چاپیریال

د یو اېس ای آی ډي په مرسته پلې کېدونکې ۱۰ پروژې د هرات ادرسکن ولسوالۍ ته د څښاک پاکې اوبه برابروي

د عمر راپور

د متحده ایالاتو نړۍ والې پراختیايي ادارې (یو اېس ای آی ډي) د وچکالۍ د اغېزو د کمولو په موخه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د اوبو رسولو لس پروژې پیل کړي دي. په دې پروژو کې د لمریزې برېښنا د اوبو د دوو شبکو جوړول، د اوبو د شپږو موجودو شبکو بیارغول او بیا نوي کول او د دوو ژورو څاګانو کیندل چې په لاسي پمپونو سمبال دي، شامل دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې (یو اېس ای آی ډي) د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره د اوبو رسولو ۱۰ پروژې پیل کړي دي.

په دې پروژو کې د لمریزې برېښنا د اوبو رسولو دوه شبکې، د اوبو رسولو د شپږو شبکو بیارغونه او ترمیم او د دوو ژورو څاګانو کیندل، چې په لاسي پمپونو سمبال دي، شامل دي.

دا هڅې د افغانستان د بیارغونې لپاره همکارۍ موسسې (سي آر ای) له خوا پلي کیږي.

د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس عبدالسلام هجرت وویل، د دغو پروژو لګښت چې د یو اېس ای آی ډي له خوا تمویلېږي، نږدې یو میلیون ډالر کېږي.

ماشومان د زمري په ۴مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د متحده ایالاتو نړۍ والې پراختیایي ادارې له خوا تمویل شوې د اوبو رسولو شبکې اړوند نل څخه د اوبو بوشکې ډکوي. [عمر/سلام ټایمز]

ماشومان د زمري په ۴مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د متحده ایالاتو نړۍ والې پراختیایي ادارې له خوا تمویل شوې د اوبو رسولو شبکې اړوند نل څخه د اوبو بوشکې ډکوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، چې له يادو پروژو څخه به د ولسوالۍ په اتو کليو کې شاوخوا ٨٢٥ کورنۍ ګټه واخلي، او زياته یې کړه، چې دغه بېخبناوې په هغو کليو کې جوړې شوي دي چې پخوا يې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه درلود.

ځینې پروژې وار له مخه بشپړې شوي او د اوسیدونکو ژوند ته یې د پام وړ ګټې رسولي دي.

هجرت وویل، «د اوبو رسولو دغو پروژو... کورونو ته اوبه رسولي دي. په هر کور کې د اوبو نل شته، او د سیمې اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته منظم لاس رسی لري.»

هغه زیاته کړه، دغه پروګرام تر اوسه د شپږو میاشتو په مخه شاوخوا ۱۰۰ ځایی خلک او ماهر کارګران ګمارلي دي. هغه زیاته کړه، ځینې لا هم د پروژو ساتنه کوي.

د یوې سترې ستونزې حلول

د ادرسکن اوسېدونکي له کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د یو اېس ای آی ډي ادارې له خوا تمویل شوې پروژې هڅه کوي چې دغه حالت بدل کړي.

۳۶ کلن تیمور شاه رحیمي وویل، «زموږ کلي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود. هره ورځ به ما له دوه کیلومتره لیرې یوه سیند څخه ولاړې اوبه راوړلې. نیمه ورځ به ما په دې باندې لګوله چې لوښي راډک کړم او اوبه راوړم.»

هغه وويل، «زه اوس ډېر خوشحاله يم چې زموږ په کور کې د پاکو اوبو نل شته او موږ پاکې اوبه څښو.»

رحیمي وویل، دې ډول پروژو د سیمې په یو شمېر کلیو کې د څښاک د اوبو د نشتوالي ستونزه حل کړې ده.

هغه زیاته کړه، «دا هغه پایدارې پروژې دي چې خلک ترې د ډېرو کلونو لپاره ګټه پورته کولی شي. دا پروژې د نورو مرستو په پرتله ډیرې ګټورې دي ځکه چې هر چا، حتی حیواناتو ته یې ګټه ور رسیږي.»

د خرچان کلي اوسېدونکی اسرایل امیري وايي، د ده په کلي کې ۴۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې دي.

هغه وويل، «زموږ په کلي کې اوبه نشته، او څاګانې وچې دي.»

هغه وويل، «ما له درې کیلومترو لیرې ځای څخه د خره په وسیله اوبه راوړلې. په سيند کې يو څه اوبه شته چې حيوانات یې ترې څښي او موږ هم مجبور وو چې هماغه اوبه وڅښو.»

هغه زياته کړه، «په کلي کې د اوبو رسولو د شبکې په جوړېدلو سره، هر کور د اوبو نل او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى لري. دا شبکه د لمریزې بریښنا سیسټم په وسیله سمبال شوې چې پرته له کوم لګښت څخه د څاګانو اوبه راوباسي.»

اميري وويل، ناپاکو اوبو به کليوال ناروغول، خو اوس له شبکې څخه د څښاک پاکې اوبه کلورين کېږي، چې ناروغي له منځه وړي.

د ادرسکن ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالمؤمن رحمتي وويل، دا پروژه کليوالو ته ځکه ډېره ارزښتناکه ده، چې هغوی يې د اوبو له کمښت او ناروغيو څخه ژغورلي دي.

هغه وويل، «موږ د اوبو له کمښت څخه ډېر ځورېدلي وو. هرې کورنۍ به په ورځ کې څو ځلې له سيند څخه د اوبو د راوړلو لپاره يو څوک ګومارلی و ... خو اوس په هر کور کې د اوبو نل شته، چې ژوند يې ډېر اسان کړی دی.»

هغه وويل، «زموږ په کلي کې څاګانې د دوه کلنې وچکالۍ له امله وچې شوې، او د څښاک اوبو ته لاسرسى ډېر ستونزمن و.»

رحمتي دا هم وويل چې ماشومان يې اوس ډېر روغ دي ځکه پاکې اوبه څښي.

حیاتي مرسته

د ادرسکن د اوسیدونکو په وینا، هر کال د ځمکې لاندې او د سیندونو د اوبو کچه ښکته کیږي.

د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر، شمس الدین محمدي وویل، «د وچکالۍ له امله به یو یا دوه کاله وروسته په شاوخوا کلیو کې د څښاک اوبه نه وي.»

هغه وويل، «د اوبو رسولو شبکې چې د ځمکې لاندې اوبه پمپ کوي زموږ کلي د څو کلونو لپاره له وچېدو څخه ژغورلي دي،» او زياته یې کړه چې پروژې په داسې رغیدلي چې د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيسي.

هغه زیاته کړه، «که دا پروژې نه وای، نو موږ به د وچکالۍ له امله کډه کړې وای. زموږ یو شمېر ګاونډیان د اوبو د کمښت له امله هرات ښار ته کوچېدلي دي.»

د هرات ښار د چاپېریال کارپوه خلیل احمد فیضان په وینا، د اوبو په بېخبناوو کې پانګونه ډېره مهمه ده او د ډېرو ژوند ژغورلی شي.

هغه وويل، «موږ د هرات ولايت په لیرې پرتو ولسواليو کې لیدلي چې په تېرو دوو کلونو کې سلګونه کورنۍ د اوبو د نشتوالي له امله هرات ښار ته تللي دي. په افغانستان او په ځانګړې توګه په لوېدیځه سیمه کې د اوبو بحران خورا جدي دی.»

فیضان وویل، «دلته د اوبو رسولو د شبکو جوړول د کلیو د پرېښودو او ښارونو ته د نویو کسانو د راتګ مخه نیسي.»

هغه زیاته کړه، «څومره چې اوسیدونکي په خپلو کلیو کې پاتې شي، هغومره به کرنه وده وکړي او د هیواد د اقتصاد په ښه والي کې به مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم دا ډېر ښه کار دی چې په افغانستان کې دا ډول مهم پرمختګ روان دی. د څښاک اوبه یو اساسي بشري حق دی او دا ډېره مهمه ده څو د خلکو لپاره داسې فرصتونه برابر کړای شي چې هغه حقونه ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

د usaid او ملګرو ملتونو پروژې واقعا د افغانانو لپاره ګټورې وې او زه یقین لرم چې دا پروژه هم د ولسي خلکو لپاره حتما ګټه رسوي. یو علت یې دا دی چې د یو ایس ای آی ډي مرستې د حکومت نه بلکې د خلکو مرستې دي.‌یعنې د امریکا یوې ښځې کار کړی دی او د ټکس پیسې یې افغان انسان ته رالېږلي دي. د امریکا یوه مشر سړي کار کړی او د ټکس پیسې یې مونږ ته راليږلي دي. د امریکا یوه ځوان کار کړی دی او د مرستې پیسې یې زمونږ وطن ته رالیږلي دي. یعنې اخلاص او خلوص په کې موجود دی. یوه خبره وه چې کومه بودجه به اعلان شوه، د هغې نیمایي څه چې ۳۰٪ هم نه مصرفېدله او علت یې دا و چې په یو ایس ای آی ډي کې ډېرو بهرنیانو کارمندانو کار کاوه او د هر یوه معاش به له ۵ څخه تر ۲۰ زرو ډالرو پورې و یعنې د اعلان شوې بودجې ډېره برخه به د انټرنیشنل سټاف په تنخاګانو، دوبۍ ته د تفریح لپاره تګ او رخصتیو باندې مصرفېدله. که چېرې اعلان شوې بودجه په ځای لګېدلې وای او پروژې انجوګانو ته د ورکولو پر ځای پخپله ملګرو ملتونو او یو ایس ای آی ډي لګولې وای، کېدی شي چې ډېر زیات اغېز یې کړی وای. بله خبره دا ده چې کومه پروژه به د جمهوریت په وخت کې په لس میلیونو ډالرو تطبیق کېدله د هغې پروژې لپاره اوس ۵ لکه ډالر اعلانیږي او غالب ګومان دا دی چې د جمهوریت اکثر چارواکي غله ول او پیسې به یې لوټلې. د ولس هیله دا ده چې نړۍ واله ټولنه او حاکمه ډله سره پخپلو کې جوړ شي او په شریکه د افغانستان د بیارغونې لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې نن سبا په هېواد کې د وچکالۍ څپې روانې دي او ډېر خلک د اوبو له کمښت څخه اندېښمن دي، دا پروژه د پام وړ ده. تر څو چې اوبه په ښه توګه مدیریت نشي، دا ستونزه به زموږ په څېر بې وزله هېواد کې هواره نه شي. زموږ ډېرې اوبه د ایران او پاکستان په لور بهېږي، خو نه پوهېږو چې څنګه یې مدیریت کړو، څنګه له دې ستر نعمت څخه د خپلو ګټو لپاره کار واخلو. بهرنیان هم زموږ په سترګو کې خاورې اچوي، هیچا د افغانانو لپاره اساسي کار نه دی کړی! هر چا زمونږ له ناپوهۍ څخه ګټه پورته کړې خو نه موږ هوښیار شو او نه مو تعلیم ترلاسه کړ.

ځواب ورکړئ