنې 821 ميليارده ډالر امريکا، 67.7 ميليارده ډالر بريتانيا، 60.9 ميليارده ډالر آلمان او پاتې برخه د ناټو نورو غړو هېوادونو ورکړې. عرض دا دی که دا بې‌خرته پيسې د بشريت په سوکالۍ، رفاه او علمي پرمختګ مصرف شوې وای، اوس به نړۍ ډېر خوندي او خوشاله ځای وای. اوسنۍ نړۍ د زبرځواکونو د کش و ګير په ډګر بدله شوې او ډېر خراب حالت ته روانه ده. آلبرټ آينشټاين تر خپل مرګ يو کال وړاندې خپل نږدې او پخواني دوست لينوس پاولينګ ته ليکلي وو: "نه پوهېږم درېيمه نړۍ‌واله جګړه به څنګه رامنځته شي خو پوهېږم چې په څلورمه نړۍ‌واله جګړه کې به خلک په لرګي او ډبره له يو بل سره جنګيږي." ظاهر عمار

ځواب ورکړئ

ښه خبر دی چې لا هم نړیوالې ادارې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. او لا ښه خبره به هلته شي پخیر چې دې د امن فضاء کې نور بهرني مؤسسات او پانګوال راشي او خپلې پانګې دلته په کار مصرف کړي چې دې سره به لنډه مهالي کارونه په اوږدمهالو بدل شي او خلک به دایما خپل ماموریت کوي، پانګوالو ته به ګټه ځي او کوم مزدوران چې په کار بوخت وي هغوی ته به یې هم فایده ورسېږي. افغانستان کلونه کلونه جګړه تېره کړې اوس یې وخت دی چې نړیوال په ځای د دې چې له دې ځایه د باروتو او بمونو خبرونه واوري ښه ده چې ښه ښه خبرونه واوري او افغانستان ته د چکر لپاره راشي. زه هره ورځ د همداسې وړو وړو کارونو خبرونه او راپورونه لولم او ګورم چې هم ورسره وطن اباديږي او هم خلک په کار بوخت دي. موږ د ډېرو پیسو شوق نه کوو، لږ دې وي چې روزمره ژوند ورسره مخته لاړ شي او هېواد مو اباد شي چې په خپل ځان بسیا شو چاته به مو زیان نه رسيږي او نورو ته به هم د دې فرصت نه ورکوو چې زموږ د تباهۍ باعث شي.

ځواب ورکړئ

الحمدلله. دا د خوشحالۍ زېری دی چې لا هم د نړۍ وال کلي نور اوسېدونکي په افغانستان کې له جګړه ځپلیو خلکو سره مرسته کوي. افغانان واقعا د تېرو څو لسیزو جګړو سخت ځپلي دي. په افغانستان کې بېخبناوې محدودې دي، خلک غریب دي او فامیلونه لوی دي. دا ډول پروژې واقعا له خلکو سره مرسته کوي. مرسته نه بلکې مرستې کوي. له یو طرف نه فورا خلکو ته کار پیدا کیږي. بل طرف ته یې د ځمکو حاصلات ورسره وده کوي. مونږ د ملګرو ملتونو ادارو، د متحده ایالاتو، جاپان، جرمني، کاناډا، برتانیا... اغاخان فاونډیشن او نورو ټولو هغو ادارو څخه چې له افغانانو سره مرستې کوي، د زړه له تله مننه کوو. خدای دې وکړي چې یو وخت افغانان هم وکولی شي د نورو هېوادونو له خلکو سره همداسې مرستې وکړي. که زمونږ په وطن کې جنګ ورک شي، زه باوري یم چې ان شاءالله افغانان به ډېر ژر په خپلو پښو ودرېږي او بیا به افغانان هم دا وړتیا ولري چې له نورو غریبو او بې وزلو هیوادونو مرستې وکړي. الله تعالی دې په ټوله نړۍ او خپل ټول مخلوق باندې رحم وکړي. امین.

ځواب ورکړئ