اقتصاد

مرستندویې موسسې په تخار کې ۱۴۰۰ کورنۍ د اوبو رسونې شبکې سره ونښلولې

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسېدونکي د لیندۍ په ۴مه د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په هزار سوموچ کلي کې راټولېږي، ترڅو د څښاک د اوبو د یوې پروژې بشپړېدل ولمانځي. دا پروژه د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې (اېس سي ای) له خوا تمویل شوې ده. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

ځایي اوسېدونکي د لیندۍ په ۴مه د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په هزار سوموچ کلي کې راټولېږي، ترڅو د څښاک د اوبو د یوې پروژې بشپړېدل ولمانځي. دا پروژه د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې (اېس سي ای) له خوا تمویل شوې ده. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

تالقان -- د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې او د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په وروستیو کې یوه پروژه بشپړه کړه چې ۱۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې کړي.

د شمال ختیځ زون لپاره د سوېډن کمېټې رییس فیض الله هویدا چې له کندوز ولایت څخه کار کوي، وویل، په دې پروژه کې د رستاق ولسوالۍ په هزارسوموچ کلي کې د اوبو رسونې د یوې نوې شبکې جوړول شامل و چې د وري په لومړیو کې یې کار پيل او په نهو میاشتو کې بشپړه شوه.

هویدا وویل، په رستاق ولسوالۍ کې د درې کلیو؛ هزار سوموچ بالا، هزار سوموچ پایان او توت اوسېدونکيو د څښاک پاکې اوبه د یوه مهم اولویت په توګه یادې کړې.

هغه وویل، «په دې پروژه کې د ۶۰ او ۲۰۰ مکعب مترو په اندازه د اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د کلیو په بېلابېلو برخو کې د ۸۰ نلکو جوړول، او د ۳۵ کیلومترو اوږدو پایپونو لګول شامل ول.»

هغه وویل، «دا شبکه به په لمریزه انرژي چلېږي ترڅو اوبه پمپ کړي او ذخیرې ډکې کړي، او اوبه به له پایپونو څخه په استفادې سره مشخصو کلیو ته توزیع کیږي.»

هغه زیاته کړه، «په دې پروژه باندې ۹.۷ میلیونه افغانۍ (۱۰۹۶۰۵ ډالر) لګښت راځي او په درې کلیو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.»

د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند سمیع الله صمیمي وویل، پخوا په رستاق ولسوالۍ کې د کلیو اوسېدونکي مجبور ول چې له سیند او ویالې څخه چټلې اوبه وڅښي چې له اوبو څخه د پیدا کېدونکیو ناروغیو له امله د ناورغیو او حتی مرګونو سبب کېدلې.

هغه وویل، «له بده مرغه، چې د دې سیمو اوسېدونکي د څښاک د اوبو له سخت کموالي سره مخامخ ول. اوس چې هغوی د اوبو رسونې شبکې سره وصل شوي، کولی شي چې له خپل کور سره نږدې نلکې څخه پاکې اوبه ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، «د دې پروژې هدف دا دی چې هغو محلي اوسېدونکیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي چې وچکالۍ او د اوبو کموالي متاثر کړي دي.»

د اوبو کموالی او ناروغي

مخکې له دې چې د اوبو رسونې شبکه فعاله شي، د رستاق ولسوالۍ د کلیو اوسېدونکي مجبور ول ترڅو تر ۴ کیلومترو لیرې ځای څخه له سیندونو او ویالو څخه اوبه ډکې کړي.

هغوی د خیریه موسساتو د مرستو له امله مننه وکړه.‌

د رستاق ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید نظام الدین چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل چې د شبکې له جوړېدلو څخه مخکې، د هغه د کورنۍ یو یا دوه غړي مجبور ول ترڅو هره ورځ د کورنۍ لپاره اوبه راډکې کړي.

هغه وویل، «زه په خپل کلي د اوبو رسونې د شبکې د جوړېدلو له امله خوښ یم. موږ له ډېرو کالونو راهیسې د اوبو له کموالي سره مخامخ وو او چټلې او خټینې اوبه به مو څښلې.»

هغه وویل، «موږ له ډېرو کالونو راهیسې کافي اندازه د څښاک اوبه نه لرلې. ډېر ځلې موږ مجبور وو چې د باران اوبو څخه استعفاده وکړو ځکه نشوای مو کولی چې پاکې اوبه ومومو.»

د رستاق ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نصرالله چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل چې هغه د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي د اسانتیا له امله د ارامۍ احساس کوي.

هغه وویل، «د اوبو رسونې شبکې له افتتاح څخه مخکې، موږ چټلې او غیرصحي اوبه کارولې ځکه چې بله لاره مو نه لرله.»

هغه زیاته کړه، «چټلې اوبه له څو کالونو راهیسې زموږ په کلي کې د ناروغیو د خپرېدا سبب شوې وې. کله به چې موږ د کورنۍ یو غړی،‌ په ځانګړې توګه یو ماشوم ډاکتر ته بوولو، هغوی به ویل چې د ناروغۍ سبب چټلې اوبه دي.»

هغه وویل، «زموږ ماشومانو به اوبه له ویالې څخه را اخیستلې. هلته به حیوانات هم راتلل او عین اوبه به یې څښلې. دا چې موږ پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود، مونږ مجبور وو چې د څښلو لپاره هماغه اوبه وڅښو.»

د یوه دایمي حل موندل

د تخار ولایت د اقتصاد ریاست د پراختیا د څانګې مدیر محمد عمر توحیدي وویل، د تخار د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته سخته اړتیا لري او دا ریاست په دې کار کوي چې دغه ډول پروژو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه وویل، «تخار ۱۶ ولسوالۍ لري او د ډېرو ولسوالیو اوسېدونکي د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري. موږ د راتلونکي لمریز کال لپاره د اوبو رسونې ډېرو پروژوو ته لومړیتوب ورکړی چې د خیریه موسساتو په په مرسته به تطبیق شي.»

هغه وویل، «د خلکو د ستونزو د حلولو لپاره، موږ په وروستیو کې له کورنیو او نړۍ والو موسساتو سره د خپلو مجلسونو په ترڅ کې د سطحي او ژورو څاګانو او د اوبو رسونې د شبکو د جوړولو په هکله خبرې اترې او وړاندیزونه کړي دي.»

توحیدي وویل، «د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه د وچکالۍ له امله کمه شوې، او ځایي خلک نشي کولی چې ژورې څاګانې وباسي، نو موږ هیله لرو چې مرستندویې موسسې خپل کار په دې برخه کې متمرکز کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېر ضروري کار دی. خلکو ته د پاکو اوبو رسول ډېر مهم دي. په افغانستان کې اوس هم په میلیونونو خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. خلکو ته د اوبو د رسولو لپاره باید یو مارشال پلان جوړ کړای شي. خو تر هغه چې داسې یو لوی پلان جوړیږي، همدا کوچنیو پروګرامونو ته باید دوام ورکول شي. زه په دې برخه کې دوه وړاندیزونه لرم: ۱. د اوبو دا نلونه/پایپونه باید د ځمکې په سطحه نه بلکې نیم متر لاندې تېر کړای شي چې د تخریب مخه یې ونیول شي. ۲. د سیمې خلک باید د هغو په حفاظت کې مرسته وکړي او مسؤلیت یې پر غاړه واخلي. سربېره پر دې، په هر هغه کلي کې چې اوبه ورکول کیږي، باید یوه کمېټه تاسیس کړای شي. هغه کمېټه باید په میاشت کې یو ځل له هرې کورنۍ څخه د نل د اوبو په بدل کې تادیات ټول کړي. کېدای شي ځینې خلک استدلال وکړي چې غریب دي او د دې کار وس نه لري. دلته دوه خبرې دي: که نغدې پیسې لري، یا کمې لري لږ تر لږه ۵۰ افغانۍ خو ورکولی شي. که د پیسو بېخي کمی وي، کولی شي چې غنم، جوار، یا بل ډول مواد ورکړي لاکن په وړیا ډول د اوبو، برق،‌ ګاز یا بل خدمت ترلاسه کول داسې دي لکه ترلاسه کوونکیو ته چې د خیرات غوښتلو طریقه ورښودل کیږي. هیله ده چې زما په خبره څوک خفه نشي. یادونه: له هغو پیسو/مالونو څخه چې جمع کیږي، کېدی شي د اوبو د سیستم د ترمیم او پراختیا لپاره کار واخیستل شي.

ځواب ورکړئ

اوبه د ژوند له لومړیو ضرورتونو څخه دی. زمونږ په کلیوالو سیمو کې د ښارونو په پرتله اوبه پاکې دي خو د اکثره کوهیانو سرونه لوڅ دي. همدغه وجه ده چې د کوهیانو اوبه مو چټلېږي. په دې برخه کې یو منظم سیستم او همکارۍ ته ضرورت شته. د تخار ولایت د کلیو او پراختیا ریاست او د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې دغه هڅه د ستاینې ده. د سوېډن کمېټې دغه همکاري اوسنۍ نه، بلکې تر دې وړاندې یې هم له افغانانو سره ډېرې مرستې کړي.

ځواب ورکړئ

افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لږ لاس رسی لري. د کانالونو نشتوالی د افغانستان په ټولو ولایتونو کې لویه ستونزه ده. په ولسوالیو او ولایتونو کې د اوبو د زیرمو نشتوالی یوه لویه ننګونه ده. د ولسوالیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري. په افغانستان کې داسې کانالونه نشته چې خلک له خپلو کورونو څخه د کانالونو له لارې خپلې ناپاکې اوبه وباسي. له همدې امله د څښاک د پاکو اوبو له کموالي سره مخامخ دي. خلک د ناپاکو اوبو څښلو له امله په مختلفو ناروغیو اخته کیږي. موږ د سویډن کمیټې له ادارې څخه غوښتنه کوو چې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو پروګرام ته لومړیتوب ورکړي او د ناپاکو اوبو د ایستلو په خاطر د ښارونو لپاره د کانالیزاسیون سیستم جوړ کړي تر څو خلک د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړي. د سویډن کمیټې د پروګرامونو څخه مننه.

ځواب ورکړئ