چاپیریال

یونیسکو او اغاخان بنسټ د هرات د پنځم لرغوني منار په خوندي کولو کار کوي

د عمر راپور

اغاخان کلتوري صندوق (ای کی ټي سي) د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري موسسې (یونیسکو) سره په ګډه د هرات ښار د پنځم منار، چې یو ۶۰۰ کلن پخوانی منار ده، د احتمالي سقوط د اندېښنو په ترڅ کې، یو بل ته لاس ورکړل ترڅو دغه څلی بیا ورغوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- اغاخان کلتوري صندوق (ای کی ټي سي) د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري موسسې (یونیسکو) سره په ګډه د هرات ښار د پنځم منار، چې یو ۶۰۰ کلن پخوانی منار ده، د احتمالي سقوط د اندېښنو په ترڅ کې، یو بل ته لاس ورکړل ترڅو دغه څلی بیا ورغوي.

دا څلی په درې مرحلو کې مرمت کیږي.

په لومړۍ مرحله کې، کارکوونکي د څلي په چاپېر رېنګونه له یوه ګردچاپېر تاو شوي فلزي جوړښت سره نښلوي څو یې د لوېدلو مخه ونیسي.

د دویمې مرحلې هدف دا دی چې د څلي کاشي ګانې پیاوړې او مرمت شي، په داسې حال کې چې په درېیمه مرحله کې د څلي شاوخوا پیاوړي کیږي او د ودانۍ د اوږدمهالي خوندیتابه لپاره پلان نیول کیږي.

د رغونې د چارو یو کارکوونکی د لیندۍ په ۲۷مه د هرات ښار له پنځم منار سره نږدې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د رغونې د چارو یو کارکوونکی د لیندۍ په ۲۷مه د هرات ښار له پنځم منار سره نږدې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

اغاخان کلتوري صندوق (ای کی ټي سي) په یوه ایمیل کې سلام ټایمز ته لیکلي چې، د بیارغونې د کار لومړۍ مرحله، چې تقریبا یو کال مخکې پیل شوې وه، اوس ۹۵٪ تکمیل شوې او تمه ده چې په دوو میاشتو کې بشپړه شي. دویمه مرحله به په ۱۴۰۲ کې پیل شي.‌

یادې ادارې ویلي، «د کار دویمه مرحله به د ای کی ټي سي او په جنګي سیمو کې د میراثونو د خوندي کولو نړۍ وال ائتلاف (ای اېل آی پي اېچ) په شریکه بسپنه پیل شي. په بیارغولو او پیاوړي کولو سره به، د هرات پنځم منار د زلزلو او نورو طبیعي افتونو پر وړاندې لوړ مقاومت ترلاسه کړي.»

هغه وایي، «د هرات د پنځم منار، چې د تیموریانو د دورې د مهندسۍ یو شهکار دی، د خوندي کولو لپاره د نړۍ والې ټولنې هڅې په ۱۳۸۱ کال کې پیل شوې.»

ای کی ټي سي زیاته کړه، «د منار موقت ثبات چې د فلزي کېبلونو په وسیله ټینګ کړای شو، یوه له هغو پروژو څخه وه چې یونیسکو په ۱۳۸۲ کې تطبیق کړلې.»

د هرات «پنځم منار» چې په ګوهرشاد مدرسه کې واقع دی، د افغانستان د داخلي جنګ په ترڅ کې ویجاړ شو. په دغه تاریخي جوړښت باندې په مکرر ډول د هاوان او توپ ډزې شوي دي.»

هغه له څلورو نورو منارونو څخه، چې په هرات کې د مصلی کمپلېکس برخه دي، د لیرې والي له امله د پنځم منار په نامه یادیږي. پنځم منار له نورو څلورو څخه ۳۵ کاله ډېر زوړ دی.

د مصلی منارونو جوړونه په ۱۴۱۷ میلادي کال کې د شاه رخ میرزا د مېرمنې ملکې ګوهرشاد په حکم پيل شوه.

د تاریخي اسنادو په اساس، په پیل کې یوولس منارونه جوړ شول، خو یواځې پنځه یې پاتې دي. شپږ نور د کالونو په اوږدو کې د جګړو او طبیعي افتونو له امله ویجاړ شول.

د هرات د میراثونو خوندي کول

ای کی ټي سي وویل،‌ د پنځم منار د بیارغونې لومړۍ مرحلې د هغه د غورځېدلو خطر له منځه وېوړ، او دا یې یقیني کړه چې روغ به پاتې شي.

د هرات د آبداتو آمر زلمي صفا وویل، د هرات د پنځم منار د لوېدلو مخنیوی ښه خبر دی.

هغه وویل، «دا ارزښتمن او تاریخي منار نه یواځې افغانانو بلکې په نړۍ کې د کلتور ټولو مینه والو پورې تړاو لري.»

صفا وویل، د پنځم منار خوندي کول د هرات د تمدن د یوې تاریخي ستنې د قوي کولو معنی لري، او زیاته یې کړه چې د هرات د ډېرو تاریخي اثارو ژوندي پاتې کېدل د نړۍ والو موسسو مرستې پورې تړلي دي.

په هرات ښار کې د کلتوري چارو یوه پوه عبدالجلیل توانا وویل، د پنځم منار بیارغونې د هرات د تمدن او لرغوني تاریخ د زړه ضربان بیا پيل کړ.

هغه وویل، «د هرات منارونه، چې د تیموریانو له دورې څخه راپاتې دي، د نړۍ د معمارۍ شهکارونه دي.»

هغه وویل، «د دې تاریخي کمپلېکس خوندي کول د نړۍ د تاریخ او میراث د یوې مهمې برخې خوندي کول دي.»

نوموړي وویل، «زه ډېر خوښ یم چې پنځم منار له لوېدلو څخه وژغورل شو.»

هغه وویل، «د هرات منارونو په څېر تاریخي میراثونو خوندي کول او ساتل د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. که د ای کی ټي سي او یونیسکو همکاري نه وای، پنځم منار به لا څو کاله مخکې لوېدلی وای.»

توانا وویل،‌ منارونه د افغانستان د تاریخ او تمدن یو سمبول دی او باید چې استوار پاتې شي.

آنلاین نندارتون

ای کی ټي سي له ګوګل آرټس سره په شریکه، د هرات د ځینو تاریخي ساحو یوه دوامداره آنلاین نندارتون پیل کړې ده.

د «هرات: د خراسان مرغلره» په نامه دا آنلاین نندارتون چې د لړم ۱۹مې راهیسې لیدنې ته وړاندې شوې ده، د هرات لرغونی تاریخ او تاریخي ساحې، چې په وروستیو کالونو کې د ای کی ټي سي له خوا بیا رغول شوي دي، نندارې ته وړاندې کوي.

ای کی ټي سي سلام ټایمز ته وویل، د دغه نندارتون هدف دا دی چې د افغانستان کلتوري میراث برجسته او په هېواد کې دننه او بهر په دې هکله خبرتیا زیاته کړي، څو د راتلونکو نسلونو لپاره د هېواد میراثونه وساتل شي.

د هرات د ګرځندوی ریاست رییس وحید احمد سلطاني وویل، آنلاین نندارتون نړۍ ته د هرات د تاریخي ودانیو د معرفي کولو یو ښه فرصت دی.

هغه وویل، «موږ په هرات کې بې ساري تاریخي ساحې لرو چې ناپېژاندې پاتې دي. که دا تاریخي او د لیدنې وړ ساحې نړۍ ته ورمعرفي شي، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه به ګرځندویان د دغو ساحو لیدنې ته راشي.»

هغه وویل، «د ټکنالوجۍ او د پراخ انټرنټي لاسرسي له برکته، آنلاین نندارتون چې د هرات ځینې تاریخي ساحې ښیي ډېر مؤثر ده.»

سلطاني هیله لري چې د داسې ځایونو په هکله معلومات شریکول به له یونیسکو سره د نړۍ د میراثونو په توګه د هغو ثبتولو ته لاره هواره کړي.

له یونیسکو سره ثبتول

په هرات ښار کې د کلتوري چارو یوه بل پوه محمد صدیق میر وویل،‌ له لسیزو انتظار وروسته، اوس دې ته هیله ډېره شوې چې هرات د یونیسکو د نړۍ والو میراثونو لست کې ور زیات شي.

هغه وویل، «په نړۍ وال سټېج د هرات د تاریخي ساحو لکه ستر جامع مسجد، اختیارالدین کلا (ارګ)، او منارونو ښودنه دا معنی لري چې دا ساحې به نړۍ ته ور وپېژندل شي.»

هغه وویل، څومره چې د هرات تاریخي ساحې ډېرې پېژندل کېږي، هومره به د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه سیلانیان د دغه ولایت لیدنې ته راشي، چې دا به په خپل وار سره دې ته فرصت برابر کړي چې دا ساحې د نړۍ د میراثونو په لست کې ثبت شي.

هغه وویل، د هرات د تاریخي ساحو بیارغونه، چې په وروستیو لسیزو کې ویجاړې شوې وې، د هغو د ثبتولو لپاره مهمه ده.

هغه زیاته کړه، «د هرات ځینې تاریخي ساحې لکه ستر جامع مسجد، اختیارالدین کلا، منارونه، او زوړ ښار دا معیارونه پوره کوي چې د نړۍ د میراثونو لست کې ثبت شي.»

هغه وویل، «په وروستیو ګامونو سره، موږ ډېره هیله لرو چې دا تاریخي آثار به د یونیسکو په لست کې ور زیات کړای شي.»

محمد صدیق میر وویل، «که دا تاریخي ودانۍ د نړۍ د میراثونو لست کې ثبت شي،... د هرات تاریخي میراث به هر کال ډېر عواید جوړ کړي، چې کېدی شي د نورو تاریخي ودانیو د بیارغونې لپاره ترې کار واخیستل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یونیسکو او اغاخان بنسټ تل زموږ د تاریخي، لرغونو او فرهنګي اثارو ساتنه کړې او زموږ د لرغونو اثارو د ویجاړیدو مخه یې نیولې ده. یوه له هغو سترو پروژو څخه چې د یونیسکو او آغا خان بنسټ له خوا په هرات ولایت کې ترسره شوې، د قلعه اختیارالدین (ارګ) د لوی جومات بشپړول دي. په کابل ښار کې بله پروژه د باغ بابر ده. د یونیسکو او آغا خان فاونډیشن کارونه او د هغوی ظرفیتونه د ستایلو وړ دي.

ځواب ورکړئ