اقتصاد

افغانان د اقتصادي ستونزو په ترڅ کې کمرنګه اختر لمانځي

د عمر راپور

په هرات کې د غرفو مالکان وايي، چې مشتریان د اختر لپاره د سودا اخیستلو توان نه لري او پلور یې کم شوی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- سږ کال د لوی اختر په رارسېدلو سره ګڼ شمېر افغانان له فقر، بېکارۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې د سترو مذهبي مراسمو لپاره چې سې شنبه /د چنګاښ ۶مه/ پیل شول، خلک د نویو کالیو، وچې مېوې او د قربانۍ د څارویو د اخیستلو توان نه لري.

۴۵ کلن محمد رسول په هرات ښار کې مزدورکار دی او د یوې پنځه کسیزې کورنۍ د نفقې ګټل ور له غاړې دي.

رسول چې وزګار دی، د ځان او ماشومانو لپاره یې جامې نه دي اخیستي. هغه وویل، هغه نشي کولی چې د اختر لپاره سودا واخلي او یا قرباني وکړي.

په هرات ښار کې د چنګاښ په ۵مه د یوه غرفه یي دوکان مالک پیرودونکو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

په هرات ښار کې د چنګاښ په ۵مه د یوه غرفه یي دوکان مالک پیرودونکو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «که زه کار او عاید ونه لرم، زه نشم کولی د خپلې کورنۍ لپاره کالي او وچه مېوه واخلم.»

هغه وويل، «زه د خوشالۍ پر ځاى مفلس يم، نو د اختر را رسېدلو زه خپه کړم،»

هغه وویل، «سره له دې چې هره ورځ د سړک په غاړه کې د کار لپاره انتظار کوم، زه هیڅ نه شم موندلی. زه ټولې ۵۰۰ افغانۍ (۵.۸۰ ډالر) لرم -- زه څنګه کولی شم په دې لږو پیسو اختر ولمانځم؟»

هغه وويل، «که مې پيسې درلودلی، ما به د خپلو ماشومانو لپاره جامې او وچه مېوه او د قربانۍ لپاره يو پسه اخیستي وای.»

د هرات ښار اوسېدونکى ۵٨ کلن مرزا جعفري چې د دوشنبې په ورځ د وچې مېوې د پېرلو لپاره بازار ته راغلى و، د يوې اته کسيزې کورنۍ نفقه پر غاړه لري.

هغه وويل،‌ «پخوا به مې د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره نوي کالي او د اختر د نمانځلو لپاره کافي اندازه وچې مېوې پېرودلې، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله نشم کولى چې د کورنۍ هر غړي ته نوې جامې واخلم.»

هغه زیاته کړه، «زه به یواځې دومره وچه مېوه واخلم چې د اختر په ورځو کې زما د خپلو خپلوانو او ګاونډیانو لپاره کفایت وکړي او کم رانشم. پخوا به ما له هر ډول وچې مېوې څخه دوه، دوه کیلوګرامه یا زیاته اخیستله،‌ خو سږکال، له هرې میوې څخه به یواځې یوه کیلو یا لږ واخلم.»

جعفري تر يو کال وړاندې په يوه هوټل کې کار کاوه، خو د هوټل مديريت د ده په ګډون يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

هغه وويل، هغه اوس له خپل ورور سره د يوه مستري په دوکان کې کار کوي او د مياشتې ٥٠٠٠ افغانۍ (٥٨ ډالر) ګټي، چې يواځې د ژوند لومړنۍ اړتياوې یې پوره کوي.

د پېرودلو ځواک په کمېدلو دی

د اختر په رارسېدلو سره د هرات په شمال کې د ۶۴ مترو په اوږدوالي د سړک یوې غاړې ته د زړو، وچې مېوې او خوږو د خرڅلاو تر ۲۰۰ ډېر موقني دوکانونه جوړ شوي دي.

دوکانداران شکايت کوي چې د تېرو کلونو په پرتله د اختر لپاره بازار ته ډېر مشتریان راځي.

په هرات ښار کې يوه دوکاندار ٢٤ کلن سيد ولي حقمل وايي، د ۱۴۰۰ کال تر زمري مياشتې پورې يې ډېر مشتریان درلودل، خو په تېرو دوو کلونو کې يې د مشتریانو شمېر کم شوى دى.

هغه وویل، «پخوا مې دومره مشتریان درلودل چې ټولو ته مې رسیدګي نشوای کولی، خو سږ کال په ساعتونو ساعتونو انتظار کوم چې یو مشتري راشي او د اختر لپاره وچه مېوه واخلي.»

هغه وويل، «د روان کال وضعيت له دوو کلونو مخکې وخت سره د مقایسې وړ نه دی.»

هغه وویل،‌ «ځینې خلک راځي، نرخونه ګوري او ځي، ځکه چې هغوی هېڅ شی نشي اخیستلی. کله ناکله زه مېوه په هغه قیمت چې اخیستې مې وي، بېرته خرڅوم، خو بیا هم هغوی د اخیستلو وړتیا نه لري.»

حقمل وويل، د اختر په رارسېدلو سره يې هيڅ نه دي پلورلي، او بايد وچه مېوه په تاوان وپلوري.

د هرات ښار يوه دوکاندار اميد عليزاده چې ۲۸ کاله عمر لري، د حقمل شکايتونه تکرار کړل.

هغه وویل، «مشتریان یواځې نرخونه ګوري او ځي. نرخونه لوړ شوي او هغوی د عاید سرچینه له لاسه ورکړې ده. د دوه کلونو پخوا په مقایسه، اقتصاد دومره خراب شوی چې هغوی نشي کولی د اختر لپاره سودا واخلي.»

هغه زیاته کړه، «پخوا به ځینو دوکاندارانو د اختر لپاره له ۱۵ تر ۲۰ کیلو ګرامو پورې وچه مېوه اخیستله، خو اوس یواځې دومره وس لري چې تر ۳ کیلو ګرامو پورې وچه مېوه واخلي.»

هغه وویل، «کارګرانو او کم عاید لرونکيو کسانو به هم په هر اختر کې تر ۵۰۰۰ افغانیو (۵۸ ډالر) پورې په وچه مېوه لګولې، خو اوس یواځې یو څو کسان کولی شي حتی له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو (۱۲ – ۲۳ ډالر) مصرف کړي.»

علي زاده وويل، پخوا مشتریان خوشحاله وو او عايد يې درلود، خو اوس يې روحيه له لاسه ورکړې او دوکانداري نه کوي، ځکه چې غریب او بې وزله دي.

خفګان او نهیلي

د تېرو کلونو پر خلاف، د هرات پوهنتون محصل فیصل سروري نه نوي کالي اخیستي او نه یې د اختر لپاره تیاری نیولی دی.

هغه وویل، هغه له اوسني وضعیت څخه ډیر نهیلی دی ځکه نشي کولی د تېرو کلونو په څیر اختر ولمانځي، هغه زیاته کړه چې د هغه ډېر ټولګیوال او ملګري له هېواد څخه وتلي دي.

هغه زیاته کړه، «په پوهنتون کې زده کړه هم هغومره په زړه پورې نه ده لکه پخوا به چې وه. زه په ټولګیو کې یواځې د دې لپاره ګډون کوم چې غیر حاضر نشم، لاکن زه په دوامداره توګه په دې فکر کې یم چې له فراغت وروسته چیرته به کار کوم.»

هغه وویل، «کله چې زه په ښار کې ګرځم، زه ګورم چې په سلګونو بې وزله ښځې، نارینه او ماشومان سوال کوي ځکه چې دوی د خوړلو لپاره هیڅ نه لري

سروري وویل، «دا وضعیت زما لپاره خورا دردناک دی او ما د راتلونکي لپاره هیله له لاسه ورکړې ده.»

سروري وویل، د اختر په مناسبت د نویو جامو د اغوستلو فکر په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان یې د بې وزلۍ له امله اختر نشي لمانځلی، د هغه لپاره خوشحالوونکی نه دی.

۵۸ کلن شېراغا چې پنځه کسيزه کورنۍ لري، يو لاس ګاډی لري او د هرات ښار له يوې برخې څخه بلې ته د خپلو مشتريانو لپاره د توکو په لېږدولو سره د ژوند څوری ګټي.

پخوا به يې د ورځې تر ۵۰۰ افغانيو (۵.۸۰ ډالره) پورې عايد درلود، خو په تېر کال کې د ټولنې د اقتصادي ستونزو له امله کارونه ورو شوي دي. هغه وویل، اوس هغه د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو (۵۹ امریکايي سنټو تر ۱.۱۸ ډالر) ګټي.

هغه وویل، «اختر د هغو کسانو لپاره خوشحالوونکی دی چې پیسې لري او د جامو او خوږو د اخیستلو توان لري، خو زه دومره پیسې نه لرم چې د اختر لپاره سودا واخلم.»

هغه زیاته کړه، «زه ټولې ورځې په سړکونو تېروم، خو کار نشته، او هغه عاید چې زه یې لرم د خپلې کورنۍ لپاره وچه ډوډۍ هم پرې نشم اخیستلی.»

شېراغا وویل، ډیری افغانان چې د هغه په څیر له بې وزلۍ سره مخامخ دي په حقیقت کې اختر نه لمانځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې سږنی اختر واقعاً یو داسې اختر و چې هیڅ خوند یې نه درلود. په میلیونونو افغانان بېکاره دي او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. هغه څوک چې په میاشت کې پنځه زره افغانۍ هم نه ترلاسه کوي، اختر به څنګه ولمانځي او د اختر په ورځ به څنګه خوشحاله وي؟ زه یو له هغو افغانانو څخه یم چې په دې دوو کلونو کې مې نه د اختر په ورځو کې وچه میوه اخیستې او نه مې خوړلې ده، ځکه د کار فرصت نشته. هیڅوک په اسانۍ سره په دولت کې نه ګمارل کیږي. نړۍ وال سازمانونه هغه کسان استخداموي چې واسطه ولري، نو په داسې حالاتو کې به اختر خامخا تیاره او ستړی کوونکی وي.

ځواب ورکړئ

د ژمي په څلورو میاشتو کې په کابل کې هیڅ کار نشته. ډیری خلک د خپلو کورنیو لپاره د وچې ډوډۍ په موندلو کې ډیره ستونزه لري. سږ کال د ژمي په پای ته رسېدلو او د کوچني اختر په رارسېدلو سره ډېری خلک ونه توانېدل چې وچه مېوه او جامې واخلي، ځکه چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کار نشته او کله چې لوی اختر راورسېد، خلکو دا توان نه درلود چې حتی وچه ډوډۍ واخلي. د خلکو اقتصادي وضعیت د تېر کال په پرتله خراب دی. د افغانستان په ښارونو کې توکي ډېر دي، بیې یې هم ټیټې دي، خو د افغانستان اکثره بې وزله خلک د تازه یا وچې مېوې د اخیستلو وس نه لري. هغه کسان چې په افغانستان کې کار کوي د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ په برابرولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. په افغانستان کې د هغو خلکو ژوند ښه دی چې یو یا دوه زامن یې له افغانستان څخه بهر کار کوي او هره میاشت خپلې کورنۍ ته پیسې رالېږي. د همدغو خلکو ژوند ښه دی، خو له اقتصادي اړخه د افغانانو لویه برخه په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي. دغه افغانان په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره هره میاشت مالي مرستې کوي. که دا مرستې نه وای شوې، نو په افغانستان کې به دومره خلک نه و چې د خوراک لپاره وچه ډوډۍ ترلاسه کړي. مونږ له بهرنیو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني، څو د افغانستان خلک له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ نشي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دي. افغانستان پخوا پر بهرنیو مرستو تکیه کوله، خو توپیر یې دا دی چې اوس بهرنۍ مرستې کمې شوې دي. نړۍ پخوا هم له افغانستان سره مرستې کولې، خو د نوي نظام په راتګ سره کمې شوې دي. دا هغه څه دي چې د افغانستان اقتصاد یې زیانمن کړی دی. پخوا به ډېرو افغانانو له بهرنيو موسسو سره په لوړو معاشونو کار کاوه، خو د نوي رژيم په راتګ سره ډېرو موسسو يا خپل کار پرېښود او يا يې هم کم کړ. دا هم مهمه ده چې د کارمندانو شمېر کم شو. په افغانستان کې د بهرنيو موسسو فعاليتونه هغه څه وو چې د دولت په پرتله يې خلکو ته د کار زمينه برابره کړه او هغو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړه چې د دولتي کارکوونکو په پرتله يې معاشونه لوړ وو. اوس دا بله لاره نه ده. ډېری موسسې له هېواده وتلي او مسلکي کسان هم له هېواده وتلي دي. څه د پاسه څلور سوه زره او یا تر دې زیات کسان له افغانستان څخه تښتېدلي دي. دا پروسه لا هم روانه ده او ځوانان هڅه کوي چې په قانوني توګه له هېواده وځي. دوی هغه کسان وو چې په لوړو معاشونو یې کارونه کول او هغه پیسې چې دوی ترلاسه کولې هغه بېرته د افغانستان مارکېټ ته ورتللې. اوس نه موسسه شته نه مرسته او نه معاش.

ځواب ورکړئ

افغانان په ریښتیا هم له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي. افغانستان پخوا هم په خارجي مرستو تکیه لرله خو فرق دا دی چې اوس د پخوا په څېر بهرنۍ مرستې کمې شوي. نړیوالو مخکې له افغانستان سره ډېرې مرستې کولې خو د نوي نظام په راتګ سره یې مرستې کمې شوي. دا ټول هغه څه دي چې د افغانانو اقتصاد ته یې زیان اړولی. مخکې به ډېرو افغانانو له بهرنیو موسسو سره په لوړو معاشونو کار کاوه خو د نوي نظام په راتګ سره ډېری موسسې له افغانستان څخه یا وتلي او یا یې کارونه کم کړي. نو حتمي ده چې د موسسو د کارونو په کمېدو به سټاف هم کېږي. په افغانستان کې د خارجي موسسو فعالیتونه هغه څه و چې د دولت تر څنګ یې تقریبا په لږ څه کمه اندازه د استخدام په برخه کې مرسته کوله او خلکو ته د روزګار زمینه داسې برابرېده چې تر دولت به یې معاش لوړ و. اوس داسې نه ده بلکې هر څه معکوس دي ـ ډیر موسسات وتلي او همدا راز مسلکي خلک هم له هېواده وتلي. له افغانستان څخه تقریبا څلور لکه یا تر دې زیات کسان وتلي. دا بهیر لا هم روان دی او ځوانان کوښښ کوي چې له قانوني او غیر قانوني لارو څخه له هېواده و وځي. وتلي اشخاص هغه څوک و چې په لوړو معاشونو یې کار کاوه چې همدا معاشونه به په افغاني بازار کې بېرته لاس په لاس کېدل. اوس نو نه هغه موسسې شته، نه هغه مرستې، نه هغه معاشونه او نه هغه اخترونه.

ځواب ورکړئ

د اختر او خوشالیو د بې خونده کېدو لوی لامل دادی چې مصارف ورځ تر بلې زیاتېږي او کارونه بېخونده کېږي. پخوا به چې یوه کس ۵۰ زره افغانۍ معاش درلود اوس ۲۰ هم نه لري. خو د کورنۍ مصارف یې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي. او چې هغه چا ۲۰ زره معاش درلود پنځه زره هم ورته اوس نشته. که یې ولري هغه هم په ډېره سختۍ پیدا کېږي. او بل دا چې د توکو نرخونه ورځ تر بلې د زېاتېدو په حال کې دي. نو اختر به څه خوند او مزه پیدا کړي. که زه خپله د اختر ووایم، نو هېڅ خوند یې نه و، راغی او لاړه بس خلاص. څنګه چې د یوه ماشوم، ځوان، پېغلې، سپین ږیري او سپین سرې هیلي دي، یوه هم نه پوره کېږي. د غربت لمن ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده. کارونه نشته. قیمتونه زیاتېږي. مشکلات زیاتېږي... نو څنګه به اختر په سمه توګه ونمانځل شي او څنګه به په کې یو څوک د خوشالۍ حس وکړي. نورو حالاتو سره بیا هم کېږي، خو اقتصادي وضعیت چې خراب وي بیا سړی ډېر ناراحته کوي. اقتصادي ستونزو ته په کتو ډېری خلک زړه نه ښه کوي چې د اختر لپاره یو څه واخلي، آن د لومړنیو خوراکي توکو نرخونه زیات دي... نو چې یو څوک لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی ونه لري هغه به څه اختر ونمانځي او څه به خوشالي وکړي.

ځواب ورکړئ