چاپیریال

په بدخشان کې د اوبو رسونې پروژې په سلګونو کورنیو ته د څښلو اوبه برابرې کړلې

د نجیب الله راپور

د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد یو اوسېدونکی د وږي په ۲۹مه د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې (اېن ای سي) له خوا نصب شوي یوه لاسي واټرپمپ څخه اوبه څښي. [نجیب الله /سلام ټایمز]

د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد یو اوسېدونکی د وږي په ۲۹مه د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې (اېن ای سي) له خوا نصب شوي یوه لاسي واټرپمپ څخه اوبه څښي. [نجیب الله /سلام ټایمز]

بدخشان -- د افغان ښځو تعلیمي مرکز (ای ډبلیو اي سي) د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې (اېن ای سي) په مالي مرسته سږ کال د افغانستان په بدخشان ولایت کې په سلګونو کورنیو ته د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی برابر کړی دی.‌

د پروګرام مشر محمد اسحاق حیدر وویل، «د ای ډبلیو اي سي د ۱۴۰۱ د پلان په اساس، سږ کال یو شمېر څاګانې او د اوبو رسونې سیستمونه جوړ کړای شوي دي.»

حیدر زیاته کړه، د څښلو پاکې اوبه د بدخشان له مهمو اړتیاوو څخه وګڼل شوې، او ای ډبلیو اي سي یې دې ته وهڅاوه چې په لسګونو څاګانې وباسي او له چینو څخه کلیو ته د اوبو رسونې شبکې جوړې کړي.

هغه وویل، مثلا، د ای ډبلیو اي سي انجنیرانو له یوې چینې څخه چوکولاچ کلي ته د ۸۰۰۰ مترو اوږد د اوبو رسونې سیستم جوړ کړ.

هغه زیاته کړه،‌ د ولایت د مرکز فیض اباد په قوشلاق کلي کې د یوې څا اېستلو هم د نږدې ۲۰۰ کورنیو د اوبو اړوندې اړتیاوې ځواب کړې.

حیدر وویل، کارونه د خلکو د اړتیاوو په اساس او د پروژې له مرستندویانو سره په مشوره کې پلان کیږي.

یوه حیاتي اړتیا

د بدخشان اوسېدونکي وايي، وروستیو وچکالیو د څښلو د پاکو اوبو ډېر کمی رامنځته کړی دی.

د چوکولاچ یوه اوسېدونکي محمد عمر وویل، دغه کلي د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.‌

اوسېدونکي مجبور ول چې له یوه سیند څخه چې په څو کلیو باندې تېرېږي، د څښلو اوبه واخلي، خو د وچکالۍ له امله د هغه د اوبو سطحې هم ټیټې شوي دي.‌

هغه وویل، «اوبه زموږ له مهمو اړتیاوو څخه یوه اړتیا وه.د اوبو د کموالي په هکله ټول کلیوال اندېښمن ول.»

د دغه کلي یوه بل اوسېدونکي محمد شعیب وویل، «د سیند اوبه پاکې نه وې.‌ هغو ماشومان ناروغول او د معدې او پښتورګو د مرضونو سبب کېدلې.»

شعیب زیاته کړه، له سیند څخه غواګانې او مېږې اوبه څښي او په اوبو کې څملي.

هغه وویل، په کلي کې خلک غریب دي او د ملي او نړۍ والو موسساتو له ملاتړ څخه پرته به ونشي کړای چې د اوبو رسونې شبکه جوړه کړي.‌

د کهنه قوشلوق یوه اوسېدونکي محمد احسان وویل، د هغه د کلي او د څو شاوخوا کلیو اوسېدونکیو له یوې لیرې څا څخه اوبه را اخیستلې.

هغه وویل، «د اوړي په ګرمۍ او د ژمي په یخنۍ کې ماشومانو او ښځو له څا څخه د لاس ګاډو، خرو په وسیله یا پخپله د اوبو په راوړلو کې ډېرې ستونزې ګاللې.»

نړۍ واله مرسته

په بدخشان کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکتر محمد جاوېد وویل، «له بده مرغه چې، د بدخشان په سلګونو اوسېدونکي هر کال د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي له امله په ډول ډول ناروغیو باندې اخته کیږي.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې په بدخشان کې د کلیو اکثر اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، چې په نتیجه کې یې، ماشومان په نس ناستي او لویان د معدې او پښتورګو د تیږو په ناروغیو باندې اخته کیږي.»

جاوېد له هغو نړۍ والو موسساتو څخه چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې فعالیت کوي د هغوې د مرستې او ملاتړ له امله مننه او ستاینه وکړله او د هغوې کار یې مهم وباله.‌

د کهنه قوشلوق کلي یوه اوسېدونکي پهلوان رحمت الله وویل،‌ «په دې کلیو کې پخوا د څښلو پاکې اوبه نه وې، چې د کهنه قوشلوق، لیابه او ایساري کلیو د اوسېدونکیو -- شاوخوا ۲۰۰ کورنیو لپاره یې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې.»

رحمت الله زیاته کړه چې هغه ای ډبلیو اي سي سره تماس ونیو، چې دغې موسسې د انجنیرانو له خوا د وضعیت له ارزونې څخه وروسته د هغه غوښتنه ومنله.

دغه راز، هغه له ای ډبلیو اي سي او اېن ای سي څخه د هغه په کلي کې د یوې څا د اېستلو له امله مننه وکړله.‌

هغه وویل، «زموږ په کلي کې خلک صحیح عاید نه لري او په تنخواګانو باندې ګوزاره کوي.»

هغه وویل، «هغوی دومره پیسې نه لري چې په خپل کلي کې څا پرې وباسي یا د اوبو رسونې سیستمونه پرې جوړ کړي.»

رحمت الله وویل، «موږ په نړۍ والو موسساتو باندې غږ کوو چې افغانستان او د بدخشان خلک یواځې پرې نه ږدي. خلک نشي کولی چې دا ستونزې پخپله حل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لعنت دې وي په دې جګړه چې په ۲۱ پېړۍ کې هم افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. شرم دې وي د افغانستان په پخوانیو او اوسنیو مشرانو چې هره ورځ چیغې وهي په داسې حال کې چې ولس یې له تندې مري. د جمهوریت مشران ټول فاسد او بې وجدانه وو او د امریکا لخوا نصب شوي وو او ټوله ورځ به یې غلا کوله او په افغانستان کې به یې د امریکا پلانونه پلي کول. د طالبانو ټول مشران د آی ایس آی جاسوسان دي چې یوازې د پاکستان لخوا ورکړل شوي ماموریتونه او دندې ترسره کوي. هیڅوک د خپل وطن او مظلوم ولس پروا نه لري. د دې فاسدو او بې کفایته مشرانو ځای دې دوزخ وي.

ځواب ورکړئ

دا حیرانونکې ده. د بدخشان په څېر په یوه ولایت کې چې د اوبو له زېرمو ډک دی، خلک د پاکو اوبو له نشتوالي ځورېږي. بدخشان تر ټولو ډېر شمېر طبیعي واورین یخچالونه لري. د دغو یخچالونو اوبه یو له خورا خوندور او صحي اوبو څخه دي. سربېره پر دې، بدخشان ډېر طبيعي آبشارونه لري چې له دغو طبيعي یخچالونو څخه سرچينه اخلي. دغه راز ، د ګټورو اوبو ډیرې چینې شته. سره له دې، زموږ خلک حتی په بدخشان کې د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي. د بدخشان وضعیت چې داسې دی، د نورو ولایتونو وضعیت تصور کړئ. د کندهار، اروزګان، بلخ او فاریاب وضعیت به څنګه وي؟ افغانستان له هر اړخه له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی. خدای دې پر موږ خپل رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

ښه خبر دی. په دې وروستیو کې چې افغانستان کې کوم سېلابونه او بې موسمه بارانونه وشول، خلک د ناپاکو اوبو له امله په کولرا او بېلا بېلو ناروغیو اخته او ګڼ شمېر په مختلفو ولایتونو لکه ارزګان او نورستان کې مړه شول. د پاکو اوبو سرچینې برابرول ابتدايي کار دی. دا کار باید ډېر وخته شوی وی خو زه شکر چې اوس هم پام ور واوښت او تر دې وروسته به خلک د اوبو له وجې په مختلفو ناروغیو نه اخته کېږي. دا اوس مې د ازادي راډیو په وېب پاڼه ولوستل چې، د امریکا پراختیايي پروګرام په افغانستان کې اړو کسانو لپاره ۳۰ پروژې پیل کړي دي. په راپور کې ویل شوي د دې لپاره چې په افغانستان کې ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو ډېرې مرستې به په دې برخو کې وي. دا اوس ښه خبره ده چې د افغانستان ګڼ شمېر خلکو ته د دې پروګرام له لارې خیر رسېږي. موږ اوس وخت کې دا نه وایو چې دا کار نه کوو او هغه نه کوو؛ بلکې افغانان اوس په دې باور لري چې د تعلیم او تر ټولو د سخت کار زمینه سازي دې ورته وشي خو چې د نورو له شره خلاص او خپل ګران وطن (افغانستان) ته خدمت وکړي او اباد یې کړي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې کابو ۲۳ میلیونه وګړي غذايي امنیت نه لري او تر راتلونکې نومبر پورې به نږدې ۶ میلیونه افغانان له بېړني بشري وضعیت سره مخامخ شي. نو د دې حالت د کنټرول لپاره چې سیمه او نړۍ له موږ پازاب نه شي ښه به وي چې د شر پر ځای موږ ته خیر راوړي. ټولګټې پروژې تطبیق او پانګونه وکړي. خلک به په کارونو بوخت او چاته به یې زیان نه رسېږي.

ځواب ورکړئ