اقتصاد

د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شویو د بیارغونې پروژو د هرات اوسیدونکو ته په زرګونو کاري فرصتونه رامنځته کړي دي

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (یو اېن او پي اېس) د افغانستان په هرات ښار کې ۱۰۰ پرمختیايي پروژې پیل کړې دي. د دغو پروژو هدف دا دی چې کاري فرصتونه رامنځته کړي او ښار بیا ورغوي. په دې پروژو کې د پلیو لارو او ویالو جوړول، د کوڅو او سړکونو کانکریټ کول او د پارکونو بیارغول شامل دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (یو اېن او پي اېس) په هرات ښار کې د کار پیدا کولو او د بېخبناوو د بیارغولو لپاره ۱۰۰ پرمختیایي پروژې پیل کړي دي.

په دې پروژو کې، چې په عین وخت کې د هرات ښار په څو ناحیو کې روانې دي، د پلیو لارو او ویالو جوړول، د کانکرېټو په وسیله د کوڅو او سرکونو پخول او د پارکونو بیا رغول شامل دي.

د دې پروژو ټوله بودیجه اته میلیونه ډالر ده او ۱۰۰۰۰ افغانانو ته به د کار فرصت برابر کړي. کار دوه میاشتې وړاندې پیل شوی او تمه ده چې شپږ میاشتې نور هم دوام وکړي.

د هرات ښاروالۍ د مسلکي او تخنیکي خدمتونو رییس، عبد الله قاضي زاده وویل، «دغو پراختیایي پروژو کار رامنځته کړی او د هرات ښار بیارغونې ته یې لاره هواره کړې ده.»

ځایي اوسیدونکي د غبرګولي په ۲۰مه په هرات ښار کې د یوې پرمختیایي پروژې په لړ کې، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (یو اېن او پي اېس) له خوا تمویلېږي، په یوه کوڅه کار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

ځایي اوسیدونکي د غبرګولي په ۲۰مه په هرات ښار کې د یوې پرمختیایي پروژې په لړ کې، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (یو اېن او پي اېس) له خوا تمویلېږي، په یوه کوڅه کار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وويل، «ښاروالۍ د دغو پروژو لپاره بوديجه نه لري، خو ملګرو ملتونو دا تشه ډکه کړې ده. دا عامه پروژې دي چې هره ورځ په زرګونو خلکو ته ګټه ور رسوي.»

هغه وویل، «نږدې ‍۱۰۰۰۰ځوانان او بې روزګاره [اوسیدونکي] چې له بیکارۍ سره مخامخ ول، اوس په دې پروژو کې په کار بوخت دي او منظم میاشتني معاشونه ترلاسه کوي.»

قاضي زاده وویل، «د دغو پروژو په پیلېدلو سره، هره یوه له ۱۰۰۰۰ کورنیو څخه یو شمېر غړي لري چې اوس عاید ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه، پروژې د سیمه ییزو شوراګانو له خوا له یو اېن او پي اېس سره په همغږۍ کې ترسره کیږي.

کار او هیله موندل

عبدالاحمد ابراهیمي چې ۲۴ کاله عمر لري او د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ نفقه ګټل ور تر غاړې دي، په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو له خوا ملاتړ کېدونکې پروژه کې کار کوي.

هغه وويل، دوه کاله وړاندې په کانکور ازموينه کې بريالي او د هرات پوهنتون د ميخانيکي انجنيرۍ پوهنځي ته داخل شو، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړای شو.‌

ابراهيمي وويل،‌ «زما کورنۍ له اقتصادي پلوه ډېر زيانمنه شوې ده، ځکه چې د کورنۍ د نفقه ګټونکي په توګه، زه بې روزګاره وم او د عايد کومه سرچينه مې نه لرله.»

هغه وويل، «زه له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په دې پروژه کار کوم او ډېر خوښ يم چې کار مې پيدا کړ،» او زياته یې کړه چې په خپل لومړني معاش کې يې د کورنۍ د لومړنيو اړتياوو د پېرلو توان درلود.

هغه وويل، «زه د دې پروژې په عايداتو سره د خپلې کورنۍ ٨٠٪ اقتصادي اړتياوې پوره کوم.»

۳۰ کلن عبدالصبور چې د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې څخه مخکې یې په افغان ملي اردو کې دنده ترسره کوله، اوس په هرات ښار کې د یو اېن او پي اېس په پروژه کې کار کوي.

هغه د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ د نفقه ګټونکي په توګه وويل، خوښ دی چې له نږدې دوه کاله وزګارتیا څخه وروسته په دې پروژه کې کار کوي.

هغه وویل، «زه ډیر خوښ یم چې له ډیرې مودې وروسته بیرته کار ته راستون شوم او عاید لرم،» او زیاته یې کړه چې اوس کولی شي د خپلو ماشومانو لپاره خواړه واخلي.

هغه وويل، «بې روزګارۍ زه په کور ایسار کړی او په روحي او رواني فشارونو اخته کړی وم.»

هغه وویل، «دا یو ښه فرصت دی چې موږ ته اجازه راکوي چې کار وکړو او عاید ترلاسه کړو او د خپلو ټولنو بیارغونه او ترمیم وکړو.»

هغه وويل، «هغه سرک چې موږ جوړوو د یوه ښوونځي مخې ته دی، چې زموږ ورونه او خويندې هره ورځ پرې تګ راتګ کوي، او تګ راتګ یې اسانوي.»

عبدالصبور وویل، د وظایفو لپاره د عریضو ورکولو او نه بریالي کېدلو څخه وروسته، د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوې پراختیایي پروژې سره له کار کولو څخه وروسته یو ځل بیا ورته هیله پیدا شوې ده.

۳۲ کلن نوراحمد صدیقي له یوه روغتیايي ټیم سره په هرات ښار کې په یوه پرمختیايي پروژه کې کار کوي چې نورو کارګرانو ته لومړنۍ مرستې برابروي.

هغه وويل، خوښ دى چې په خپله کرونده کې يې کار موندلى او کور ته يې نژدې دی.

هغه وويل، «بېکارۍ او اقتصادي ستونزو زما لپاره د رواني روغتيا ستونزې پيدا کړې وې، ځکه چې د بې وزلۍ او بېکارۍ زغمل ډېر سخت دي،»

هغه وويل، «زما په څېر ټول ځوانان له بېکارۍ سره مخامخ ول. له نېکه مرغه چې مونږ ټول د دې پروژې له پيلېدلو څخه وروسته بوخت او له رواني ستونزو څخه وژغورل شوو.»

صديقي وويل، «په داسې حال کې چې په هېواد کې بېکاري او اقتصادي بحران په زياتېدلو دى، پرمختيايي پروژو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له خوا تمويل شويو پروژو خلکو په تېره بيا ځوانانو ته هيله او انګيزه ورکړې ده،»

پراختیا او اسانتیا

ځايي اوسيدونکي د خپل ښار د پراختيا او بيارغونې لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو په پیلېدلو خوښ دي.

د هرات ښار يوه اوسيدونکي ياسر نورزي چې ۲۲ کاله عمر لري، وويل، «پخوا د پلیو لارو وضعیت ښه نه و، چې د باران یا واورې پر وخت تګ راتګ به پرې سخت و. هر ځل به چې مونږ بهر وتلو، مجبور وو چې په خټو کې لاړ شو او بیا خپل لباس بدل کړو.»

هغه وویل، «دا پلې لاره چې مونږ یې جوړوو، د هرات پوهنتون د محصلینو د تګ اصلي لاره ده. د پلې لارې جوړول، چې د هرات ښار په ګڼه ګوڼه کې تېرېږي، د زده کوونکو او نورو لپاره مهمې بېخبناوې برابروي.»

نورزي وويل، د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروژې د هرات ښار په ډېرو برخو کې پلې کېږي، چې د دغه ښار خوځښت او پرمختګ ته یې لاره هواره کړې ده.

۳۷ کلن محمد ادریس خیرخواه وویل، خوښ دی چې د هرات ښار اکثره پلې لارې، سرکونه او کوڅې په معیاري ډول جوړېږي.

هغه وويل، «زمونږ سرک پوخ نه و، چې په ژمي کې د باران په وخت کې تګ راتګ به یې ډېر سختاوه. ښځو او ماشومانو نشوای کړای چې د خټو له امله له خپلو کورونو څخه بهر وځي.»

خيرخواه وويل، دا پروژې د چاپيريال لپاره هم ګټورې دي، او زياته يې کړه چې نور به په اوړي کې د خلکو کورونو ته ګردونه نه ورځي.

هغه وويل، «موږ ټول ډېر خوښ يو چې زمونږ سرک پخېږي. موږ نور د باران او واورې په هکله اندیښمن نه یو او کولی شو په ټولو موسمونو کې په اسانۍ سره سفر وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان یو له هغو وروسته پاتې هېوادونو څخه دی چې تل په بهرنیو مرستو تکیه دی. که د نړیوالې ټولنې مرستې ونه شي، نو ښکاره خبره ده چې افغانستان به په میاشتو او کلونو کومه پرمختیايي پروژه ونه ویني. له نړۍ والې ټولنې مننه چې له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او دا حالت دوام لري. دغه پروژې په هرات کې په داسې حال کې پيل شوې چې خلک له سختې بې وزلۍ او بېکارۍ سره مخامخ دي، نو په داسې شرايطو کې د لسګونو زرو کسانو لپاره د کار پيدا کول د دې ملت په ګټه دى.

ځواب ورکړئ

په هرات کې پخوا د اکثرو پرمختیایي پروژو مخه د ایران منحوس رژیم نیوله. ایران او پاکستان د سیمې لپاره د سرطان دانې په څېر دي. په هرات او سیمه کې د داسې پروژو تطبیقول کولی شي چې د خلکو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

دغه پروژې په زرګونو بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابروي او د سرکونو غاړو ته پلې لارې جوړوي. کله چې د سرک د څنګ لارې خرابې شي، خلک مجبور دي چې پر سرک لاړ شي او په هر موسم کې د واورو او باران له امله خلک نشي کولی چې په سرکونو او خامو پلیو لارو تګ راتګ وکړي. ځینې ​​وختونه دا د ترافیکي پیښو لامل کیږي. په افغانستان کې ډېر خلک بېکاره دي او د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي. دغه پروژې چې د ملګرو ملتونو په مرسته پیل شوې، په زرګونو بې روزګاره کسانو ته یې هیلې او انګیزه ورکړې دي.

ځواب ورکړئ