تروريزم

پاکستان د مرګونې چاودنې له امله ویر کوي او له افغانستان څخه د اورپکو د ور اوښتلو په هکله اندېښنه څرګندوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

هلکان د زمري په ۹مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې یوه سیاسي غونډه په نښه کړه، د خپلې کورنۍ د غړي په مړینه ژاړي. د داعش خراسان څانګې د دغه ځانمرګي برید د ترسره کولو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی. [عبدالمجید/ای اېف پي]

هلکان د زمري په ۹مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې یوه سیاسي غونډه په نښه کړه، د خپلې کورنۍ د غړي په مړینه ژاړي. د داعش خراسان څانګې د دغه ځانمرګي برید د ترسره کولو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام اباد -- د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څو ورځې وروسته له هغه چې د دواړو هېوادونو تر منځ شریکې پولې سره نږدې یوه ځانمرګي بمي برید یوه سیاسي غونډه په نښه کړه، وویل، چې په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو د لړۍ تر شا اورپکو سره له پولې پورې غاړې څخه افغان وګړي مرسته کوي.

شریف په کابل تور پورې نه کړ چې قصدا له افغانستان څخه بریدونو ته اجازه ورکوي، خو دا یې وویل چې په پاکستان کې وسله وال په ګاونډي هیواد کې له «پناه ځایونو» څخه عملیات کوي.

اسلام اباد پخوا ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنګیالي له افغانستان څخه په ازادانه توګه فعالیت کوي او دا هغه تور دی چې کابل یې معمولا ردوي.

شریف دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱/ ناوخته د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې چې د افغانستان د کونړ ولایت سره پوله لري، له یوې امنیتي غونډې او د یکشنبې د ورځې د چاودنې له قربانیانو سره له لیدنې څخه وروسته وکړې.

د نواز شریف له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، «لومړي وزیر په ځانمرګو بریدونو کې د افغان وګړو ښکېلتیا په اندېښنې سره یاده کړه،»

په اعلامیه کې راغلي چې «له پولې پورې غاړې پټنځایونو څخه د پاکستان دښمن عناصر په خلاص مټ دغه ډول بې زړه بریدونه پلانوي او ترسره کوي او بې ګناه ملکي خلک په کې وژني».

د شریف دفتر وویل چې کابل «باید د دې مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي چې خاوره یې د نړۍ وال تروریزم لپاره ونه کارول شي».

په خار کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د سیاسي ګوند د کارکونکو په یوه غونډه کې د یکشنبې د ورځې چاودنې ۵۴ کسان ووژل او تر ۱۰۰ زیات یې ټپیان کړل.

د داعش خراسان څانګې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست

د داعش خراسان څانګې د خپلې تبلیغاتي ادارې اعماق له لارې د دوشنبې د ورځې د برید پړه پر غاړه واخیستله.

د داعش خراسان څانګې د هغه ځانمرګي بمي بریدګر چې د یکشنبې ورځې برید یې ترسره کړ، نوم یاد کړی خو د هغه د تابعیت ذکر یې نه دی کړی. پاکستاني پولیسو د بمي بریدګر په هکله جزیات نه دي تایید کړي.

د داعش خراسان څانګې پخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام مشران په نښه کړي، ځکه چې دوی مرتد ګڼي او په انتخاباتي سیاستونو کې د ګډون له امله یې پرې انتقاد کړی دی.

د ۱۴۰۱ د وري په میاشت کې، د داعش خراسان څانګې یو لړ فتواګانې صادرې کړې چې د جمعیت علمای اسلام(ف) دیني عالمانو او فعالانو د وژنې اجازه ورکوي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) غړي قاري صابر ماموند، چې د یکشنبې ورځې په برید کې یې دوه خپلوان ژوبل شوي وو، وویل، «جمعیت علمای اسلام – ف یو سوله ایز سیاسي ګوند دی چې په انتخاباتي سیاست کې د برخه اخیستو او د وسله والو ډلو له خوا له اسلام څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پر ضد د مبارزې سزا ورکول کیږي،»

ماموند وویل، دا برید د راتلونکي لړم میاشتې تر ټاکنو مخکې د ده د ګوند د بې ثباته کولو هڅه وه.

د اورپکو د تاوتریخوالي زیاتوالی

د پاکستان د سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، د ۱۴۰۰ له زمري راهیسې په پاکستان کې د اورپکو بریدونه ۵۰٪ زیات شوي چې په لوېدیځو سرحدي ولایتونو باندې تمرکز کوي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم په تېرو دوو کلونو کې د داعش ډلې په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د مرغومي په میاشت کې، پلټونکو د ټي ټي پي په یوه جلا شوې ډله د جومات د چاودنې پړه واچوله چې په پیښور کې یې له ۸۰ څخه ډېر پولیس افسران ووژل.

خو پلټونکو وویل چې د داعش خراسان څانګې بمي برید چې تېر کال د پاکستان په شمال لویدیځ کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې یې ۶۴ کسان ووژل، د یوه افغان جلاوطن له خوا ترسره شو چې د برید لپاره د چمتو کېدلو په خاطر خپل هېواد ته ستون شوی و.

د یکشنبې ځانمرګی برید ښیي چې، په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې د پاکستان له خوا د روانو عملیاتو په ترڅ کې د پام وړ زیانونه لیدلي، دا ډله لاهم د وژونکو عملیاتو د ترسره کولو توان لري، چې په عمده توګه په پاکستان کې د سیاسي لاریونونو او غیر مسلمانو اقلیتونو په څیر نرم هدفونه په نښه کوي.

د غبرګولي په میاشت کې، د خیبرپښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) وویل چې قانون پلي کونکو په باجوړ کې د داعش خراسان څانګې یو قوماندان سبحان الله چې په عثمان مشهور و، وژلی دی.

همدارنګه د غبرګولي په میاشت کې، د پاکستان د پنجاب ایالت سي ټي ډي وویل چې هغوی د لوی اختر په ورځ د یوې ښځې په ګډون ۹ شکمن وسله وال چې د داعش- خراسان څانګې سره یې تړاو درلود نیولي، او د ترهګرۍ یوه لویه دسیسه یې شنډه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دوه خبرې دي چې هره یوه په خپل ځای خپل اهمیت لري. یوه دا ده چې، څه چې په پاکستان کې کېږي دا د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا ترسره کیږي. په دې توګه، هغوی غواړي چې د ترهګرۍ د ځپلو تر عنوان لاندې د غربي هېوادونو مرسته ترسره کړي. د اورېدلو په اساس، هغه مرستې معمولا د پوځ او استخباراتي مشرانو تر منځ ویشل کیږي او په دې توګه دغه ناولی او خاین هیواد پرې خپل چټل ژوند ته دوام ورکوي. بله خبره دا ده چې، که نن په پاکستان کې دا کارونه کیږي، دا په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارو د هغو عملونو عکس العمل دی چې هغوی د تېرو څلورنیمو لسیزو راهیسې په افغانستان کړي او افغانان یې وژلي دي، لاکن د افسوس خبره دا ده چې دا قتلونه او چاودنې هم د پښتنو په سیمو کېږي په داسې حال کې چې د پاکستان په نامه د انګریزي مېشن اصلي بانیان او داړه ماران پنجابي جنرالان دي او باید دا ورانکاري هم په پنجاب کې شوې وای. په هر حال، الله تعالی په ټولو انسانانو او ټوله نړۍ باندې رحم وکړي. امین

ځواب ورکړئ

په پاکستان کې چې تر ډیرې چاودنې وشوي بیا هم ولاکه پرې خپه شم، ځکه ! پاکستان د افغانستان اساسي دښمن دی، تیرې څلور لسیزې یې په دې وطن کې اور بل کړی دی، هره ورځ یې وژلی یو، هره ورځ یې زموږ کورونه، ښوونځي، سړکونه، فابریکې، مسجدونه او دولتي ودانۍ په انفجار او انتحار کې ورانې کړي دي. دا مې په زړه کې ترټولو لوی ارمان دی، چې پاکستان وران ویجاړ او ټوټه ووینم او د پنجابیانو بیخ او بنیاد له منځه لاړ شي. لر او بر یو افغان شي او دغه ناره یو نوی رنګ راوړي.

ځواب ورکړئ

د تبصرې شپږمه برخه: دریم: نارضایتي: د پاکستان له مرکزي حکومت سره د دغو دوو ایالتونو د خلکو (بلوڅانو او پښتنو) نارضایتي یو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې په دغو دوو ایالتونو کې یې ناامني زیاته کړې ده. د پاکستان په حکومت کې دننه بې ثباتي او د فاسدو چارواکو سره یوځای د دې لامل شوی چې خلک له حکومت څخه مایوسه او نا امیده شي او د بنسټپالو ډلو په لور روان شي. ډېری پښتانه او بلوڅان د پاکستان له اوسني حکومته ناراضه دي او غواړي چې پاکستان دې د دغه هېواد د پوځ له کنټرول ویستل شي. له بلې خوا، دا دوه قومونه، د سندیانو سربیره، په دې باور دي چې دوی سره د مرکزي حکومت لخوا تبعیض کېږي. دغه قومونه وايي، مرکزي حکومت په دغو سيمو کې د ولسي وګړو د ژوند او اسانتياوو کچې ته پوره پاملرنه نه کوي او په يو ډول يې دغه سيمې پرېښې دي. د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) په دې باور دی چې د اوسني نظام د ژوند د دوام لپاره پښتانه مېشتې سیمې په قصدي ډول د بنسټپالنې کندې ته اچول شوي دي. په پاکستان کې د ناامنۍ یو بل عامل هم کیدای شي د دې قومي ویشونو ژوروالی وي. هغه خلک چې د تبعیض احساس کوي په اسانۍ سره بنسټپالو او افراطي ډلو ته جذبیږي. ۲۰۲۳ کال: د ۲۰۲۳ کال جنورۍ په پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې ترټولو خونړۍ میاشت بلل شوې ده. په روانه میاشت کې په پاکستان کې لږترلږه ۴۴ ترهګریز بریدونه شوي چې په پایله کې یې ۱۳۴ کسان وژل شوي او ۲۵۴ نور ټپیان شوي دي. سره له دې چې پاکستان له یوې خوا سیاسي او اقتصادي بې ثباتي لري او له بلې خوا د ترهګرۍ او ناامنۍ بحران په چټکۍ سره پراخیږي، ۲۰۲۳ کال به د پاکستانیانو لپاره یو ستونزمن کال وي.

ځواب ورکړئ

د مقالې پنځمه برخه: په تېرو شلو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې په جګړو بوخت وو، دې ډلو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د طالبانو کوربه توب کولو. اوس چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، د بنسټپالو ډلو د هرکلي موسم پیل شوی دی. طالبان د پاکستان د سختو فشارونو سره سره لا هم چمتو نه دي چې د ټي ټي پي په وړاندې کوم جدي اقدام وکړي او یا هم د دغې ډلې فعالیتونه محدود کړي. خبره دلته نه ختمیږي. طالبان هم دغو ډلو ته د تجهیزاتو په ورکولو تورن دي. داسې راپورونه هم شته چې د تحریک طالبان پاکستان یو زیات شمیر غړو د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې له امریکايي وسلو کار اخیستی دی. په هرصورت، داسې راپورونه هم شتون لري چې د طالبانو د پام وړ شمیر ځواکونه له ټي ټي پي سره یوځای شوي او غواړي دا ځل په پاکستان کې جهاد ته دوام ورکړي. څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي وو چې په پاکستان کې جهاد روا دی. د نوموړي دغه حکم په ښکاره توګه طالب ځواکونو ته دا پیغام ورکوي، چې اوس مهال په هیڅ ډول جګړه کې ښکیل نه دي، ترڅو نوي اهداف تعقیب کړي. له رواني پلوه، ډېری طالب ځواکونه د جګړې په ماشین بدل شوي دي. دا پدې مانا ده چې د دوی شتون له جګړې پرته هیڅ معنی نلري.

ځواب ورکړئ

د مقالې څلورمه برخه: د دې ډلو تر څنګ په سیمه کې انصار غورځنګ او ټي ټي پي هم فعال دي. څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ټي ټي پي له یو شمېر بلوڅو ډلو سره اتحاد کړی دی. که دا خبر رښتیا وي نو په شمالي او شمال لوېدیځو سیمو کې به د پاکستاني پوځ لپاره د پخوا په پرتله حالات نور هم ستونزمن شي. په سندهـ صوبه کې چې د پاکستان په جنوب لوېديځ کې پروت دی، د القاعدې، لشکر جهنګوي، انصار غورځنګ او د سند بېلتون غوښتونکي پوځ په څېر ډلې نسبتاً فعال حضور لري. د راپورونو له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وژل شويو کسانو شمېر په بې ساري او بې ساري ډول زيات شوى دى. په دغو دوو ایالتونو کې د احصایې د زیاتوالي لپاره لږ تر لږه درې لاملونه په ګوته کېدای شي. لومړی: له افغانستان سره د دغو دوو ایالتونو پوله: افغانستان له پاکستان سره اوږده پوله لري او هغه دوه آیالاتونه چې په وروستیو کلونو کې یې تر ټولو زیاتې ناامنۍ لیدلې له افغانستان سره پر پوله پراته دي. په افغانستان کې بې ثباتي او د پولې د سم کنټرول نشتوالی او د ډېرو پټو ځایونو شتون د دې لامل شوی چې ترهګرې ډلې د بیړني حالت په صورت کې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پناه واخلي. په بل عبارت، په افغانستان کې د طالبانو شتون د دغې ډلې لپاره د ستراتیژیک ملګري حیثیت لري. د دغو ډلو د ستراتیژیکو ګټو سربیره، دوی په افغانستان کې میشت دي او هلته خپل ځواکونه روزي. دغه ډلې کولای شي په اسانۍ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پولو تګ راتګ وکړي. دوهم: په افغانستان کې د طالبانو شتون: طالبان په پاکستان کې له بنسټپالو ډلو سره اوږدې او دوستانه اړیکې لري.

ځواب ورکړئ

د مقالې درېیمه برخه: په پاکستان کې د امنیتي وضعیت په بدلیدو سره د ستراتیژیکو ژورو د پالیسي منتقدین په دې باور دي چې پاکستان طالبانو ته د زیاتی خوشبینۍ بیه ورکوي. طالبانو د هغه څه خلاف عمل کړی چې پاکستانيان یې فکر کوي او د ټي ټي پي د فعالیتونو په محدودولو کې یې له پاکستان سره همکاري نه ده کړې. خیبر پښتونخوا، د جنګیالیو اصلي ځای: د پاکستان په ښارونو او ایالتونو کې د خیبر پښتونخوا ایالت چې د پاکستان په شمال کې پروت دی او له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري، په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد تر ټولو ناامنه سیمه بلل کېږي. په دې ایالت کې اوس ازادې قبایلي سیمې هم شاملې دي. د شته معلوماتو له مخې دغه ایالت په پاکستان کې د بنسټپالو ډلو مرکز دی. ټي ټي پي او نورې افراطي او بنسټپالې ډلې په دې ایالت کې فعالې دي او له دې ځایه خپل خپل کسان استخداموي او بریدونه پلانوي. بنسټپالې ډلې او د هغوی د نفوذ ساحې: تحریک طالبان پاکستان (TTP)، جماعت الحرار (JUA)، حرکت انصار (HUA) او لشکر اسلام په څیر ډلې په خیبر پښتونخوا ایالت او قبایلي سیمو کې فعالې دي او دا ایالت د د دوی د نفوذ ساحه بلل کېږي. د دې ډلو تر څنګ، چې یو څه متحد دي، د هند برصغیر کې القاعده (AQIS) او داعش (ISIS/ISKP) هم فعاله دي. خو د دغو دوو ډلو فعالیت ډېر څرګند نه دی ځکه چې دا سیمه د تحریک طالبان پاکستان د نفوذ او ځواک مرکز دی. په بلوچستان ایالت کې، چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، د بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې لکه د بلوچ لیبریشن آرمی (BLA) ، د بلوڅو د آزادی جبهه (BLF)، بلوچ ریپبلکن پوځ (BRA)، د بوڅو متحد پوځ (UBA)، د بلوڅو لښکر (LEB) او لشکرجهنګوي (LeG) قوي حضور لري چې تل په دغه ایالت کې پر پوځي ادارو او عسکرو بریدونه تنظیموي.

ځواب ورکړئ

د مقالې دویمه برخه: طالبان او په پاکستان کې امنیتي بدلون: پاکستاني پالیسي جوړونکي په دې باور وو چې په افغانستان کې د طالبانو شتون د هیواد د اوږدمهاله دښمن لاس لنډوي او د هیواد امنیت ټینګوي؛ خو د پاکستان د دغو محاسبو په ځواب کې ډېر وخت ونه لګېده او د طالبانو بېرته واک ته رسېدو نه یوازې د پاکستان امنیتي ګواښونه کم نه کړل، بلکې امنیتي ګواښونه یې لا پسي زیات کړل. په افغانستان کې د طالبانو راڅرګندیدل د پاکستان پر امنیت مستقیم اغېز کړی او په دغه هېواد کې یې ناامني زیاته کړې ده. په افغانستان کې د طالبانو شتون د بنسټپالو ډلو پر ځان باور زیات کړی او دغو ډلو ته یې دا فکر ورکړی دی چې د طالبانو د جګړېزي لارې تعقیبول دوی کامیابۍ ته رسوي. د پاکستاني پالیسي جوړونکو تر منځ غالب فکر دا و چې دوی کولی شي د طالبانو له نفوذ څخه په ګټه اخیستنې په ټي ټي پي باندې فشار راوستلی شي او دغه ناراضه ډله به اوربند او سولې ته اړ کړي. که څه هم د پاکستان حکومت وتوانېد چې د طالبانو په منځګړیتوب ټي ټي پي اوربند ته اړ کړي، خو دغه اوربند برعکس اغیزه وکړه او ټي ټي پي خپل ځواک تازه کړ او د پخوا په پرتله بېرته د جګړې ډګر ته را وګرځېده.که موږ وغواړو چې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي لامل د طالبانو له تغیر سره وڅیړو، نو دې نتیجې ته رسیږو چې پاکستاني طالبانو ته د پناه ورکولو او د هغوی لپاره د خوندي چاپیریال او یا ستراتیژیک خنډ په برابرولو سره طالبانو په پاکستان کې د ناامنۍ په زیاتوالی اغیزه کړې ده. په بل عبارت، د پاکستان ستراتیژیک ژوروالی د ټي ټي پي لپاره ستراتیژیک خنډ ګرځیدلی دی.

ځواب ورکړئ

په پېښور کې د جنورۍ پر ۳۰ برید او د پاکستان په نورو هېوادونو کې دغه ډول لوی او واړه بریدونه د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه جدي ازموینه ده. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان امنیت بدلون کړی او بدل شوی، خو په پېښور کې وروستی برید د پاکستان او د هغې پالیسي جوړونکو لپاره د خطر زنګ وواهه. دا برید په وروستیو لسیزو کې په پاکستان کې تر ټولو ستر او بې ساری برید و چې په پایله کې یې درنه مرګ ژوبله واوښته. د معلوماتو له مخې په دغه برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ او په افغانستان کې د جمهوريت له سقوط وروسته، په پاکستان کې د ناامنیو ګراف په ډراماتیک ډول لوړ شوی دی؛ دا پداسې حال کې ده چې د پاکستان پالیسي جوړونکو او پوځ فکر کولو چې په افغانستان کې به د طالبانو له واک ته رسېدو سره به د دغه هېواد پر وړاندې امنیتي ګواښونه کم شي. په بل عبارت، پاکستانیانو احساس کاوه چې په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت له سقوط سره خپل ستراتیژیک ژوروالی ته رسېدلی دی. هغه مطلب چې پاکستاني پالیسي جوړونکي یې له ژوری ستراتیژی څخه اخلي: په کابل کې د یوه دوستانه او اسلام پاله رژیم د راڅرګندیدو په معنی ده چې د پاکستان دوامداره ناامنۍ ته د پای ټکی کیږدي؛ خو هغه پوښتنه چې په دې ورځو کې د پاکستان په سیاسي حلقو کې مطرح کېږي دا ده چې ایا طالبانو په پاکستان کې د ناامنۍ احساس ته د پای ټکی کېښود او که نه؟ غواړم دا مقاله په څو تبصرو کې تاسو سره شریکه کړم. هیله ده د سلام ټایمز ټول لوستونکي یې ولولي.

ځواب ورکړئ

په پاکستان کې بریدونه د دغه هیواد خپل تولید دی. هغوی باید بل څوک تورن نه کړي. هغوی له کوم هیواد څخه راغلي دي، اصلي مرکزونه یې په پاکستان کې دي، چې هلته پوځي روزنه ترلاسه کوي او له هماغه ځایه تمویل کیږي. دا چاودنې په دغه هېواد کې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی په مشوره ترسره کېږي، څو نړۍ ته وښيي چې دوی هم د ترهګرۍ قربانيان دي او هېڅکله د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي. که اسلامي امارت وي، داعش وي او یا تحریک طالبان پاکستان، دا ټول د پاکستان جنګیالي دي. څو ورځې وړاندې د طالبانو او داعش ترهګرو ډلو په افغانستان کې اور بل کړی و، نن به تاسو په دې اور کې لږ وسوزوئ، که څه هم دا سوځول ستاسو د خوښې او ګټې لپاره وي. د چا په سترګو کې خاورې نشئ اچولی. زه به هغه وخت ومنم چې دا چاودنې د بل چا کار دی چې دا په پنجاب، لاهور او کراچۍ کې وشي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ۴۳ کلنې جګړې پر مهال په زرګونو پاکستاني او افغان جنګیالي له پاکستان څخه افغانستان ته راغلل او په افغانستان کې یې جګړه وکړه چې افغانستان یې وران کړ. دغه ټول جنګیالي د پاکستان د حکومت له خوا حمایه کیدل. کلونه کلونه په افغانستان کې جګړه وه، دا جګړه د افغانستان د خلکو نه وه. جګړه قوي اقتصاد ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې افغانستان پیاوړی اقتصاد نه لري. افغانان پخپله یوې مړۍ ډوډۍ ته اړتیا لري، څنګه به افغانان په بل هیواد کې چاودنې وکړي. افغانان د مرمۍ یا ماین د جوړولو وړتیا نه لري. حقیقت دا دی، چې که یو هېواد د مرمۍ د جوړولو وړتیا نه لري، څنګه کولی شي چې په بل هېواد کې جګړه یا چاودنه وکړي؟ نه، دا نشي کیدی. په افغانستان او د پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې څو کاله کیږي چې ښه دیني عالم، ښه قومي مشر، ښه انجینر، ښه ښوونکی، ښه مشر او هر هغه څوک چې د پښتون ولس خدمت کوي، وژل شوي دي. ترهګرې ډلې او د دغو کسانو قاتلان لا هم نه دي موندل شوي. پخپله په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې چې جګړه روانه ده، د افغانستان د ګاونډیو دولتونو له خوا له جنګیالیو سره مالي مرستې کیږي. د پاکستان د لومړي وزیر دا خبرې بې بنسټه دي، ځکه زموږ ګاونډي هیواد پاکستان د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې جګړه پیل کړې ده. افغانستان دا توان نه لري چې په نورو هېوادونو کې چاودنې وکړي او جګړې ته لمن ووهي. یو شمیر افغانان د امریکا او پاکستان لخوا پیسې ترلاسه کوي او په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي.

ځواب ورکړئ