زده کړه

په کابل کې د انځورګرۍ وړیا ورکشاپ د ښوونځیو د بندیز په ترڅ کې نجونو ته بوختیا برابره کړې ده

د حمزه راپور

دوه افغانې نجونې چې ښوونځي ته له تللو څخه منع شوي دي، په کابل کې د وري په ۲۲مه په کور کې د هنرونو په یوه کوچني ورکشاپ کې د نقاشۍ له لارې یو تخلیقي ځای موندلی دی. سره له دې چې لوړو زده کړو ته د لاسرسي مخه نیول شوې، دغو ځوانو نجونو هوډ کړی چې خپلو مهارتونو او استعدادونو ته پراختیا ورکړي. [حمزه/سلام ټایمز]

دوه افغانې نجونې چې ښوونځي ته له تللو څخه منع شوي دي، په کابل کې د وري په ۲۲مه په کور کې د هنرونو په یوه کوچني ورکشاپ کې د نقاشۍ له لارې یو تخلیقي ځای موندلی دی. سره له دې چې لوړو زده کړو ته د لاسرسي مخه نیول شوې، دغو ځوانو نجونو هوډ کړی چې خپلو مهارتونو او استعدادونو ته پراختیا ورکړي. [حمزه/سلام ټایمز]

کابل -- په کابل کې ښوونځي ته له تللو څخه د منع شویو نجونو یوې ډلې د انزوا د مخنیوي لپاره نقاشۍ او د نویو مهارتونو زده کړې ته مخه کړې ده.

پروانې دراني، چې ۲۱ کاله عمر لري، د مرغومي په میاشت کې یو کوچنی وړیا ورکشاپ جوړ کړ څو هغو نجونو ته چې ښوونځيو یا پوهنتونونو ته له تللو څخه منع شوي دي، انځورګري ور زده کړي او هغوی ته یو فرصت ورکړي چې له خپلو کورونو څخه بهر وځي.

زده کونکې سهار یا ماسپښین په دوه ساعتیزو درسي ناستو کې برخه اخلي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ما هم په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې... ما دا کوچنی ورکشاپ په خپل کور کې جوړ کړ، څو هغه نجونې چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ څخه بې برخې شوي دي، داسې یو فرصت ترلاسه کړي چې انځورګري زده کړي.»

دغه نقاشي، چې د وري په ۲۲مه په کابل کې د هنرونو په یوه کوچني ورکشاپ کې نندارې ته وړاندې شو، په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي ظالمانه محدودیتونه انځوروي. د ښو استعدادونو او هیلو سره سره، ښځې د لوړو زده کړو او کاري فرصتونو ته له لاسرسي څخه محرومې، او په خپلو کورونو کې ایسارې دي. [حمزه/سلام ټایمز]

دغه نقاشي، چې د وري په ۲۲مه په کابل کې د هنرونو په یوه کوچني ورکشاپ کې نندارې ته وړاندې شو، په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي ظالمانه محدودیتونه انځوروي. د ښو استعدادونو او هیلو سره سره، ښځې د لوړو زده کړو او کاري فرصتونو ته له لاسرسي څخه محرومې، او په خپلو کورونو کې ایسارې دي. [حمزه/سلام ټایمز]

اوس مهال شاوخوا ۲۵ نجونې په ورکشاپ کې په ټولګیو کې ګډون کوي.

هغې وويل، «د دې ورکشاپ له پيلولو زما بله موخه دا ده چې نجونې وکولی شي له کورونو څخه وځي او په ټولنه کې حضور ولري،»

دراني وویل، محصلینو شاوخوا ۵۰ انځورونه انځور کړي چې طبیعت، د افغانستان تاریخي ځایونه او د ښځو پر وړاندې پرتې ننګونې او محدودیتونه انځوروي.

له خپګان سره د مبارزې لپاره انځورګري

د ورکشاپ یوې زده کوونکې مريم محمدي چې ۱۹ کاله عمر لري، وويل، «ما مخکې له دې چې د انځورګرۍ زده کړه پيل کړم، په يوه خصوصي پوهنتون کې سياسي علوم لوستل. د نجونو لپاره د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، په زرګونو نورې محصلينې او زه مجبور شوو چې په کورونو کې پاتې شو او له خپګان سره مخامخ شو،»

هغې وویل، «ما هڅه کوله چې داسې یو څه پیدا کړم چې په کور کې له خپګان او انزوا څخه د خلاصون لپاره پرې بوخته شم. له نېکه مرغه ما د انځورګرۍ دا ورکشاپ وموند،»

هغې وویل، «اوس، زه د نقاشۍ په زده کړه بوخته یم، او زما رواني روغتیا د پخوا په پرتله ښه شوې ده.»

محمدي وویل، «هیڅ هنري کار یا بل فعالیت زما د لوړو زده کړو بدیل نشي کېدی، خو زه غواړم چې د نجونو د لوړو زده کړو د راتلونکي د معلومېدلو او د پوهنتونونو د پرانستل کېدلو تر وخته پورې انځورګري زده کړم،»

۲۰ کلنې زحل امید، چې په کابل پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د دریم کال محصله وه، هم وویل چې له بندیز وروسته له جدي ذهني او رواني ستونزو سره مخامخ شوې وه.

هغې وويل، «ما دوه نيمې مياشتې مخکې د نقاشۍ زده کړه پيل کړه، چې زما له ذهني روغتيا سره یې مرسته کړې ده،»

امید وویل، «زما په یوه انځور کې، ما د ښځو او نجونو ننګونې او محدودیتونه انځور کړي چې نړۍ د افغان نجونو او ښځو له وضعیت څخه خبره شي،»

د بندیزونو پر وړاندې مقاومت

۲۲ کلنې روبینې مسلم زاده چې په یوه خصوصي پوهنتون کې د طب محصله ده، وویل، «له هغه وخته چې ما د نقاشۍ زده کړه پیل کړې، زما دماغي او رواني ستونزې کمې شوې او د ژوند لپاره مې بیا هیله پیدا شوې ده،»

مسلم زاده وويل، «زه د افغانستان د نوي نسل [برخه] يم. زه به د اوسنيو واکمنانو له خوا پر ما باندې هيڅ ډول بنديزونو او فشارونو ته تسليم نشم او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره به د هغوى په وړاندې ودريږم،»

هغې وويل، «هېڅوک نشي کولى چې افغان نجونې د تل لپاره په کور کې بندې کړي. که هغوى د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي، موږ به د علم او هنر د زده کړې نورې دروازې پرانيزو او هيڅکله به اجازه ورنه کړو چې نجونې له ټولنې لرې کړي،»

ديني عالمان د نجونو لپاره عصري زده کړې ضروري بولي او وايي، اسلام ښځو ته په هر ډګر کې د کار کولو اجازه ورکړې ده.

په کابل کې یوه دیني عالم، محمد سالم حسني وویل، «عصري زده کړه، دیني زده کړه، د نقاشۍ د هنر زده کړه او هر هغه علم چې د انسان لپاره ګټور وي، د نجونو لپاره لازمي دي،»

حسني سلام ټایمز ته وویل، «اسلام نجونو او ښځو ته اجازه ورکوي چې کار وکړي او په بېلابېلو ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي، او پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه کوم مذهبي بنسټ نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شاعري، لیکوالي، موسیقي، تمثیل، مجسمه سازي او داسې هغه هنرونه دي چې د خلکو د ذهني ودې او فکري ویښتابه په موخه ترسره کېږي، خو د دې ترڅنګ انځورګري هم هغه هنر دی چې په ټولنه کې ناوړه کلتوري، ټولنیز او هر اړخیز دودونو ته د خلکو پام اړوي. ما چې له ډېری انځورګرانو اورېدلي په دې باور دي چې انځورګري هم لکه شعر، موسیقي، داستان او تمثیل په هنري ژبه د ټولنې د ناچاره، بې وزلو او لوېدلو غږ پورته کوي. کوم پیغام چې انځورګران وړاندې کوي ښايي ډېر یې ونه شي کړای. که یې وکي ښايي ستونزې ورسره مل وي. کابل چې دا مهال د طالبانو په حاکمیت کې دی، ځیني وخت ښځې لاریونونه کوي او خپل حق غواړي، چې کار او ازادي دې ورته ورکړل شي. خو دا چې د طالبانو حکومت د چا غږ نه غواړي واوري یا هم که اوري نو کیدای شي د اورېدو بڼه یې بدله وي او لاریونونه پرې ښه ونه لګېږي. نو که دغه نجونې د انځورګرۍ هنر په ښه شکل زده کړي او هغه څه چې غواړي تر مسؤلو ادارو ورسوي؛ شاید ښه وسیله یې موندلي وي.

ځواب ورکړئ

واقعا چې ډېر ښکلي انځورونه یې کښلي دي. افغان نجونې په هر څه کې ښه استعداد لري خو بدبختانه چې داسې نظام حاکم شو چې د ښځو خولې یې بندې کړلې. په افغانستان کې د غازي امان الله خان له وخت راهیسې څو ځلې د ښځو د دفاع او د تعلیم د پراختیا حرکت پیل شو خو بدبختانه چې څو ځلې بیا بیا ټکنی شو او مخه یې ونیول شوه. د جمهوریت په شل کلنه دوره کې، که څه هم چې فساد ډېر پراخ و لاکن د ښځو د تعلیم په برخه کې ډېر کار وشو. البته، د شلو کالونو کار د شلو میاشتو په دوران کې ګډوډ شو او که دا وحشت روان وي، لیرې نه ده چې ډېر ژر افغانې ښځې او نجونې چې د ټولنې نیم وجود جوړوي، په بشپړ ډول له صحنې څخه وځي. د انځور او انځورګرۍ ژبه په نړۍ واله کچه پېژندل شوې ژبه ده. افغانې نجونې او ښځې کولی شي چې د انځورونو جوړولو له لارې خپل غږ د نړۍ والې ټولنې غوږونو ته ور ورسوي. البته داسې انځورونه باید جوړ کړي چې خبرې ونه کړي بلکې چیغې ووهي ځکه چې د نړۍ والې ټولنې غوږونه کاڼه دي. نړۍ واله ټولنه نور د افغانو ښځو غږ نه اوري ځکه همدا نړۍ وال ائتلاف و چې په دوحه کې یې له ملایانو سره یو بدمرغه تړون وکړ او افغانستان یې د وحشت کندې ته ور وغورځاوه.

ځواب ورکړئ

د ټولو هغو نجونو رواني حالت چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې تړلې دي، ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، ځکه د دوی برخلیک معلوم نه دی چې آخر به یې څه وي. نجونې له ډېرې مودې انتظار باسي چې نن یا سبا د دوی د ښوونځیو دروازې پرانستل شي، خو میاشتې تېرې شوې، داسې هېڅ توجیه نشته چې د دوی پر مخ دې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانستل شي. د نجونو لپاره دا د حل لاره نه ده چې له کوره وځي او حرفوي کورسونو ته لاړې شي او تخنیکي زده کړې وکړي. هره نجلۍ د زده کړې حق لري. هر هغه څوک چې دغه نجونې له زده کړو منع کوي، له دې نجونو سره ظلم کوي. مونږ له اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې دا مسئله د طالبانو له حکومت سره مطرح کړي او دا ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي. ملګري ملتونه هم باید هڅه وکړي چې د طالبانو له خوا رامنځته شوې دغه بنسټیزه ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي. دا ستونزه به د بشردوستانه مرستو په بندولو سره نه هواریږي، بلکې د بشري مرستو په بندیدلو سره به د افغانانو اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شي. ملګري ملتونه باید ژر تر ژره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

ځواب ورکړئ

انځورګري د خپلو احساساتو د ښودلو لپاره فرصت ښه هنر دی چې په زده کولو سل ځلې ارزي. که یو څوک وغواړي او نه شي کولی چې خپل پیغام په مستقیم ډول ولېږدوي انځورګري یې ښه ذریعه ده. زموږ په ټولنه کې ډېر انځورګران وینم چې خورا مهم او ګټور پیغامونه یې په تېر کې هم او اوس هم د انځورګرۍ له لارې انتقال کړي دي. مګر که شخصا زه خپل ځان واخلم، زما ذهن کې ډېر څه شته. خو دا شته خبرې چې زما ذهن کې دي هدف کسانو ته یې مخامخ نه شم ویلی. که یې ووایم باوري یم چې ستونزه راته جوړوي. مګر که زما د انځورګرۍ هنر زده وای ډېر په اسانه به مې د خپل زړه او ذهن خبرې هدف کسانو ته رسولې وای. او په دې هم باوري یم چې مقابل لوري به راسره هېڅ ډول خفګان نه رامنځته کاوه. زموږ یو مشر ملګری دی. هغه وايي چې د زده کړو ترڅنګ د یوه هنر زده کړي حتمي ده. هغه که نجاري وي، فلزکاري ويٍ، برقي توب وي، غالۍ اوبدل وي، جامې ګنډل وي، انځور ګري وي، حکاکي وي... ډېر ښه دی. او ښه ځکه دی چې افغانستان کې ژر ژر حکومتونه بدلېږي. هر یو خپلو ګټو ته په کتو مسئلې کوي. دا چې اوسني حکومت د ښځو د کار بندیز او زده کړو د بندښت اجنډا راوړې، نو که نجونې یا ښځې یو هنر ولري هم به له کوره راووځي خپل د اړتیا پر مهال او هم به یې سات په خپل هنر کوم چې ورسره مصروفې دي؛ تېر وي.

ځواب ورکړئ

له ډېرې مودې راهیسې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي. د نوې مبارزې پیلول به له یوې خوا د ټولنې په ګټو کې زیاتوالی راولي او بلې خوا ته به شته محدودیتونه لیرې کړي. دا ممکنه نه ده چې له دې څخه ښه غبرګون وښودل شي، ځکه چې له دوو کلونو راهیسې د تعلیم دروازې د ښځو پر مخ تړل شوي دي. په هرصورت، نړۍ د اوسني نظام د واکمنانو د راضي کولو لپاره هیڅ ونه کړل چې د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي. نو دا اقدام یو ښه ګام دی. د دې تر څنګ باید نورو مسلکي کارونو ته هم پام وشي چې ښځې په راتلونکي کې په هر ډګر کې پر ځان بسیا شي.

ځواب ورکړئ