د ښځو حقوق

په هرات کې د پوهنتون استادان د خیاطۍ د ورکشاپ له لارې د نجونو ژوند ژغوري

د عمر راپور

په هرات ولایت کې د پوهنتون استادانو له خپلو پخوانیو ښځینه محصلانو سره، چې اته میاشتې وړاندې له لوړو زده کړو څخه له منع کېدلو راهیسې پوهنتون ته نشي تللی، د مرستې کولو لپاره د خیاطۍ یو ورکشاپ پرانستی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات ولایت کې د پوهنتون استادانو له خپلو پخوانیو ښځینه محصلانو سره، چې اته میاشتې وړاندې له لوړو زده کړو څخه له منع کېدلو راهیسې پوهنتون ته نشي تللی، د مرستې کولو لپاره د خیاطۍ یو ورکشاپ پرانستی دی.

پوهنتون ته د ښځو په تګ باندې بندیز له شپږم ټولګي څخه وروسته ښوونځیو ته د نجونو پر ورتګ له بندیز څخه وروسته لګول شوی دی. دویم بندیز د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې سمدلاسه نافذ کړای شو.

۳۵ کلنې استادې فاطمې اسحاقزۍ چې له کاره اېستل شوې، درې میاشتې وړاندې له دوو نورو ښځینه همکارانو سره یو ځای دغه ورکشاپ جوړ کړ.

اسحاقزۍ، چې په هرات پوهنتون کې يې د حقوقو پوهنځي کې تدریس کاوه، وويل، دغه ورکشاپ د کارموندنې د زمينې او همدارنګه د هغو نجونو لپاره د هيلې د رامنځته کولو په موخه جوړېږي، چې نشي کولى خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په هرات ښار کې ځوانې ښځې د چنګاښ په ۳مه د هرات پوهنتون له یوه استاد څخه خیاطي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

په هرات ښار کې ځوانې ښځې د چنګاښ په ۳مه د هرات پوهنتون له یوه استاد څخه خیاطي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وويل، «موږ٣٠ نجونو ته د ګنډلو درس ورکوو، چې زياتره يې زموږ پخوانۍ زده کوونکي دي، او ځينې يې د ښوونځي زده کوونکي دي،‌» او زياته یې کړه چې نجونې کور پورې محصورې شوي او د خپل وضعیت په هکله د ښه والي احساس نه کوي.

هغې وويل، «په اوسني حالت کې، چې تعليمي ادارې د نجونو پر مخ تړلې دي، ورکشاپ به له نجونو سره مرسته وکړي چې یو مهارت زده کړي او له رواني پلوه روغ پاتې شي،»

هغې زیاته کړه، «دوی به وکولی شي زده کړه وکړي او کار وکړي،» او هم به دا وړتیا لري چې د کورنۍ په مالي ملاتړ کې برخه واخلي.

اسحاقزۍ وويل، د هغې يو شمېر محصلينې په پوهنتون کې په وروستي کال کې وې، خو له دې امله فارغې نه شوې، چې نور يې ټولګيو ته د تلو اجازه نه درلودله.

۲۷ کلنه فرشته چې د خپل تخلص له ښودلو یې ډډه وکړه، پخوا د هرات په پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوجۍ استاده وه، خو د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته له دندې ګوښه شوه. هغه اوس د خیاطۍ په ورکشاپ کې تدریس کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، وروسته له دې چې هغې خپله دنده له لاسه ورکړه، له فشار او اضطراب سره مخ شوه.

نو هغې او یو شمیر استادانو په ورته شرایطو کې «له اوسني ستونزمن حالت سره د مقابلې د څرنګوالي په اړه لارې چارې وپلټلې، څو موږ وکولی شو چې له خپلو ځانونو او خپلو زده کوونکیو سره مرسته وکړو».

هغې وويل،‌ «د ورکشاپ په جوړولو سره، موږ د ځان لپاره يو نوی فرصت رامنځته کړی دی،»

هغې زیاته کړه، «د پوهنتونونو تړلو په ډېرو لارو په نجونو باندې اغېز کړی دی. مثلا، دوی د خپل راتلونکي په هکله هیله له لاسه ورکړه او خوبونه یې په سیند لاهو شول.»

هغې وویل، «دا ډیره مهمه ده چې کورنۍ او عام خلک د دې نجونو ملاتړ وکړي او د دوی د دوی له روان ناوړه رواني او احساساتي حالت څخه وژغوري.»

فرشتې وویل، «دوی په ریښتیا هم د ټولنې زیات ملاتړ ته اړتیا لري،»

د خپګان مخنیوی

په کور کې له پنځه میاشتې بند پاتې کېدلو څخه وروسته، ۲۱ کلنه نجلا امیري، چې د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د لومړي کال محصله ده، اوس خیاطي زده کوي.

اميري وويل، «ما په ډېره لېوالتيا سره زده کړه کوله، خو کله چې پوهنتون د نجونو پر مخ وتړل شو، ما خپله هیله او انګیزه له لاسه ورکړه او شپه او ورځ مې ژړل.»

هغې وویل چې په ورکشاپ کې د شاملېدلو راهیسې، «زه اوس د بیا ژوند لپاره هیله لرم،»

هغې وویل، «د نجونو لپاره د پوهنتونونو تړل دا معنی لري چې موږ دا فرصت له لاسه ورکوو چې علم زده کړو او پوهه ترلاسه کړو.»

نوموړې وويل،‌ «خو موږ به ناکامي ونه منو او د مهارت او مسلک په زده کولو سره به پرمختګ ته دوام ورکړو،»

امیري وویل، «موږ به پرې نه ږدو چې زموږ خوبونه په اوبو لاهو شي، او نه به موږ خپل ځانونه کورونو پورې محدود کړو.»

همدارنګه په ورکشاپ کې د دولسم ټولګي پخوانۍ زده کوونکې یګانه نبي زاده چې ۱۷ کاله عمر لري، هم برخه لري.

یګانه سلام ټایمز ته وویل، د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدلو وروسته ډېری نجونې په ژور خپګان اخته شوي دي.

هغې وویل، «د یوه مهارت د زده کولو هڅه به د نجونو په منځ کې د خپګان او رواني فشار کمولو کې مرسته وکړي.»

هغې وویل، «هرڅومره چې مونږ په ټولنه کې ډېر حضور ولرو، هومره به مونږ هڅېدلې او راتلونکي ته ډېرې هیله مندې اوسو،»

هغې وویل، «که څه هم د ګنډلو زده کول زموږ لپاره یو شوق او تجارت ګرځیدلی، لاکن دا هېڅکله په ټولګي کې زمونږ د وخت تیرولو لیوالتیا نشي بدلولی.»

هغې زیاته کړه، «موږ غواړو بیرته خپلو ټولګیو ته لاړې شو او زده کړه وکړو،»

د ښوونځیو تړل د ټولو لپاره دردونکی دی

د خیریه په نامه د ورکشاپ یوې ۱۸ کلنې برخه والې چې د یوولسم ټولګي پخوانۍ زده کوونکې وه، وویل، هغه وخت حسابوي چې د نجونو لپاره ښوونځي بیا پرانستل شي او په دې هیله چې هغه بېرته زده کړو ته ورستنه شي.

هغې وویل، «هېڅ کار یا فعالیت نشي کولی د ښوونځي د ټولګي ځای ونیسي،»

هغې وویل، «زما هیله دا ده چې ښوونځي سمدلاسه د نجونو لپاره پرانستل شي څو موږ خپلو زده کړو ته دوام ورکړو، او زیاته یې کړه چې د نجونو لپاره د خپلو خوبونو د ریښتیا کولو او هیلو ترلاسه کولو «بله لار نشته».‌

هغې وویل، «له هغه وخت راهیسې دوه کاله وشول چې زه وروستی ځل ښوونځي ته لاړم، او دا دوه کاله زما په ژوند کې تر ټولو سخت وو.»

خيريه وويل، «کله چې زه ګورم چې هلکان ښوونځي ته تللی شي، خو موږ نه شو کولی، دا ماته ډېر درد راکوي. دا واقعاً غير عادلانه کار دی،»

هغې زیاته کړه، د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل غیر اسلامي او غیر انساني کار دی.

د هرات ښار اوسېدونکې ٣٨ کلنه نجيبه حيدري، چې لور يې د ښوونځيو له تړل کېدلو څخه وروسته له زده کړو بې برخې شوې، غوښتنه کوي، چې ښوونځي دې بېرته پرانيستل شي.

هغې وويل، لور يې په يوولسم ټولګي کې ده او له هغه وخت راهيسې له رواني کړکېچ سره مخامخ شوې چې ښوونځي ته له تللو منع شوې وه.

حیدري وویل، «اوسنی وضعیت زموږ ټولو لپاره دردونکی دی. د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدلو د نجونو خوبونه له منځه وړي او د هغوی راتلونکې یې تیاره کړې دی.»

هغې وویل، «زه تر ۱۳۸۰ وړاندې د اووم ټولګي زده کوونکې وم. زه هم هغه وخت چې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو، له زده کړو بې برخې شوې وم. دا ډېره بده خبره ده چې تقریبا ٢٥ کاله وروسته زما لور هم هماغسې برخليک لري.»

هغې وویل، په هغه وخت کې هغې هیله درلوده چې ډاکټره شي.

نجیبې وويل، خو د هغې هيلې هيڅکله پوره نه شوې، ځکه چې د هغې د زده کړې او د هغې له واده وروسته چې ښوونځي پرانيستل شول، چارواکو هغې ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته لاړه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پلار به مې ویل، هنر زده کړه او په تاخچه کې یې کېږده. تر څو چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل کیږي، دغه نجونې کولی شي چې خیاطي او نور هنرونه زده کړي. کله چې د نجونو لپاره ښوونځي، پوهنتونونه او دفترونه پرانستل شي، کولی شي وروسته خپل اصلي کار بیا پیل کړي. که په کور کې ناستې وي نو خامخا به په رواني ناروغیو اخته کیږي او وخت به یې ضایع کیږي. ویل کیږي چې یو له صفر څخه غوره دی او دوه له یو څخه غوره دي. راځئ چې د صفر پر ځای د یو ملاتړ وکړو او پرېږدو چې نجونې د ګنډلو او ورته نورو مسلکونو زده کړه وکړي. د یو بریالي، سرلوړي او په لوړو زده کړو سمبال افغانستان په هیله.

ځواب ورکړئ

دا به د ښځینه زده کوونکو لپاره تفریح وګرځي او هغوی به له خپګان څخه وژغوري، خو د دغو نجونو او افغانستان راتلونکې به څه وي، تر څو چې نجونې په ګنډلو، لاسي صنایعو او ښوونځي کې له خپګان څخه پناه واخلي، داسې به نه وي. نجونې حق لري چې زده کړه وکړي او د خپل ځان او هیواد راتلونکی جوړ کړي، لاکن په کوم قانون کې د یوه هیواد ټولې نجونې خیاطانې دي؟ آیا تاسو د ګنډلو د ماشین له لارې علم زده کولی شئ؟ ایا تاسو کولی شئ لاسي صنایع ولولئ؟ نه، داسې نه ده. کله چې په راتلونکي کې زمونږ هیواد ښځینه ډاکټرې یا ښځینه ښوونکي ته اړتیا ولري، ایا دوی باید د خپلو خلکو د خدمت لپاره ښځینه کارمنده یا ډاکټره یا ښوونکې له پاکستان یا ایران یا کوم بل هیواد څخه راوغواړي؟ واکمنان دې د افغان نجونو له راتلونکي سره لوبې نه کوي او د تعلیمي موسسو دروازې دې ورته پرانیزي.

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې دا ډول پروګرامونه کولی شي له ځوانانو سره په راتلونکي کې د مشروع عاید په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، لاکن دا عمل پخپله یو ویجاړونکی او غیر انساني عمل دی. انسان له ساینس څخه ګنډلو ته نه دی تللی، بلکې له ګنډلو او نورو هنرونو څخه علم او ساینس ته تللی دی. اوس مهال د افغانستان په څېر د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ډېرې جامې د ماشين په واسطه ګنډل کېږي. خلک دې راټول شي او د حکومت له مشرانو سره دې خبرې وکړي چې په دې برخه کې د حل لاره ومومي. که خلک دا تمه ولري چې امریکا، اروپا یا روسیه او چین به راشي او طالبان به دې ته اړ کړي چې دا ډول حماقت ودروي، دا فکر خیالي، ناممکن او لېونتوب دی. دلیل یې روښانه دی. د جمهوریت په دوره کې همدغو غربي سفارتونو د عطا محمد نور، اسماعیل خان، عبدالله عبدالله، قانوني، فهیم، سیاف او نورو زورواکانو ملاتړ کاوه او حکومت ته یې اجازه نه ورکوله چې د هغوی د ځپلو لپاره یې لاس په کار شي او وروسته یې د ټول هیواد واک طالبانو ته په لاس ورکړ. اوس، چې وحشي طالبان څه کوي، د هغوی او د هغوی پرېکړه ده. دوی هر هغه څه کوي چې دوی یې غواړي.

ځواب ورکړئ

دا خو ډېر ښه کار دی، چې هغوی سره مرسته کوي. کور یې ودان. دا اوس مې د ازادي راډیو یوه مرکه واورېده چې د پخواني جمهوري نظام له یوې مامورې سره یې کړې ده. مرکه د تېر نظام یوه کارکوونکې سره شوې چې دمګړۍ په کور ناسته ده. دې مېرمنې خپل همت نه دی بایللی او پر ځای د دې چې چاته د سوال لاس اوږد کړي لګیا ده خپلو کارونو ته رسېدنه کوي. وايي د کلچو پخولو یوه کارخونه یې جوړه کړې، چې شپاړلس نورې مېرمنې ورسره په کار بوختې دي. فروزان چې د اوو ماشومانو مور ده په خپلو خبرو کې وویل، موخه یې ځان او نورو ښځو ته چې ډېرې یې د خپلو کورنیو سرپرستانې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د یو کار روزګار رامنځته کول دي. فروزان وویل چې د کلچو پخولو مهارت یې له خپلې مور زده کړی او د ورځې تر ۳۰۰ کيلو کلچو فرمایش ترلاسه کوي، چې هم د دې او هم د نورو مېرمنو ښه چاره او پرده ورسره راځي.

ځواب ورکړئ

د مهارتونو زده کول عموماً په ټولنه کې د پرمختګ کیلي ده. د هرات پوهنتون استادانو د نجونو لپاره د ګنډلو د روزنې په برخه کې ډېر څه کړي دي. په دې کار سره له یوې خوا د نجونو رواني حالت ښه کیږي او له بلې خوا د کورنیو لپاره د عاید سرچینه ګرځي.

ځواب ورکړئ